کور / ترخې خبري / لیکوال او ژورنالسټ باید چې حکومت او طالب پلوی نه يې

لیکوال او ژورنالسټ باید چې حکومت او طالب پلوی نه يې

په هیواد کې د بیان دازادۍ او رسنيو پرمختګ ته که سړی په عميق ډول فکر وکړي، هغه ډول مصنوعي ازادي او پرمختګ دی لکه چارواکې چې په نورو برخو کې د پرمختګ دعوه کوي.
ژورنالسټ، ليکوال او رسنۍ مو هم ځينې يې د فساد، اختلاس او رشوت په ناوړه مرض اخته شوې، يوه ورځ به سړی وينې د هيواد دننه په مهمه رسنۍ کې به د ایران په ضد بحث او خبرونه وی، مګر بله ورځ به سړی وګوري چې همهغه رسنۍ، همهغه شخص او همهغه خوله د ایران هیواد څخه په غیر مستقیم ډول ملاتړ او ننګه کوي، يوه ورځ به يوه رسنۍ پر امريکا لګيږي، مګر بله ورځ چې کله د رسنۍ استازی يا مشر د امريکا سفارت ته د ورتګ چانس پيداکړي، او اذوقه ترلاسه کړي، بيا به د امريکا پر ګټه تبلیغات کوي، او ډیری خو داسي رسنۍ دي چي پرته له فکر کولو د پاکستان هیواد، دهغه هیواد د ځينو ادارو او حتي ددغه هیواد دخلکو غندنه کوي، مګر کله چې د پاکستان سفارت له لاري اړيکې ورسره نيول کيږي، بيا ددوی په نيوکو کې ارامي راځي.
ځينې ليکوالان هم ددغه ناوړه دود قرباني شوې، که هر سياسي چارواکې ورته امکانات او پیسې چمتو کړي نو بيا پرته له دي چې دخپل حیثيت په اړه فکر وکړي، ټول سرحدونه ماتوي او د قلم خوله دهغه چا د چوپړ له پاره کاروي چې دده له پاره تر نورو ډیرې پيسې او امکانات ورکوي.
ژورنالسټان هغه ډله ده چې ترې توقع کېږي چې د خپل ولس اواز چارواکو ته په سم ډول ورسوي، بدبختانه په وروستيو وختونو کې د مختلفو لاملونو له کبله ځينې ژورنالسټان هم د بې پرې اصول په نظر کې نه نیسي او يو طرفه خبرونه او تبصرې رسنيو ته ددوی له لوري استول کيږي.
موږ داسي ليکوالان هم لرو چې که دهغه ۶ او ۷ کلونه مخکنې ليکنې په مستعار نومونو چې دوی کړي سړي ولولي نو د ليکنو څخه يې معلوميږي چې داغريب لیکوال به اوس چيرته په غره کې د راکټ سره ناست وي، په کلاشينکوف به اکتفاء نه کوي، مګر همدغه وړه ډله ليکوالان د نامعلومو دلايلو له مخې اوس ددي پر ځای چې د هیواد د ګټو له پاره کار وکړي، په لوی لاس د ځينو ځانګړو دولتي ادارو سره ځان تړلي ښيې او په زوره د ولس يوه لويه برخه او د خپل فکر مخالفين د هېواد د ګټو په مخالفت تورنوي، دا ډول ځينې داسي ليکوالان هم شته چې په مستعار نومونو به يې داسي ليکنې کولي چې فکر کيدی ممکن که طالب او يا د طالب خواخوږی په لاس ورشي وينه به يې وڅښي، مګر همهغه کسان دي چې اوس د طالب څخه مستقيما دفاع کوي او د دولت پر ضد لیکنې کوي، دغه ډول مثالونه موږ په هیواد کې دننه او بهر لرو.
