کور / سپورټي / افغانستان د کرکټ سیاليو اتلولي وګټل

افغانستان د کرکټ سیاليو اتلولي وګټل

د اسیا د غوره لیګ کرکټ سیاليو اتلوي افغانستان وګټله
په مالیزیا کي د کرکټ د سیالیو وروستۍ لوبه افغانستان وګټل او ددې سیالیو لومړۍ مقام يې خپل کړي دئ
افغانستان پنڅه لوبي کړي ،چي ۴ يې ګټلي یوه لوبه پر کوربه هیواد مالیزیال باندی وبایلل
ویل کیږي ،چي د پیل سوو سیالیو تر ټولو کمزوري ټیم د مالیزیا دي خو له افغانستان څخه چي ټولي لوبي يې ګټلي لوبه وګټل
نن په مالیزیال کي د پیل سوو کرکټ سیالیو وروستي لوبه د افغانستان او نیپال تر منځ تر سره سوه
د لوبي بیټنګ افغانستان پیل کړ او په ۴۹ اورونو کي یې ۲۶۲ منډې وکړې.
په دغو سیاليو کي عثمان غني او حشمت الله شهیدي د افغانستان لپاره خورا په زړه پوري لوبه وکړه
عثمان غني په ۶۱ توپونو ۵۱ او شهیدي په ۷۷ توپونو ۵۱ منډي جوړې کړې.
نورعلي ځدراڼ په ۵۹ توپونو ۴۳، محد نبي په ۲۵ توپونو ۳۴، سمیع الله شینواري په ۲۱ توپونو ۱۸، نصیر حمزه په ۲۸ توپونو ۲۰ او شفیق الله په ۸ توپونو ۲۱ منډې وکړې.
دولت ځدراڼ ۴، میرویس اشرف ۲، امیرحمزه ۱، محمد نبي ۱ نیپالي لوبغاړي سوځولي دي.
باید وویل سي چي نن په مالیزیال کي باران اوریدي او د سیالیو لپاره يې خنډ را منځ ته کړ ،چي بلاخره د افغانستان کرکټ لوبډلي ۲۶۲منډي ۲۳۷ ته راټيټي سوې او په مقابل کي يې د نیپال ۱۸اورونه کم کړل سوه
نیپال ونه سوای کولای چي د افغانستان لخوا ټاکل سوي هدف پوره کړي،نو د سیاليو اتلولي يې افغانستان ته پریښودل