کور / ترخې خبري / ترکمنستان ۵۰ کیلومتره دافغانستان پرحریم تیری کړی دی

ترکمنستان ۵۰ کیلومتره دافغانستان پرحریم تیری کړی دی

دهلمند مدني ټولني دمعلوماتو او راپورونو له مخي دبادغیس او فاریاب ولایتونوپه سرحدي سیموکي دترکمنستان هیواد دپوله ساتونکو ځواکونو له لوري هغه ۵۰ کیلومتره سیمه چي ددوۍ له لوري نیول سوې او ځایي چارواکي هم دغه خبره مني په کلکه غندي .

دبادغیس ولایت ځایې چارواکـــو ویلي دي چي دافغانستان پر سرحدي سیموکي د ترکمنستان دځواکونو ستونزه د بهرنیوچارو دوزارت او سیاسي خبرو اترو له لاري باید حل او فصل سي ، خو داچي دبهرنیوچارو وزارت دخپلي سختي بیکفایتۍ له امله نسي کولای چي دغه ډول ستونزي په سرحدي سیموکي دګاونډیو هیوادونوسره پای ته ورسوې نو له همدې امله دکورنیو چارو وزارت هم په دغه اړه یا ناخبري ښې او یاهم دپیښي دنه منلو ترڅنګ دګاونډیوهیوادونو سره دښو اړیکو خبره کوي .

همدا راز راپورونه ښیې چي ترکمن پوله ساتو نه یوازې خپل پوله د افغانستان خاورې ته پنځوس کیلومتره رامخکې کړې ده بلکې له افغان شپنو څخه په زرګونه څاروي هم په زوره وړي دي .

ددې ترڅنګ چې تاجکستان او ترکمنستان هر کال د افغانستان لور ته د امودریا د اوبو د بهیر له راماتيدو سره پوله د افغانستان لور ته رامخکې کوي.

د افغانستان په ختیځو ولایتونو په خاص ډول په کونړ او نورستان ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو راکټي حملې په پرله پسې ډول دوام لري او افغان حکومت ورسره هیڅ غربرګون نه ښيې .

په دې نږدې ورځو کې ترکمنستان هم جرئت پيدا کړترڅو افغان خاوري ته خپلي منګولي را وه غځوي .

په تيرو ۱۲ کلونو کې ایران ، پاکستان ، ترکمنستان او تاجکستان دافغانستان هغه ګاونډي هیوادونه بلل کیږي چي په بیلابیلوبرخوکي یې په سرحدي سیموکي دنړیوالو قوانینو خلاف حرکتونه کړي او یایې هم خپلي امنیتي پوستې د افغانستان لور ته رامخکې کړي دي او دغه ډول څو ورځي وړاندي هم په نیمروز ولایت کي ایراني ځواکونه دافغانستان خاوري ته داخل سوې وه چي تریوې سپکي جګړې او دافغان سرحدي ځواکونو ترغبرګون وروسته دسیمي پریښودلوته اړ سوه .

نودغه ډول کړني چي دافغانستان دملي حاکمیت او ملي ګټوپرخلاف دي ، د هلمند مدنی ټولنه د دولت څخه په کلک غوښتنه کوي چي باید دهیواد په ټولو سرحدي سیموکي دګاونډیوهیوادونو سره پرتو ستونزو یوه ښکاره او قاطع حل لاره دقانون په چوکات کي ولټوي.

د هلمند مدني ټولني په هكله:
هلمند مدنی ټولنه په ۱۳۹۱ کال مرکزلښکرګاه ښارکی خپل فعالیت پیل کړي چی تردی دمه ورسره ترزرو زیات دمدني ټولنی غړی لری او ددی ترڅنګ ۴۰ نهادونه له دی ټولنی سره یوځای سوی او په ګډه کارکوی .
یادی ټولنی ترډیره په هلمند کی دخلګو دستونزو درابرسیره کولوسره سره هغوی ته دحل لاری لټولی او پدی برخه کی یی کارکړی دی

نوټ:- پداورستیوکی دوی نوری ټولنی له هلمند مدني ټولنی سره چی دهلمند په کچه د ولایتي ټولنوچتردی یوځای سوی دی.

contact no:- 0703424529 / 0795867269 داړیکوشمیری:- ۰۷۰۳۴۲۴۵۲۹/ ۰۷۹۵۸۶۷۲۶۹