کور / هراړخیز / روژه په اسلام او ساینس کي

روژه په اسلام او ساینس کي

په قرانکریم کی روژه:
دروژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرانکریم پکښې نازل شوی دی، چي دخلکولپاره هدایت دی اودهدایت لپاره روښانه دلایل او(دحق اوباطل) ترمینځ بېلوونکی دی، نوستاسی څخه هرڅوک چي میاشت ووینی نوروژه دی ونیسي اوکه څوک ناروغ یامسافروی (اوروژه ئې خوړلې وې) نوله ورپسې ورځوڅخه دی دخوړل شویوورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پرتاسې داسانۍ اراده لری اوپرتاسې دسختۍ اراده نه لری اوددې لپاره چي دروژې شمېرپوره کړئ اوله دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی(نو) هغه په لویۍ سره یادکړی ښایی چي شکراوباسئ (البقره ۱۸۵)

بل ځای په قرانکریم کی راځی:
دروژې په شپوکښې ستاسې لپاره ستاسې دښځوسره (جنسی) یوځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې اوتاسې ددوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلوځانونوخیانت کوئ خوستاسې توبه ئې قبوله کړه اوتاسی ئې وبخښلاست نواوس ددوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ، اوهغه څه چي الله ستاسې لپاره مقررکړیدی وئې غواړئ، اوخورئ ئې اوڅښئ څوچي ستاسې لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تورتاره (شپې) څخه ښکاره شی بیاخپله روژه ترشپې پوری پوره کړئ۔۔۔ (البقره ۱۸۷)
دروژې ومیاشتې ته (رمضان) په قرانکریم کی استعمال شوی دی، اوداتوری په قران عزیزکی یوځلی دسورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سرکی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی، اوس زه غواړم چي ولی دکایناتوپنځونکی لوی الله جل جلاله ودې میاشتې ته درمضان میاشت وویل؟
رمضان د(رمض) له توری څخه اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یارمض وهغوشګوته ویل کیږی چي داسی ګرمې اوتودې وې چي پښې سوځی چي دادټولودعربی ژبې دلغت پوهانوپه نظراتفاقی ده، دعربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شویدی:
رمض النهار(ورځې ډېرګرمېدل)
رمض الشمس (په شګواونورڅېزونولمرپرېوتل)
رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه باندی دپښې سوځېدل)
رمض الغنم (څاروی په ډېرګرم ځای کی څرول)
رمض اللامر (دغصې اوقهرنه داورلمبه کېدل)
اوس به درته جوته شوې وې چي دروژې ومیاشتې ته په دې رمضان وایی چي داګناه سوځې اوداتوری دجاهلیت په وخت کی هم ورته استعمالېدی۔
دحضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژې ومیاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چي داګناهونه سوځې اوختموې ئې۔
(تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسیر مظهری)
دهمدې حدیث شریف په تائیدباندی شیخ بن حسن طبری اوشیخ عبدالقادرجیلانی رحمة الله علیهما وایی چي دروژې ومیاشتې ته ځکه رمضان وایی چي په دې میاشت کی دمسلمانواو شریفانوګناهونه سوځې اوله مینځه ځی۔
(تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)
وروژې نیولوته په قران عزیز کی (صوم) راغلی دی داتوری په قرانکریم کی په مختلفوصیغوسره (۱۳) ځلی راغلی دی چي (صوم) دعربی ژبې دلغت پوهانو(دمنجداولسان العرب) لیکوالانوپه اند چي وامساک، منع اوبندېدوته وایی اودشرعی په اصطلاح کی (صوم) دسپېدوڅخه ترلمرلوېدوپوری دخوراک، څښاک، جماع اونوروهغولاروڅخه چي دانسان وبدن ته شی داخلیږی، ددې ټولوڅخه ځان منع کولواوامساک ته (صوم) وایی۔
روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان(برات) په مياشت کې فرض شوه، چي ایات شریف ئې پورته ذکرشو، اوروژه دهجری سپوږمیزکال نهمه میاشت ده
روژه تراسلام مخکی هم په مختلفودورواومختلفوبڼوسره فرض وه، دبېلګې په ډول سره پرځینوامتودهرې میاشتې ایام البیض یادروښانوشپو(دیارلسم، څوارلسم اوپنځلسم) روژې فرض وې، یهودواونصاراوودمحرم دلسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول اودقران عزیزپه دې حکم سره چي روژه درمضان په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی اودهغوروژونیولو حکم پرسنتیت باندی پاته شو؛ داځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به دمحرم اوروښانه شپوروژې نېولې.

روژه په اسلام اوساینس کي (۲)
عبدالغفارجُبیر

روژه په احاديثوکی
۱: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي کله دروژې میاشت داخله شی نوداسمان دروازې( اوپه یوه روایت کی دجنت دروازې اوپه بل روایت کی درحمت دروازې ) پرانستل شی اودجهنم دروازې بندې کړل شی اوشیطانان په ځنځیرونووتړل شی۔
(مسلم شریف، بخاری شریف، مشکوة شریف)
۲: حضرت سعدرضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دجنت اته دروازې دې چي په هغوکې یوه دروازه دريان په نامه سری ده چي پرهغې دروازې به یواځی روژه نیونکې داخلیږی۔ (بخاری شریف شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف، شعب الایمان للبیهقی)
۳: له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم کس چي دایمان اوثواب غوښتلوپه نیت روژه ونیسی دهغه تیرشوی ګناهونه به وبخښل شی اوکوم کس چي دایمان اواخلاص سره په روژه کی عبادت کوی دهغه مخکنی ګناهونه به معاف کړل شی، همدغه ډول کوم څوک چي دشب قدرپه شپه کې په ایمان اواخلاص سره په عبادت بوخت وی دهغه به تېرشوې ګناهونه معاف کړل شی۔ (بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
۴: دابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي انسان ته پرهرعمل له لسوڅخه تراوو(۷۰۰) سووپوری دثواب بدله ورکول کیږی، مګرالله جل جلاله وایی چي روژه له شماره څخه بېله ده داځکه چي هغه خاص زمالپاره ده، اوزه دهغې بدله رحمت ورکوم ولی چي روژه دارخپل خواهش، خوراک اوڅښاک خاص زمالپاره پرېښې وو، دروژه دارلپاره دوې خوشحالۍ دې یوه دروژې دماتولوپروخت اودوهمه دالله تعالی سره دملاقات پروخت اودروژه داردخولې بوی الله ته دمشکوله بوی څخه هم خوښ دی، رژه د ګناهونوپه وړاندی سپر(ډال) دی اوکله چي کوم یوله تاسوڅخه روژه داروی نوبدې خبرې دی له خولې څخه نه راباسی اونه دې ښکنځل کوی، کله چي بل څوک بدې خبرې ورته وکړی یاله ده سره جګړه کوی نودې دې ځواب ورکړی چي زه روژه داریم۔
(بخاری شریف، مسلم شریف مشکوة شریف)
۵: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي کله دروژې لومړۍ شپه شی نوشیطانان اوسرکښه پېریانان وتړل شی، دجهنم ټولې دروازې بندی کړل شی یوه هم پرانستې نه وې، اودجنت ټولې دروازې پرانستل شی یوه هم بنده نه وې؛ یواوازکوونکی اوازکوی چي ای خیرغوښتونکې!!! مخ راوګرځوه اوای شرغوښتونکې!!! شرپرېږده شاته ولاړشه، اوالله جل جلاله په روژه کې ډېرخلک له دوږخ څخه ازادوې اودامعامله هره شپه ترسره کیږی۔ (ترمذی، ابن ماجه، مشکوة شریف)
۶: حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه اوقران کریم دبنده لپاره دالله په دربارکی شفاعت کوی، روژه به ووایی چي ای پروردګاره! مادی په ورځ کی دخواهشاتو، خوراک اوڅښاک څخه منع کړی وونوځکه دده په هکله زماشفاعت قبول کړه اوقرانکریم به ووایی چي ای خدایه! مادې په شپه کې له خوب کولوڅخه بندکړی وونوځکه دده په اړه زماشفاعت قبول کړه، نوددوی دواړوشفاعت به قبول کړل شی۔
(مشکوة شریف، جامع الاحادیث)
۷: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژه داردعا نه ردیږی۔ (مصنف ابن ابی شیبه)
۸: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي ددرواشخاصودعانه ردیږی :
۱: دروژه مات پروخت دروژاتی دعا،
۲: دعادل پاچادعا
۳: اودمظلوم دعا۔
(الترغیب والترهیب، شعب الایمان)
۹: حضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي دروژې لپاره جنت دکال له پیل څخه بیاتردابله کاله پوری ښایسته کیږی، بیاچي کله دروژې لومړۍ ورځ شی نوترالهی عرش لانده یوه ځانګړې هوادجنت له پاڼوسره تیریږی ښکلوحوروته چي کله ورسیږی نوهغوی وایی چي ای خدایه! زموږلپاره له خپلوبندګانوڅخه داسی جوړه غوره کړه چي زموږسترګې په هغوی سړی اویخې شې اودهغوی سترګې په موږ سړې شې۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۳)
عبدالغفارجُبیر

دپېشلمي فضيلت:
۱۰: انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي پېشلمی کوی داځکه چي په پېشلمي کی برکت دی۔
(بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف)
۱۱: عمروبن العاص رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي زموږاوداهل کتابوترمینځ توپیرپېشلمی دی۔
(مسلم شریف ، مشکوة شریف)
۱۲: دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل غزاکوی دغنیمت مال به حاصل کړی، روژې نیسې روغتیابه ومومی اوسفرکوی دولت مندبه شی.
(الترغیب والترهیب ۱۲/۶۹۱) رواه طبرانی فی الاوسط ورواته ثقات
۱۳: حضرت جابررضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل روژه سپردی چی دهغه په ذریعه بنده دجهنم څخه ساتل کیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۲/۶۹۲) رواه احمدباسناد حسن والبیهقی
۱۴: حضرت سلمه بن قیصرڅخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چاچي دالله درضالپاره یوه ورځ روژه ونیول هغه به دجهنم څخه دومری لیری شی لکه دکارغه بچی چې په الوتلوالوتلوکی بوډاشی اومړشي.
(الترغیب والترهیب ۱۶/ ۶۹۴) رواه ابویعلی والبیهقی
۱۵: دحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله وسلم وفرمایل کوم څوک چی یوه ورځ روژه ونیوله که چیری ده ته دټولې نړۍ برابرسره زرورکړل شی بیابه هم ددې ثواب پوره نشي دمحشردورځې نه وړاندی ددې ثواب نه پوره کیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۷/ ۶۹۵) رواه ابویعلی والطبرانی
۱۶: حضرت حذیفه رضی الله عنه وایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم یوځل زما سنیې ته ډډه لګولې وه هغه وفرمایل دچاچې لااله الاالله اخری کلام وی هغه به جنت ته داخل شی، چاچې دالله درضالپاره روژه ونیوله اوپه هغه یی خاتمه وشوه هغه به جنت ته داخل شی، اوچاچې دالله درضالپاره څه صدقه وکړل اوپه هغې یی خاتمه وشوه هغه به جنت ته داخل شی.
(الترغیب والترهیب ۲۰/ ۶۹۷) رواه احمد
۱۷: دحضرت ابوسعید رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل څوک چې دالله په لاره کی روژه ونیسی الله تعالی دهغې ورځې دروژې په وجه دی دجهنم داورڅخه د(۷۰) کالوپه اندازه سره لیری کوي.
(الترغیب والترهیب۲۳/ ۷۰۰) رواه بخاری ومسلم والترمذی والنسایی
۱۸: دحضرت ابوسعید خدری رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چاچی درمضان دمیاشتی روژې ونیسي اوهغې دحدودوخیال وساتی اودکوموشیانو څخه چې ژغورل پکاردی دهغوڅخه ځان وساتی داروژې به دتیری شوی ژوندکفاره شی.
(الترغیب والترهیب ۴/ ۷۰۶) رواه ابن حبان فی صحیحه والبیهقی
۱۹: په یوه روایت کی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل هغه څوک چې په حلال رزق سره روژه ماته کړی په ده باندی به په ټوله روژه کی دالله رحمت نازلیږی اودقدرپه شپه کی به جبرایل علیه السلام دده سره لوغبړکوي (اوعلامه یی داده) چی دده په زړه کی به رحمت پیداکیږی اودسترګوڅخه به یی اوښکې بهیږی.
(الترغیب والترهیب ۱۴/ ۷۱۱)
۲۰: حضرت عمروبن مره جهنی بیان فرمایی چې یوکس دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کی حاضرشواوویی ویل ای دالله رسوله! که چیری زه ددې شاهدی درکړم چی دالله نه سوابل څوک دعباد ت لایق نشته اوتاسی دالله رسول یاست، اوزه پنځه وخته لمونځ کوم زکات ورکوم اوروژه نیسم نوزه به دچاسره یم؟ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل (ته) به په صدیقینواوشهداء کی یی.
(الترغیب ورالترهیب ۳۵/ ۷۲۰)

روژه په اسلام او ساینس کي (۴)
عبدالغفارجُبیر

دروژې په ماتلوکی تلوارکول:
۱۲: سهل رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چي هغه وفرمایل هرڅومره چي خلک په روژه مات کی تلوارکوی په هغه اندازه ئې خیردی۔
(بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف)
۱۳: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي په بندګانوکی وماته ترټولومحبوب هغه څوک دی چي ترټولوژرروژه مات کوی۔ (ترمذی، مشکوة شریف)
روژه مات په خرمااوياپه اوبوسره:
۱۴: سلمان بن عامررضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل کله چي یوڅوک دروژې دماتولوتکل وکړی نوپه خورماسره دی روژه ماته کړی، داځکه چي دبرکت سبب دی؛ که چيری خرمانه وه نوپه ابوسره دی ماته کړی داځکه چي داپاکې ده۔
(ترمذی، مشکوة شریف)
دروژه مات ثواب:
۱۵: حضرت زیدبن خالدرضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي دروژه دارروژه مات برابرکړی یادیوه مجاهدلپاره سامان برابرکړی نوهغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږی۔ (بیهقی فی شعب الایمان، مشکوة شریف)
دروژې په حالت کی دناوړوکارونوڅخه ځان ژغورل:
۱۶: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي په روژه کی نارواخبرې کوی اوداعمل نه پرېږدی نوالله جل جلاله دهغه خوراک اوڅښاک پرېښودوته کومه اړتیارنلری۔ (بخاری شریف، مشکوة شریف)
دروژې په حالت کی دژبې ساتنه:
۱۷: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که په تاسوکی دیوه روژه وه نونه دې بې حیاخبرې کوي، نه دی بې عقلي ښکاره کوي اوکه کوم یوپرده باندی په جاهلانه ډول سره راغلی نودی دي داځواب ورکړی چي نن زماروژه ده۔ (مصنف ابن ابی شیبه)
په روژه کی دغيبت بدوالی:
۱۸: حضرت انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم څوک چي دخلکوغوښې خورئ (غیبت ئې کوی) دهغه روژه نشته۔ (مصنف ابن شیبه)
په روژه کی په هيره خوراک اوڅښاک:
۱۹: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم کس چي په روژه کی په هیره سره خوراک اوڅښاک وکړی دهغه روژه نه ده ماته هغه دی خپله روژه پوره کړی داځکه چي الله تعالی ده ته خوراک اوڅښاک ورکړ۔
(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
په روژه کی مسواک وهل:
۲۰: حضرت عامربن ربیعه رضی الله عنه وایی چې ماډېرځله رسول الله صلی الله علیه وسلم دروژې په حالت کی په مسواک وهلولیدلی دی۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

دروژې دمياشتې جبران نشی پوره کېدلای:
۲۱: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چي درمضان دمیاشتې یوه روژه بېله عذره اوناروغۍ پرته وخوری په ټوله زمانه کی ئې جبران نشی اداکولای۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

روژه په اسلام او ساینس کي (۵)
عبدالغفارجُبیر

په سفرکی دروژې نيولورخصت:
۲۲: له ام المومنین حضرت عایشې صدیقې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي حمرة بن عمرو الاسلمی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ایازه په سفرکی روژه ونیسم؟ نوموړی به ډېرې روژې نیولې، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي که دی خوښه وه وئې نیسه اوکه دی خوړله نووئې خوره۔
(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)
روژه روغتياده:
۲۳: دابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جهادکوی چي دغنیمت مال به ومومی، روژه نیسی روغتیابه ترلاسه کړی اوسفرکوی له نوروبه بې پرواشی۔
(الطبرانی فی الاوسط، الترغیب والترهیب)
روژه بې مثله عبادت ده:
۲۴: حضرت ابوامامة رضی الله عنه وایی چي مادرسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل چي ماته یوداسی عبادت راوښیه چي وجنت ته می ورسوی، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي روژې نیسه ځکه چي روژه بې مثله عمل دی۔
(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)
دروژې لويې ګټې:
۲۵: حضرت ابودرداء رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل کوم څوک چي دالله په لاره کی یوه ورځ روژه ونیسی الله تعالی دده اودوږخ ترمنځ دومره خندق حائل کوی لکه چي څومره مسافه دځمکې اواسمان ترمینځ ده۔
(الترغیب والترهیب، الطبرانی فی الاوسط)
روژه دګاهونوکفاره ده:
۲۶: له ابوسعیدخُدری رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي درمضان روژې ونیسی دهغې دحدودرعایت کړی اودکوموشیانوچي حفاظت ئې په کاروی دهغوی حفاظت وکړی نودهغه دتېروشویوګناهونوکفاره ده۔
(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)
دروژه مات پرمهال دجهنم څخه ازادې:
۲۷: ابوامامه رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دهرروژه مات پروخت دالله تعالی له لوری ډېرخلک له جهنم څخه دازادۍ اجازت نامه ترلاسه کوی۔
(مسنداحمد بن حنبل، الترغیب والترهیب)
نوربیا…

روژه په اسلام او ساینس کي (۶)
عبدالغفارجُبیر

په روژه کی په لکونوخلک له جهنم څخه خلاصيږی:
۲۸: له حسن بصری رحمة الله علیه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی په روژه مبارکه کې هره شپه شپږلکه خلک له دوږخ څخه ازادوی اوکله چي اخیرې شپه شی نودتیروازادوشویوخلکوپه اندازه (په یوه شپه کی)خلک ازادیږی۔
(شعب الایمان للبیهقی، الترغیب والترهیب)

څوک چي دروژې له برکت څخه بې برخې شوهغه هلاک دی:
۲۹: کعب بن عجرة رضی الله عنه وایی یوځل رسول کریم صلی الله علیه وسلم وویل چي منبرته رانژدې شی، موږحاضرشوو، بیاچي کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم دمنبرپرلومړۍ ځینه قدم کښېښود نووه ئې ویل امین، کله چي پردوهمه ځینه قدم کښېښود بیائې وویل چي امین، کله چي ئې پردریمه ځینه باندی قدم کښیښود بیائې وویل چي امین؛ موږعرض وکړچي یارسول الله! نن موږله تاڅخه داسی خبره واورېدل چي مخکی مونه وواورېدلې؟ نونبی کریم صلی الله علیه وسلم وویل کله چي ماپرلومړۍ ځینه قدم کښېښود په دې وخت کی جبرائیل علیه سلام راغی اوداښرائې وکړه چي هغه څوک دی هلاک شی چي پرهغه دروژې میاشت راشی خوده ته مغفرت ونشی، نوماوویل امین؛ بیامی چي کله پردوهمه ځینه قدم کښېښودنوبیاهغه (جبرائیل علیه سلام ) وویل هغه څوک دی بربادوی چي دهغه په مخ کښې ستامبارک نوم ذکرشی اودی پرتاباندی درودشریف ونه وایی، ماورته وویل امین، بیامی چي کله پردریمه ځینه باندی قدم کښېښودنوده وویل چي هغه څوک دی هلاک وی چي دده په ژوندکی موراوپلاریایوبوډاشی، خودی دهغوپه وسیله جنت ته داخل نشی نوماورته وویل امین۔
(الترغیب والترهیب، شعب الایمان)
دروژه مات دعا:
۳۰: معاذبن زهره رضی الله عنه وای چي ده ته داروایت ورسیدی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم دروژه مات پروخت داکلمات وویل:
اللهم لک صمتُ وعلی رزقک افطرتُ
(ای الله ماستالپاره روژه نیولې وه اوستاپه راکړل شوی رزق می ماته کړه)۔ (ابوداود)
۳۱: هرشی لره زکات شته خودبدن زکات روژه ده۔ (ابن ماجه)
۳۲: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دروژه نیونکی خوب عبادت دی، اودده پټه خوله تسبیح دی اودده عمل (په ثواب کی زیاتیږی)، اودده دعاء قبوله ده اودده ګناهونه بخښل کیږی (بیهقی)

