کور / راپور / د هلمند پیژندنې سيمينار راپور

د هلمند پیژندنې سيمينار راپور

( یونلیک)
د جمعې په ورځ ( د غبرګولي دویمه، ۱۳۹۳) سهار شپږ بجې د کابل هوایې ډاګر ته د هلمند دسفر په نیت له ګڼو نورو ملګرو سره یوځای شوم ـ په هوایې ډګر کې قدرمنو استادانو او تکړه لیکوالانو سره یو ځای شوم ـ هر یو قدرمن ـ استاد رفیع صیب، استاد صمیم صیب، استاد محمد نبي فراهي صیب، استاد زرین انځور صیب، استاد ولسمل صیب، استاد یون صیب او ګڼو نورو قدرمنو استاذانو سره په ګډه مې په لومړې ځل د افغان جیټ الوتکې د سفر تجربه د هلمند په لور ترسره کړه. دا چې د ډیرو قدرمنو استادانو او لیکوالانو د سفر ملګری وم، په زړه کې مې د خوشالۍ او موسکا پرته هیڅ بل څه ځای نه درلوده، له یوساعت ارامه پرواز څخه وروسته د هلمند په ښکلي ښار ( لښکر ګاه ) کې د بست په هوایې ډګر کې له الوتکې را ښکته شو، د هلمند د ولایت مرستیال والیصاح قدرمن فراهي صیب، ګڼ اداري لوړ پوړې چارواکې، استادان او تکړه او ځوان لیکوالان مو ښه راغلاست ته ولاړ ول، هر څه راته د نه منلو ښکاریدل، دا چې په شنه سهار له کوره را وتی وم، فکر مې کاوه چې لا هم په خوب کې یم، خو، ورو، ورو له خوبه را ویښیدم او د هملند په ښکلا او د هلمند سیند په څپو او شور مې له سره خوب تیښته کوله.

قدرمنو کوربنو مونږ نیغ په نیغه بست هوټل ته بوتلو، هلته یې زمونږ د اوسیدو تابیا نیولي وه، د مخ او لاس له وینځلو ( ځان فریش کولو) څخه وروسته یې د چایو څښلو ته وغوښتو، خوندور چای مو د هلمند دسیند په غاړه د بوست هوټل په خوړنخونه کې وخوړ، قدرمن والیصاحب زمونږ د ښه راغلاست د پاره راغی، او په دې توګه شاوخوا لس بجې د سیمینار ( د هملند پیژندنې ) تر عنوان لاندې د پیل کیدو اعلان وشو.
د هلمند د ولایت د مقام په انګړ کې یو ډير ښکلي او په پرمختللو وسایلو سمبال د غونډو تالار ( د عبد الروف بینوا صیب د غونډو تالار) ته لاړو، غونډه د قران شریف په تلاوت پیل شوه. په سر کې، قدرمن والیصاحب میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د هلمند په تاریخي او سیاسي وضیعت یو ځغلنده نظر وړاندې کړ، ورپسي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت قدرمن مرستیال غلام نبي فراهي صیب خپله وینا وکړه، د قدرمن والیصاحب څخه یې غوښتنه وکړه چې د بست د کلا د ساتني او د شاوخوا د ځمکو د غصب مخنیوي وکړي، دارنګه یې اعلان وکړ چې د بست د کلا په خوا کې به ملي پارک جوړیږي چې د سیلانیانو د راتګ دپاره به د اوسیدو او دمې ځای هم ولري، ورپسې قدرمن استاد رفیع صیب څخه غوښتنه وشوه چې هغوی خپله وینا وړاندې کړې، قدرمن استاد هم د هلمند په تاریخ، جغرافیه او دارنګه د هملند په سیاسي او کلتورې ارزښت خبرې وکړي، ورپسې له قدرمن ولسمل صیب څخه غوښتنه وشوه چې لنډه وینا وړاندې کړي، هغوی د هلمند سیند په ارزښت او په دې اړه د حکومتونو له ناغیړې او د ایران د شوم سیاست په اړه خپله وینا را لنډه کړه او بیا قدرمن استاد یون صیب په لنډه توګه د هلمند د سیاسي او فرهنګي ارزښت په اړه وینا وکړه.
د ویناو په پای سره ، د غونډې د چلوونکي ( د هلمند ولایت د اطلاعات او کلتور ریس مظلومیار صیب) د سیمینار د پیل ( د مقالو د لوستلو) د لړۍ د پیل د پاره د سیمینار مشر ـ استاد رفیع صیب نوم وړاندې کړ او د سیمنار د ګډون کوونکو لخوا تایید شو، مرستیال یې استاد صمیم صیب و ټاکل شو او د منشي چارې خپله مظلومیار صیب په مخ بوتلي.