زما په آند هر ليکوال حق لري چې د خپل نظر اظهار او که اړتيا وليدل شي په علمي ډول له خپل نظر څخه دفاع هم وکړي، داکه ليکوال د حکومت پلوی نظر لري او يا طالب او يا هم اسلامي حزب يا د کمونسټانو د نظرياتو څخه دفاع کوي. مګر که بل لوری غواړي دهغه نظر رد کړي هغوی ته هم په کار ده چې په علمي استدلال سره د بل افغان نظر ته ځواب ووايې، زه خوا وایم که ممکن وي چې کله خو د ليکوالو تر منځ ناستي او مجلسونه، ګردې ميزونه جوړ کړل شي، له احساساتو کار وانه خلي په خپلو منځونو کې د یو بل نظر ته د احترام او زغم په لرلو سره بحثونه وکړي، ژورنالسټ زما په آند له لیکوال سره توپير لري، ژورنالسټ ته د اصولو له مخې په کار ده چې حقايق هر ډول وي کټ مټ يې خلکو ته ورسوي، پرته له دي چې ناسم او دځينو خاصو کړيو ګټې یا خپل نظر پکې ځای کړي، رسنۍ زموږ په هیواد کې لا هم هغه پړاو ته نه دي رسيدلي چې افغان ولس توقع ولري چې بې پرې خبرونه او تبصرې دي ولس او چارواکو ته وړاندي کړي، ولي داهم باید ومنو چې په يوه کمه سلنه رسنۍ تر يو حده کوشش کړی تر څو ځينې حقايق خلکو ته کټ مټ وړاندي کړي.
لیکوال او ژورنالسټ ته په کار ده چې دوه بېلابېلې کړنې سره جلا کړي، يوه د جنګ کرښه ده چې يو خواکې افغان امنيتۍ ځواک دی بل پلو طالبان دي، دهغوی دواړو ډلو کار دادی چې يو بل له منځه يوسي، يو بل ته ماین کيږي، يو په بل باندي د راکټ ، کلاشینکوف او پيکا ډزونه وکړی. دا ډول په امنيتې ځواکونو کې د دواړو خواو امنيتي او استخباراتي کسان هم راځي، د هرې ډلې استخباراتي کارکونکې ځان ته حق ورکوي چې د بلې ډلي د جنګ او ددوی له پاره د امنيت ګواښ پروګرامونه مخکې له واقع کیدو شنډ کړي، او د يو بل پر ضد رواني او تبليغاتی جګړه پرمخ بوځي. رسنۍ نه بايد د دغسې رواني تبليغاتو تر تاثير لاندې راشي.
د رسنيو د جنګ کرښه کاملا زما په نظر د جنګ له کرښې سره توپیر لري. هر لوری هڅه کوي چې دافغان ولس او نړيوالو له پاره داسي څه وړاندی کړي تر څو دهغوی ملاتړ ترلاسه کړي. افغان حکومت دراډيو، ټلویزون، ورځپاڼو، مجلو، تبلیغاتي پاڼو، انلاین میډيا(سایټونه) په لويو ښارونو او لویو لارو کې پر غټو تختو لیکل شوې اعلانو او دا ډول د کورنيو او نړيوالو کنفرانسو له لاري هڅه کوي چې د افغانانو او نړيوالو ملاتړ ولري.
طالبان هم ورته هڅې کوي مګر دهغوی امکانات ډیر کم دی، ولي داسي معلومیږی چې هغوی ډیر سخت کار کوی، ځکه خو د کمو امکاناتو څخه اعظمي استفاده کوی، سړی ویلای شي چې حکومت امکانات ډیرلري مګر استفاده کمه، او طالب امکانات کم مګر استفاده زياته کوي. په دې اړه څو کاله مخکې د کړکېچ د نړيوال ګروپ راپور (http://www.crisisgroup.org/en/regions/asia/south-asia/afghanistan/158-taliban-propaganda-winning-the-war-of-words.aspx) هم د پام وړ دی.