روژه په اسلام او ساینس کي (۷)
عبدالغفارجُبیر

دروژې فلسفه
۱: دتقوی لاسته راوړل:
الله جل جلاله فرمایی:
ژباړه:ای مومنانو!
پرتاسې (داسی) روژه فرض کړی شوې ده لکه پرهغه کسانوچي فرض کړی شوې وه چي ترتاسوپخوا(مخکی) وو، ښایی چي تاسې ځان ساتونکی شئ۔ (البقره ۱۸۳)
چي ددې ایات څخه داپه ښکاره ډول سره جوتیږی چي دروژې لومړۍ موخه داده چي انسان متقی کړی، ظاهراوباطن ئې ښکلی اوځلانده شی اوکله چي یوانسان متقی شی، دریښتنې تقوی څښتن شی دایمان رڼائې وزړۀ ته ورسیږی نوطبعیت ئې داسی جوړشی چي دټولوناوړوکړونوڅخه ئې بدراځی اوپرمستقیمه لاره باندی خپل مسیرطی کوی؛ اوبله لاداچي ونیکوکارونوته ئې میلان ډېروې اوهرهغه عمل چي ښکلی اوښه وی هغه خوښوی۔
۲: صبراوشکر:
کله چي یوانسان دخوراک څښاک اوخواهشاتوڅخه بندکړل شی، طبعي ده چي شکایت ئې ډېروی، خوروژه وانسان ته دصبراوپوره حوصلې تمرین ورکوی؛ دالله جل جلاله هرڅه نعمتونه به شتون لری خودی صبرکوی، روژه په انسان کی دصبرتخم شیندی، اودحوصلې اوصبرپوښ ورباندی اغوندی؛ اوکله چي انسان صبروکړی نوالله جل جلاله دتل لپاره دصابرانو سره وی، وبل لورته دصابرانونعمتونه اورحمتونه بیادقلم په ژبه باندی نشی لیکل کېدلای۔
کله چي یوانسان متقی شی، بیاصابرشی اوبیادرحمتونومیاشت شی نودد ې انسان لپاره شکراړین دی، اوشکرودې ته نه وایی چي په خوله ووایی چي شکردی خدایه! بلکې په حدیث شریف کی راځی :
من کثرشکره کثرخيره
ژباړه: دچاچي شکرزیات وی دهغه خیرزیات وی۔
هرهغه څوک چي دخیرکارونه زیات کوی، دهغه شکرزیات دی، اوداانسان بیا هیڅکله دخدای جل جلاله نافرمانې نکوی۔
۳: دنفس بې وسې ، خواخوږې اوقربانې:
کله چي یوانسان دصبح صادق څخه ترلمرلوېدوپوری دهرنعمت څخه منع وی، داکارپخپله وانسان ته دپوره حوصلې اوزغم درس ورکوی اوداطبعی خبره ده چي په ژوندکی انسان دهرډول مشکلاتواوسختیوسره لاس اوګرېوان کیږی، کړاوونه به راځی، هجرت به راځی، زندان به راځی اوغم به راځی اوداسی نور۔۔۔
چي داهرڅه وزغم ته پوره اړتیالری، که چيری یوڅوک پخپل ژوندکی دزغم څښتن نه وی نوهغه انسان کله ناکامه پخپلوکړونوکی پښېمانه وی، اوکه بالفرض په یوچاکی داماده نه وی نوروژه دزغم دودې لپاره ښه میاشت ده؛ کله چي یوانسان وږی شی په دغه وخت کی نفس کمزوری کیږی اوبې وسه شی ؛ چي یوانسان په طبعي ډول سره دبل انسان سره خواخوږې کوی، اودپوره خواخوږۍ احساس پکښې وده کوی، کچيری هغه کمزوری اویاهم دکړاوونوپه چرخاب کی راګیروی،نو دهغه مشکلات حل کوی، اوپه دردباندی ئې ځان خبروی، دهمکارۍ لاس ورکوی، چي ددې څخه موږودې پایلوته رسیږوچي روژه په حقیقت کی یوانسان ویوې لوېې قربانۍ ته چمتوکوی، چي په دې قربانۍ سره اولس اوټولنه دهوسایی پرټغرباندی کښینې ،چي داودې انسان ته ددینااواخرت سوکالې اونیکمرغې ده۔
۴: زړۀ اوروح صفاکوی:
په روژه کې دانسان زړۀ اوروح دټولوپلیتوکړونوڅخه لیرې وی نوځکه روژه زړۀ اوروح صفاکوی، دبدن غذاداده چي کله یوانسان خوراک وکړی اودروح غذاعبادت دی اودنفسی خواهشاتوڅخه لیری والی دی، چي دکال ترټولومیاشتوپه روژه کې تزکیه دنفس ښه صورت نیسی۔ چي داخپله وجنت ته ددخول لاره اومسیر دی۔
۵: روژه دجهنم لپاره سپر(ډال) دی:
حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرمایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي دهرعمل ثواب لس چنده څخه تر۷۰۰ چنده پوری دی، اوخدای جل جلاله وایی چي روژه زمالپاره ده اوزه ئې اجرورکوم اوروژه ددوږخ لپاره سپر(ډال) دی۔
چي ددې حدیث شریف څخه موخه داده چي الله جل جلاله وانسان ته بې حسابه ثوابونه ورکوی۔ چي دهغه حساب اواټکل دانسان له فکراوتصورڅخه لیرې ده۔
۶: روژه يوعبادت ده اوهرعبادت شکردی:
روژه عبادت ده اوعبادت شکردی چې داهم یونعمت دالله دی، روژه یوامانت دی دالله جل جلاله له لوری چې وموږته راکول شویدی اواوس الله جل جلاله موږپه دې کی ازمایی(امتحانوی) چې ایاموږپه دې امانت کی رښتنی یو اوکه خاینان یو؟؟؟ چې په دې امانت کی دخوراک ،څښاک، جماع اونوروڅخه منع اوبندیزدی اودې بندیزټوله ورځ په برکی نیولې ده، نودازموږکاردی چې دالله په دې امانت کی څه بایدوکړو؟ اوڅنګه ئې وسرته ورسوو؛ په دې امانت کی ټوله بدن اونفس دواړه شامل دی، دبیلګې په ډول سره که موږپه یوځای کی یواځی ناست یواوهیڅوک راسره نه وی یاوږی شواویاهم تږی شونوبایدڅه وکړو؟ امانت به ساتو؟ اوکه به ئې له لاسه ورکوو؟ که مودنفس په خوله وکړل نوموږخاینان شو، اوکه مودالله دحکم سره سم څه وکړل نوموږصادقان شو؛ چې په واقعت کی داامانت (روژه) دمکافاتو اومجازاتو په منځ کی دی.

روژه په اسلام او ساینس کي (۸)
عبدالغفارجُبیر

۷: روژه انسان دحيوانيت څخه وملائيکوته نژدې کوی.
ژوی(حیوانات) یواځی خوراک، څښاک اونفسی خواهشات پوره کوی چې داځانګرتیاوې په انسان کی هم شتون لری، نوپه دې میاشت کی پرانسان باندی دالله له لوری داڅیزونه بندشی چې په واقعت کی انسان دحیوانیت څخه وملائیکوته نژدې شی، چې پایلې به ئې داراووځی چې عبادت به کوی، ښکلی کارونه به کوی، اووخپل ورب اوخالق ته به ځان نژدی کوی چې دانودنفس دځنځیرونوڅخه خلاصیدل دی، کله چې یوڅوک دنفس دغلامۍ څخه ازادشونووالله ته نژدی کیږی،اودنفس څخه په دې بیلوالی راځی چې خوراک، څښاک اوشهوت کنترول دی، علماء کرام، زاهدان، حکماء اوروحانین وایی که یوڅوک غواړی چې تالیف وکړی نوخوراک ، څښاک اوشهوت دی کم کړی، داځکه چې تالیف سپیڅلې دنده ده نوځکه دنفس څخه لیری کیدل غواړی.
۸: روژ شهوت ضعيفه کوی:
دروژې بل حکمت اوفلسفه داده چې شهوت ضعیفه کوی، هغه ځوانان چې ودونه نلری نوروژه ورته غوره درملنه ده ترڅوشهوت ئې کنترول شی، داځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
ای دځوانانوټولنې! که تاسی توان ولری نوودونه وکړی اوکه تاسی توان نلری دودونو، نوروژې ونیسی.
یواځی شهوت پوره کول داهم دحیوانانوځانګړتیاده، اوالله جل جلاله غواړی چې ددې عبادت په وجه موږدحیوانانوددې خاصیت څخه لیری کړی اووخپل ځانته مومتوجه اونژدې کړی.
۹: روژه دفقيرانواومسکينانوسره دخواخوږۍ مياشت ده:
کله چې روژه ونیول شی اوسړی وږی اوتږی شی نودانسان سره دنوروږو تږومسکینانو، بی وزلواوفقیرانواحساس پیداکیږی دهغوسره دخواخوږۍ مینه ورسره پیداکیږی، دهغوسره مرسته کوی، لاس ورغځوی اودترحم مزی ورته غځوی، اوکه نس موړوی نوبیاموړدوږی په حال څه خبردی، کله چې دمحتاجانوسره دهمدردۍ فکرپیداشواووده ئې وکړه نووعبادت ته ئې خپله دماغ جوړیږی، حکماء وایی چې کله نس ډک شی نوعقل کډه وکړی، داانسان حکمت کارپریږدی، اواعضاء ئې سره سستې شی، چې عبادت خپله پاتی کیږی؛ اوبل لورته که نس ډک نه وی نوزړه صفاوی، فکرروښانه وی، اودالله جل جلاله وذکرته انسان حساس اولیوال وی، اوبیاانسان کوښښ کوی چې هرڅه دعقل سلیم په رڼاکی ترسره کړی.
۱۰: په روژه کی عقل پرشهوت باندی غلبه پيداکړی:
په روژه کی عقل پرشهوت باندی غلبه پیداکوی، چې علماء کرام ودغه سړی ته چې عقل ئې پرشهوت باندی غلبه پیداکړی وی ورته (خیرالناس) یعنی غوره دخلکووایی، چې ددې سړي په سترګوکی حیاوی، زړه ئې دتزکیې په جال کی وي، اودټولوګناهونواوجرایمو څخه په واټن اونفرت کی وي، عبادت اوټول ښه اومشروع کړنې ورته خوږخوندجوتیږی، اودروح غذایی بولی، وبل لورته دالله جل جلاله درحمت دروازې هم پردې سړی خلاصیږی، اودی به تل دبرکتونواوفیوضاتوپه څاڅکوکی پټ وی، چې داڅومری دویاړموقع اوځای دی.
۱۱: وروژې ته (رياضة الروح) او(علاج النفس) وايی:
روژه وروح ته ښکلا، ځلااوغذاورکوی، نوځکه وروژې ته (ریاضة الروح) وایی، داچې په روژه کی ټولې کړنې دنفس خلاف دی نوځکه وروژې ته (علاج النفس) وایی، کله چې په یوه کال کی یوه میاشت روح ښادشی، اونفس تزکیه شی، نوددې اغیزې ترډیره پوری پاتی کیږی، اوکه دکال په منځ کی بیانفلی روژې ونیول شی نوداخونورعلی نورشو، داځکه چې وشهوت اونفس ته به دومره موقع نه وی چې انسان ګمراه اودتیاروپه ګرداب کی ئې ډوب کړی، نوروژه نفس قبضه اوقیضه کوی، اووبل لورته روح تقویه اووده ورکوی.
په دې مياشت کې ټول الهی کتابونه نازل شويدی
۱: په دې میاشت کې دلومړی ځل لپاره پرسیدناابراهیم علیه السلام صحیفې نازلې شوې۔
۲: دروژې پرشپږمه تورات پر سیدناحضرت موسی علیه السلام نازل شو۔
۳:دروژې پر(۱۸) زبورپرسیدناحضرت داودعلیه السلام نازل شو۔
۴: دروژې پر(۱۳) انجیل پرسیدناحضرت عیسی علیه السلام باندی نازل شو،
۵:په دې میاشت کی قرانکریم داووم اسمان څخه واول اسمان ته نازل شو۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۹)
عبدالغفارجُبیر

دوهمه فلسفه:
حیوانیت تل دملایکیت ضداومانع دی، یعنی کله چی په یوه انسان کی دحیواناتوځانګړتیاوی راشي نودملایکوځانګړتیاوی کډه کوي،کله چې دبهیمیت توان اوطاقت زیاتیږی په هغه اندازه سره یوانسان دتاریکیوو سمندرته لاهوکیږی دحیوانیت لپاره غوره اسباب خوراک، څښاک اونفساني خواهشات دی دحیوانیت دکنترولولپاره غوره لاره داده چي اسباب یی کم کړل شي کله چې اسباب یی کم کړل شول نووالله ته انسان نژدې کیږی اوتشبه باالملکوت (دملایکوسره مشابهت) راځي.
(حجة الله البالغه ۱ټوک )
لیکوال محدث دهلوی شاه ولی الله رحمة الله علیه
شاه ولی الله رحمة الله علیه دروژې پوره فلسفه بیان کړیده په ډیرتفصیل سره اودروژې پرهرڅه يي رڼااچولې ده، چې دده دتفصیل څخه داوموږته په لاس راځي چې کله یوانسان خوراک څښاک اونفسانی خواهشات کنترول کی نونفس خپل په کنترول کی دي، کله چې دنفس خلاف مجادله اومقابله پیل شول نوشیطان ته هم کومه موقع په لاس نه ورځی نوځکه انسان ډیرعبادت کوی، په عبادت کی ېې اخلاص اوروح وي، بنده وخپل خالق ته نژدې کیږی، له کړوګناهونوڅخه توبه باسی اودااغیزې بیاترټوله کاله پوری غوړیږي.
دریمه فلسفه:
روژه عقل ته نوی روح بخښی، روژه دالله شکراداء کول دي، دنفس اصلاح ده، یوبنده چې په کومه اندازه سره دخپل معبودعبادت کوی نوپه هغه اندازه سره دخالق شکراداء کوي، بل حکمت په روژه کی روغتیاده، داځکه چی طبیبان وایی هرهغه څوک چی ډیرخوارک وکړی، ډیرڅښاک وکړی اوډیرخوب وکړی نوخپل عمریی ضایع کړی، چې مطلب یی دادی چی دډيرخوراک اوڅښاک سره ناروغیانې تړلې دي، نودخوراک اونوروشیانوکنترول خپله روغتیاده، په روژه کی بل حکمت دادی چی شهوت کنترولوي چې داعادت په انسانانواوحیواناتوکی یودي، نوپه روژه کی انسان کانترولیږی اوبل داچې دمجردوکسانولپاره رحمت دی داځکه ددوی شهوت کمیږی اودوی له فحشاواوزناوڅخه راګرځي،په روژه کی بل حکمت دادی چې کله یوانسان روژه ونیسی نودنه خوراک اونه څښاک له کبله وانسان ته هغه کسان رایادیږی چی تل شی نلری.
(حکمة الشریع وفلسفه جزء ثانی، صوم)
الاستاذالشیخ علی احمدالجرجاوی ريس جمعیة الازهر
په دې کتاب کی دروژې زښته ډیرحکمتونه بیان شوی دی خودلته ټول راوړل ناشونې دي، لوی خدای جل جلاله دی وکړی چی همداکفایت وکړی.

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۰)
عبدالغفارجُبیر

روژه اونوی ساينسي څېړنې
دکائناتودپنځونکی په هرحکم اونهی کی زښته اُخروی اودنیاوې ښې ګڼې اونیکمرغیانې نغښې دی، په واقعیت کی په یوه سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم باندی څېړنه اولیکنه کول دیوه انسان په ټول عمرکی ناشونې ده، اودیوه بشرله وس اوتوان څخه یووتلی کاراوناشونې تصور دی،پاته دی نه وی چي که دالیکنه ډېره نه اوږدېدلای نومادقرانکریم اوحدیث نبوی صلی الله علیه وسلم په هرحکم باندی ټوکونه ـ ټوکونه کتابونه لیکلی وای اومعلومات به می راټول کړی وای ، اوس ددې لیکنواوڅېړنولیوالتیادومره ډېره اوپه لوړګراف کی ده چي دفکرڅخه لوړه ده؛ زښته ډېرې داسلام ددین شغلې مخ په وړاندی اودقرانکریم دهدایت نوردځمکې دکُرې وهرې زاوې، لوړواوژورو ته رسېدلی دی۔
دایومنلی نړیوال حقیقت دی چي داسلام مبارک دین دپوره ښې ګڼواودژواک(ژوند) دښکلوملغلروڅخه ډک دی، تاریخ ګواه دی چي اسلام بشریت دټولوظاهری اوباطنی بدبختیودچرخاب څخه دسوکالۍ اومینې وساحل ته راایستلی دی؛ په هروخت کی ئې دټوله انسانیت دهیلوغوټۍ ورغوړولې دې، دتورتم اوجهل دکرغیړنوتاریکیوڅخه ژغورلی دی اوراایستلی دی اودهدایت اولارښونې څرک ئې وربخښلی دی۔
انسان دتل په شان په بدبختیواودکړاوونوښکاردی، داسلام په (۱۴۰۰) کلن زرین تاریخ کی اسلام یواځنی دین اودهرانسان دژوندتګلاره ده، چي نسلونه، ملتونه اوقومونه ئې په بې مثله نورروښانه کړی دی؛ اوتل پاتې خوښې ئې ورپه برخه کړېدی، اواوس دایونړیوال اوکوټلی واقعیت دی چي اسلام دځمکې پرمخ یواځنی رېښتنی اومنلی الهی دین دی؛ وبل لورته دفلسفې اوحکمت څښتنان بیادااعتراف کوی چي اسلام ځکه یوالهی دین دی چي په هرنهی اوامرکی ئې داسی ښې ګڼې نغښتې دې چي دانسان ترپوهې اوفلسفې فکراوتصورڅخه ډېرې اوچتې دی،اوپه اسلام کی دڅېړنواومطالعې په پایلوکی په میلیونهاوو خلک مسلمانان شویدی۔
دلویدیځ پوهان دامنی چي روژه دشکرې (Sugar) دناروغۍ لپاره، دوینې دلوړفشار(Hypertension)، د(Depression) ژورخفګان، دبدن دمدافعې دقوت (Immunity) دقوې کېدو، داعضای رئیسه (Vital Organs) دښه ودې په خاطراوداسی نوروپه زرهاووناروغیولپاره غوره طبعي درملنه ده، چي په راتلونکی کی به ورباندی رڼاواچول شی۔
مخکی په اسلامی احکاموباندی یواځی دامت مسلمه مسلمانوپوهانو، ډاکټرانواوطبیبانوڅېړنې کولې اوکتابونه ئې ورباندی لیکله، خوبرعکس اوس دلویدیځ غیرمسلمانان پوهان، فلیسوفان، روڼ اندی، مفکرین، پروفیسران اوډاکټران ورباندی په ډېره مینه سره لومړی لیکنې ورباندی کوی، کتابونه چاپوی اوپه دوهم ځل کی داسلام مبارک دین قبلوی؛ اوکه هغه کسان چي اسلام قبول نه کړی نوداسلام دحقیقت څخه سترګې نشی پټولای اوواقعیت بیانوی۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۱)
عبدالغفارجُبیر

