کور / علمي / تر هرڅه غوره اوښه معیار پوهه او تجربه ده

تر هرڅه غوره اوښه معیار پوهه او تجربه ده

افغانستان تر ټولو بحراني حالت کي دی، خو له نیکه مرغه موږ یو ښه چانس هم لرو. که چیري افغانان له پوهي، ځیرکی او ذکاوت څخه کار واخلي، نو ډیره لویه نیکمرغی به تر لاسه او راتلونکی نسلونه به له احتیاج، فقر، جګړو او هرراز مصیبتونو څخه و ژغورل شی . هغه دادی چي اوسنی وضعیت د حقایقو اووپوهی له مخی و ارزوو:
افغانانو ته په تیرو دیرشو کلونو کي هر راز تجربه په لاس ورغله او اوس د ښو او بدو ډېر ښه تمیز کولای شی . ډېر ژر به دوهم دور انتخابات هم وشی . په کار ده چي زموږ ملت ځانته یو داسي زعامت غوره کړی چي نړۍ سره په ژبه پوه شی، دنیا په نیک نوم پیژندلی وي ، بې تعصبه وي، عالم وي، په جهاني مسایلو آګاه وي، وطن سره مینه ولري ، د ټولني لومړیتوبونه ور معلوم وي، خپل کلچر او دین باندي کلک ولاړ وي او داسی نور غوره صفتونه ولري . داځکه چي:
همدا اوس افغانستان وروسته تر اوږدې غمیزي او بعد له ډېرو جګړو د بیا رغاوني په مرحله کي دی او انشاالله تیرو څو کلونو کي د پام وړ کارونه شوي هم دي، خو ډېره ضروري خبره داده چي دغه چاري دوام وموی ، اصلاحات راوستل شی او پرمختګونه ګړندي شی . اوس په افغانستان کي د اداري یو نوی نظم ایجاد شوی ، دفترونه او رسمي چاري کمپیوترایز شوی دي،په ډېرو برخو کي پانګه اچونه پیل شوی ده، د ښووني او روزني او لوړو زده کړو موسسات ډېر پراخه شوی دي، دکانونو او د لویو لارو او ریل پټلی په چارو کار پیل کیدونکی دی، ټول هیواد ته د بریښنا د غځولو لړۍ پیل شوي ده، د هیوا دسیاسی اړیکي پراخه او په بهر کي ګڼ شمېر نوي سیاسي نمایندګیو په کار پیل کړی دی ، ځوانان مو د نړۍ له حالاتو ښه خبر شوي او په نوی تکنالوژۍ یې هم لاسبری موندلی دی، ګڼ شمېر خویندي مو د تعلیم ډګر ته وتلي دي او غواړي راتلونکی کي د هیواد زنانه د هیواد دننه په خپله د افغانی ښځینه ډاکترانو په لاس معالجه او تداوي شي اود بهر ملکونو دنارینه ډاکترانو ته له ورتګ څخه بې نیازه شی، او داسی نور ډیر دستایني وړ زیري سته. هیڅ امکان نه لري چي دغه پیل شوي بهیر په شا وتمبول شی. دغه بهیر به هغه مهال ډیر ژرثمر ته ورسیږی چی پیاوړی،زړه سواندی، با تجربه اوملی زعامت ولرو.
همدا اوس دافغانستان د ۱۳۹۳ کال ملی بودجه ۴۲۸ ۳۷۸ میلیارده افغانۍ په پا م کي نیول شوی ده، چي دا بودجه به د هیواد اړتیاوي پوره کوي. ددغی بودجې په سلوکي ۴۴ برخه امنیتي چارو،په سلو کی۱۴ اقتصادی زیربنا او په سلوکي ۱۳ دپوهنی برخي ته ځانګړی شوې ده. زموږ د ټولی بود جی یوا ځي په سلو کی ۳۴ يې له داخلي منابعو څخه تر لاسه کیږی ، نوره په سلو کی ۶۵ یې بهرنی مرستی او په سلو کي یوه برخه یې بهرنی پورونه دي. افغانستان یوجنګ ځپلی هیواد دی چي پرته له بهرنیو مرستو په پښو نشی دریدلای، نه یواځی افغانستان بلکي ډېر نور هیوادونه هم بهرني مرستی تر لاسه کوي مثلا په نړۍ کي تر ټولو زیات دبهرنیو مرستو اخیستونکي په لومړي قدم کي مصر او بیا پاکستان دی. د پاکستان تقریبا په سلو کی ۶۵ ټولینز خدمات او رفاهی چاری د بهرنیو مرستو په تېره د امریکی او بریتانیا له مرستو څخه تامینیږي. له افغانستان سره ټولي نړۍ د اسلامي هیوادونو په شمول ځکه مرستي ومنلې چي افغانستان د سړی جګړې قرباني دي او دسړې جګړی د ګټلو ګټه ډېرو هیوادونو ته ورسیده اوس نو موږ حق لرو چی خپل هیواد د نورو په مشروع او بشری مرستو ودان کړو او ځان له ګاونډیو او ټولي نړۍ سره سیال کړو. باید تعلیم، تخنیک، سرمایګذاری او زیر بنایی چارو کی پانګه اچونه لا زیاته او نوی ایجاد شو ی اداری سیستم او کمپیوترایز او دیجټل تکنالوژي پراخه کړو.
دغه ډول نظام هغه وخت ترلاسه او خپلو آرمانونو ته هغه وخت رسیدلای شو چی د نړۍ په ژبه پوه او دباور وړ مشرتوب ولرو. یعني د مشر او زعامت لپاره باید یواځي او یواځي پوهه، تجربه، اخلاص او صداقت اوملي مفکوره د معیار په توګه په پام کي ونیسو .