کور / نثر / اليکساندر سيرګيويچ پوشکين د روسي ژبي د شعر او شاعري د لمر سترګه!!!

اليکساندر سيرګيويچ پوشکين د روسي ژبي د شعر او شاعري د لمر سترګه!!!

۶ د جون د پوشکين ا. س. د زيږدو ورځ ده . پوشکين ا.س. د روسي ژبي د شعر او ادب ديو لوړ څښتن ګڼل کيږي. دروسي ژبي شعر مکتب يي په نړيواله کچه د نورو ملکونو د شاعرانو سره سيال کړو. پوشکين ا.س. د روس د ملت وياړ دي .په نړي کي به داسي نوميالي شاعر څوک نه وي چي پوشکين ونه پيژني. د پوشکين لوړوالي په دي کي هم دي چي په يو غښتلي ملت کي زيږيدلي دي . دده پيژندګلوي موږ د روس د ملت له لاري کوو. کله چي موږ د روس د ملت د شعر او ادب تاريخ ته نظر کوو پوشکين ا. س. د ځلانده ستوري په توګه رڼا کوي . موږ افغانان هم ډير لوړ لوړ شاعران لرو لکه خوشال بابا چي څو ځلي د پوشکين د اشعارو نه لوړشعرونه ويلي دي . څرنګه چي افغان يو خوار او ذوريدلي ملت دي نو هر څه مو نوميالي او غښتلي نه دي . د روسي ژبي يو غښتلي اديب پروفيسر کوشيف ماته ويلي ؤ چي د خوشال خان شاعري د يو لوي درياب مثال لري او پوشکين د يوي کوچني ويالي . څرنګه چي شاعران ، اديبان په نړيواله کچه دټولنيز ، او د بشريت د معنوي برخي اصلاح او پرمختګ پوري تړاو لري ځکه د هغوي ياد خپله دنده بولو . د افغان په لوړو هيلو .