دروژې په هکله دڅونړېوالووتلوډاکټرانوويناوې
ډاکټرډی۔ جکټ(Dr.D.Ject) دروژې په هکله وایی:
روژه نیول ټولې ناورغیانې له مینځه وړی اوختموی ئې۔
ډاکټرجوزف (Dr. Joseph) دروژې په هکله وایی:
روژه هم ظاهري اوهم باطني ناروغیانې له مینځه وړی اودپای ټکی ورته ایږدی۔
پروفيسرافيشن (Professor Afession) وایی:
روژه دمعدې ، ینې(ځیګر) اودزیات خوراک دکنترول لپاره ډېره ښه درملنه ده۔
پروفيسرډاکټرايم۔ ډي کينيارډ(Professor Dr. M.D Kenyard) وایی:
روژه په واقعیت کی یوه طبي معجزه (Medical Wonder) ده، چي هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پټولای۔
پروفيسرکلارک(Professor Klaork) وایی:
روژه زماروغتیاده، زماژونددی اوزماخوښې ده، چي زه ورڅخه چاره نلرم۔
پروفيسرسی۔ ايس جونز(Professor C. S Jones) وایی:
زمادمشاهداتواوڅېړنومطابق روژه نیول دیوه انسان لپاره اړینه اوحیاتی ده، لږترلږه بایدهرانسان په هره میاشت کی روژه ونیسی، که هره میاشت نه وی نوبایدپه دوومیاشتوکی دی ونیسی، دیوې ورځې څخه تردروورځوپوری، اوزمادتجربوپه اساس روژه نیول دهرانسان یوفطری اوطبعي اړتیااوضرورت دی۔
(Islam and Medical Science, Vol. 3, p, 20/27)
حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي روژه روغتیاده، اودروژې له کبله دانسان باطنی اوظاهري مضرات ټوله ختمیږی، چي له همدې کبله دروژې په نیولوسره ظاهري اوباطني خوښۍ ولاسته راځی۔
(اسوه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم، بحواله طبری)
ددې حدیث مبارک څخه داپه لاس راځی چي روژه نیول، لومړی ظاهري شفاء ده اوپه دوهم ځل کی باطني روغتیاهم ده؛ اوددې ټولوناخوالواوناروغیانولپاره یوه بې جوړې کیمیاده، چي دروژې پردې ګټوباندی دنړۍ ټول ساینس پوهان په یوه خوله اعتراف کړیدی۔
داکسفورډيووتلی پروفيسرپالډ وايی:
زه پخپلوڅېړنواوتجربوکي بوخت وم چي کله دروژې مایشت راغله، مادروژې نیول پیل کړل، ډېرخوښ وم ، دیوڅوورځوروژودنیولووروسته می دزیاتې لوږې احساس کاوه، اوودې روژوته می دوام ورکړ، ډېرخوښ اوخوشحاله شوم داځکه چي ماګاسټریټیس (Gastritis) درلودې، ګاسټریټیس دمعدې دمخاط التهاب ته وایی،خودروژې په نېولوسره می داټول کړاوونه له مینځه ولاړل، اوددې ټولوناخوالوڅخه خلاص شوم؛ اسلام واقعایوحقیقی، واقعې اوالهی دین دی اووخپلوپیروانوته ئې داسی فارمولا (روژه نیول) راوړېده چي ددې څخه دبل لوی نعمت توقع نشی کېدلای۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۲)
عبدالغفارجُبیر

دکيمبرج يووتلی پروفيسرډاکټرلوتروايی:
ډاکټرلوترچي درمل پوه (Pharmacologist) دي، دی دروژې په هکله وایی:
دیوه روژه نیوونکی دمعدې رطوبات می معاینه کړل، چي زه ودې پایلوته ورسېدم چي دروژه دارپه نس کی هیڅ داسی موادنه وه چي ناروغې ورباندی اغیزې وکړی، اویادمکروبونو ځاله شی اویاناروغې قبوله کړې، چي زه په یقین سره دادرته ویلای شم چي روژه دمعدې دټولوناخوالویواځنۍ ښه اوغوره درملنه ده؛ ددې څخه علاوه روژه دټول بدن دروغتیاضمانت کوی۔

دهالينډيوپادري (عيسايی مذهبي مشر) ايلف ګالی جی وايی:
مادروښانوشپو(ایام البیض)روژې داسلامي اوصولومطابق نېولې، چي ډېرژرمی بدنې ارامې احساس کړل، زماددې تجربې څخه وروسته ماپه مسلسل ډول سره دشکرې، دزړۀ اومعدې وناروغانوته دېوې میاشتې دروژې نیولوتوصیه وکړل چي داپایلې په لاس راغلې:
۱: دشوګر(شکرې) دناروغانوحالت ښکلی اوشکره ئې پوره کنترول وه۔
۲: دزړۀ دناروغانووضع ډېره ښه اوتنفسي ستونځې ئې حل شوې وې۔
۳: دمعدې ناروغان ۱۰۰ په سلوکی درست اوښه شول۔
(سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم اورجدیدساینس، بحواله همفرې کې تجربات
دتهران دپوهنتون جامعه طيبه څېړنه اوروژه:
ډاکټرایف عزیزدیوې ډلې ډاکټرانوسره پرروژې باندې تجربې وکړې، اوهغوځوانانوچي پوره یوه میاشت ئې روژه نیولې وه، داورڅخه په لاس راغلل:
۱: کله چي دې ځوانانوروژې ونیولې نود۲۹ روژوڅخه وروسته ئې وزن پوره کم شو۔
۲: په لومړیو۱۰ ورځوکی ئې دوینې شکره(Blood Sugar) کمه شوه، چي په پاته شلوورځوکی ئې ګلوکوزاضافه شوی وو۔
۳: (Serum Bilirubin) سروم بیلیروبین،دصفراء هغه رڼه مایع برخه ده چي په غلظت اوزیاتوالې سره ئې زېړۍ پیداکیږی؛نوروژې په برکت سره داسروم بیلیروبین په لومړیوورځوکي د56۔0 څخه و 77۔0 ته لوړشو اودروژې دمیاشتې په اخرکی د 4۔0څخه و1۔1 ته راکم شو۔
۴: په کلسیوم، فاسفورس، پروتینو، البیومنواونوروهارمونونوکی هیڅ تبدیل نه وراغلی۔
۵: دیوې میاشتې روژې څخه وروسته دنرتولیدیدونکې ماد Reproduction Hormones) (Male کی هیڅ تغیراوتبدیل نه ترسترګوکیدی اوپرخپل حالت وه۔
ددې پوهنتون پایلوداسی جوته کړل چي روژه پربدن باندی هیڅ بدې اغیزې نلری اوبرعکس دانسان پروزن اوغوړ باندی ژورې اغیزې لری، اوپاته دې نه وی چي روژه د (Chronic Disease) یعنی دمزمنو اواوږدمهاله ناروغیانو لپاره پوره درملنه ده۔
نور بيا

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۳)
عبدالغفارجُبیر

روژه دغيرمسلمانومفکرينوپه اند
۱: روژه په چټکۍ سره احساسات اوجذبات ختموی، بداعمال اوافعال له مینځه وړی اوسړی ودې ته هڅوي چي یواځی واوسي اوخوښ وی۔ (ډاکټرمائیکل)
۲: په هره میاشت کی یویادوه ځلی روژه نیول دروغتیالپاره شرط ده۔(ډاکټرجی جیکب)
۳: که چيری تنده، تکلیفونه اوکړاوونه وزغمل شی نوترروژې غوره شی نشته۔ (ډاکټرهنګر)
۴: روژه دروغتیالپاره ډېره ښه ده، خوبایدخیال وساتل شی چي دروژه مات پرمهال بایدډېرخوراک ونشی۔(ډاکټرفزلنکلین)
۵: دزړۀ داطمنان اوذهن داراموالې لپاره روژه غوره درملنه ده۔ (ډاکټرسمرسټ)
۶: روژه ډېرې بدني ناروغیانې له مینځه وړی،په ځانګړي ډول سره بلغمي ناروغیانې۔ (ډاکټرکلاو)
۷: دمجردواوجذباتی انسانانولپاره روژه ډېره اغیزمنه ده، داځکه چي فکرسموی اوشیطاني ټولې وسوسې له مینځه وړی۔ (ډاکټرابراهیم)
۸: روژه دلوږې لپاره ډېره غوره ده، که څوک لوږه اواشتهاپیداکوی نوروژه دی داسلامي اوصولومطابق ونیسی۔ (ډاکټرایمرس)
۹: هرهغه څوک چي تزکیة النفس کوی، نولازمه ده چي روژه ونیسي، اوزه وخپلودوستانواوملګروته وایم چي دمسلمانانوتقلیدوکی اوددوی په طریقه سره روژه ونیسی۔ (ډاکټرریچړډ)
۱۰: هغه ښځې چي ډېرې چاغې اووزني دی، وهغوته پکارده چي په مسلسل ډول سره روژې ونیسي، روژه ددوی لپاره داولادراوړولوغوره لاره اودرملنه ده، چي روژه ددوی وزن کموی اوحمل صورت نیسی۔ (ډاکټرټینډایوهاشی ګاو)
دجرمني، امريکااوبرطانيې دډاګترانوتجربه
دوی پردې خبری باندی غوروکړئ چي ولی په روژه کې دمسلمانانودغوږو، پزې اوستوني (Ear, Nose, Throat) ناروغیانې کمی اوکنترول شی؟
ددې لپاره ئې دپاکستان ودرولویوښارونو، کراچي، لاهور اوفیصل ابادته دڅېړنوګروپونه ولېږل اوداپایلې ئې ولاسته راوړې:
۱: لکه څرنګه چي مسلمانان پنځه وخته لمونځ کوی، اوپه همدغه شمارسره اودسونه کوی؛ اودالمونځونه اواودسونه بیاپه ځانګړي ډول سره زیات په روژه کی صورت نیسی نوځکه په دوی کی دغوږو، پزي اوستونې (E.N.T)ناروغیانې کمی وی۔
۲: په روژه کی خوراک کم شی، اودډوډۍ په لږخوراک سره دمعدې اوینې(ځیکر) ناروغۍ کمیږی۔
۳: لکه څرنګه چي دوی په روژه کی دهرڅه څخه پرهیزوی نوله همدې کبله ئې اعصاب اوزړۀ ډېرښه وي۔
(روزنامه جنګ لاهور ۱۹۹۸)
دامريکاديوه پروفيسر ډاکټرګولډ اسټين وينا
دامریکادبوسټن په ښارکی دامریکادطبعي روغتیاټولنې(American Natural Hygiene Society) دادارې ترسیوري لاندی هرکال کلنۍ غونډه جوړیږی، چي په دې کلنۍ غونډه کې ډاکټرګولډ اسټین وویل:
ارزښتناکه شی چي موږورته متوجه نه یوهغه زموږاستعداددی، ډېرخلک داوږدواواوږدمهالوناروغیوپه جال کی راګیردی ، ددرملنې پرځای دمایوسۍ په ټال کی زانګی اوکله هم داسی وشی چي طب هم ورسره کومه مرسته نشی کولای اوحال داچي ډېروداوږعمرلرونکوخلکودروژوپه نیولوسره دښه روغتیاڅښتنان دی؛ وبل لورته دایوتریخ حقیقت دی چي طب ولی ددې لوی نعمت (روژې) څخه کومه ګټه نه پورته کړی۔
دکاناډايوې مشهورې پروفيسرې ډاکټرې وويل:
اوسمهال ډاکټران دناروغیودنښو(Symptoms) درملنه کوی اووبل لورته دوی دناروغیو(Diseases) درملنه نکوی اوزه دادرته وایم چي مالیدلې دی چي قرانکریم دروژې په میاشت کی نازل شوی دی، یقیناداروژه اوقران روح پاکوی اوزړۀ غنی کوي، موږهم بایددقرانکریم څخه فیض اوالهام واخلوروژه ونیسوترڅوناروغیانوته مودپای ټکی کښېښودل شی۔
(Islam and Medical Science/ Arab News)
نوربیا…

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۴)
عبدالغفارجُبیر

زه اوزمامېرمن ولی روژه نيسو؟
موږاسلام نه دی قبول کړی، اوهره میاشت درې روژې نیسو، اوګټه ورڅخه پورته کوو، موږغواړوچي خپل دهاضمې سیستم (Digestive System) څه هوسااوارام کړو اوددې روژې ښکلې ګټه داده چي هغه فاسد رطوبات چي په زهرو(Toxic) باندی بدل شوی دی، روژه داټول له مینځه وړی؛ وبل لورته روژه ټولې پېچلې ناروغیانې (Complicated Diseases) هم له مینځه وړی، هضمیه مضبوطوی، مقاومت ئې ډېروی، قوت وربخښی نوځکه مااوزمامېرمنې ټینګ هوډکړی دی چي هره میاشت درې روژې ونیسو۔
(Views and News/ the Philosophy of Fasting)
دوينې جوړښت اوروژه
وینه دهډوکوپه مغز(Bone Marrow)کی جوړیږی، کله چي دانسان ووینې ته اړتیاشی، نویوخپل سری نظام شتون لری چي دهډوکوومغز(Bone Marrow) ته خوځښت ورکوی اووینه تشکیلوی؛ کله چي په روژه کی انسان هېڅ غذاونه خوری د (۱۲- ۱۵) ساعتونوپوری ، نوپه دغه وخت کی دهډوکومغزپه ډېره ښه توګه اواسانۍ سره خپله دنده وسرته رسوی، وینه تولیدوی چي مطلب داورڅخه راوځی چي په روژه کې دیوه کمزوری انسان په بدن کي ډېره وینه تولیدیږی۔
دبدن ژونکې(حجرې) اوروژه
دروژې بله ارزښتناکه اومهمه وظیفه داده چي دحجرو دننه ټول نظام هوسا، ارام اوبرقراره ساتی، کله چي غذاکمه اویادڅوساعتونولپاره یوشی ونه خوړل شی حجرې ډېرې هوسااودسکون اوپوره ارام په درشل کی وي؛ دااغیزې پرټولوحجروباندی په ځانګړي ډول سره پرهغوحجروچي دبدن لپاره لعاب اورطوبات تولیدوی پوره اغیزې لری۔
کله چي دلعابوغُدې (Pituitary Glands) ، دورمیږغُدې (Thyroid Glands) اوپانکراس (Pancreas) دتل لپاره په کاربوخت وي، نودروژې په حالت کي داټولې غُدې دپوره استراحت په حالت کی وی، چي داغُدې اوحجرې داستراحت اوسکون څخه وروسته بیادښه کارپوره وړتیااوقوت مومی اوترپخوائې توان زیاتیږی۔
معده اوروژه
روژه دمعدې لپاره زښته بې مثله اوبې جوړې اوګټوره کیمیاده، روژه دلومړي ځل لپاره دمعدې ټول نظام برابرساتی، اوبله عجیبه اوښکلې خبره داده چي په روژه کې په معدې کی هېڅ اسیدونه (Acidity) نه یوځای کیږی اوو بل لورته په عادی لوږه کې دمعدې تیزاب ډېریږي؛ لکه څرنګه چي دروژې په میاشت اودروژې په حالت کي دمعدې اعصابي نظام اوهغه حجرې چي دمعدې رطوبات ترشح کوی هغه ټولې ارامې اوهوساوې، نوځکه دروژه مات وروسته معده وپوره فعالیت اوکارکولوته ډېره اماده اوتکړه وی۔
اعصابی نظام اوروژه
دروژې په حالت کی دانسان اعصابي نظام ډېرارام وي، لکه څرنګه چي په روژه کي انسان دجنسي خواهشاتوڅخه لیرې اوبې برخې وی، نوځکه ئې واعصابي نظام ته هیڅ منفی څرک اوحس نه راځی اواعصاب ځکه ارام وی۔
لکه څرنګه چي یومسلمان روژه هم نیسی اواودس هم تازه کوی، لمونځ هم کوی نو(روژه+ اودس+ لمونځ=دبدن توازن) دانسان دوینې دوران (Blood Circulation) په ډېره ښه بڼه سره متوازن ساتی اودوینې ددوران داتوازن داعصابولپاره یوه کیمیاده چي په کومه اندازه سره غُدې په ارامه سره وی په هم هغه اندازه سره اعصاب هم استراحت مند وي۔
یوانسان چي په کومه اندازه سره په روژه کې عبادت کوی اووخدای جل جلاله ته ځان نژدې کوي په هم هغه اندازه سره اعصاب ارام اودټکرونواوتکانونوڅخه خوندي وي، لکه څرنګه چي روژه دعبادت یوښکلی موسم اووخت ده، نوځکه ویوه مسلمان ته پکاردی چي په روژه کی په هره اندازه سره ئې چي په وس کی وي دیوه الله جل جلاله عبادت وکړی اوله ټولوناوړواوپلیتوکارونوڅخه دی ځان وژغوری۔
نوربیا…

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۵)
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ينه (Liver) اوروژه
لکه مخکی چي وویل شول چي روژه په عمومي ډول سره پرټوله بدن باند ژورې اغیزې غورځوی، دهمدې اغیزوپه ترڅ کي پرینې(ځیګر) اودینې پروظیفو(Liver Function)باندی هم اغیزې کوي؛ که چيري دیوه ګرام لسمه برخه غذاومعدې ته ورشی نودبدن ټول نظام کارپیل کوي؛ چي په دې نظام کی ینه هم شامله ده، داچي په روژه کي ترڅوساعتونوپوری ومعدې ته هیڅ خوراک نه ورځی نوټول نظام خاموشه اوارام وی، چي ینه هم ارامه وی۔
اوس ساینس پوهانوداثابته اوکره کړېده چي دبدن وټول نظام ته په کال کی پکاردی چي یوه میاشت استراحت ورکول شی، اودااستراحت اړین دی؛ کله چي ینه دلسوساعتونواویاترډېروخت پوری په ارامه وی، نوددې استراحت څخه وروسته بیاینه وپوره کارته چمتوشی اوپه اینده وخت کی خپل ټول کاراوفعالیت په ښه ډول سره وسرته رسوي۔
دینې داستراحت سره سره دااغیزې وصفراء(Bile) ته هم رسیږی، چي په روژه کی صفراء دانسان په بدن کی ډېره کمیږي اودانسان دډېروستونځواوکړاوونوڅخه ژغوری۔
دروژې په هکله ډاکټرهلوک نوروايی:
داسی ورځ به هم راشی په ټوله نړۍ کی به ټول انسانان دخپلې روغتیاپه موخه روژه و نیسی۔
(Quraanic Verses and Scientific Facts)
روژه اودهضمې نظام
په دې هکله ډېروعربی ساینس پوهانو اوداُمت مسلمه حکیمانواونوروپوهانوڅېړنې اولیکنې کړېدې، چي دهریوه لیکنه اومقاله ئې دستاینې ، غوراوفکروړده، هرهغه چاچي په دې لاره کی سفرکړی اوخولې ئې توی کړېدې هغه دملغلروپه شان ارزښت اوقدرلري، خوداشونې نه ده چي په دې هکله دټولوساینس پوهانولیکنې اوڅېړنې دلته سره راغونډې کړم ، البته دااړینه بولم چي ضروري اوازښتناکي ټکی دلته رانقل کړم۔
پروفيسرډاکټرسي۔ ايم حبيب الله چي (Gastroenterologist) یعنی دکلمواومعدې دناروغیودعلم متخصص دی پردې باندی څېړنیزې لیکنې کړېدي، اودی په دې عقیده اوباوردی چي روژه دانسان په بدن کي (Biochemical Changes) یعنی په ژوندیواورګانیزمونوکی حیاتی اوکیمیاوې بدلونونه راولی، چي دابدلون اواوښتون یوفطري عمل دی، ده خپله مقاله پردروبرخووېشلې ده:
الف: دروژې اغیزې دبدن پراوبواونورعناصروباندی، دبېلګي په ډول سره پر:
سودیم (Sodium)
پوتاشیم (Potassium)
کلورایډونه (Chlorides)
کاربونیتونه (Carbonates)
ب: دروژې ژورې اغیزې پرخوراکی اجزاءولکه:
نشایسته (Carbohydrates)
پروتینونه (لحمیات)(Proteins)
شحمیات(Fats)
قوت استحاله (Metabolism Energy)
ج: دروژې اغیزې دهضمې پررطوباتوباندی( Effects of the fast on digestive Juices)

