کور / هراړخیز / د نيشاپور شاهين ٢٣

د نيشاپور شاهين ٢٣

یوه ورځ په داسې حال کې چې لمر دغرب په تاخانو کې پتیدونکې و ، حماد اوایلک خان د سرسوتي ددریاب په غاړه غاړه دجنوب لورې ته روا وو. هغوې دبهیم سیم نه څو مایله لرې د خپلوآسونو څخه را ښکته شول ، آسونه یی ازاد پریښوول او پخپله اودسونه وکړله تر څو دماښام لمونځ اداکړي، دلمانځه د اداء کولو وروسته یی دوباره خپل سفر پیل کړ . خو دواړه ډیر غمژن او اندیښمن و.
د بدري نات حویلۍ ته د ور رسیدو په وخت کې شپه پوره تیاره شوې وه، پخپله بدري نات او ګیان یی ښه راغلاست ته راغلل . د کور دننه دبدري نات ښځه ساوترې او لوریی بملا هم په منډه دروازې ته راغلل . خو دپشپال او رتنا درک نه لګیده .
کله چې حماد ایلک خان له ځانه سره یو ځآي کړ او د ګیان دکمرې په لور روان شول نو بدرې نات منعه کړل او ورته یی وویل « هلته نه ، بلکه دننه حویلۍ ته به ځئ »
حماد ورته په پوره انکسار سره وویل « زما له پاره همغه کمره مناسبه ده . اوبیا رتنا…..»
بدري نات یی دخبروپه منځ کې راټوپ کړ اوویی ویل « هغه دواړه خور او ورور دلته نه شته .»
حماد ترې په اندیښنې سره وپوښتل « هغوې چیرې تللي …؟»
بدري نات ورته په غمژنه توګه وویل « هر څه به درته ووایم ، خو لمړۍ تاسو راته ووایاست چې اوما مو څه کړه ؟ » په ځواب کې یی ورته حماد د نګرکوټ دمندر ټوله پیښه بیان کړه او داوما د مړیني داستان یی ورته واوروو. بدري نات ، ساوتری او بملا درې واړه ډیر پریشانه او غمژن شول .
ګیان د ټول داستان د اوریدو نه وروسته د حماد او ایلک خان آسونو ته د خورا اچولو په خاطر اصطبل ته ورغې ، بدري نات ، ساوترې او بملا ، حماد اوایلک خان له ځآنه سره واخستل اوهغه کمرې ته ورغلل چیرې چې زخمي پشپال په کې پروت و. خو اوس په دې کمرې کې درې پاکې بسترې غوړیدلې وې، داسې معلومیده چې دحماد او ایلک خان د اوسیدو له پاره همدا ځآې ټاکل شوې و.
په مخامخ بستره باندی دکیناستو وروسته حماد بدري نات ته وویل « تا غوښتل د پشپال او رتنا په اړه را ته څه ووایی»
بدري نات دحماد تر مخه دایلک خان سره څنګ کې کیناست په دې وخت کې بدري نات په خپل غمژن اواز سره وویل : « رتنا خو د اجمیر د راجه پتهوراې خلکو له دې ځایه تښولې ده »
حماد دحیرانتیا نه په خپل ځاې کې پورته شو اوبیرته کیناست او ترې ویی پوښتل « څنګه او کله ….؟»