استاد رفیع صیب د سیمنار د ریس په توګه د سیمنار د پیل وخت له غرمنۍ او د جمعې د مبارک لمونځ څخه وروسته په دوه نیمو بجو اعلان کړ، ګډونوالو د چایو له څښلو څخه وروسته، له لږ ځنډ سره سم موغرمنۍ نوشي جان کړه، لمونځونه مو وکړل او بیرته د سیمینار د پیل د پاره تالار ته راغلو.
سیمینار تر شپږو بجو وغځیده، ګڼو راغلو میلمانو ( زما په شمول) خپلي مقالې ولوستي او دارنګه ګڼو هلمندوالو ( چې اکثره یې د هلمند د پوهنتونونو استادان او محصلین ول) خپلې ډیرې په زړه پورې مقالي ولوستي، د سیمینار په پای کې د سیمینار پریکړه لیک په وه مادو کې وړاندې شو، چې د هلمند د سیند په اړه له ایران سره د شویو معاهدو د ماتولو غوښتنه، د هلمند د تاریخې اثارو د ساتني غوښتنه، د بست د کلا د ساتني او د یونیسکو لخوا ددې تاریخي اثر د رسمي پیژندنې اړتیا، د سیستان پیژندنې کلنی سیمنار، دارنګه د هلمند پیژندني د کلنې سیمنار وړاندیز هم په کې شامل ول او دارنګه د هلمند سیند د ابو د میکانیزه کولو غوښتنه یې له مهمو ټکو څخه یادیدای شي.
مازیګر والیصاحب محترم غږ وکړ چې د امنیت ریس راغلو میلمنو ته بلنه ورکړي ـ
توت خوړلو ته یې میلمانه بللي، سر را باندې وګرځیده، چې دا خو ریښتیا د توتو موسم دی، دلته خو هوا نسبت کابل ته ګرمه ده او توت به ښه پاخه وي، مونږ هم د ملي امنیت له ښکلي انګړ څخه لیدنه وکړه، په شنه چمن اوارې قالینې او دهغوی په مخ د توتانو، تیرې، بادرنګو او شړومبو ښکلي لوښې ایښودل شوي وو، پرته له ځنډه د توت د لپو، د شړومبو د پیالو، د تیرو د ټوټو او د شنو الوچو په خوړولو پیل وکړ، موسم بیخې خوندور و، هوا دومره ښکلي وه چې پوښتنه یې مه کوئ.
په هلمند کې د لمر لویدو منظره مو د ملي امنیت د دفتر له بام څخه وکړه، د هلمند سیند داسې په څپو او غورځا و چې ته به وایې پیغلي په ورا روانې دي، ماښام مو لمونځونه په جمعه وکړل، او بیا د بست هوټل په لورې وخوځیدو، زه د ولسمل صیب سره یو ځای په خونه کې وم، هغوی ښه ستومانه شوي و، د هغوی ستومانې ماته هم د ستومانۍ حوصله راکړه، د ماخوستن لمونځ مې وکړ او کرار ویده شوم، سهار چې په دریو بجو له خوبه را پاڅیدم، له لمانځه وروسته مې د کمپویتر مخه ونیوله، د پوهنتون د شل سلنه ازموینې سوالونه مې جوړ کړل، هغه مې ادارې ته واستول او له هغوی مې غوښتنه وکړه چې زما په استازیتوب له محصلینو ازموینه واخلي. بس نور نو ارامه شوم، سهار مې لیوال صیب ولیده، وایې ( غیرحاضره له کومه !) پوه شوم چې بیګاه مې کومه خوندوره شیبه قضا کړي، پوښتنه مې وکړه ټولو راته د هلمند د ښاروالي د انګړ د ښکلا کیسه په یوه خوله پیل کړه، د هلمند د ښاروال څخه خوښ ول چې ښکلي میلمستیا یې ورته کړي وه، او بیا د هلمند له ښاروالي تر بست هوټله ټول پیاده راغلي و ( د هلمند دښه امنیت په پار) زه لا زیات خوښ شوم چې ځه په هلمند کې د ښکلا بل بڼ هم شته.