طالبان اوسمهال ټلویزون نه لري، راډيو نه لري، ورځپاڼه نه لري، يواځي ډیر کار د انلاین ميډيا په مټ کوي، خپل رسمي سایټ لري چې هغه هم داسي معلوميږی يواځي سياسي کسان يې ګوري، او ډیر لیدونکې له دي امله هم نه لري چې وخت په وخت دغه سایټ له تخنيکې ستونزو سره مخ وي، د الصمود په نوم مجله لري، چې عربي ده، د افغانستان په داخل کې مشکله ده چې پيداشي.
که افغان حکومت او نړيوال دبيان د ازادۍ او رسنيو د پرمختګ دعوه کوي، زما په نظر چې دوی په دغه خبره کې رښتوني نه دی، زما هیله او وړانديز دادی چې راتلونکي حکومت هر چاته په حقيقي ډول د بيان د ازادۍ حق ورکړي، دا ډول هڅه وکړي چې رسني تر ډیره حده بې پلوه وساتل شي.
د افغان ولس له ډیرو ځوانانو، پېغلو، محصلينو، زده کوونکو، سپين ژیرو او سپين سرو دا ډول له روشنفکره ، مذهبي او روحانی طبقې خلکو سره د طالبانو په اړه ډول ډول سوالونه او پوښتنې شته، ولي هغوی ددی چانس نه لري چې دولس پوښتنو ته ځواب ووایې، څومره به ښه وای چې د رسنيو بې پلوه اداره وای، او پر دغې مهمي موضوع يې کار کړی وای، داسي زمينه يې برابره کړي وای چې طالبانو په مخامخ ډول د افغان ولس پوښتنو ته ځواب ویلی وای. د دې ګټه به دا وه چې عامو خلکو او آن د طالبانو مخالفينو به د هغوی په اړه سم پوهاوی درلود، قضاوت به يې هم سم وو، او له هغوی سره د تعامل په اړه به پاليسي جوړوونکو هم واقعبينانه پرېکړې کولی شوای. مثلاً د سولې د خبرو په اړه، د تفاهم په اړه او د نورو برخليک ټاکونکو مسايلو په اړه دې هم حکومت، هم رسنۍ، هم مدني ټولنې او ولس دې ته اړتیا لري چې لومړی طالبان سم درک کړي بيا يې په اړه قضاوت او پرېکړه وکړي. ناسم معلومات ناسم قضاوت زېږوي، او ناسم قضاوت د غلطو پاليسيو عمده عامل دی.
افغان حکومت چې له مختلفو لارو هڅه کوي ولس ته خپل نظر او پروګرام هغه هم په نیمګړي ډول وړاندي کړي، ولي د بيان د ازادي او رسنيو د بې طر فې له مخې طالبانو ته افغان حکومت او نړيوال اجازه نه ورکوی چې هغوی هم د ځينو پوښتننو په اړه د رسنيو د لاري سپيناوی وکړي؟
څومره به ښه وای چې د افغان حکومت او طالب ویندويانو تر منځ هم ډیبیټ (مناظره) افغان رسنيو په کار اچولی وای، څومره به ښه وای چې د طالب او افغان حکومت ويندويانو له خوا په ژوندي ډول د خلکو پوښتنو ته ځواب ویل کيدلای (ممکن دسکايپ کنفرانس او يا ويډيو کنفرانس د لاري هغه چاته زمينه برابره شي چې امنيتې ستونزه لري)، مګر تر دی به داښه وای چې د رسنيو کارکوونکې د هر لور چې وي هغوی ته بل لوری امنيتې ستونزه جوړه نه کړي، ولي دغه کسان بایدد هر لوري څخه معلوم او په شمار څو تنه وي، تر څو له دي لاري هغوی د استخباراتو په کارکونکو بدنام نه شي.
