کور / تازه خبرونه / تحول:ایران د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه کار کوي

تحول:ایران د ډاکتر عبدالله عبدالله په ګټه کار کوي

دتحول ټیم وایې ایران د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ کوی.

د تحول او تداوم ټیم چی مشری یې ډاکتر اشرف غنی احمدزی کوی،په خپله رسمی ویب پاڼه کی خبر ورکړی،چی ایران ددوی د ټیم او ناکامۍ لپاره وسلوال افغانستان ته لیږلی دي

د تحول په پاڼه کي ویل سوي،چي د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران مداخلې او همداراز په اوسنیو ټاکنو کې، د ایران لخوا د عبدالله عبدالله ملاتړ او پلویتوب په هکله خو ډیر رېپوټونه ورکړل شوی دی. تازه خبرونه دا دی، چې اوس نه یوازې د شمال ټلوالې د کاندید د پیاوړتیوب په موخه افغانستان ته پیسې رالیږل کیږی، بلکې ایرانی وسلوال د ترهګرۍ په موخه رالیږل شوی دی.

د تحول او تداوم ټیم همدارنګه په پاکستان کی د جعلی رایو د کارتونو د چاپېدو خبر هم ورکړی دی

د تحول ټیم په خپله پاڼه کی ویلی ،چی د شمال ټلوالې د کاندید عبدالله عبدالله د کمپاین د ټیم لخوا، د ټاکنو د دوهم پړاو لپاره په پاکستان کې جعلی کارتونه چاپ شوی دی.

هغوۍ لیکی دی ((د دې کارتونو یو څو بېلګې تاسې په انځورونو کې ګورﺉ ، چې زموږ لاسته راغلی دی. د پاملرنې وړ ټکی دا دی:

د کارت د شمېرو نه ښکاری، چې تعداد یې تر ملیونونو هم زیات دی. که څه هم د مامور د ثبت نمونه بېل دی، خو لیکونکی یو دی او په یوه قلم لیکل شوی دی.

تر ټولو په زړه پورې دا ده، چې د شابانه د زیږیدو نېټې کال ۱۳۸۷ لیکل شوی، چې په دې توګه د زیاتو جعلی کارتونو د شتون له امله تیروتنه هم شوې او نوموړې به سږ کال شپږ کلنه کیږی.

د ټاکنو په لومړی پړاو کې هم داسې رېپوټونه وو، چې د عبدالله عبدالله د ټیم لخوا تر یو میلیون زیاتې جعلی رایې کارول شوې وې او که دا کار نه وای شوی اوس به د دوهم ځلی لګښتونو او ستونزو حاجت به پاتې شوی نه وای.))

یادی څرګندونی د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم لخوا په کلکه رد سوی او دا یې د ټاکنو دمبارزو خلاف کار بللی دئ
یادی څرګندونی د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم لخوا په کلکه رد سوی او دا یې د ټاکنو دمبارزو خلاف کار بللی دئ

په جنوب کي د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنیز دفتر د رسنیو مسئول داودشاه زمری وايې دا بې اساسه ادعا ده او دا ډول څرګندوني يې د چارسو اوازې یادي کړې

نوموړي وايې ممکن په دې څرګندونکو خپله ډاکتر اشرف غني احمدزي خبر هم نه وي او د هغه یوه کمپاینر به دا کار کړی وي

دی وايې ډاکتر عبدالله عبدالله یو افغان دي او د افغانستان او خپلو خلګو سره مینه لري او هیڅ کله به دا ډول کړنه ترسره نه کړي

هغه وايې که چیري د تحول ټیم په دې اړه شواهد لری نو وړاندي دي يې کړي

سرچینه: تحول ویب پاڼه http://tahawol.af/pashtu/?p=2532