نوربیا…

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۶)
عبدالغفارجُبیر

روژه اودبدن رطوبات
په عادی حالت کی دانسان رطوبات په مناسب مقداراواندازې سره وي، په ځانګړي ډول سره هغه ښځې چي وزن ئې ډېروی رطوبات ئې نسبت وعادي انسانانوته ډېردي، خوبل لورته دنارینه ؤرطوبات وښځینه وته ډېردي؛ هغه په دې مطلب چي په اوسط ډول سره دنارینه په دبدن کی د٪۵۵ سلنه څخه تر ٪۵۹ سلنه پوری رطوبات دی اووبل لورته دښځینه ؤرطوبات د٪۴۷ سلنه څخه ٪۵۷ سلنه پوری دی، دزیات عمردڅښتنانورطوبات لږاوبل لورته په ماشومانوکی درطوباتواندازه ډېره ده؛ په عمومی ډول سره دانسان ژونکې (حجرې) پردوه ډوله دی:
۱: داخلي ژونکې (Inter Cellular) چي په وینه کي دی
۲: اضافه ژونکې (Extra Cellular) چي رطوبات ورڅخه جوړیږی اویادرطوباتوسره یوځای کیږی، خوپه دې رطوباتوکي بدلون حتمي دی، هغه په دې مفهوم که انسان دنس ناستی (ډایریا) ښکارشی، یوانسان په ځانګړي ډول سره ماشوم دګرمۍ (تودې لمبې) ښکارشی، اویاهم انسان ولوړعمرته ورسیږی؛ اوکله چي دانسان رطوبات کم شی ددې ژورې اغیزې په ټول بدن کی پرپوستکی (پوټکی) ډېرې ژر جوتیږی۔
دروژې په نیولوسره دانسان په بدن کی داکمبوتات راځی
داوبوکمی:
کله چي روژه په اوړی کی وی لکه همداکال نوطبعي ده چي انسان دتندې ښکارکیږی، اوزیاته تنده دااغیزې لری چي دخولې رطوبات وچيږی، ژبه وچه اوسخته شی، پوستکی وچ ښکاري، سترګې څه ولویږی اوپه بولوکی هم لږوالی راځی، چي په مجموع کی روژه دبدن اوبه کموی۔
داوبودکموالې سره ـ سره دسودیم، پوتاشیم اوکلسیوم کموالی هم صورت نیسی ،چي هریوئې خپلې اغیزې پربدن باندی لري۔
روژه اوميتابوليزم
میتابولیزم(Metabolism) څه شی ته وایی؟
دهغه ټولوکیمیاوي اوفزیکي مرحلومجموعه ده چي دهغې په واسطه ژوندی موجودتولیدشوی اوساتل شوی مواداورګانیزکوی اویاهغه طریقه چي دهغې له لارې دژوندی موجودلپاره انرژي چمتوکوي۔
دپېشلمې څخه څلورساعته وروسته دغذادحل کېدومرحله پیل کیږی، چي (Fasting Cycle Feeding) ورته وایی، په دې وخت کی ګلوکوز، ترای ګلیسرائیدونه اوامینواسیدونه په زیاته اندازه سره په وینه کی جذبیږی؛ اوکه چيری زیاتی سی نودګلائیکوجن په بڼه سره په وینه اوغوښوکی یوځای کیږی؛ له دې څخه وروسته هضمٍ شوی اوتقسیم شوی امینواسیدونه، غوښې اوګلیسرائیدونه په غوړکی سره یوځای کیږی اودوخت په تېرېدوسره ګلوکوز(Glucose) انسولین (Insulin) په خپل واک کی راولی۔
د( ۵ – ۱۸) ساعته وروسته بیامیتابولیزم صورت نیسی اودموادودجذب مرحله پیل کیږی چي دجذب نېټې ته (Catabolic Phase) ویل کیږی، په دی وخت کی ګلوکوزاوترای ګلیسرائیدونه (Triglycerides) په وینه کی لږترسترګوکیږی، دګلوکوزدسمون په خاطروګلائیکوجن ته اړتیاده؛ چي دوینې اوغوښې ګلایکوجن ماتیږی اودګلوکوزڅخه علاوه ازاده ترشی اوغوړراوځی اودوینې سره یوځای کیږی اوپه پایله کی په بدن کی داکیمیاوی بدلون صورت نیسی۔
چي مطلب داورڅخه رواځی چي په روژه کی هرڅنګه چي دانسان په بدن کی کیمیاوی تعاملات اوبدلونونه راځی داهرڅه دانرژۍ دلاسته راوړول په موخه ترسره کیږی۔
نوربیا…

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۷)
عبدالغفارجُبیر

روژه اوانرژی
دانرژۍ ولاسته راوړلولپاره وغذاته اړتیاشته، هغه خوراک چي موږئې هره ورځ خورواودهغې دشکرې اونشایستې څخه حرارت اوتودوښه او توانائي ولاسته راځی؛ زیاته شکره یاشحمیات دګلائیکوجن په بڼه سره په ینې (ځیګر) کی جمع کیږی۔
انسولین چي دپانکراس رطوبات اونوردی، اودنده ئې داده چي په وینه کی شکره کمه اوکنترول کړی اویائې په ګلایکوجن واړوی؛ هغه خلک چي شحمیات زیات خوری اویاشحمیات زیات لری دهغوبدن دانسولینوپه تولیدلواوجوړولوکی کمزوری دی اوله همدې کبله همداخلک دشکرې (Diabetes) دناروغۍ ښکارکیږی۔
خوهغه خلک چي روژه نیسی، اوشکره ئې زیاته اوانسولین ئې لږوی، په ینې (ځیګر) کی ئې چي کومه شکره ده هغه په ګلایکوجن بدلیږی اودبدن انرژی اوحرارت پوره کوی اوهمدارنګه دبدن (Fats) شحمیات ئې په انرژی بدلیږی اودبدن اړتیاوې ئې دضرورت پرمهال پوره کوی چي په طب کی ورته دنیمی لوږې غذا یاپه بله ژبه ( Semi Saturation Diet) وایی چي په دې سره دانسان وزن واعتدال ته راځی اوانسان دپوره روغتیاڅښتن کیږی۔

روژه اوشکره (Diabetes)
کله چي انسان دزیات خوراک څخه کنترول شی نودانسان معده اوینه (ځیګر) خپل عادی حالت ته راګرځی اوشکره کنترولیږی، اوس ټول روغتیاپالان په دې باندی متفق دی چي کله دهضمې نظام(Digestive System) اودینې په وظیفو(Liver Function) کی توازن له مینځه ولاړشی نوشکره ضرورصورت نیسی چي له دې څخه وروسته دانسولینوپه تولیدکی خرابوالی اوبې نظمي مینځته راځی اوشکره ځان ښکاره کوی؛ دایومنلی حقیقت دی که چيری دمعدې اوینې (ځیګر) نظام درست کړل شی نودشکرې امکان نشته۔
دشکرې پر۷۰ ناروغانوباندی په لاندنیونړیوالوپوهنتونواوطبی مرکزوکی تجربې شویدې اودائې جوته اوثابته کړلې ده چي روژه پرشکرې باندی ژورې اغیزې کوی اوختموی ئې۔
1: Naseer Institute Qahera (قاهره)
2: King Khalid University Hospital ( ریاض)
3: King Fahad National Hospital(ریاض)
4: Ami. Hospital(کویټ)
5: Jazera Hospital(ابوظهبۍ)
6: Jinah Post Gratuate Medical Center(کراچي)
7: Akram Medical Complex (لاهور)

روژه اوچاغوالی(Fasting and Obesity)
الله جل جلاله وموږته ډېرنعمتونه راکړیدی، چي داهرڅه ئې دانسانانولپاره پیداکړیدی اوانسانان ورڅخه استفاده کوي، هغه غذاچي انسان ئې خوری اوورڅخه استفاده کوی مهم مرکبات ئې په لاندی ډول سره دی:
۱: شحمیات (Fats)
۲: پروتینونه (Proteins)
۳: نشایسته (Carbohydrates)
کله چي خوراک ومعدې ته ورسیږی نوپه معده کی هضم راوستونکی انزایم (Digestive Enzymes) ورسره علاوه کیږی اوددې خوراکی توکوپه هضمېدوکی پوره ونډه اخلی؛ چي دهضمېدوڅخه وروسته وینې ته جذبیږی، کله چي دمیتابولیزم مرحله صورت نیسی نوانرژی په لاس راځی اوټول بدن په فعالیت اوکارکولوپیل کوی؛ داخبره بایدپه یادوساتوچي دژوندپه هره شیبه کی دانسان په بدن کی حجرې هم جوړېږی اوهم تخریب صورت نیسی داساده خوراک (غوړ، پروتین اونشایسته) ددوهم ځل لپاره په بدن کی تشکلیږی یعنی د
(Fatty Acid)څخه شحمیات، دګلوکوز(Glucose) څخه نشایسته اودامینواسیدوڅخه پروتینونه تشکلیږی، چي ګلایکوجن بیاپه ینه اوعضلاتی نسجو(Liver and Muscular Tissues)کی ځای نیسی؛اوشحمیات بیاپه ینه اودوازګې په نسجونو(Liver and Adipose Tissues)کی ځای نیسی، چي دغه شحمیات دانسان دچاغښت (Obesity) سبب ګرځی، یوه لورته انسان په دې خوښ وی چي زه چاغ شوم، وبل لورته داچاغښت دانسا ن لپاره وهلاکت ته ښه راغلاست دی، هغه په دې معنی چي چاغښت روغتیانه ده بلکې تکلیف اوکړاودی، داځکه چي دشکرې (Diabetes Mellitus)، دوینې لوړفشار(Hypertension) اودزړۀ دډېرناروغیو(Coronary Heart Diseases) عامل اوسبب ګرځی۔
کله چي یوڅوک چاغ شی نوددې مطلب دادی چي دده دوازګوحجرې (Adipose Cells) ډېرې دې، دداسی خلکوپه وینه کی (Fatty Acid) اونورمختلف ډول دشحمیاتومرکبونه یعنی ترای ګلایسرول کولسټرول (Triglycerol cholesterol) ډېروي۔ دشحمی حجروځانګړتیاوې دادې چي دناروغیومدافعت نه کوی، بلکې دناروغیولپاره دځالې حیثیت لری؛ داحجرې وهرډول ناروغیوته ښه راغلاست وایی، نوروژه ئې یواځنی درملنه ده، چي داحجرې په اعتدال اوپه متوازن حالت کی ساتی، روژه وزن کموی، شحمیات کموی اوغوړله مینځه وړی، چي په پایلو کی روغتیاپخپله راځی، نوویلای شوچي روژه روغتیاده۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۸)
عبدالغفارجُبیر

روژه دوينې سره کُرويات (Red Blood Cells) زياتوی
په عمومی ډول سره دوینی سره کرویات د5mm څخه تر15mm پوری دی، اوروژه داشمیرزیاتوی اوکله چي په وینه کی سره کُرویات زیات شی نوداګټې ورڅخه لاسته راځی:
۱: دناروغیودیرغل مخه نیسی۔
۲: که دانسان دودې نظام سست وی هغه برحاله کوی۔
۳: په بدن کی دزهرواوزهری موادمخه نیسی۔
۴: دالتهاب مخنیوی کوی۔
اوکه چيری دانسان دوینې سره کُرویات کم شی نودوینې دکموالی (Anemia) سره مخامخ کیږی، حساسیت (Allergy) پکښې وده کوی
اودتوری غاړې (Whooping Cough) ښکاربه شی۔
روژه اووچوالی (بې اولادی)
په نړیواله توګه سره پروچوالی باندی د(۱۹۹۰- ۲۰۰۰) میلادی کاله پوری ډېرې تجربې وشوی، چي په پای کی دجاپان په اکیټاپوهنتون سنډائی (The Akita University Sendia North Tokyo Japan) کی پروچوالی (Sterility) باندی یونړېوال کانفرانس دایرشوچي په دې کانفرانس کی دجاپان یووتلی ډاکټرتادایوشی هاسیجاوائی (Dr. Tadayoshi Hasegawai) وویل:
وچوالی (بې اولادی) ددرملنې وړده، هغه مېرمنې چي چاغې وی دهغولپاره یواځی سبب دوچوالی ددوی شحمیات دی اوددوی درملنه په روژې سره کیدای شی، ماپرعقیمو(وچو) شپږوداسی ښځوباندی تجربې وکړلې، اوپه دوی می په اسلامی طرېقې سره روژې ونیولې چي دشپږوڅخه څلورمېرمنې حمل داره شوې اودښکلوماشومانوڅښتنانې شوې، دوی ځکه حمل داره شوی چي روژه پر(Pituitary Glands) یعنی هغوغدوچي دمغزوپه قاعده کی پرتې دې اودبدن مهم هارمونونه تولیدوی، ډېرې ژورې اغیزې کوی، چي په دې اغیزوکې په ښځوکی میاشتنی ناروغی (حیض) هم پیداکیږی۔
په دې ښځوکی یوه ښځه داسی وه چي په ټول عمرکی ورته حیض نه وراغلی، اوڅلورنوری ښځې دچاغښت له کبله عقیمی (وچې) وې، چي دمبارکې روژې په برکت اونیولوسره ئې داټولې ناخوالې ختمې اودهیلوغوټۍ ئې وغوړېدلې اودښکلوماشومانوڅښتنانې شوې۔
روژه اوسرطان
نړېوالوساینس پوهانواوس دایقینی کړېده چي روژه سرطان کموی، اودسرطان دحجرومخه ډ ب کوی، په روژه کی ګلوکوزکم شی اودانسان بدن لاهم وانرژۍ ته اړتیالری، چي دګلوکوزپرځای دشحمیاتوڅخه کاراخلی؛ چي په دې وخت کی دپروتینودتقسیم اوویش مرحله درېږی اوحال داچي دسرطان دحجرووده دپروتینوپه کوچنیوټوټوسره ده، اودروژې په حالت کی دپروتینوذرات کمیږی، چي مطلب ئې دادی چي دسرطان دحجروخوراک ختمیږی اویالږیږی، چي روژه دسرطان دکمولواوختمولولپاره غوره درملنه ده۔
(عبادات اورجدیدمیډیکل ساینس)
روژه د داخلی زخمونوغوره درملنه ده
امریکن نېچرل سوسائیټی (American Natural Society) مخکنی مشرډاکترګولډسټېن Dr. Gold Stain پخپل یوکتاب (Natural Diet Triumph over Disease by Fasting) یعنی په روژې اوطبعي خوراک سره دناروغیوکنترول اوقابوکول، کی لیکی:
روژه دبدن ټول زهری مواد(Toxin) له مینځه وړی، چي دانسان لپاره اړینه ده چي روژه ونیسی اوپرطبي پلټونوباندی هرکال تقریبا۱۴۰ میلیونه ډالره لګیږی مګرډېرلږخلک دپوره روغتیاڅښتنان کیږی په اصل کی دناروغیوپرپېژندلوباندی پوره غورنه کیږی۔
دی زیاتوی، چي روژه دبدن غیرمنظم ټول فعالیتونه برابروی، اوډېرځله داسی موږتجربه کړېده چي ویوه ناروغه ته دعملیاتودمشورې باوجودموږپه اسلامی طرېقې سره دروژې امرورته کړیدی اوهغه دننه زخمونوئې دروژې په نیولوسره جوړاوروغ شویدی؛ خویوه خبره اړینه ده چي وچاته دلږوروژوامرکوواووچاته دډېروروژوامرکوو؛ کله چي روژه دبدن زهري مواداورطوبات ختم کړی دبدن دفاعي نظام بیاله سره ترمیم شی نوبیابدن ترډېره مهاله پوری دناروغیوپه مقابل کی پوره مقاومت لری۔
(اسلام اومیډیکل ساینس، عرب نیوز، شیخ حبیب)

روژه په اسلام او ساینس کي (۱۹)