د سهار چای له څښلو وروسته والیصاحب محترم وویل چې د اراکوزیا خصوصي پوهنتون ته ځو او هلته د طب پوهنځۍ افتتاح کوو، بیخې مې په وجود یو ډول تاثر خپور شو دا څه اورم، په هلمند کې هغه هم په خصوصي پوهنتون کې د طب پوهنځې، بس بیدریغه مخ په پوهنتون ور وخوځیدو، ګورم چې د پوهنتون ټول کار کوونکي، زمونږ کوربانه ښکلي زړور ځوانان دي، له وطن سره مې خپله مینه نیمګړې ښکاره شوه، یو ډول و سوځیدم، یو ښایسته ځوان چې له بده مرغه په یوه پښه معیوب هم و، د پوهنتون د موسس او ریس په توګه زموږ له راتګه کور ودانۍ او مننه وکړه، ځان سره مې ویل چې ته خو رک روغ یې او بیا هم دومره څه نشي کولی لکه دا معیوب په وطن میین ځوان، خو ددې سره سره له خوشالې په کالیو کې نه ځاییدم، له خوشالې اوښکو له سترګو کډه وکړه.
د ارکوزیا قدرمنو مشرانو او استادانو هر میلمه ته یو مننلیک هم ورکړ، والیصاحب، انځور صیب او فراهي صیب د نادعلي ولسوالۍ ته د نجونو د یو ښونځې مخ پرانیستې ته لاړل او مونږ له اراکوزیا پوهنتون څخه څه کم یولس بجې د سباوون رادیو تلویزون انګړ ته لاړو، هلته د هلمند د ماشومانو د ښوونې او روزنې مرکز د پرانیستي غونډه وه، بیخې حیران شومه، ځکه چې د هلمند ځوانان یواځي پیاوړي او غښتلي اتلان نه دي، بلکې ګلالي ماشومان یې هم راته د خپل ګران وطن د ماشومانو د سر لارو په توګه را ښکاره شول، نوموړیو ماشومانو خپل دریځ درلود، خپل ویاندویان یې لرل، خپله اجندا یې وه، ترانې یې ویلي، شعرونه یې ویل، ویناویې وکړي، او بیا رفیع صیب، صمیم صیب او لیوال صیب هم وینا وکړه، د ولایت د مقام قدرمن مرستیال والیصاحب هم وینا وکړه او دارنګه یې ګلونو ماشومانو ته ډالۍ ورکړي. د (سباوون د رادیو تلویزون ) بنسټ ایښودونکی او کار کوونکي هم ښکلي ځوانان ول چې د هلمند اوسیدونکې ول، سباوون تلویزون اته نیم ساعت سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي خپروونې لري، چې ډيري ښکلي سټوډیوګانې او پرمختللي د کار وسایل یې لرل، له راغلو میلمنو سره یې په ګډه یوه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه خپرونه ترسره کړه، او بیا په منډه له دې ځایه د وادي هلمند پوهنتون لیدو ته لاړو، یو ځل بیا ګوته په غاښ شوم، شپږ منزل لوړ ښکلي تعمیر چې د (وادي هلمند) د پوهنتون ښکلی نوم یې پرې لیکلي او دارنګه یې د کدري روغتون نوم تر څنګ ښکلی، یو ځل بیا دې منظر سترګې را ډکي کړي، د پوهنتون موسس او ریس تکړه هلمندی ځوان ډاکتر توبه ګار صیب و، هغوی د پوهنتون د مختلفو پوړونو، موجوده وسایلو، لابراتوار، درسي خونو، د روغتون د کتنځایونو او ګڼو نورو اسانتیاو یو ځغلنده سفر را وکړ، بیخې خوندور پوهنتون، ددې پوهنتون د ټولو نورو ځانګړنو تر څنګ یوه بیخې نادره چې ما په افغانستان کې نه لیدلي او نه اوریدلي هغه ددې پوهنتون خپل علمي او څیړنیز تلویزون د ( باختر) تر نامه و، ددې تلویزون له لارې نوموړی پوهنتون ګرانو هلمندیانو ته د صحت او طبي زده کړو په اړه علمي او تخصصي خپرونې وړاندې کوي، بیخې زیات ترې اغیزمن شوم، ټول میلمنو په یوه خوله ددې نوښت ستاینه وکړه.
ورپسې د غرمني د پاره بوست هوټل ته راغلو، ملګرو وویل چې میلمانه ستړي دې یوه سترګه خوب دې وکړي، زما کوربانه دوست صیب، فرهنګ صیب، ستوری صیب او قریشي صیب وو، دا نو بیخي هڅاند او تاند ځوانان ول، ددې پر ځای چې ما ارام او استراحت ته پریږدي، زه یې په کیسو او خبرو کې ویښ وساتلم، استادان ترو تازه را بیداره شول، دری نیمې بجي د بست پوهنتون لیدو ته لاړو، دا یو بل ستر شپږم منزله ښکلي تعمیر لرونکی پوهنتون دی، چې په کال ۱۳۹۱ کې تاسیس شوی، زمونږ ښه راغلاست د پوهنتون موسس ښکلی ځوان پوپل صیب ولاړ د ټولو تر مخ ولاړ و، ورپسي د پوهنتون علمي مشر، مرستیال او ګڼ استادان چې هر یوه له څیرې عالم او پوه ښکاریده د ستړي مشۍ د پاره ولاړ ول.
