کور / راپور / د کندهار په “انارګل” مشاعره کي سلګونو کسانو ګډون وکړ

د کندهار په “انارګل” مشاعره کي سلګونو کسانو ګډون وکړ

د کندهار د راډيو-ټلوېزيون په انګړ کي په جوړه سوې “انار ګل” دوديزه مشاعره کې سلګونه شاعرانو او د ادب مينه والو ګډون وکړ.
په انار ګل مشاعر کي له کابل څخه د حبيب الله رفيع، استاد عبدالغفور لېوال او محمديار يار په ګډون د ډيورنډ له پوري غاړي کويټي، چمن او دغه راز له هلمند، زابل او د کندهار له ميوند، ژېړۍ، پنجوايي او ارغنداب ولسواليو څخه ٦٠٠ شاعرانو ګډون وکړ.

مشاعره چي تېره ورځ ماځيګر پنځه بجې مهال پيل او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ، پکي د کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ يو شمېر دولتي مسوولينو هم ګډون کړى و.
د کندهار اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال د مشاعرې د پرانيستونکي وينا پر مهال خوښي وښوده چي انارګل مشاعره پر خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي. مينه پال ګډونوالو ته د خپل رياست کلنى ګزارش وړاندي کړ او ويې ويل، په تېر يوه کال کي يې په پرديو ژبو ليکل سوي لوحې او ويډيو ګېمونه له منځه وړي او وخت پر وخت يې کندهار مجله، طلوع افغان ورځپاڼه، مياشتنۍ مشاعرې او د کندهارۍ موسيقي د ودي لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي دي.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، خوشحاله دى چي د کندهار تر څنګ له لر او بر پښتني سيمو څخه شاعران راغلي، له يو بل سره ګوري او خپل نظريات سره شريکوي. ښاغلي ويسا زياته کړه: “له دغو ناستو پوهانو او شاعرانو څخه هيله لرم چي ځوان شاعران د بربريت او وېري د شعرونو له جوړولو او خپرولو څخه راوګرځوي او دې ته يې وهڅوي چې زده کړي ته د هڅوني، ملي يووالي، ملي احساس او عاطفې اشعار وپنځوي.”
والي د وينا په پاى کي له ټولو راغلو مېلمنو څخه مننه وکړه چي کندهار ته راغلي او له دوى سره په دې مشاعره کي ګډون کوي.

له کابل څخه راغلي مېلمه استاد حبيب الله رفيع د مشاعرې ګډونوالو ته د خوشحال خان خټک له وخته تر دې دمه د مشاعرو او شاعرانو تاريخچه وړاندي کړه. هغه زياته کړه: “کندهار په خپله غېږه کي نامتو شاعران روزلي او د نارنج ګل، بادام ګل په څېر انارګل هم يوه دوديزه مشاعره ده.”

دغه راز استاد عبدالغفور لېوال د خپلي وينا پر مهال وويل، کندهار هغه سيمه ده چي په هنر او سياست کي يې د هېواد نورو سيمو ته وړانګي غځولي دي. هغه زياته کړه: “په نورو سيمو کي د کندهار په هکله تصوير يو ډول وي، خو چي کله کندهار ته راسي، ذهنيت يې بېخي بدل سي.”
مشاعرې د شعرونو تر څنګ د تمثيل برخه هم درلوده چي د شپې تر ناوخته يې دوام درلود.