روژه مات په خُرماسره کول
فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم روژه مات په خُرماسره اوپه اوبوسره فرمایلې دی، داچي خُرماڅومره ارزښت لری ویوه انسان ته اوولې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورباندی ټینګارکړیدی دابه څه وروسته جوته شی۔ اوس دلته موږغواړوچي خُرماپه قرانکریم، احادیثواوساینس کی وڅېړو، چي ارزښت به ئې لاښه جوت شی۔
خُرماپه قران کی:
دخُرمابیان په قرانکریم کی ډېر مختلف ځایونه راغلی دی چي لړلیک ئې په داسی شیان سره دی:
(البقره ۲۶۶)
۱: ایاستاسی څخه کوم یوداخوښوی چي دخُرماواوانګوروباغ ولری چي ترونولاندی ئې ویالې بهیږی اوهرډول مېوې پکښې وی۔
(الانعام (۱۴۱)
۲: اودی هغه ذات دی چي څپرلرونکی باغونه اوبې څپره باغونه ئې پیداکړیدی اودخُرماوباغونه اوکښتونه ئې دبېلابېلومیووسره اوزیتون اوانارسره ورته دی اوسره ورته نه دی پیداکړیدی۔
۔(الانعام 99)
3: اوله خُرماڅخه دهغه له غوټۍ څخه (دهغه دزیات حاصل له کبله) ځمکې ته نژدې وږی راباسو
۔(الکهف ۳۲)
۴: اودوی ته ددووسړیوبېلګه بیان کړه چي یوه ته مودانګورودوه باغونه ورکړل اوهغه مودخُرماوپه ونوسره چاپېره کړل، اوددغودواړوترمینځ موکښت پیداکړ
(الشعراء ۱۴۸)
۵: اوپه دغوکښتونواودخُرماوپه بڼونوکښې چي وږي ئې له باره ډک دی؟۔
۔(سورت ق ۱۰)
۶: اودخُرماوودنګی دنګی ونې موپیداکړیدی چي له هغوله میووډک وږي یوپربل پراته دی
(الرحمن ۱۱)
۷: په هغې کی (بېلابېلې) میوې اودخُرماوغوټۍ لرونکی ونې دی۔
(الرحمن ۶۸)
۸: په هغوکی هرډول خوندورې میوې اوخُرمااواناردی۔
(عبس ۲۹)
۹: اوزیتون اوخُرماوې
(الرعد ۴)
۱۰: اوپه ځمکه کی (بېلابېلې) سیمې څنګ پرڅنګ پرتې دی اودانګوروباغونه اوکروندې اودخُرماووونې۔
۔(النحل ۱۱)
۱۱: په دغه (اوبو) ستاسی لپاره غلې اوزیتون(ښوون) اوخُرماوې اوانګوراوهرډول میوې زرغونوی
(النحل ۶۷)
۱۲: اودخُرماودونواوانګورودتاکونودمېووله شیروڅخه هم یوشی په تاسی څښو
(بنی اسرائیل ۹۱)
۱۳: یاتاته دخُرماوویاانګوروباغ وی دهغه په مینځ کی له اوبوڅخه ډکې ویالې جاري کړې۔
(المومنون ۱۹)
۱۴: نودهغوابوپه وسیله موږستاسي لپاره دخُرماواوانګوروباغونه پیداکړل، ستاسی لپاره په دغوباغونوکښې ډېرې خوندورې میوې دی اوله هغونه تاسی خوري۔
(یس ۳۴)
۱۵: اوپه هغوکی مودخُرماوواوانګوروله ونوڅخه باغونه جوړکړی اوپه هغوکی موچينې جارې کړیدی ۔
(الرحمن ۶۸)
۱۶: په هغوکی هرډول خوندورې میوې اوخُرماوې اواناردی۔
(مریم 25)
۱۷: اووڅنډه خپل ځانته بېخ دخُرماچي راتوی کاندی پرتاخُرماپخې لندې تازه۔
(مریم ۲۶)
۱۸: پس خوره (داخُرما) اوڅیښه (دااوبه) او(رڼی) یخی کړه سترګې خپلې (په عیسی اوخوشحاله شه)۔
اوهمدارنګه په (طه ۷۱)، (القمر ۲۰)، (الحاقه ۲۰) کی دخُرمایادونه شوېده۔
دلته که موږدخُرماوارزښت ته وګورنوداراته جوتیږی چي په دغه وخت کی حضرت بی بی مریمې رضی الله عنها په نس کی چي حضرت عیسی علیه السلام وو، اوخدای جل جلاله ورته دداسی شی (خُرما) دخوراک امرورته وکړ چي یقیناددې لپاره کیمیاده، که چیری بله غذاوبی بی مریمې رضی الله عنها ته په دغه وخت کی ښه اوغوره وای ترخُرمانوالله جل جلاله به ورته ویلې وای، لکه چي په حدیث شریف کی هم داسی راځی؛ والله جل جلاله ته ترخُرمابل شی غوره نه وونوځکه ئې دخُرمادخوړولوامرورته وکی؛ چي ددې ایات څخه داراته جوته شوه چي خُرماپوره غذااودواده۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۰)

خُرماپه احاديثوکی
دخُرماپه هکله زښته ډېرحدیثونه راغلی دی په بخاری شریف کی (۲۱۴) حدیثونه راغلی دی اوپه صحیح مسلم کی د(۱۰۰) څخه زیات حدیثونه راغلی دی اوداسی په نوروداحادیثوپه کتابوکی، دخُرمادګټوپه هکله په احادیثوکی ډېرڅه راغلی دی خودلته ټول ذکرکول ناشونې دی نوځکه زه غواړم چي په یوڅواحادیثومبارکوباندی اکتفاء وکړم اوپه احادیثوکی داسی راغلی دی:
حضرت ابوهرېره رضي الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي خُرماعمده دواده۔
۱: حضرت انس بن مالک رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي په ټولوخُرماووکی برنی خُرماښه ده، داناروغی لیری کوی اوپه هغه کی مضرشی نشته۔(طب نبوی اورجدیدساینس)
۲: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دخُرمادخوړولوڅخه دقولنج درد (Obstructive Colic) نه پیداکیږی۔
(Fruit, Plant and Diet in Prophetic Traditions)
۳: حضرت اسماء دابوبکررضي الله عنه لوروایی چي په مکه معظمه کی دعبدالله بن زُبیردپیداکېدوتکلیف راپیداشو اوکله چي وقباء ته راورسېدمه نوهغه ماشوم پیداشو، زه ورسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم اودی می په غیږکی ورکړ، هغه صلی الله علیه وسلم دخُرماغوښتنه وکړل، خُرمائې په خوله کی وژوول اودخپلو مبارکو ناړو سره ئې دده په خوله کی په تالوکی ورکښېښوول اووروسته ئې دبرکت دعاورته وکړل، داپه مسلمانانوکی لومړی ماشوم و۔
(بخاری شریف اومسلم شریف)
۴: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي نبی کریم صلی الله علی وسلم وفرمایل چي زماپه نزددهغوښځولپاره چي ډېرحیض (Hemorrhagia) لری خُرمااودناروغه لپاره عسل ، تردې غوره بله دوانشته۔(طب نبوی اورجدیدساینس بحواله ابونعیم)
۵: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي خدای پاک وبی بی مریمې رضی الله عنهاته خُرماوفرمایل، که چيری دخدای په نزدتردې ښه غذاوای نوهغه به ورته فرمایلې وای۔(زبة المجالس)
۶: حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه وایی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي سهارپه نهاره باندی خُرماوخوری چي ددې عمل سره دنس چنجیان (Intestinal Worms) مړه کیږی۔
۷: نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي عجوه خُرمادجنت څخه ده، داخُرمادزهرولپاره شفاء ده، هرهغه څوک چي هره ورځ ۷ عجوه خُرماوې وخوری پرهغه سړی جادواوزهراغیزې نه کوی۔
دخُرماکيمياوی مواد
هغه خُرماچي ښه پخه شوی وی په ونه کی هغه لاندنی موادلری:
Calories 270(کالوریز)
Copper 0.21(مس)
Magnesium 58.9 (مګنیزیم)
Potassium 0.54 (پوتاشیم)
Chlorides 290(کلورایدونه)
Calcium 67. 09(کلسیم)
Iron 1. 61(اوسپنه)
Protein 3.0(پرتین)
Phosphorus 63. 8(فاسفورس)
Sulpher 51. 6(سلفر)
ددې موادوڅخه علاوه په خُرماکی داموادهم شتون لری:
Callulose, Starch, Sucrose, Insert , Sugar, Vitamins, Fats, Tennin, Pectine, Vitamin C, Vitamin B, Vitamin A, Peroxides
خوپه ځینوخُرماووکی ددې موادواندازه توپیرلری۔
په ټولوخرُماووکی دمدینې منورې عجوه اوبرنی خُرمادروغتیالپاره ډېره ښه ده لکه په حدیث شریف کی چي هم راغلی دې، دروغتیالپاره هغه خرُماډېرښه ده چي په ونه کی پوره پخه نشی اوسنی طب خُرمادډېرناروغیولپاره درمل ګڼی چي هیڅ شک پکښې نشته دبېلګې په ډول سره دهغوناروغیولپاره چي دیخنۍ څخه پیداکیږی اویاهم بلغمی ناروغیانې وې، اوهمدارنګه دزړۀ اودماغ دقوی کېدولپاره، دحافظې دکموالی لپاره، دوینې دکمې (Anemia) لپاره ، دپښتورګودقوی کېدولپاره، دتنفسی ناروغیو(Respiratory Diseases) لپاره په ځانګړی ډول سره ددسږودنفس تنګۍ (Bronchial Asthma) لپاره ډېره اغیزمنه ده۔
خُرمادهغومېرمنولپاره چي ماشوم ئې په ګېډه وی خوراښې اغیزې لری، په دغه وخت کی ښځه دوینې دکمښت سره لاس اوګرېوان وی، چي خُرماورته کیمیاده۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۱)

په خُرماسره ځکه روژه ماتوو!!!
که چيری موږدخُرماوکیمیاوې تجزئې ته راشونودابه راته معلومه شی چي په خُرماکی معدنی مواد، پروتینونه، ګلوکوز، اوسپنه، ویتامینونه اوداسی نورډېرموادشته دی، چي دانسان ورته اړتیاډیره ده، لکه مخکی چي بیان شول؛ دپورتنیوموادوپه درلودلوسره ویلای شوچي خُرمایوه مکلمه غذاده ۔
کله چي موږپه خُرماروژه ماتوو، دخُرماخوږه دخولې دمخاطې غشاء (Mucous Membrane) لخواجذبیږی اوپه ګلوکوزسره بدلیږی، چي پایلې ئې دادی چي دبدن ټوله ضایع شوی انرژې پخپل حالت کی راولی؛ وبل لورته خُرمادمعدې تېزاب ایچ سي ایل (Hydrochloric Acid) نه زیاتوی بلکې هغه کنترولوی اووبل لورته معده نه پرېږدې چي بخاروکی؛ په عمومی ډول سره خُرمادمعدې ټول رطوبات متوازن ساتی اوپوره تقویه ورکوی۔
دحمل په دوران کی دخُرماخوړول اړين دی
دحضرت بی بی مریمې رضی الله عنها په نس کی سیدناحضرت عیسی علیه السلام ؤنوالله جل جلاله دخُرمادخوړولوامرورته وکړ، چي ته به دلته ښه تازه خُرماخورې، چي مطلب ئې دادی چي خُرماستالپاره یوه مکمله غذا (Nutrition)اودواده اوخُرمادموراوماشوم دواړولپاره په دې اړینه ده چي دوی دواړه قوی اوتندرست ساتی، که چيری موراوماشوم کمزوری وی نوداسقاط حمل (Abortion) خطره رامینځته کیږی، خودخُرماپه خوړولوسره داهرڅه له مینځه ځی۔
دالمان دبرلین دپوهنتون دفارمالوجی ډاکټرانوپرخُرماباندی ډېرې څېړنې وکړلې، چي په پایلوکی ئې وویل چي که چيری حمل داره ښځې هره ورځ خُرماوخوری، اغیزې به ئې ډېرې مثبتې وې، اودااغیزې ئې پرټوله بدن باندی غوړیږی؛ اوددې سره ـ سره وښځې ته پوره توان ورکوی، ماشوم ئې قوی کوی، هغه ښځې چي دحمل په جریان کی خُرماوخوری دحمل پروخت ئې دټولوناخوالودرمل ده اودماشوم دپیدایښت پرمهال به هیڅ تکلیف ونلری۔
(Science and World)
دحمل دارې ښځې لپاره خُرماپه دې اړینه ده چي خُرمااوسپنه لری، اووداسی ښځوته ډاکترانو په عمومی ډول سره فیفول ویټ اویاهم فولک اسید اونوردرمل ورکوی داځکه چي په دې درملوکی اوسپنه اونورویټامینونه شتون لری چي خُرماددې ټولوڅخه غوره اوښه ده، داځکه چي په خُرماکی ددې درمل څخه ډېرشیان شتون لری اوبله داچي داطبعي ده چې ګټه ډیره اواغیزې ئې ژورې اوسمدستی دی.
ديوې مېرمنې درملنه په خرماسره:
یوه مېرمن چي دماشوم دپیداکېدوپرمهال دتل لپاره په تکلیف اوپرېشانیوکی ډوبه وه، روغتیاپالانوورته دماشوم ترپیداکېدوپوری دخُرمادخوړولوتوصیه وکړل، دې مېرمنې دډاکترانودانسخه ئې عملي کړل اودماشوم دپیداکېدوپرمهال ئې هیڅ تکلیف اوکړاوونه لیدی؛ اوداهوډئې وکړچي دتل لپاره به دحمل په دوران کی خُرمااستعمالوی اوونوروخویندوته به هم داتوصیه په ټینګه کوی چي دخُرماخوړل دحمل په دوران کی ډېراړین اوګټوردی۔
خُرمادښځې دډېروناروغیولپاره پوره درمل دی، که چيری یوه ښځه درحم دکمزورۍ سره لاس اوګرېوان وی، په داسی حالت ترلندې خُرماورته وچه خُرماډېره ګتوره اوشفاء ده؛ دخُرماخوړل درحم دهرډول ناروغیانولپاره پوره کیمیاده، دحمل په دوران کی که هرڅه تکلیفونه اودردونه پیداکیږی دهغوټولولپاره خُرماپوره درمل ده۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۲)

خُرمااونوې ساينسي څېړنې
Dates and New Scientific Researches
خُرمادډېروخت راهیسی په طب کی یوه توده موضوع ګرځېدلې ده، دنړۍ ساینس پوهان په ځانګړی ډول سره دلویدیځ پوهان پرهغه شی باندی چې اسلام ورباند ټینګارکړیدی پرهغه باندی ډېرې څېړنې کوی، په قرانکریم اواحادیث نبوی صلی الله علیه وسلم کی خُرما، انار، انګور، انځر ، زیتون اوداسی نورډېرنباتات، مېوې اوخوراکونه ذکرشویدی؛ اوس دوی داپه یوه خوله ثابته کړیده اوپوره اعتراف ئې ورباندی کړیدی چې هرڅه چې اسلام ښه ګڼلې هغه دروغتیالپاره ښه اودرست دی، اوهرهغه شی چې اسلام حرام کړیدی لکه دوینې خوراک، دخنځیرغوښه، یادمُردارشوی حیوان غوښې اوداسی نورڅه نوهغه ضروروانسان ته دلږې ګټې پرځای ډېرتاوان رسوی۔ اویاهیڅ ګټه پکښې نه وی، چې دااوس یونړیوال حقیقت دی.
لکه څرنګه چې په ټوله لویدیځ کی داسلام مبارک دین ښکلې شغلې مخ په خپرېدو اوډېرې دودې په حال کې دی نوځکه په اسلام کی څېړنې زښته ډېرې شویدي، اواوس دلویدیځ ډېرپوهان دنوروڅېړنوپرځای داسلام پرهرشی باندی خپل تحقیق کوی اوبیائې نشرکوی، چې دهغوڅېړنوڅخه یوه څېړنه پرخُرماباندی ده اوهغه په دې شان سره ده۔
خُرمادبدن ټولې مالګې پوره کوی، چې داپه هغه وخت کی ډېره ګټوره ده چې کله دیوه انسان مالګې ضایع شوی وی، یادیوکارکولوپه صورت کی، یادېوې ناروغۍ له کبله؛ دزړۀ ټول حرکات منظم کوی، هغه خلک چې دزړۀ حرکتونه ئې غیرمنظم وی کله ئې دزړۀ ګراف پریوه بڼه سره وی اوکله هم پربل شان وی نوخُرماورته ډېره ښه ده؛ خُرماځکه دزړۀ حرکتونه منظم کوی چې دزړۀ دمنظم حرکت لپاره کلسیم خوراارزښت لری، اوساینس پوهان هم په دې باوردی که چیری یوڅوک دورځې د( ۵- ۷) پوری خُرماوې وخوری نودبدن ټول کلسیم ئې پوره کیږی، اوکله چې دبدن کلسیم ئې پوره شول نودزړۀ حرکتونه ئې پخپله وعادی حالت ته راځی۔
دخُرماپه استعمال سره دبدن LDL(Low Density Lipoprotein) یعنی دوینې کولسترول نه اضافه کیږی، خُرمادکولسترول اندازه ثابته ساتی وبل لورته کچیری دچاپه وینه کی LDL زیات شی پردې سړی باندی دزړۀ دوره (Heart Attack) راځی، چې داومرګ ته ښه راغلاست دی، اوخُرمادابدمرغې له مینځه وړی؛ خُرما ودماغ ته هم پوره توان اوطاقت بخښی، داځکه چې په خُرماکښې شته پروتینونه، لحمیات اومینرالونه دماغ قوی کوی، نوهغه څوک چې دماغی کمزوری لری باید دخُرمااستعمال ډېروکړی ترڅوئې دماغ پوره توان پیداکاندی۔
نویوڅېړنوداهم ښودلې ده چې په خُرماکی داسی موادشتون لری چې میکروبونه اوجراثیم وژنی، یاپه بل عبارت خُرما (ضدمیکروب اومیکروب کُش) ده، اوانسان که دخُرمااستعمال دتل لپاره وکړی نودډېرناروغیوڅخه به وژغورل شی له همدې کبله اوسنیوڅېړونوداهم ثابته کړېده چې خُرمازخمونه ډېرژرجوړوی۔
ساینس پوهانوپخپلوڅېړنوکی داهم جوته کړیده چې خُرمادزهرواغیزې له مینځه وړی اوزهروداسی حالت ته رسوی چې وانسان ته هیڅ تاوان ونه رسوی، دساینس پوهانوداڅېړنه دهغه حدیث شریف ښکاره ثبوت دی چې موږمخکی ذکرکړ اوهغه داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چې که هرڅوک دورځې ۷ عجوه خرماوې وخوری پردغه سړي باندی نه هم زهراونه هم جادواغیزې کوی(لله الحمد)، ټول ساینس پوهان هم په دې باندی متفق دی چې خُرمادانسان دفاعی نظام پوره قوی کوی اوښه والی پکښې راولی؛ په یوه روایت کی راځی چې دیوه صحابی رضی الله عنه پرسینې باندی درد ؤ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ۱۲ عجوه خُرماوې ورکړې اوهغه دردئې له مینځه ولاړی۔
دهغوکسانولپاره ئې چې حافظه ئې کمزورې اویاهم ئې تکان خوړلې وی خُرماورته اړینه ده داځکه چې خُرماحافظه زیاتوی؛ که چېری دیوچالاس اوپښې رېږدې دکمزورۍ اویاهم دیوې ناروغۍ له کبله خُرماورته کیمیاده، په هغه وخت کی خُرمااغیزې نلری که چیری دادلاس اوپښې رېږېدل دبوډاتوب له کبله وه۔
خُرماعمراوږدوی
دنړېوالی روغتیائې ادارې دوبایی ناروغیومتخصص ډاکترعمرسلیمان محمدچې دشمالې سوډان اوسېدونکی دی وایی چې ددې سیمو(سوډان) دخلکوعمرونه د(۱۰۰) کلونوڅخه اضافه دی اوحال داچې دعمرپه اخیروشیبوکی هم داخلک تندرسته اودپوره روغتیاڅښتنان دی، زمادڅېړنواومعلوماتومطابق داخلک دخپلو خوراکې توکوسره خُرمااستعمالوی۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۳)

خُرماينه (ځيګر) سموی
که چیری خُرمادشپږوساعتونولپاره په اوبوکی کښېښول شی اووروسته ئې یواځی دااوبه وڅیښل شی نوداینه ډېره صفاء کوی، اوکه چیری یوچانشیې توکې استعمال کړی وی نودخُرمادااوبه دسړی دانشه هم له مینځه وړی۔
خُرماقبض له مينځه وړی
خُرمادډېروخته راهیسی دقبض دله مینځه وړلولپاره تجربه شوې درمل ده، ددې استعمال دډېره وخته راهیسی حکیمانواوطبیبانوکاوه خواوس ډاکتران هم ورڅخه استفاده کوی اوددې ننګه کوی، په اصل کی خُرماهضمیه برابروی داپه هغه وخت کی که چیری خُرمادډوډۍ سره وخوړل شی۔

روژه مات په اوبوسره کول
لکه څرنګه چې مخکی موبیان وکړچې فخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دروژه مات لپاره دوه شیان یادکړې وه، لومړی په خُرماسره روژه ماتول چې په پوره تفصیل سره دخُرماپه ګټوباندی دقرانکریم ، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم او دنوې ساینس له نګاه نه ورباندی پوره رڼاواچول شول؛ دوهم شی چې خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم ورباندی روژه ماته کړې اوامرئې کړیدی هغه په اوبوسره دی، اوس غواړوچې دابوپرارزښت باندی یوڅه رڼاواچوو، اوپاته دی نه وی چي فخرالموجوادت صلی الله علیه وسلم دهرشی امرکړیدی هغه له ګټو، لورینو اورحمت نه ضرورډک دی؛ چې دایونړېواله واقعیت دی چې ټول ساینس پوهان، فلیسوفان، حکیمان، طبیبان، روڼ اندی، مفکرین، سیاستوال، علمی شخصیتونه اودنړۍ مخورکسان ورباندی په یوه خوله دی۔
اوبه په قرانکريم کی:
په عربی ژبه کی واوبوته (مآء) ویل کیږی، چې په قرانکریم کی د(مآء) توری دنطفې لپاره هم استعمال شوی دی، اوکله هم د(مآء) توری ددوږخ دایشولواوګرمواوبولپاره هم استعمال شوی دی۔
په قرنکریم کی داوبوتوری (۶۵) ځلی راغلی دی، اوس زه غواړم چې یوڅوځایه ئې ذکرکړم۔