د (بست پوهنتون ) په انګړ کې په ښکلي چمن کې یې د پروګرام تابیا نیولي وه، د ویناو له ترسره کیدو وروسته یې راغلو ملیمنو ته مننلیکونه ورکړل، د علومود اکاډمۍ د نشراتو ریس قدرمن شکیب صیب، قدرمن څیړندوی صلاحي صیب او بنده له دوست صیب سره خبره کړي وه چې مونږ غواړو د بست کلا ته لاړ شو، پاڅون صیب او ستوری صیب وار دمخه پروګرام نیولی و، مونږ هم په موټر کې ورسره غلي کښیناستو او د بست د تاریخي کلا لیدو ته لاړو.
د بوست دروازه د ملت د بابا ( اعلیحضرت ظاهرشاه بابا) لخوا په مسلکي توګه تکیه شوي، چې د ړنګیدو او خرابیدو مخه یې نیولي، خو د بست اصلي کلا چې اوس یې پنځو پوړه د ځمکې لاندې ده (دوه پوړه یې له خاورو را ډک شوي ) ور ښکته شو، د افغان انسان دا شاهکار د نړۍ په هیڅ بله جغرافیه کې نه ترسترګو کیږي، له میلاد څخه شاوخوا دوزره کاله دمخه دداسې یو اساسي جوړښت رامنځته کیدا، د انساني خلقت یو ستر او نړیوال شاهکار دی، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې دی او بیا د پښتون په کور کلي کې دی، نو نړۍ ته د نخود ارزښت هم نلري !!!
د بوست د کلا له سر څخه د نادعلي د ولسوالۍ شنه باغونه، کروندې، د هلمند سیند یون او لالهانده تګ ته د یو بې وسه او بې کسه انسان په سترګه خفه کیښناستم، ماښام ته نژدې مو د بست هوټل مخه ونیوله، د ولایت د مقام تر څنګ د لوبغالي تر څنګ تیریدو چې په سلګونه خلک په لوبغالي کې را یو ځای شوي وو، چې د هلمند سیند د مشاعرې په تمه ول، مونږ ته د کوربنو لخوا وویل شول چې وه نیمي بجي به مشاعرې ته ورځو.
وه نیمې بجي د ماښآم مو د مشاعرې په لورې حرکت وکړ، په زرګونه کسان په ښکلي چمن کې ناست ول، ښکلی دریځ ورته جوړ شوی و، خوندوره مشاعره، د شنه اسمان لاندې، د ویښو ستورو تر څنګ چې د هر شاعر له شعر سره به یې کټ، کټ خندا وړه، لاسونه به یې را وپکړول ، د همدې ستورو په ښکلا کې مو دشپې تر څه کم یوه بجه له مشاعرې خوند واخیست، د مشاعرې د ویاندې چارې د قدرمن وکیل صیب قلاتوال لخوا ترسره کیدي، چې تر ناوخته یې د میلمنو او ناستو حاضرینو زړه له ځانه سره بیداره وساته. شاوخوا دولس نیمي بجې د شپې، لومړی استاد رفیع صیب او ولسمل صیب را پورته شول نور نو ستومانه شوي وو او بیا ورپسې قدرمن والیصاحب او ګڼ نور میلمانه را پورته شول، ما هم غلي شان د کټ خوا ونیوله او په درانه خوب ویده شوم.
سهار مې استاد یون صیب ولیده، هغه راته د ژوندون د رادیو تلویزون د راغلي ډلي په اړه معلومات راکړل چې د هلمند په ګڼو پرمختګونو، ستونزو او چارو یې شاوخوا لس ښکلي تولیزونې پروګرامونه جوړ کړي، چې قدرمن هیوادوال به یې په نژدې وخت کې د ژوندن تلویزون په پرده لیدنه وکړي دا چې سهار په اته بجې مو بیرته کابل جان ته سفر وو، نو د سهار د چایو وروسته، د والیصاحب محتر م لخوا ښکلي تحفي هر میلمه ته ورکړل شوي او بیا د هوایې ډګر په لورې را وخوځیدو، د لږ ځنډ وروسته د افغان جیټ ښکلي الوتکه زمونږ په انتظار وه، اوپه دې توګه نن (د غبرګولي په څلورمه / ۱۳۹۳) د سهار په لس او پنځلس بجو زمونږ سفر کابل ته په را رسیدو تمام شو. هلمند دا پرمختګ، ښکلا، امنیت او ټیکاو د افغانستان د سوکالۍ او ابادې زیری دی.