زما اصلي موخه داده چې ليکوال او ژورنالسټ بايد چې په دي نوم ونه ټکول شي چې هغه ولي د خپل نظر اظهار کوي او يا داچې پلانی لیکوال حکومت پلوه دی، پلاني اربکې پلوه دی، پلاني امريکا پلوه، پلانی کمونسټ پلوه، پلاني حزب پلوه او پلانی طالب پلوه دی، زما په آند هر لیکوال حق لري چې خپل نظريات د ژونالیزم ، نړيوالو او کورنيو اصولو له مخې خلکو ته وړاندي کړي، مقابل شخص، لوری او هر څوک يې هم بایددرناوی ولري او له دی سربیره په علمي انداز دهغه د نظر ځواب (رد يا منل) وکړي، نه داچې د احساساتو له امله خپل ليکوالان په ډول ډول نومونو بدنام کړو، د پرديو هیوادو ټاپې پري ولګو، او سپکې سپوري ورته وکړو. په حقيقت کې، زموږ په اصيل افغاني کلتور کې زغم، د يو بل درک کول او له خپل مخالف سره کېناستل جرګه کېدل، منځګړتوب کول ډېره پخوانۍ سابقه لري. زموږ روشنفکران، رسنۍ، ليکوالان، خبريالان او سياستوال اوس هم له دغې ځانګړنې څخه تر يو حده برخمن دي، خصوصا نورو هېوادو ته په پام. خو زما وېره داده چې دغه ښېګڼه ورځ تر بلې پيکه کېږي، او سياسي راډيکاليزم يا افراطيت په مخلتفو اړخونو کې زياتېږي. يوه لويه نښه يې له بېلابېلو سياسي لوريو سره، مثلاً حکومت او طالبانو سره، د رسنيو، ليکوالانو او روڼ اندو توپيري چلند دی.
توپيريز چلند سړی ډیر ځوروي. همدا ډول تعصب او ړانده قضاوتونه د قومي مسايلو په اړه هم مخ په زیاتېدو دي. څو ورځي وړاندي مې يوه عجيبه لیکنه تر سترګو شوه ( http://www.kabulpress.org/my/spip.php?article196166 )، زه پوه شوم چې خود غرضه خلکو ددي له پاره کړي چې په افغان ولس کې قومي جنګ او قومي نښتې پيداکړي، په ليکنه کې يو قوم ته له سپکاوي سره سره د هغه قوم مشرانو ته هم سپکاوی شوی، عکسونه يې په اور سوځول ښودل کيږي، مګر هیڅ کوم ژورنالسټ، رسنۍ، او يا هم چارواکې په دغه لیکنه او د رسنۍ په دغه ډول عمل غبرګون ونه ښودی، يواځې زما تر سترګو يوه اعلاميه شوه چې د کومې ازادي ټولني له خوا خپره شوي وه.
دهمدغه محروم قوم خپل سړی که لږ تیروتنه کوي، سهوه کوي، او يا حقایق ښکاره کوي، او يا د خپل نظر اظهار کوي، بيا نو زموږ وروڼه له ډانګ سره ورته ولاړ وي، په خپل کور او هیواد کې يې هم نه پريږدي.
افغان دولت خپلې مشخصې پاڼې، راډيو، ټلویزون، رسمي سایټونه، مجلې او ورځپاڼې لري، دا ډول د باختر آژانس چې بشپړ دولتي اژانس دی، هیواد او انيس اخبارونه، ددي ترڅنګ خپل ځانګړې لیکوالان هم لري چې د حکومت د نظر سره سم سرمقالې او ليکنې کوي.
طالبان هم خپله رسمې پاڼه لري، او خپله رسمې مجله لري، دا ډول هغوی هم د اړتياسره سم ځانګړې لیکوالان لري تر څو د طالبانو د نظر سره سم سرمقالې او ليکنې وکړي.