۱: (سورت الانبیاء ۳۰)
له اوبوڅخه موهرژوندی شی پیداکړی دی؟ نوایادوی ایمان نه راوړی؟
۲: (البقره ۲۲)
هغه (الله) چې ځمکه ئې درته غوړولې ده اواسمان ئې درته چت کړی اوله اسمانه ئې اوبه راورولې اوپه همدې (اوبو) ئې ستاسودروزۍ لپاره هرډول میوې رابهرکړی؛ داچې تاسی په دې پوهیږی نودالله سره سیالان مه ګرځوی ۔
۳: (البقره ۷۴)
له دې تیږوڅخه شته چې وچوی اواوبه (چینې) ترې راووځی۔
۴: (الانعام ۹۹)
اودغه (الله) همغه ذات دی چې له اسمانه څخه ئې اوبه راکوزی کړی اوبیاموږدهغه په وسیله ټول زرغونېدونکی شیان (نباتات) راایستلی دی اوبیاموله هغه څخه شین کښت راایستلی دی۔
۵: (الانفال ۱۱)
اوپرتاسی ئې داسمان څخه اوبه نازلی کړیدی چې په هغوسره تاسی پاک کړي۔
۶: (الرعد ۱۷)
الله له اسمانه اوبه وورولې اوپه هرلښتي کی دهغه دوړتیاپه اندازه اوبه روانې شوی بیاکله چې سیلاب راپورته شونوپرسرئې ځګ هم راپورته کیږی۔
۷: (الحج ۵)
اوته وینی چې ځمکه وچه کلکه پرته وی، بیاچې پرې باران واورووپه ناڅاپی ډول وخوځیږی اوډډه شی اودهرې جوړې ښیرازه شینکي راوټوکوی ۔
۔(النور۴۵)
اوالله هرساکښ(ژوندی موجود) له یوډول اوبوڅخه شته کړ
۱۰: ایاودی نه لیدل چې الله له اسمانه اوبه راورولې دی؟ نودهغوپه وسیله مومیوې په بېلابیلورنګونو۔
۱۱: (القمر۱۲)
اوله ځمکې څخه موچینې جارې کړیدی، نو(دغه) ټولې اوبه دهغه کار(دسرته رسولو) لپاره چې ټاکل شوی و۔
۱۲: (لقمان ۱۰)
اوله اسمانه مواوبه واورولې بیاپه ځمکه کی مورازرازپه زړۀ پوری شیان شنه کړل۔
۱۳: (ابراهیم ۳۲)
الله دی چې اسمانونه اوځمکه ئې پیداکړی دي اوله اسمانه ئې اوبه اورولې دی اودهغه په وسیله ئې تاسی ته له میووڅخه روزې راایستلې ده۔
۱۴: (النحل ۱۰)
دی هغه ذات دی چې له اسمانه څخه ئې اوبه رااورولې چې ستاسی څښل له دې (اوبو) څخه دی اوله هغې څخه (ستاسی) ونې(اوواښه هم) شته چې په دغووښوکی (خپل څاروي) څروی۔
۱۵: (المومنون ۱۸)
اوموږله اسمانه په یوه ټاکلی اندازه اوبه واورولې نوهغه موپه ځمکه
کښې تم کړې اوموږچې څنګه وغواړوله منځه ئۍ وړلی شو۔
۱۶: ایادوی ونه لیدل چې موږاوبه په وچې اوبې ګیاه ځمکه کی جاری کوو؟ نودهغه په وسیله کښت راباسوڅوئې دوی هم وخوری اوڅاروی ئې هم ، ایادوی نه وینی۔ (الاحزاب)
۱۷: اودالله له نښانوڅخه یوه داده چې ته ګوری ځمکه ویده پرته ده نوکله چې موږپرې اوبه واوروونوپه ناڅاپی ډول هغه خوځیږی اوغوړیږی ۔(حم السجده ۳۹)
۱۸: (ق ۹)
اوله اسمانه څخه موبرکتناکې اوبه نازلې کړیدی اوپه هغوسره موباغونه اودرېبلووړکښتونه، غلې دانې رازرغونه کړی۔
۱۹: (المرسلات ۲۷)
اوپه هغې کې موټینګ اولوړغرونه ځای پرځای کړل اوپرتاسې موخوږې اوبه وڅښلې۔
۲۰: (النبا ۱۴)
اوله اوروونکووریځوموتویېدونکی اوبه راکښته کړیدی۔
۲۱: (النازعات ۳۰، ۳۱)
اوله هغه وروسته ئې ځمکه وغوړوله له هغې څخه ئې دهغې اوبه اوڅړځایونه راوایستل۔
هرشی په اوبوسره ژوندی دی، یقیناکه انسان دمځکې وکُرې ته ځیرشی اویونظرورته واچوی اوڅه فکراودښکلی تصورمزي وغزوی نودابه ورته جوته شی چې دهرژوندی شی (حیوان اونبات) دټولوژوندپه اوبوپوری تړلی دی، چې دایونړیوال ساینسی ، انسانی اومعقول واقعیت دی هیڅوک ورڅخه سترګې نشی پټولای، دانسان بدن که څه هم غوښه، هډوکې، مالګې اونورڅه لری خوزیاته ونډه داوبوپکښې ده، اوهرڅه چې دی خوری زیاته برخه ئې اوبه دی؛ که چیری په یوه انسان کی اوبه کمی شی یعنی داوبودکموالی (De. Hydration) سره لاس اوګرېوان شی نوانسان دپښتورګو په ناروغۍ (Nephritis) اخته کیږی۔
وبل لورته دانسان (Urea) او (Creatinine) چې زهرجن اوضررې مواد دی په وینه کی ګډیږی، اوډېرژرپه ټوله بدن کی سرایت کوی اوخپرېږی چې له دې څخه وروسته انسان دخطراومرګ وکندی ته غورځول کیږی۔
(Urea) څه شی ده؟
دپروتینودمیتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکی وروستی لوی محصول چې په ینه کی دامینواسیدونواو اموینومی مرکبونوڅخه جوړیږی اوپه متیازو، وینه اولمف کی موندل کیږی، عبارت دیوریاڅخه دی۔

نوربیا…

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۴)

(Creatinine)څه شی دی؟
کراتین انهایدرید؛ دفسفوکراتین دمیتابولېزم وروسته محصول چې دپښتورګواوهمدغه رازدعضلاتی کتلې دکارې تشخیص په توګه ئې دبولي اطراح سرعت محاسبه کیږی۔
دالوی نعمت اوبه یواځی په دې دنیاکی غوره نعمت نه دی بلکې په اخرت کی په جنتوکی هم دشیدودعسلودشرابودنهرو(ویالو، والو) سره یوځای یوه واله داوبوده لکه په سورت محمدکی چې راځی:
(سورت محمد ۱۵)
مثل دصفت بیان دجنت هغه چې وعده ئې کړی شوی ده له پرهېزګارانوسره، په هغه کښې ویالې دی له اوبوچې نه به وی بدخونده (بدلېدونکی په مزه اوبوی کښې)اوویالې دی دشیدوچې نه به وی متغیرې خونددهغو،اوویالې دی له شرابوچې مزه ورکوونکی دی څیښونکوته، اوویالې دی له شاتو(عسلو) صفاکړشوی.اودوی ته به دغه (جنت) کی له هرډول میووڅخه، اومغفرت دی له ربه ددوی په شان دهغه دی چې تل دی په اورددوږخ کښې اوپه وبه څیښلی شی اوبه ډیرې تودې پس پرې به کړی کولمې ددوی.۔
په قرانکریم کی اوبه دژوندیوه سرچینه نه بلکې پخپله ژونددی، که موږاوتاسی څه لږدځمکې دکُرې څخه وفضاء (خلا) ته پورته شواووسپوږمۍ، مریخ اونورشمسی نظام ته؛ هلته چې ستورمزلې (Astronauts)تللی دی، پخپلوسترګوئې هرڅه لیدلې اومشاهده کړی دی، اویائې موږپه ویډویوګانواوانځورونوکی ګوروهلته داوبوهیڅ څرک نشته اوهلته بلکل اوبه شتون نلری؛ اوځینې بیاډېرلږداسی یوتصور(نه حقیقت) لری چې په نوروسیاروکی هم دژوندامکان شته، خوداساینس په کلکه سره ردکړیده اوتراوسه ئې هیچاهم کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی؛ که چیری موږدتمدنونووزانګو(اسیا)ته راشواویاپه عمومی ډول سره وځمکې ته راشونوداهغه ځمکه ده،چې ۱۲۴۰۰۰ دلوی څښتن استازې پېغمبران علیهم الصلوه والسلام ټول ومځکې ته راغلی دی، اودبشریت لومړی پلارحضرت سیندناادم علیه السلام پرځمکه باندی جوړاوپیداشو، که بالفرض بل ځای دژوندامکان وای اویابل ځای ژوندشوی وای، نوپه الهی اواسمانی کتابوکی به ئې ذکرشوی وای، اوحال داچې دادقران کریم فیصله ده چې هرقوم ته یولارښونکی لېږل شوی دی، دځمکې څخه ماسوی نه ژوندشته اونه هم امکان درلودلای شی، نه ئې دوحی اونه ئې دپېغمبرذکربل ځای راغلی دی اونه هم بل ځای انسانان شته، چې هرې سیارې ته ستورمزلی تللی دی هلته اکسیجن اواوبه نشته چې داپه ساینس سره څرګندیږی چې دځمکې څخه بل ځای هیڅ ژوندنشته، نه عقلاددې دلیل څوک لری اونه هم نقلا،
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې (کل شی ء خلق من مآء) هرشی داوبوڅخه پیداشوی دی۔
په تفسیر ماجدی په دوهم ټوک کی راغلی دی:
دژوندپوهنې (Biology) په څېړنوکی راځی چې دهرشی اصلی عنصرپروتوپلازم (Protoplasm) دی، چې دپروتوپلازم زیاته برخه اوبه دی۔
پروتوپلازم (Protoplasm) څه شی دی؟
یوه شفافه اوسرېښناکه کلوئيدی ماده ده چې دژوندۍ ژونکې (حجرې) لپاره اړینه ده۔
یوساینس پوه پخپلوڅېړونوکی وایی چې دژوندارزښتناکه شی اوبه دی، اوتراوبوپه ژوندکی بله قیمتی اواوزښتناکه مایع اونعمت نشته، که داوبوپه نظام کی څه لږفکروکړونوهمدااوبه چې دبخارپه بڼه ورڅخه وریځ جوړیږی، اوهرځای چې قحطی اویاوچکالی وی هلته دباران، دواورې اویاهم دژلیوپه بڼه سره اوری اوانسانان ورڅخه خپله پوره استفاده کوی، په پای کی وایم چې اوبه دانسان د ژوند، کښت اوزراعت اوهرڅه اصلی محوردی۔
اوبه اوژوندژواک(حياتي توان)
(Water is Life and Life) Water and Vitality
ډاکټرهلوک نورباقی لیکی:
دژوندژواک(حیاتي ژوند) اوژوندترمینځ دیوه باریک ویښته په شان توپیرشتون لری، ژونددیوه اسکلیټ بڼه لری اوژوندژواک(Vitality) په اسکلیټ کی دورسپارل شوی کارونوفعالیت وسرته رسوی، دژوندبنسټیز واحد ډی این اېDNA(Deoxyribonucleic Acid) چې دلومړی ځل لپاره جیمس ډی واټس په ۱۹۵۰ کی پیداکړ، اوداورګانیزم دښه پېژندولوپه موخه داکارترسره شو؛ حال داچې مخکی داسی پرمختګونه نه وه شوی، چې اوس د(ډی این اې) په وجه باندی دهرچاپېژندل اودذات ښه مطالعه کیږی، په دې حیات برخه کی اوبه خپله پوره ونډه لری۔
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۵)

اوبه اوساينس
Water and Science
اوبه که په هربڼه سره وی (حرارتي، کیمیاوې، لزوجی اوداسی نور۔۔۔) داهره بڼه ئې دانسان لپاره پخپل ځای کی ګټوره ده، اوپخپل ځای کی خپله دنده ترسره کوی؛ داوبوڅخه دژوندیوموجوداتوڅخه هرډله اوګروپ ئې خپله ګټه اخلی دبېلګې په ډول سره ماهیان داوبوڅخه خپل تنفس ولاسته راوړی، اواوبه ددوی ژوندژواک دی, په کیمیاکی داوبوفارمول ( H2O) دی، نوځکه کبان داوبوددغه اکسېجن څخه استفاده کوی اوټول ژوندئې پوری تړلی دی، ځینی بیاداسی نورحیوانات شتون لری چې (ذوحیاتین) دی یعنی هم دازاداکسیجن څخه اوهم داوبوداکسېجن څخه پوره استفاده کولای شی، اوانسان بیایواځی دازاداکسېجن څخه خپل تنفس کوی۔
ساینس پوهان په دې باوردی چې داوبوارزښت دومره زیات دی د(Viscosity) یعنی لزوجیت له پلوه چې په هیڅ مایع شی نشته چې ورسره پرتله اووروسره مقابله شی۔
داُمت مسلمه لوی عالم هارون يحی وايی:
اوبه دخپلوکیمیاوې اوطبعي ځانګړتیاووسره ـ سره دژونداصلی جوهراوبنسټ دی، اوځمکه اودځمکې ژوندپراوبو ولاړدی، الله جل جلاله انسان پیداکړاوومځکې ته ئې راواستاوی چې پرځمکه ژوندوکړی اوبشریت وهدایت ته چمتواواماده کړی، وروسته دانسان ژوندپراوبووتړل شو اوهمدارنګه اوبه دانسان دژوندلپاره یوبنسټ اودانسان وژوندته ئې توازن ورکړیدی۔
په نړۍ کی دژوندپيل داوبوڅخه شويدی:
داوسنی نړۍ ټول ساینس پوهان پردې باندی متفق اوپه یوه خوله دی چې دژوندپیل داوبوڅخه شوی دی، دجرمنی یووتلی جیالوجیست(مځکپوه) ابراهام ورنر(۱۷۵۰-۱۸۱۷) په دې باورووچې دغروپیدایښت داوبوله وجی دی، هغه اوبه چې دمځکې په نس کی دی هغه غازونه جوړوی چې په نتیجه کی دغروڅخه دځمکې دنس غازونه داورغورځونکوپه بڼه سره صورت نیسی۔
په قرانکریم کی دژوندبقاء هم په اوبوپوری تړاولری، اوهمدارنګه په نړۍ کی دژوندپیل داوبوڅخه شوی دی۔ اوپاته دی نه وی چي دقران حکیم هرایات پخپله ساینس پوهانو تصدیق کړیدی، خواُمت مسلمه ودې ته اړتیانلری چې دقرانکریم تصدیق دی یوساینس پوه وکړی، دالله جل جلاله په کلام کی هیڅ شک وشبه نشته، خودانسان عقل ، فکراوعلم ناقص دی، اوکله چې ئې علم ولوړې درجې ته ورسیږی نودقرانکریم هرایت به تصدیق کړی۔
ډاکټرموريس بوکائې دقرانکريم په هکله وايی:
قرانکریم چې دژوندپه هکله هرڅه ویلی دی هغه داوسنی ساینس سره هیڅ ټکرنلری۔
(اسلام کې سچائې اورساینس کې اعترافات، محسن فارانی)
قرانکریم کې ساینسی انکشافات، ابومحمدمخدوم زاده)

(اوبودوران)
Water Cycle
اوبه دکائیناتوپنځونکی دیوه ځانګړی نظام لاندی طی کوی، چې ودې نظام ته داوبودوران (Water Cycle) وایی، ساینس پوه برنارډپالیسی (Bernard Palissy) په ۱۵۸۰کال کی داوبوددوران نظریه وړاندی کړله اوده وویل چې دسمندرواودریابواوبه دبخارپه بڼه سره وهواته پورته کیږی وریځ ورڅخه جوړیږی اوبیا چې کله یخی شی نودباران په شان اوری، اوهمدارنګه دمیلادڅخه ۷ پېړۍ مخکی یویونانی فلیسوف (Thales) هم په دې عقیده وو، خوهغه وخت داخبره چانشوای منلای۔
په قرانکریم کی چې څومره ځایه داوبوپه هکله بیان شویدی هغه ټول حقایق داوبودعلم (Hydrology) سره خوله په خوله دي بلکې ددې علم پوهان دقرانکریم په ډېروایاتواوس هم نه پوهیږی اودائې ویلې دی چې په راتلونکووختوکی به داسی پوهان پیداشی چې دقرانکریم په ټولوحقایقوباند پوه شی۔
(Islam and Science/Water /Water Cycle/Dr. Abdul Karim Zaker Naik)

نوربیا…

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۶)

داوبوکيمياوي تجزيه
Chemical Analysis of Water
په اصل کی لکه چي ذکرشوه چي اوبه دهایدروجن اواکسیجن ددووغازونویومحصول دی، یعنی (H2O) ده، چې په صفردرجه کی دحرارت یخی (منجمد) کیږي، اوپه ۱۰۰درجوکې دجوش نقطې ته رسیږی اوایشی ؛ یوه ځانګړتیا اوبه دا لری چې واوبوته چې په هراندازه سره حرارت ورکول شی تر۱۰۰ درجونه اضافه کیږی اوکه چيری همدااوبه په بخاربدلې شی نوتوان ورڅخه پیداکیږی چي دابېله موضوع ده۔
دکیمیادعلم له پلوه اوبه په دې اړینې دې چې کیمیاوې زیاتې تجربې بې اوبوصورت نه نیسی اوبله ښکلې اودتعجب خبره خولاداده چي که هرڅه دااوبه ددووغازونواکسېجن اوهایدروجن څخه جوړشوی دی، که فرضااوبه دمځکې دکُرې څخه نیستی شی، اوکه یادیوه ښار، سیمې، هیواد څخه دااوبه نیستی شی؛ په نړۍ کی چې هرڅومره دنړۍ په کچه پرمختللې صنعتي هیوادونه چې په عصری تیکنالوجی هم برلاسی وي، په مصنوعی ډول سره نشی کولای چې داوبوکموالی پوره کړی، اونه ئې هم په مصنوعی ډول سره جوړولای شی چې دایوواقعیت دی حتی دیوه کوچنی لښتي اوبه نشی پوره کولای؛ چي داهم دیوه قادرجل جلاله په پوره ځواک اوالهی واک باندی دلالت کوي
داوبوکيمياوي اجزاء
اوبه دنړۍ په ګوټ ګوټ کی لکه څرنګه چي ئې خوندونه مختلف دی په همدې ډول سره ئې کیمیاوې اجزاء ئې هم مختلف دی اویوه سیمه دبلې سیمې سره توپیرلری، یوځای اوبه خوږې وې، یوځای اوبه څه مالګینې وې بل ځای بیااوبه څه ترخې وې اوداسی نور۔۔۔
په عمومي ډول سره داوبواجزاء په لاندی ډول سره دي:
Calcium 25 (کلسیوم)
Magnesium 22(مګنیزیم)
Chlorides 28(کلورایدونه)
Nitrites 28(نایتریتونه)
Iron 0.2(اوسپنه)
Hardness 110
Carbohydrates 230(کاربوهایدریتونه)
Sulphates 38(سلفیت)
Fluorides(فلوراید)
Iodine(ایودین)
(طب نبوي اورجدید ساینس ټوک دوهم)
Water is the Basic Source of Life

