کور / ترخې خبري / د ځينو سندرغاړو سندري د ټولني په زيان دي

د ځينو سندرغاړو سندري د ټولني په زيان دي

زموږ د هيواد د زياتو خلکو اذهان تراوسه پوري لا ټول روښانه سوى نه دي او زيات کار غوښتلو ته اړتيا لري چي بايد کار پر وسي ترڅو په ملي روحيه او د ټولني د يو سالم فرد په شکل دټولني ګټي په نظرکي ونيسي.
څه وخت دمخه مي د راډيو له پاره له يو سندرغاړي سره مرکه کول زه زيات وخت د ژورناليزم په ډګر کي د نيوز او دسياسي برخو پر محور راگرځم تفريحي خپرونوڅخه ډېر ليري پاته سوى يم خو داځل چي له سندرغاړي سره مي مرکه کول ترهغو پوښتنو تيرسوم چي نور کله ئې خبريالان د پوښتنو د نستوالي له امله کوي،مثلآ واده دي کړى دئ،مينه دې کړې ده،په رنګو کي دي کوم رنګ خوښيږي او څو بچيان دي دي.
سندرغاړي څخه مي په مرکه کي وپوښتل چي تاسو ولي داده چرسو يا د نشې سندري واياست او ځوانان و نشو ته تشويقوۍ ايا دا سندري ددې ټولني له پاره په زيان نه تماميږي، سندرغاړي ښه په جرآت راته وويل چي د دا سندرو کيسټان يا فيتې ډېرې خرڅيږي نو زموږ د جيب ګزاره هم پرکيږي د دا نورو سندرو کيسټان دونه نه خرڅيږي.
سندرغاړي سره مي خبره وغزوله د راډيو له فريکونيسو ټول افغانستان خلکوهم واوريده٫او ډېر ټينګار مي په منطق او دلايلو پر وکړچي نور ددې ډول سندرو ويلو څخه لاس واخلي او داسې سندري ووايې چي ځوانان له نشو څخه راوګرځوي او ورسره په څنګ کي ئې په ملي روحيه وروزي.
د دا ډول سندرو زياته برخه چي ما اوريدلي دي د لوى کندهار سندرغاړي تشکلوي او د خوښۍ په محفلو او همدارز د بازار له پاره داسي سندري وړاندي کوي چي دهغو سندرو په اوريدلو خلک ودې ته تشويقيږي چي په لاسي لاس نشو ته مخه کړي ځکه زموږ د ټولني زياته برخه بې سواده ده اود تعليم له نعمته بې برخې پاته سوې ده نو د سندرو په اوريدلو او په دې شعار باندي ځان نشو ته اړباسي او نشې شروع کوې.
ناست دي په جمن کي سګريټى سره وهي ځوانان
ښه په خوشحالي ځوانان ښه په خوشحالي ځوانان
موږ هرکال ددې شاهد يو چي د نشه يانو شمير مخ په زياتيدوو دئ کيداسي له لاملونو څخه ئې يولوى لامل هم دا وي چي سندرغاړي ئې تشويقوي،او داسې خوږې سندرې ورته وايه چي هغه هيڅ د نشې د زيان رسولو احساس نه کوي د هغه زړه ته نور هم ډاډ او تسکين ورکوې چي ورو ورو د کوچنيانو هم ددې سندرو په اوريدلو مينه ورسه زياتيږي چي دا د ټولني په زيان تماميږي ددې ترڅنګ دوه اړخه نور دي چي غټ غم ئې پيښ کړى دئ يو ئې هغه د جاپاني په سازو کي هم همدا سندرغاړي دي چي د هلکانو په باره کي ډېرې بد خونده او بې عزته سندري وايې چي د ټولني ابرو ورسره له منځه ځې چي دلته په مثالو راوړولو ئې هم زه شرميږم،د زياتو سندرغاړو مسلک هم دادي چي د جاپاني په سازو کي داده چرسو سندري او دهلکانو بد خونده سندري وايې او په زياتو ځايو کي ورته هلکان رقصوي کله کله ډېرې بربنډي سندري هم پکښي کي وي چي هيڅ ئې د ټولني اخلاق، دود کلتور او عنعنات نه ايجابوي پر ځينو سندرغاړو باندي به د ثبوت پر اساس يو کوچنى نقد وکړم لکه نور مستانه يعقوت مستانه د دا ډول سندرغاړو شمير زيات دئ خو موږ دبيلګي په ډول راواخستل او ثانى عبيدالله چي يو سندره وايې چي ژبه په خوله راکړه_چي دا ډېره بې عزته بې ابرو او دټولني له اخلاقو سره په ټکر کي ده نور دا جمله خپله خبرې کوې.