بدرې نات ورته په خپل لړزان اواز سره وویل : « ددې ځایه ستا دتللو څو ورځې وروسته د پشپال زخمونه لږ څه را ښه شوي و. او هغه داسماعیل سره دهغه دکلي په لور ولاړ . دهغه په نشت کې رتنا د خپل بل ماما او زما دورور لیکهراج کورته ورغله. زما د همدې ورور زوې راجن د رتنا سره نکاح هم شوې ده . کیدې شي چې تاسو په دې خبر یاستئ چې راې پتهورا د یوې مودې راهیسي درتنا پسې دې تر څو ځانته یی واده کړي ، په همدې خاطر یی د هغې مور اوپلار دواړه وژلي دي . هلته د لیکهراج په کور کې لا د رتنا دوه ورځي نه وې تیرې شوې چې د راې پتهورا کسان بهیم سیم ته داخل شول ، بدقسمتۍ سره چې رتنا هغه وخت په کوڅه کې وه . د راې پتهورا کسانو هغه و کتله او ویی پیژندله . رتنا هم هغوې و پيژندل او په منډه یی ځان دخپل ماما کور ته ورساوه . خو د راجه کسان هغه کور ته ور ننوتل او رتنا یی دهغه ځایه په زور وویستله . زما ورور اودهغه دکورنیو نورو خلکو د راجه دخلکو سره مقابله وکړه خو هغوې یی ټول ووژل اورتنا یی ترې پورته کړه او اجمیر ته یی له ځانه سره یوړه .
ما دپشپال د راغوښتو له پاره خپل یو کس د اسماعیل کلي ته ولیږه ، بله ورځ پشپال هم را ورسید او بیا دلته د تم کیدو پرته د اجمیر په لور روان شو . ویل یی : یا د رتنا عزت خوندي کوم اویا به دهغې په عزت باندي ځان ځار کړم . خوکله چې پشپال دهغه ځایه راستون شو نو دهغه دخبرو څخه داسې ډاګیزیده چې دمسلمانانوڅخه یی ډیر اغیز اخستې دې .»
حماد ورته ډاګیزه کړه چې «پشپال مسلمان دې ، اوهغه زما په لاسو مسلمان شوې دې ، هغه اسلام منلې دې »
بدري نات په عجیبه توګه ساوترې او بملاته وکتل اوبیا یی خپله خبره د حماد په لور راوګرځوله « ما څوکسان اجمیر ته استولی و، هغوې بیرته راستانه شوي او ویی ویل چې یوه میاشت وروسته راجه پتهورا دخپلې لور سوئمبر لمانځي او بیا ددې راج کنیا د سوئمبر په دویمه ورځ راې پتهورا د رتنا سره واده کول غواړی . دبیرته راغلیو هغو خلکو وینا ده چې رتنا هلته په اجمیر کې دیوې بندۍ په څیر اوسیږي خو دپشپال درک تر اوسه نه دې معلوم چې هغه هلته په اجمیر کې په کوم ځاې کې دې . دوې به یو ځل بیا اجمیر ته لیږم تر څو درتنا دخلاصون له پاره څه وکړاې شی .
حماد په ژورو فکرونو کې ډوب ناست و او ویی ویل :« رتنا اوپشپال باید ځآنته پرې نه ښوول شي ، زه به سبا د ایلک خان سره یو ځاي هغه لورې ته ورځم . زه به هڅه وکړم چې هغه د سوئمبر د لمانځلو نه مخته را خلاصه کړم . خو که بریالي نه شوم نو بیا به دکشترې په کالیو کې په دغه سوئمبر کې برخه اخلم که چیرې سوئمبر مې و ګټه او د راجه لور کرشنا یی ماته واده کړه نو بیا به را ته د رتنا ازادول اسانه وی .
ساوترې او بملا بیرون ووتلې ، بدرې نات حماد ته وویل : « که چیرې تاسو دواړه هغې لورې ته ورځئ نو داحتیاط نه به کار اخلئ ، او که چیرې د چا سره مو جنګ پیدا شو نو دهغه د ملا لاندې ګذار مه کوئ ، ځکه په کشترې دهرم کې د ملا لاندې ځاې باندې ګذار کول ګناه ده »
ایلک خان خاموشه شو ، ځکه ساوترې اوبملا له خپله ځانه سره د خوراک څښاک شیان راوړې و اوبیا ټول په همدې کوټه کې کیناستل او یو ځآې یی ډوډۍ و خوړه .

نور په بله برخه کي