زما په آند ښه خو داوه چې همدغو دواړو لورو ته منسوب رسنيو هم د ځينو هغو ليکوالو نظرونه او ليکنې خپرولای چې د افغان ولس په ګټه او بېطرفه ليکنې وي. ولي په دومره توپير چې دهمدغو لیکوالو د لیکنو له پاره ځانګړي ځای ولري، ترڅو د بېطرفه لیکوال نظر د رسمي رسنيو دځانګړي ليکوال د نظر په ډول ونه ګڼل شي.
اوسمهال که د يو لیکوال لیکنه د حکومت په رسمي سایټ، مجله او يا ورځپاڼه کې خپور شي، سمدستي پرته له دي چې د هغه په اړه څيړنه ؤشي، دهغه نورې لیکنې وکتل شي، د حکومت پلوې لیکوال ټاپه پرې وهل کيږي، دا ډول که چيرته د طالبانو په رسمي سایټ او يا مجله کې د کوم ليکوال ليکنه خپره شي، نو هغه بيا حتمې طالب او په ډول ډول نومونو تورن کيږي.
د امريکا له یرغل وروسته زموږ ځينې افغانان د طالبانو تر څنګ مجبوره شول چې هیواد پريږدي او ټوپک ته لاس کړي، د هغه کور ورڅخه واخستل شو، دهغه ځمکه ورڅخه واخستل شوه، او هغه بې عزته او محروم شو.
که زموږ د ليکوالانو څخه قلم واخستل شي، دهغوی قلم بند کړل شي، دهغوی خوله بنده شي، او يا هغوی بنديان شي، وځورول شي، وټکول شي، محروم شي، ممکن چې همدغه ليکوالان بله ورځ د هغه لوري په مقابل کې د ليکنو جبهه خلاصه کړي د کوم لوري څخه چې ځورول کيږي.
زما د معلوماتو له مخې چې افغان حکومت په تیرو مياشتو کې ځينې ليکوالان او ژورنالسټان نیولي، ځينې يې تهدید کړي، او ځينې يې خفه کړي، دا ډول يې ځينو رسنيو ته هم دهغوی د پروګرامونو په اړه لیکونه استولي تر څو ددوی د خوښې خلاف سياسي میزونه ونه لري.
برعکس طالبانو هڅې پېل کړي چې د ژورنالسټانو، ليکوالانو او رسنيو سره روابط ښه کړي، تماسونه ورسره ونیسي، خپل نظر ورته ورسوي، دهغوي د بې طرفه راپورونو، ليکنو او خبرونو د درناوی تر څنګ مننه ورڅخه وکړي.
نتيجه:
په کار ده چې دواړ ه لوري (افغان حکومت او طالبان) د لیکوالو او ژورنالسټانو حقوقوته متاعهد او ژمن ووسي، ددغې ناجنګې طبقي احترام ولري، او حق ورکړي چې خپل نظر د بېلابېلو لارو له خپل افغان ولس سره شریک کړي، دا ډول لیکوالانو، ژورنالسټانو ته هم په کار ده چې د يو بل د نظر د زغم حوصله ولري، او په علمي او اکاډميک ډول د یو بل په مقابل کې عمل وکړي، د نظرونو د تبادلي له مخې يو بل ته قناعت ورکول شي، او په خپلو منځونو کې له توپیریز چلند څخه ډډه وکړي. د ولس غوښتنو ته مثبت، سم او پر وخت ځواب ووايې، خپل قلم د شخصي ګټو، ځانګړې حسد او نورو د ګټو له پاره ونه کاروي، هڅه وکړي چې د حقايقو په رابرسیره کولو کې د حکومت او طالب لحاظ په مساوي ډول سره ونه کړي. ټولني ته هغه څه وړاندي کړي چې د افغان ولس په ګټه او زموږ د راتلونکې له پاره جوړونکی تصویر وي، نه داچې نفرتونه پيداشي، ډل بازي، يوه طرفه قضاوت، تهمتونه، يو او بل په قصدي او يا غیر قصدي ډول متضرره کړل شي.