دوهم اړخ ئې په کندهار کي ځيني سندرغاړي دي لکه انيل بخش،کاظم قاسمي پلانکى بخش، پلانکى قاسمي پلانکى هماهنګ دا بيا ډېرې د ښځمنو په برخه کي په نيمچه پښتو سندري وايې چي په دې سندرو کي داسي سندري هم ويل سوى دي او هم ئې وايې چي هيڅ په اوريدلو نه ارزي د ثبوت پر اساس به پر ښاغلي عاقل محمد صادق هم نقد وکړم چي هغه دا ډول تش په نامه سندري ورته ليکي چي د ټولني د تقاظا خلاف دي، ډېري سپکي سندري وايې خداى ج سته چي په داسي سندرو کي مي ډېرې سندري ضمير او وجدان ددې پښتنو له دود کلتور سره نه منې، نه يوازې د انيل بخش او قاسمي بلکي په پورتنيو سندرو کي لکه ثانى عبيدالله ،نور مستانه او يعقوت مستانه او داسي نور…..
دې سندرغاړو ته تر ډېره د کندهار ځيني محلي راډيو ګانو هم بازار تود کړى دي او د دوي هغه سندري چي بايد نشر نسي چي د ټولني سره، سر نه خوري مګر دوي ئې خپروې ،نه پوهيږم چي د راډيو د شهرت له پاره به دا سندري خپروي او که به دا سندرغاړي څه اندازه پيسې ورکوې يا به شخصي ددغه رسنيو مسولينو يا خبريالانو سره محفلو ته په وړيا بيه ځې.
په کندهار کي د سندرغاړو دسندرو ويلو په برخه کي او همداراز د ځينو رسنۍ چي دمخه مو ذکر وکړ دسندرو په خپرولو کي ستونزي او مشکلات سته دکندهار د ږغيزو رسنيو څخه دا غوښتنه کوم چي د ټولني د دود ،کلتور او عنعناتو پر برابر سندري خپرې کړي د هغو سندرو مخنيوى وکړي چي د ټولني اخلاق ورسره په ټکر کي دي.
دکندهار د اطلاعاتو کلتور فعاله ځوان او تکړه رئيس ښاغلي دواخان مينه پال د کارونو ستاينه کوو او ددې ستونزي د مخنيوي له پاره له دوي څخه په پوره ادب غوښتنه کوو چي نور نه د رسنيو مسولينو ته اجازه ورکړي چي داسي سندري خپرې کړي او نه هم سندرغاړو ته اجازه ورکړي چي داسي سندري ووايې او په جدي ډول ئې مخ په وړاندي ودريږي او هغه سندرغاړي چي دمخه مو ورته اشاره وکړه چي کومي سندري ئې ويلي دي هغوئ بايد دغسي پرې نه ښودل سي بايد مجازات سي ځکه ټولني ته ئې زيات زيان اړولى دي او دسندرو ويلو جواز ځيني واخلي لکه نور مستانه،يعقوت مستانه،انيل بخش کاظم قاسمي همداسي نور هم سته چي نومونه ئې اوس زما ياد ته نه راځي.
هيله من يم چي نور به په کندهار کي دا ستونزي ورکيږي او ددې ستونزو په وړاندي به ښاغلى ريس صاحب د رسنيو مسولين او عام خلک دريږي
يو ودان او سمسور کندهار او افغانستان په هيله.