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۷)

داوبوکيمياوي ځانګړتياوې
اوبه یوداسی الهی نعمت دی چي هیڅ انسان ورڅخه سترګې نشی پټولای، اوبه ځینې ځانګړتیاوې لری چې دفطري شریعت مطابق دی، داکیمیاوې ځانګړتیاوې ئې دساینس سره کوم ټکراوبداړخ هم نلری، داوبوترټولو لویه ځانګړتیا داده چې غوره محلل(Solvent) دی، یعنی هرشی په اوبوکې په اسانۍ سره حل کېدلای شی ؛ یاپه بله ژبه درته وایم چې ټولې کیمیاوې مادې په اوبوکی په اسانۍ سره حل کېدلای شی ، دمعدني موادودښه حل کېدوله کبله اوبه چې هرځای په هره دښته ، ویاله، رود، سیند اولښتی کی بهیږی، ځمکه خوراښیرازه اوخړوبه کوی، له همدې کبله اوبه دزرعت لپاره یوژوندژواک بلل کیږی اوواوبوته دژوندیوه کړۍ هم ویل کیږی؛ دزرعت له پلوه هغه اوبه ډېرې ښې وې چې پرډېرواټن باندی بهیږی اومختلف معدنی موادله ځانه سره وړی، که چیری دااوبه پرځمکوبهیږی نوهغه ځمکه دجنت په یوې ټوټې بدلوې، زرغونه کوی ئې اویوه وچه اوشاړه صحرااوبدیاپه یوه سمسوره چمن اوبڼ باندی بدلوی؛ وبل لورته که همدااوبه یوه جهیل، اویاهم سمندرته پریوه ریګستان باندی وبهیږی نوهغه به دبخمل په شان یوه شنه اوزرغونه دره ورڅخه جوړه کړي۔
اوبه په ډېروکیمیاوې تعاملاتوکی دکتلست (Catalyst) دنده ترسره کوی، یعنی په تعامل کی چټکې راولی اوخنډونه له مینځه وړی، بله ځانګړتیائې داده چې په اوبوکی کیمیاوي تعاملات ډېرښه صورت نیسی۔
يونړېواله اووتلی کيمياپوه مائيکل ډيټس وايی
اوبه دخپلوځانګړتیاووله کبله دتعامل قبولودقابلیت په درلودلوسره دژونداوځمکې لپاره ترټولوښه مایع اونعمت دی۔
دبايوفزيکس (Biophysics) يوپروفيسرهيرلډمورووټزداسی وايی:
په دې څوکلونوکی داوبونوی خاصیت پېژندل شوی دی اوپردې باندی څېړنې اومطالعې هم پیل شوی دی اوهغه خاصیت ئې دادی چې اوبه د بیولوژیکل توان (Biological Power) یوه کیلې ده، اوکېدای سی چې دژوندپیل هم داوبوڅخه شوی وي، چې هرڅومره څېړنې اومطالعې شوی دی په پایلوکی داراوتلی ده چې اوبه دقدرت دښکلی نظام څومره ښه ښکلی سمون خوری اودمقتضا مطابق دی۔
(کائنات کی تخلیق)
داوبونورې ځانګرتياوې
دانسان په بدن کی چې په شریانو(Arteries) اویاپه وریدو(Veins) کی وینه حرکت کوی، اویادانسان په بدن کی خپل دوران کوی دهغې زیاته برخه اوبه دی؛ دوینې په حجروکی چې پروتینونه، هارمونونه اونوربېل شی نوپاته برخه ئې دوینې پلازما(Blood Plasma) ده چي ۹۵ سلنه ئې اوبه دی۔
دادالله جل جلاله ښکلی اودرست نظام دی چې دوینې لپاره ئې دومره اوبه ټاکلی دی، که چیری اوبه تردې اندازې کمی شی نووینه خټه (Viscous) کیږی، چې بیادداسی وینې پمپ کېدل دزړۀ لپاره بدعواقب اوستونځې لری، اوکه ډېره خټه شی نوزړۀ نشی کولای چې وینه پمپ کړی۔ نوداوینه (خټه وینه) نه پمپ کیږی، چې مطلب ئې
دادی چي داوینه وعروق شعریه (Capillaries) یعنی وهغونریو اوکوچنیورګونوته چې دوېښته په شان دی نشی داخلېدلای چې داپایلې ورڅخه راوځی چې وینه زموږوټول بدن ته نه ځی۔
دعروق شعریه اصلی دنده داده چي اکسېجن، غذایی توکی، هارمونونه اوداسی نوردبدن وهرې حجرې ته رسوي، چي داحیاتی دنده ده؛ دانسان په بدن کی ددې نریورګونویوه شبکه (Network) شتون لری، چي دانسان لپاره خوراارزښت لری اودنده ئې هم ډېره مهمه ده اودلوی خدای جل جلاله په قدرت اوپوره کمال سره داشبکه په ډېره ښکلې بڼه سره غوړېدلې ده، داناتومی دعلم (تشریح الاعضاء) مطابق تقریبادانسان په بدن کی پنځه اربه داډول واړه اونري رګونه شتون لری، که چیری دانري رګونه ټول سره یوځای وتړل شی نواوږدوالی ئی تقریبا۹۵۰ کیلومتروته رسیږی اوبل لورته وینه چي کله ددې نریورګونوڅخه تیریږی اووټول بدن ته رسیږی که چیری اوبه کمی اووینه دخټوالی (Vicosity) سره مخامخ شی نودوینې نظام اودوران فلجیږی اوله فعالیته غورځی۔
نوربه ددې واړورګونوپرارزښت باندی رڼانه اچوو، اوواصلي موضوع اوتودټکی (په اوبوسره روژه مات) ته راشو، دروژې په میاشت کی فوراپه طبعي ډول سره دانسان تنده زیاتږی، اودروژه ماته وروسته دتندې جنازه پورته کیږی، اوانسان اودانسان روح پوره دسکون اواراموالې احساس کوی اویوځل بیادانسان ژوندژواک بیااحیاء کیږی چې دایوفطری شعوردی۔
دامعلومه خبره ده چي یوانسان دروژه مات پرمهال دومره اوبه نشی څیښلای لکه په ټوله ورځ کی ئې چې څیښی، خوداټوله ورځ چي یوانسان اوبه نه وی څیښلې اووینه ئې څه خټه شوی وي نوضعیفه خلک اوهغه خلک چي دډېرعمردرلودونکی وي دروژه مات پرمهال اویاهم مخکی دضعف په حالت کی وي، چې داوبوپه څیښلوسره ئې داټولې ستونځې له مینځه ځی اوانسان دپوره تازګۍ اوپوره ښکلی احساس پرټغرباندی کښېنې اودرست کیږی، په طب کی دامسلمه اوفطري معادله ده چي کله یوانسان اوبه ونه څیښی نودې دمایعاتودکمښت (Dehydration) سره مخامخ کیږی اوکله چي یوانسان په یوه ریګستان اویاهم سفرکی ډېرتږی شی، دبدن مایعات(اوبه) ئې خوله شی، اویاهم ئې دبدن اوبه دبولوله لاری ووځی، نوانسان دمرګ سره لاس اوګرېوان کیږی، چې داسی کمښت په روژه کی نه راځی داځکه چي اکثره وخت روژه د(۸- ۱۸) ساعته پوری وی، اوبله داچي ټول مسلمان اُمت پېشلمی کوي، چې دامرګونی حالت دی، خوپه هرحالت داوبوکمښت دپښتورګواودینې دناروغیوسبب هم ګرځی، چې په روژه مات باندی داوبوڅیښل داټوله ناورین اوناخوالې دخاوروسره خاوری کوي، اوودې ټولوتکلیفونوته دپای ټکې اېږدی اوهرڅه نارمل کوي، داځکه چې دانسان ټوله بدن بیاداحیاء ولورته دورمی، نوی ساه پکښې چلیږی اودپوره خوښې احساس کوي۔
هغه ناروغان چي دپښتورګوډبره (Renal Stone) لری دلږواوبوپه استعمال سره داډبرې غټیږی اوکه چیری اوبه ډېرې استعمال کړی نودپښتورګودتکلیف به ئې څه سپک شی، اوپښتورګې به ئې صفاء شی اودبولوسرعت به ئې تیزصورت ونیسی چې دډبرودویلې کېدواوټوټه کېدواووتلولپاره ډېره ښه زمینه اوموقع ده، ډاکتران وداسی ناروغانوته دروژه مات پرمهال داوبودڅیښلوتوصیه کوي۔
هغه ناروغان چي دشکرې په ناروغۍ اخته دی، دهغوی لپاره هم په اوبوسره روژه مات کول اړین دی، داځکه چي دده اړتیانسبت وعاموانسانانوته داوبوډېره ده۔
هغه خلک چي پښتورګې ئې کمزورې وی، نودپښتورګوفعالیت اوحرکت ئې هم کمزوری دی، اودبولووتل ئې هم ډېرلږصورت نیسی، چي دادوینې لپاره زهردی، دداسی ناروغانولپاره دعسلواوبه(چې عسل اواوبه سره ګډکړل شی) اوروژه په ماته کړی ډېره ښه اوغوره ده۔
یوه خبره عموماپه یادساتل دی هغه داچي دفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم چې کوم عمل کړیدی اویائې هم حکم اوامرکړیدی هغه دحکمتونوڅخه ډک دی؛ چې داحکمتونه ورځ په ورځ څېړل کیږی، کتابونه ورباندی لیکل کیږی، اودنړۍ ټولومفکرینواوساینس پوهانودامنلې ده چي دبشریت سترلارښودصلی الله علیه وسلم په هره وینااوفعل کی ښې ګڼې نغښتې دی، نوځکه داُمت مسلمه وهروګړی (نراوښځې) ته لازمه ده چي دامام الانبیاء حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم په هرامرباند عمل وکړی اودهرنهی څخه ئې پوره ډډه وکړی بېله دې چي ددې امراونهی وفلسفې اوحکمت ته نظرواچوي۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۸)
دمبارکې روژې په برکت سره می اسلام قبول کړ
(فاطمه سکاټ)
زمادمسلمانېدولړۍ يوالهامی کاروو، هغه په دې مطلب چي زمادبدن په یوه رګ کی هم داسی احساس اونښې نښانې نه وې چي اسلام قبول کړم؛ خوچي هدایت راشی نوضلالت ځی، چي رڼاراشی تاریکه خپل ځان ټولوی، چي ورځ پیل شی شپه خپل کډه کوی اوچي کله دحق څرک دانسان پردماغ اواحساس دښکاری په شان راښکاره چي نودباطل جنازه پورته کیږی اوله خاورورسره خاورې کیږی۔
مخکی اسلام راوړل په اروپاکی یوپېغوراوشرم احساسېده، په ځانګړی ډول سره په هغوسیموکی چي هلته به کلیساوې ډېرې وې، دعیسایت لمن به پراخه غوړېدلې وه اوهرځای به دبایبل پوهان ، مبشرین اومبلغین ناست وه، اوخلک به ئې وعیسایت ته رابلل اودعیسایت دمینې تخم به ئې پکښې شینده، وکلیساته به ئې بلنه ورکول اوکله کله خوبه ئې په کرسمس کی یوه نسخه دبایبل هم دسوغات په ډول سره ورکول، نوپه داسی سیموکې ومسلمان ته په سپکه سرګه کتل، سپکې سپورې ورته کول، تجاوزورباندی کول دایوه عادی خبره وه،داټولې هلې ځلې دعیسایی مبلیغینووې اودوی تراوسه داپوره کوښښ کوی چي داټوله نړې (Christianized) کړی، یاپه بل عبارت داټوله نړۍ عیسایی کړی، خوداناشونې اودامکان نه وتلې خبره ده، چي په دې خوبوکی ډېرپاپان، راهبان اوکشیشان ترخاورولاندی شول اوداارمان ئې پوره نشواونه به هم پوره شی۔ دایوحقیقت دی چي عیسایی ګروپواوکړیواسلام وموږ(ښځو) ته ډېرسپک معارفی کاوه، اوحال داچي کومی کامیابۍ، خوښۍ، سکون اوښکلی احساس چي په اسلام کی شته په بل هیڅ دین کی ئې زرمه برخه هم نشته؛ نوځکه که یوچااسلام قبول کړې وای نوهغه به دلوی ګواښ سره لاس اوګرېوان وو، اوداسی خولاهم پېښه شوه چي زمایوه دوسته (عایشه اسلام) چي کله په اسلام مشرفه شوه نودعیسایی وحشی ځناورولخواڅخه په مرموزډول سره لومړی هغه وتښتول شوه، ووهل شوه، په ژوندئې ویښتیان ورڅخه وکښل شول اوبیائې په ډېربدحالت کی شهیده کړل، چي ددې شهادت دټول امت مسلمه لپاره یونه هېرېدونکی ویاړدی،پخپله عایشه اسلام یوه ډېره نیکه، رېښتنې، مخلصه اوزړه وړونکی څهره وه، اوداسلام لپاره ئې دومره کوښښ شپه اورځ کاوه چي لکه داسلام درڼاغوړېدل چي پردې باندی فرض وی، اوحال داچي عایشه اسلام مخکی یوه متعصبه عیسایی وه، خوچي کله مسلمانه شوه نوواسلام ته ئی چوپړنه هېرونکی دی، اوتراوسه دچانه ده هېره، اودټولوپه زړونوکی پوره ځای لری، هرچاودې ته احترام کاوه، داځکه چي داپه ډېرومذهبونوکی ماهره وه، اوپوره معلومات ئې درلودل اوله همدې کبله ددې په جنازه کی علاوه دمسلمانانوڅخه هندوان، عام عیسایان، زردشتیان، یهودان اودنورومذهبونوخلکوګډون درلودی، مادشهیدې خورپه جنازه کی دخپلې بلې ملګرې (مریمې) سره دومره وژړل چي وروسته دتګ نه وم، اوهغه دومره بوګنونکې ورځ وه، چي یادول ئې دسړی له دماغ اوفکره څخه لوړدی؛ خدای بخښلې عایشی به تل ماته داتوصیه کوله چي مسلمانه شه ،اودابه ئې هم راته ویل که دی په اسلام کی دزړۀ مراداودژوندهدف ترسره نشواوټولې نیمګړتیاوې دی بشپړې نشوې نوبیاماته سزاراکه!!! خومادهغې وخبرې ته کومه توجه نه کوله اوارمان ارمان!!! چي زه هم په هغه وخت کی مسلمانه شوې وای اودشهادت ویاړمی ګټلی وای، اواوس هم زه داسلام په لاره کی دلوړشهادت انتظارکوم، الله جل جلاله دی رانصیب کړی۔
نوپه داسی ټولنه کی اسلام راوړل ومرګ ته ښه راغلاست ویل وو، خودعایشې اسلام دشهادت څخه وروسته په دروکلونوکی چاپېریال په مکلمل ډول سره بدلون ومومی، اوددې وینه ضایع نشول اودومره انقلاب په ځوانانوکی راغی چي اوس اسلام دشرم پرځای یوویاړدی، هرڅوک داکوښښ کوی چي قران ولولی، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم زده کړی، په سیرت نبی صلی الله علیه وسلم ځان خبرکړی اوداسلامی ویاړلی تاریخ اواسلامی فکرمطالعه خپله کړی، لله الحمد!!!اودپوره مطالعې اوڅیړنی څخه وروسته ډېرځوانان هره ورځ زماپه شان اسلام راوړی، لله الحمد!!! اوس ډېراسلامي مرکزونه جوړشویدی، دمسجدونوډبرې کښېښودل کیږی، اواسلامي حجاب ډېرعام دی، خلک خپل شخصی کورونه نړوی اومدرسې اومسجدونه ورڅخه جوړوی چي داهغه ویاړدی چي موږئې شُکرنشواداکولای؛ دپوره ویاړځای خولادادی چي ځوانانوپه پوره لیوالتیاسره داسلام نه ستړې کېدونکی چوپړکوی، اوداسلام لپاره هرکوښښ دخپل ځان لپاره ددې دنیااوداخرت سعادت اونیکرغی ګڼې۔
مخکی پرمسلمانانودومره سختۍ وې، چي بیانول ئې ناشونې اودردونکی دی، خوزه دخپلې سیمی یوه بېلګه وړاندی کوم:
هغه داچي یووړوکی مسجددعمرفاروق رضی الله عنه په نامه تعمیرشو، اود(25ـ 35) پوری به مسلمانان ورته راتلل، اذان هلته ددې سیمی دعیسایانوله خواڅخه بنداعلان کړل شو، مسلمانان ووهل شول، دمسجدامام بې عزته شو، اودخنځیرپه وینوباندی په عام محضرکی ولمبول شوهغه وخت راورسېدی چي مسجدشهیدکړل شی اومسلمانا ن له دې ځایه پسی وشړل شی، ژردولت مداخله وکړل اودمسلمانانوپرټولوسیموئې دپولیسوځنځیرراتاوکړاودمرګ اودردڅخه ئې وژغورل، اوفیصله په دې وشول چي اذان دی بندکړل شی اوپه مسجدکی داذان پرځای یو ګروپ ولګول شی ترڅخه دګوتوپه شمېرمسلمانان ورته راشی، په مسجدکی به هیڅ ډول تبلیغ نه کیږی، دقرانکریم تعلیم دی نه وی، غیرمسلمانان دی واسلامی مراسیمواومسجدته نه دعوت کیږی اوداسی نور۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
خواوس الحمدلله په هغه سیمه کی ډېرمسجدونه، جامع مسجدونه، مدرسې اودمسلمانانوټولنې اومرکزونه شتون لری اواسلام په چټکۍ سره خپله لمن غوړوی۔
چي اوس په اروپااوامریکاکی داسلام دحقانیت څخه هیڅوک انکارنشی کولای چي دایونړیوال کوټلی واقعیت دی۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۲۹)

