کور / راپور / په فرا كي د عناب ګل مشاعري رپورټ

په فرا كي د عناب ګل مشاعري رپورټ

نیټه : د غويې میاشتي ۲۱
د پسرلي په رارسیدو سره د افغانستان په بیلابیلو سیموکي ادبی مشاعري ترسره کیږي. د روانی اونی په سرکی د جمعه په شپه په فراه ولایت کی د سلګونو کسانو په ګډون سره د عناب ګل مشاعره ترسره شوه.په دی مشاعري کی شاعرانو د بیلابیلو موضوع ګانو په هکله شعرونه ولوستل.

سښ کال تر نور کلنو په فراه ولایت کی د عناب ګل مشاعره پرتمینه او د ولولو څخه په ډکي فضاکی تر سره شوه. په دغي مشاعری کابو ۵۰ تنو شاعرانو او د زرو تنو په شا او خواکی د شعر مینه والو برخه اخیستی وه. په مشاعري کی شاعرانو د هیواد د روانو حالاتو په اړه پر بیلابیلو موضوعاګانو خپل چمتو شوي شعرونه ولوستل.

ټاکنی او په هیواد کی سیاسی وضعیت د شاعرانو د قلم څخه نه وو پاته شوی . محمداسماعیل باوری هغه شاعر وو چې په هیواد کی یې د ګاونډیو هیوادنو د لاس وهنی او په ټاکنو کی د درغلی له امله نیوکه وکړه .

….فضلاحمد حبیبی بیا بل شاعر وو چې په هیواد کی یی د تور تیارو د ختمو ول هیله درلوده.
بریالی رنجبر د پولیس یو افسر وو چې خپل په شعر سره یی د ټولو حضارو پاملرنه جلب کړه. هغه د افغان امنیتی ځواکونو پر نقش د هیواد د امنیت په ټینګولو کی ټینګار و کړ… د بدخشان په ولایت کی وروستی غمیزه هم په دی مشاعره کی د شاعران له نظره دباندی پاته نه وه. محمد عیسی رحمانی خپل په شعر کی د سولی غوښتنی تر څنګ د بدخشان د پیشي یادونه هم وکړه…. فراهی شاعرانو په هیواد کی د فساد له امله هم خپل اندیښنه په شعرونه کی زمزمه کړه او فساد یی د افغانانو لپاره یو ننګ وشمیري.
موسی جان قانع د چارواکو څخه وغوښتل چی نور دی فساد بس کړی…
د عناب ګل مشاعره هر کال په فراه ولایت کی د هیواد ادبی مرکی د غړو شاعرانو له خوا تر سره کیږی چې سښ کال یی اتم کلین وو. په دغه مشاعره کی د فراه ولایت د بیلابیلو سیمو شاعرانو کډون کړی وو اما د مشاعري د جوړونکو په خبره د نورو ولایتونو شاعرانو د ناامنی له وجهی په دغه مشاعري کي کډون ونکړ.