زماسفر واسلام ته!
داپریل پر(۲۵) دجمعې په شپه زمادوینې فشار(BP) جګ شو، اوهغه داسی چي یوه میلمستیامی درلودل اوهرڅه می بی کنتروله وخوړل، چي دڅه وخت وروسته می یوڅه دعادی حالت څخه دبدلون احساس وکاوه، هغه دفشاردلوړیدوټولې نښې راپکښې پیداشوی چي هیڅ می ځان نشوکنترولولای، یو ې ملګرې (نانسی) وروغتون ته یووړلمه اوتداوې می دډاکټرجان جوزف(Dr. John Josef) په غاړه شوله، ددووساعتولپاره په روغتون کی داخله ومه اوفشارمی څه کنترول شو، دارودرمل ئې راکړل خوهغه داسی دارودرمل وه چي زه ئې بایددتل لپاره و خورم، اوپوره پرهیزبه هم ورسره کوم، چي دازمالپاره واسمان ته تګ وو، دډاکټردمشورې مطابق یوه اونۍ وروسته ورغلم فشارمی عادی اوډېره هوساومه، ماورڅخه وپوښتل چي ډاکټرصاحب که دفشارلپاره یوه طبعی درملنه وی، داځکه چي ددارودرمل څخه می ډېره کرکه کیږی ډاکټرجان جوزف راته وویل چي سکاټ!!! د(۲۰-۳۰) ورځوپوری دمسلمانانوروژه ونیسه، نوددې ټولوناروغیوڅخه به دایمی خلاصون ومومی، ماورته وویل چي ډاکټرصاحب په دې خبره پوه نشوم دادی څه راته وویل؟؟؟ ډاکټرصاحب راته وویل چي د(۲۰-۳۰) ورځې دسهارڅخه ترماښامه پوری هیڅ شی مه خوره اوڅښاک هم مه کوه، نوضروربه ددایمی فشارڅخه دتل لپاره خلاصه شې،اوداموږتجربه کړېده؛ دادرملنه موموچاته لس ورځې، چاته شل ورځې اوکله خوبیاکه یوڅوک ډېرپه تکلیف وی تر(۳۰) ورځوپوری داهدایت ورته کوو۔ بیامی ورڅخه وپوښتل چي داخودمسلمانانوروژه ده اوکه بل څه؟؟؟ ډاکټرصاحب راته غبرګه کړل چي ته یوڅودقېقې پردې چوکۍ باندی کښینه چي دزړۀ بړاس درته ښکاره کړم اوحقیقت درته څرګندکړم،اوهغه داچي روژه دمسلمانانویوسپېڅلې عبادت دی، داپه کال کی یوه میاشت ده، اوخپله میاشت ئې معلومه ده، اوودې میاشتې ته مسلمانان ډېرتقدس لری ، زموږاوستاسوپه بایبل کی هم دروژې څه بیان شته خودادکلیساووواکداران ورباندی لومړی خبرنه دی اودوهم داچي موږاوتاسی ئې ډېربې خبره ساتلی یو، اواوس عیسایانوروژه له عبادت څخه غورځولې ده اوهیڅ ارزښت نه ورکوی، برعکس مسلمانان خپل هرعبادت په پوره مینه اولېوالتیاسره کوی، اودتعجب خبره خولاداده چي ددوی په هرعبادت کی ډېررازونه اوارزښتونه پراته دی؛ یودروژې ګټې دشمارڅخه وتلې دی چي شوګر، فشار، دزړۀتکلیفونه، دمعدې ناروغیانې اودچاغښت اوکولسترول دکانترول لپاره یواځنی بې مثله دایمی درملنه ده نودابه منوچي داسلام دین حق دی، داچي زه هم عیسایی یم اوته هم اوداسلام پرحقانیت موسترګې پټې کړیدې دابېله خبره ده۔
ماورڅخه وپوښتل ایاته مسلمان شوی ئې؟؟؟!!! اودادی څه داسلام تبلیغ پیل کړیدی؟ ډاکټرصاحب په خنداسره راته وویل :نه! خورې!!! دغاړې صلیب ئې راښکاره کړ، اوبایبل ئې راواخیستی چي زمادی په دغه صلیب اوپه دغه بایبل قسم وی که زه مسلمان شوی یم بلکې زه دکاتولیک عیسایی ډلی یوغړی یم، مګرتحقیقات، حقیقت اودهدایت رڼا څوک نشی پوټولای شی، ماورته وویل چي زه خوپه اسلام دومره خبره یمه چي اسلام دترهګرۍ دین دی، هغه دښځوضددین دی، هغه دسولې پرځای دجنګ اوجګړې دین دی اوبس۔
ډاکټرصاحب چي دناروغانوورباندی ګڼه ګوڼه ډېره وه راته وویل :خورې! واقعیت اوحقیقت ترخاورولاندی کیږی، داسلام څه ناڅه مطالعه ماکړېده، دومره بده څهره چي رسنیودلته په لویدیځ کی ورکړیده داټول غلط اوبې بنسټه دی؛ خودادرته وایم چي داسلام مطالعه وکه ضرور، پخپله به هرڅه درته جوت شی؛ ډاکټرصاحب څه دارودرمل راکړل اوله روغتون څخه ووتلم اوله ځانه سره می داهوډ وکړچي لومړی بایدداسلام پوره مطالعه وکړم۔ ډاکټرصاحب چي کومی خبرې وکړې ددې څخه داجوتیږی چي موږ(عیسایان) ترغوږوپوری غرق یو، داځکه چي اسلام حق دی اوموږئې نه منو، داسلام هرقانون رېښتنی دی خوموږئې نه منو، اوبل فکرداراته پیداشوچي کیدای شی ډاکټر مسلمان شوی وی اوزه ئې هم واسلام ته هڅولې یمه، بیامی خپل عقل داراته وویل چي دلته ډاکټر،نه وډګرۍ ته اړتیالری، نه وپیسوته اړتیالری اونه هم وامتیازاوشهرت ته اونه هم مسلمانان دومره ځواک اوواک لری چي دومره ګټه ورته ورسوی داځکه چي دوی په (Minority) یعنی لږکیوکی راځی، نوښه به داوی چي ترټولولومړی دمسلمانانودیوه عالم څخه دروژې په اړه معلومات پیداکړم چي دازمادرملنه ده اوبیاداسلام مطالعه وکړم؛ په زړۀ کی می یوه خبره په واروارراګرځېده اوهغه داچي زما داسلام څخه څومره کرکه کیږی اواوس څومره ورته اړینه یمه چي زمامرګ اوژوندپه اسلام پوری وتړل شو، له ځانه سره مه دافیصله وکړل چي دیوه بل ډاکټرسره هم په دې هکله باید مشوره وکړم چي ښه می یقین شی دسرطان دمرکز(Cancer Center) یوپروفیسرډاکټر(رابرټ هال) سره می تلیفونی تماس ونیوه هغه داخبره راته وکړه، چي داخبره چادرته کړېده؟ ماورته وویل چي داخبره( ډاکټرجان جوزف) په یقینی ډول سره راته کړیده اوورته ومی خندل، ده راته وویل چي په دې کی هیڅ شک نشته ، مګرموږداڅیړنې ډېرې پټې ساتو، ترڅوخلک واسلام ته تشویق نشی، خودانټرنیټ په مټ اوس هرڅه چي زموږترخوله ووځی هغه سباپه هرهیواداوهره ژبه کی شتون لری؛ په دې کی هیڅ شک نشته چي روژه دانسان د(85) په سلوکی دناروغیوښه درملنه ده ، اوداچي ته وروژې ته لیواله ئې نوڅیړنه پکښې وکه۔
دډاکټررابرټ هال ددې خبروڅخه وروسته می قسمت واوښتی او(۱۰۰) په سلوکی می دادزړۀ وتل ته کښته سوه چي داسلام مبارک دین حق دی، اونور نوزه بایدپخپله پکښې څیړنه وکړم، اودتوفیق غوښتنه می دخدای جل جلاله څخه وکړل؛ ډاکټررابرټ داهم راته وویل چي سکاټ!!! ستاوزن هم ډېرزیات دی، یعنی ته (Over Weight) ئې نوروژه دچاغښت لپاره هم ترټولودرملنوښه درمل ده، اوس زه دځانه سره په دې فکرکی یمه چي لومړی بایدزه څه وکړم؟؟؟ اوچيری ولاړشمه؟؟؟ وچاته ولاړشمه؟؟؟ مشوره می دخپلی خور(کینګ سکاټ) څخه واخیستل اوهرڅه می ورسره شریک کړل، هغې دامشوره راکړل چي زه باید دمحمدی مسجد وخطیب اوقاری مصطفی عزت ته ولاړشمه، اودهغه مشوره واخلم، نوسباسهاروختی ومرکزته ورغلم اودده دملاقات غوښتنه می وکړل، هغه په ډېرورین تندی راته ښه راغلاست ووایه؛ اوودفترته ئې دتلوبلنه راکړل، هلته ورغلمه اوورسره کښېناستلمه ، اوترټولولومړی می ورڅخه وپوښتل چي ایاپه اوسنی بایبل کی دروژې څه بیان شته اوکه نشته؟
قاری صاحب: روژه دالله جل جلاله یوسترعبادت دی، په دې میاشت کی موږدسولې، حوصلې، دخدای جل جلاله دپوره اطاعت، دمسکینانواوبې وزلوسره دخواخوږۍ اوزغم درس راکوی اوداررژه په تورات کی هم وه، په انجیل کی هم وه، اوپه قرانکریم کی هم شته اوس درته داوسنی بایبل درې ځایونه درته وایم:
۱: اوچه کله تاسی روژه نیسی نودریاکارانوپه شان ځانونه خفه مه ښکاره کوی، هغوی ځکه خپل مخونه ورانوی چي خلک ورته ووای چي دوی روژه دی، زه (عیسی) وتاسوته وایم چي هغوی خپل اجرپه دې دنیاکی وموندی خوکله چي تاسی روژه نیسی خپل سرغوړوی اومخ پرېمینځی ددې لپاره چي څوک ونه وایی چي ددوی روژه ده۔
(متی شپږم باب، دروژې په هکله تعلیم ۱۶ـ ۱۹)
بل ځای په بايبل کی راځی:
۲: زه په هفته کی دوه ځله روژه نیسم (لوقا اتلسم باب ۱۲)
۳: هرکله چي دوی دمالک عبادت کولونوروژه ئې نیوله۔ (اعمال درسولانو ۲)
داسی ډېرځلی دروژې بیان په اوسنی بایبل کی شته اوپردې باندی قرانکریم هم ګواهې ورکوی اوموږته قرانکریم وایی چي په مخکنیوامتونوباندی هم روژه فرض وه لکه چي وایی:
کُتب علیکُم الصیام کماکُتب علی الذین من قبلکُم۔۔۔
فرض کړل شوې ده پرتاسوباندی روژه(ای مسلمانانو) لکه پرمخکنیوامتونوباندی چي فرض وه۔
داچي بایبل اوس تحریف شوی، اواصلی متن ئې له مینځه تللی نوځکه هیڅ حکم ئې پرخپل اصل ولاړنه دی اونه هم عیسایان ورته دیوه الهی قانون اوکتاب په سترګه ګوری۔
ماورڅخه وپوښتل چي داڅنګه امکان لری چي بایبل هم دخدای کتاب دی اوقران هم خوقران نه دی تحریف شوی اوبایبل تحریف شویدی؟
قاری صاحب په مُسکاراته وویل چي بایبلونه دی لیدلې دی، اومطالعه کړی دي دی، ماورته وویل چي زه کاتولیکه یم اودکاتولیکانوبایبل اوهم می دپروتستانوبایبل مطالعه کړیدی۔ قاری صاحب راته وویل چي ددغودووبایبلوترمیځ څومره توپیرشته؟ ماورته وویل چي ډېرتوپیرئۍ شته خوزماپه یادکی نشته، قاری صاحب بیاراته وویل چي (۲۴۰۰۰) نسخې دبایبل لیکل شویدی اوپه دې ټولونسخوکی دوې نسخې یوشانته نه دې ته کولای شی دی (The Root of Bible) داکتاب وګوری اویوه ساده بېلګه درته وړاندی کومه چي هرعیسایی ئې منی اوډېرژرئې منلای شی اوهغه داچي که موږومتی اولوقاته وګورو نودځانه څخه جوړه شوې دحضرت عیسی علیه سلام نسب پاڼه څومره اختلاف پکښې شته اوبل داچي که غواړی چي دبایبل په تعارضونوره هم پوه شی نودادرته وایم چي موږداټول یوځای کړیدی اوکولای شی چي وئې ګوری اوخپل پوره فکرپکښې وکی، اوبل داچي داسی پوچې، بې بنیاده کیسې اوویناوې پکښې دی زه دیوانسان په حیث ورڅخه شرمېږم نودابه څنګه دالله جل جلاله کتاب وی که په لنډوکی درته ووایم نوویلای شم چي بایبل ټوله د پخوانیو یونانی افکاریوه مجموعه ده، اوداټوله دبشردلاس کاردی اوبس؛ اوقرانکریم په ټوله نړۍ کی چي دهرمسلمان په لاس کی دی که په شرق کی دی اوکه په غرب کی یوشانته دی، دیوه توری په اندازه توپیرپکښې نشته،اونه ئې څوک پکښې راوستلای شی، په قرانکریم کی دابراهیم علیه سلام نوم په دوه قسمه املاء راغلی دی (ابراهیم،ابراهم)، په دې (۱۴۰۰) کاله کی دیوه توری پرځای بل توری نه دی راغلی اونه هم چابدل کړیدی اونه ئې هم څوک بدلولای شی ،چي داخپله دقرانکریم معجزه ده، اوحق دی اوداهم درسره په یادوساته چي قرانکریم پخپل اصلی بڼه سره دی اوترقیامته پوری به پاته وی۔
وقاری صاحب ته می وکتل اوورته می وویل چي تسلی می وشوه، خوڅو اجنبی پوښتنی درڅخه کوم :
اول داچي دلته ستاسوسره په دفتر کی دپوره سکون احساس کوم اوڅه ارامه شومه داولی؟
قاری صاحب: داخودمسلمانانومرکزاومسجددی هرهغه ځای چي دخدای کوروی اودخدای جل جلاله ددین خدمت پکښې کیږی هلته به ضرورسکون وی اوزموږخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی:
احب البلادالی الله مساجدها۔
بهترین دځایونوڅخه دالله جل جلاله په نزدمسجدونه دی۔

روژه په اسلام او ساینس کي (۳۰)

ايامسلمانان لکه درسنيوپه اندظالمان اوبې رحمه دی اواسلام په زورسره خپرېږی؟
قاری صاحب:نه هیڅکله نه! دادعیسایی نړۍ یوه پروپاګنډاده، اودادکرکې توررنګ دی چي مسلمانه نړۍ په بدناموی، ایادلته په لویځ کی کوم مسلمان دخلکودمسلمانیدواویاهم داسلام دخپرېدولپاره بې ګناه خلک وژلی دی؟، دلته اسلام چاپه زورسره خپورکړ؟! ایادااوسنۍ داسلام شغلې چي خپرېږی دازوراوظلم دی؟ داچي امریکااونورمتحدین ئې په عراق اوافغانستان کی بې ګناه خلک وژنی ایاداانصاف اوعدل دی؟ ایاداوحشت اوبربریت نه دی چي په میلیونوانسانان ووژل شول، اووژل کیږی، پوره هیوادونه بې ثباته اودتوروخاوروسره خاورې شول،مسلمانې مېرمنې بې کوره، سرتورې اوبې عفته شوې؟اوددې اسلامی هیوادو سوله ئې په جنګ بدله شول، مینه ئې په ژړابدله شول اوهرڅه ئې لکه تعلیم، اقتصاد سیاسی ثبات له مینځه ولاړل؟ اوهغه څوک چي پخپلوهیوادونوکی ددې اشغالګروپرضدجنګیږی دادهغوی حق دی اوموږمسلمانان دمځکی پرمخ زړۀ سواندی، میلمه پاله اودښواخلاقوڅښتنان یو داځکه چي زموږخوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم وموږته فرمایی:
لایرحم الله من لایرحم الناس۔
که څوک پرخلکورحم ونه کړی نوخدای جل جلاله ورباندی نه رحمیږی۔
اسلام دسولې، رحم، دمینې اودټولنې دهرې ناروغۍ یواځنی درمل دی۔
دقاری صاحب دتایئدلپاره ماورته وویل چي هو!!! دامنم چي دامریکاجمهوریس ډبلیوبوش پرافغانستان اوعراق دحملو مخکی په واتیکان کی دپاپ سره دوه ساعته غونډه درلوده، اوموږته حکم وشودواتیکان له خواڅخه چي تاسی وصدربوش ته په کلیساووکی دعاوې کوی اوپاپ پخپله ورته دعاوې کولې داوټولوامریکایانوته جوته ده چي ټولې عیسایی نړۍ ودې جنګ ته دصلیبی جنګونوسرلیک ورکی چي صدربوش پخپله هم په لومړی ځل دادصلیبی جنګ اوجګړې اعلان وکړ۔
دښاغلی قاری صاحب سره زمامجلس ډېرښکلی اوپه زړۀ پوری ووټولې خبرې ئې رېښتنی اوزماپه زړۀ کی ئې ځای پیداکی، یوقرانکریم، بل دعباداتو اویودروژې په هکله ئې یوکتاب راکړچي ډېرپه زړۀپوری وواوټول معلومات پکښې وه، اوفیصله می له ځانه سره داسی وکړل چي لومړی به روژه نیسم خپله ناروغې به ګورم اوبیابه اسلام راوړم، همدغسی وشو ؛ دیوې روژې په نیولوسره می څه حالت بدل شو، خوبل لورته روژه نیول زمالپاره یوناشونې کاروو، اوملګروبه راته ویل دابې عقلي ده، چي ځان دی تږی وږی کړیدی، مابه صرف په مُسکاسره ورته ځواب ورکاوه اوبس، لومړۍ روژه می ترخپل وخت مخکی ماته کړل یعنی لمرلاخپله سترګه نه وه پټه کړی چي ماروژه ماته کړل حال داچي مسلمانه لاهم نه وم تراوسه؛ پوره درې ورځې وروسته څه دروژې نیولوسره څه عادی شومه هره ورځ می فشارکاته، په (15) ورځوکی می فشاروخپل عادی حالت ته راغی اودارودرمل می پرېښودل چي دازمادزړۀ ارمان اولویه هیله وه چي راته په لاس راغلل؛ روژه نیول می داسلام مطابق جارې وساتله دپوره یوې میاشتې روژې نیولوڅخه وروسته ترپخواځوانه، روښانه، دماغ می تازه، اودپوره خوښۍ احساس کاوه اوس داراته ثابته شوله چي واقعااسلام حق دین دی اوپه هرعبادت، امراونهی کی ئې ضرورډېرې ګټې شته، دقاری صاحب دملاقات څخه وروسته یوه میاشت اولس ورځ ورسته می داسلام دمبارک دین دقبولوهوډ وکړ، اودقاری صاحب سره په تماس کی ومه، چي هغه دجمعې مبارکې ورځ راته انتخاب کړل اودده دلارښونې مطابق دجمعې په ورځ سهارورغلم اودهلته یوه غونډه هم راغوښتل شوی وه، څه تقریرونه وشول اوپه اخرکی وماته بلنه راکړل شول اوڅه خبرې می دخپلې ناروغۍ اوپه روژې ددرملنی په هکله ورته وکړی اوبیامی دشهادت کلمه چي قاری صاحب راته ویله وویل اوداسلام په مبارک دین مشرفه شوم لله الحمد۔
زماتوصيه:
زماتوصیه وټول اُمت مسلمه ته داده چي هرمسلمان که نردی اوکه ښځه داسلام پوره ـ پوره احکام په بشپړډول سره عملی کړی، دکفاروپه پټوتوطیوځانونه خبرکړی، دزړۀ له کومی داسلام چوپړوکی که څه هم تکلیفونه، کړاوونه، شهادت، دسراومال تاوان پکښې وی، داځکه چي الله جل جلاله لوی ذات دی اوداخرت یوه زره دنعمت ددې نړۍ دټولومادی شیانوڅخه ډېرزیات اوابدی دی؛ هغه خوښی اوښه ژوندچي په اخرت کی شته هغه زموږلپاره کافی دی؛ اوداهم درته وایم چي که موږ(مسلمانان) پخپل دین باندی په بشپړتوګه سره ټینګ ودرېږونوهیڅوک په موږهیڅ هم ونشی کولای، هم به په دې دنیاکی ښادیواوهم به په اخرت کی۔
دکفرې نړۍ یوه بله توطیه داده چي غواړی چي اسلامی حجاب بندکړی زه ومسلمانوخویندوته که په فرانسه کی دې، که په بلجیم کی اویاهم دنړۍ په هرګوټ کی دی داوایم چي پخپل اسلامی اوصولوباندی ټینګې اومستقیمې شی، اوپه دې لاره کی شهادت تربې حجابۍ غوره وګڼی۔ انشاء الله دکفرداټولې توطیې به شنډې اودخاوروسره به خاورې شی۔ امین
پای
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر