کور / علمي / نړیواله تودیدنه (Global Warming) او…

نړیواله تودیدنه (Global Warming) او…

نړیواله تودیدنه (Global Warming) او د اقلیمی بدلونونو اغیزي په کرنه او د خوړو په رسولو(عرضه) باندی
Global warming-climate change impacts on agriculture and food supply
انجنیر شکرالله شیرزاد ، غویی ۱۳۹۳ ، کابل، افغانستان
لنډیز:
نړیواله تودیدنه، اقلیمی بدلونونه او په ځانکړی ډول د اقلیمی بدلونونو اغیزي په کرنه او د خواړو په عرضه کولو یا رسولو باندی یو د ورځنیو مهمو پیښو څخه دی. نړیواله تودیدنه نه یوازی د یخ د کنګلونو او د بحرونو د سطحی د لوړوالی سبب ګرځی بلکه د اقلیمی بدلونونو سبب هم ګرځی چی په کرنه او د خواړو په عرضه باندی د پام وړ اغیزي لری.دغه مهمو ورځنیو پیښو ته په کتلو سره ما په خپله دغه لیکنه کی د نړیوالی تودیدنی او د اقلیمی بدلونونو د اغیزو په اړوند موضوعاتو باندی رڼا اچولی ده. ددغه لیکنی په لومړی برخه کی نړیواله تودیدنه یا ګلوبل وارمینګ، د نړیوالی تودیدنی ځینی نښی نښانی او د نړیوالی تودیدنی اغیزي تشریح شویدی. د لیکنی په دوهمه برخه کی د اقلیمی بدلونونو د اغیزو ذکر په کرنه او د خواړو په رسولو یا غرضه باندی په تفصیل سره راوړل شویدی ځکه چی اقلیمی بدلونونه د کرنیزو نباتاتو د محصولاتو کموالی د لامل کیدو سره سره په مالداری او د ماهیانو په سکتور باندی خپلی اغیزي اچوی چی مخ پر ډیریدونکی نفوس ته د خواړو په عرضه کی ستونزي منځ ته راوړی. د لیکنی په وروستنی برخه کی د اقلیمی بدلنونو ځینی ممکنه منفی پایلی چی په راتلونکی کی به یی په کرنه او انسانانو باندی ولری ذکر شویدی.
د لیکنی کلیدی ټکي: نړیواله تودیدنه، اقلیمی بدلونونه، کرنه، د خواړو عرضه یا رسونه
پیژندنه:
د بحرونو د سطحی لوړوالی، د تودخی د وړانګو تیزوالی، د وچکالی پیښي، اقلیمی بدلونونه، د کرنیزو حاصلاتو کموالی او نور د نړیوالی تودیدنی ځینی پایلي دي، کومو چی لا د پخوا څخه زمونږ په روغتیا، چاپیریال او ټولنه باندی د پام وړ اغیزي کړیدی. په تیرو دریو (۳) لسیزو کی د ځمکی د سطحی د تودخی درجه د فارنیهات په کچه د یوی (۱) درجی څخه ډیره لوړه شویدی. ثابته شویده چی نړیواله تودیدنه په پراخه کچه په مخ پرودی هیوادونو باندي خپلی اغیزي کوی، د پرمختللی هیوادونو پر تله مخ پر ودی هیوادونه په مشکل سره د نړیوالی تودیدنی سره توافق کولای شی، اکثرا مخ پر ودی هیوادونه د نړی په نسبتا ګرمو ځایونو کی موقعیت لری، چی د تودوخی درجه یی لا د پخوا څخه لوړه ده. نړیواله تودیدنه به دغه د تودخی لوړه درجه نوره هم لوړه کړی چی لومړنی اغیزي به یی په کرنه باندی وی، ځکه چی کرنه د مخ پر ودی هیوادونو د پرمختګ اساسی برخه تشکیلوی.
Global Warming یا نړیواله تودیدنه څه شی دی؟ کوم عوامل د نړیوالی تودیدنی باعث ګرځی؟ زمونږ په روغتیا، چاپیریال، ټولنه او په ځانګړی ډول په اقلیمی شرایطو باندی کومی اغیزی لری چی وروسته دغه اقلیمی بدلونونه په کرنه او د خوړو په عرضه باندی خپلی اغیزي لری دا او ډیر نور د نړیوالی تودیدنی او د اقلیمی بدلونونو د اغیزو په اړه دلته لوستلی شی.
نړیواله تودیدنه څه شی دی:
ساینس پوهان پدی عقیده دی چی کاربن ډای اکسایډ (CO2) او ځینی نور غازونه په اتموسفیر کی د یو پوښ یا کمبلی په ډول ځای نیسی، لمر په خپله لومه کی نیسی او د ځمکی د کری د ګرمیدو سبب ګرځی. کاربن ډای اکسایډ د نړیوالی تودیدنی د زیاتوالی یو د ډیرو مهمو غازونو څخه عبارت دی. کاربن ډای اکسایډ هغه وخت په اتموسفیر کی ځای نیسی کله چی مونږ تیل، د ډبرو سکاره، او طبعی غازونه سوزو تر څو بریښنا تولید کړو، خپله موټرونه په حرکت راولو او یا هم خپل کورونه تاوده وساتو. هر څومره چی مونږ اتموسفیر ته ډیره اندازه د کاربن ډای اکسایډ غاز لیږو په هماغه اندازه نړیوالی تودیدنه زیاتیږی او په اقلیمی شرایطو کی بدلونونه منځ ته راوړی.

د نړیوالی تودیدنی ځینی نښی:
مطالعاتو ښودلی ده چی د ځمکی د کری د تودخی درجه لوړه شویدی او که مخه یی ونه نیول شی، نوره به هم لوړه شی. په تیرو شوو ۱۳۰ کلونو کی په اوسط ډول د ځمکی د تودخی درجه د فارنهات په کچه ۱.۴ درجی لوړه شویده. دولس (۱۲) د ټولو څخه ګرم کلونه د ۱۸۹۸ څخه راپدیخوا ثبت شویدی.
په دوامدار ډول د ۵۰ څخه د ډیرو کلونو لپاره د کاربن ډای اکسایډ (CO2) اندازه په اتموسفیر کی څارل شویده، راټول شوی معلومات ښي چی په اتموسفیر کی د کاربن ډای اکسایډ اندازه په دوامداره توګه په زیاتیدو ده، اوس مهال د کاربن ډای اکسایډ اندازه په اتموسفیر کی د ۱۹۵۷کال پرتله ۲۵ سلنه لوړه ده.
د نړیوالی تودیدنی ځینی اغیزي:
لکه چی ذکر شول نړیوالی تودیدنی لا د پخوا څخه زمونږ په اقلیم، صحت، خواړو، کرنی او زمونږ په چاپیریال باندی ژوری او د پام وړ اغیزي غورځولی دی. کچیرته ددغه نړیوالی ستونزی مخه په سمدستی ډول ونه نول شی، نو دغه اغیزي به نوری هم زیاتی او ویجاړونکی وي. دغه اغیزي به نه یوازی د یوی خاصی سیمی پوری تړواو ولری بلکه دغه اغیزي به ټوله نړی، تاسی، ستاسی ټولنه حتی ستاسی کورنی هم اغیزمنه کړی. دلته د نړیوالی د تودیدنی ځنی د پام وړ اغيزي تاسی سره شریکوو.
• د قطبی کنګلونو اوبه کیدل:
د نړیوالی تودیدنی د اغیزو په پایلو کی په قطبی ځایونو کی د تودخی درجه لوړیږی، د نړی اکثرا کنګلونه مخکی له دی څخه چی د نوی اوریدونکی واوری او کنګل په واسطه ډک شی، په ډیری چټکتیا سره اوبه کیږی. ساینس پوهان پدی عقیده دی چی د نړیوالی تودیدنی په زیاتیدو سره به دغه د کنګل اوبه کیدلو پروسه نوره هم ګړندی شی چی کیدلی شی د بحرونو د څنډو د لوړیدلو سبب وګرځی.
• د بحرونو د سطحو د لوړوالی ګړندیتوب او د بحرونو د څنډو څخه د سیلابونو او څپو راتلل:
د ۱۸۸۰ زیږدیز کال څخه راپدیخوا د بحر سطحه ۸ انچه لوړه شویده. نړیوالی تودیدنی د بحرونو د سطحو د لوړیدلو دغه پروسه نوره هم چټکه کړیده. د بحرونو د څنډو څخه د سیلابونو یا څپو راتلل د هغه ټولنو او اوسیدونکو لپاره چی د ځمکی په ژوره برخه کی اوسیږی اندیښنیي راپورته کړیدی.
• د توند اورښت اوریدل او د سیلابونه منځ ته راتلل:
څرنګه چی د تودوخی درجه لوړیږی نو کله چی اورښت کیږی، ډیر توند وی، چی په پایله کی د سیلابونو د منځ ته راتللو سبب کیږی.
• د تباه کوونکی اور د مودی غزیدل:
د تباه کوونکی اور زیاتیدل او د ددغه اور د مودی زیاتیدل یو د نړیوالی تودیدنی له پایلو څخه دی. په پسرلی او اوړی کی د تودخی د درجی لوړوالی او د واوری وختی اوبه کیدل په اوږده موده کی په ځنګلونو کی د تودخی او وچوالی په پایلو تمامیږی او د تباه کوونکی اور لپاره شرایط برابروی چی په نتیجه کی د ځنګلونو د سوزیدنی او نورو برخو ته د خپریدنی سبب ګرځی.
• د تکراری او قوی هوایی څپو موجودیت:
د تیرو ۶۰ کلونو پر تله په اوسنی حالاتو کی ګرمه هوا لیدل کیږی او ساینس پوهان پدی عقیده دی چی ګرمی او تکراریدونکی د هوا څپی به د نړیوالی تودیدنی په لوړیدو سره نوری هم لوړی شی او دغه ګرمی د هوا څپی روغتیا ته خطرناکی تمامیږی او د ستومانتیا، جل وهنی او نورو ویجاړونکو روغتیایی حالاتو د منځ ته راتلنی سبب کیدلی شی.
• په روغتیا باندی اغیزي:
نړیواله تودیدنه په روغتیا باندی د پام وړ اغیزي لری. لوړه تودخه د هوا چټلتیا، حساسیت، د مضره حشراتو ډیریدل او نور د نړیوالی تودیدنی په نتیجه کی منځ ته راځی، دغه ټول بدلونونه د ټولنیزی روغتیا لپاره د پام وړ مشکلات پیښوی.

• په موسم،فصلونو او اقلیمی شرایطو کی بدلون:
د پخوا پر تله اوس پسرلی مخکی راځی، واوره مخکی اوبه کیږی، د اوبو ذخیري وختی ډکیږی او د سیلاب له ډاره وختی خوشی کیږی، زرغونوالی او خاوری وختی وچیږی او په ځنګلونو کی د تباه کوونکی او خپرودونکی اور سبب ګرځی.
لکه څرنګه یی چی یادونه وشوه نړیواله تودیدنه په اقلیمی شرایطو کی د بدلونونو باعث ګرخی چی خپله اقلیمی بدلونونه په یو نه یو ډول زمونږ په اقتصاد،اوبو، ټرانسپورټی سیستم، ایکو سیسټم، روغتیا او زمونږ په ټولنه باندی اغیزي کوی. پوهان خبرداری ورکوی کچیرته ددغه ستونزی د حل لاري چاري ونه لټول شی نو ډیري ناوړه پایلي به ولري. دلته تاسی د اقلیمی بدلونونو ځینی اغیزی په کرنه او د خوړو په رسولو یا تقاضا باندی لوستلی شی.
د اقلیمی بدلونونو اغیزي په کرنه او د خواړو په عرضه باندی:
د کرنی سکتور د نړی د اکثرو هیوادنو په تیره بیا د نړی د مخ پر ودی هیوادونو یو د مهمو سکتورونو څخه عبارت دی. کرنه او د ماهیانو روزنه د اقلیم خاصو شرایطو ته ډیره اړتیا لری، په ټوله کی هغه اغیزی چی د اقلیم د بدلون په صورت کی منځ ته راځی په هغوی پوهیدل یا د هغوی پیژندل یو ستونزمن کار دی. په ځینو ځایونواو شرایطو کی کیدلی شی د کاربن ډای اکسایډ او د تودخی د درجی لوړیدل د نباتاتو د تولید لپاره ګټور وی، ولی دا ګټه هغه وخت په لاس راتللی شی، چی ټول تولیدی شرایط لکه د اوبو موجودیت، د ځمکی حاصلخیزی او نور ورته برابر وی. په ټوله کی په اقلیم کی بدلون په کرنیزو تولیداتو باندی ډیری اغیزي لری، که چیرته په اقلیمی شرایطو کی بدلون منځ ته راځی د کرنیزو نباتاتوپه تولید، د حیواناتو په ساتلواو د ماهیانو په روزلو باندی ډیری اغیزی لری. د اقلیم بدلون د کرنیزو نباتاتو په تولید باندی د ځینی نورو مهمو عناصرو پشان لکه کرنیز عملیات او تکنالوژی اغیزی لری. دلته د اقلیمی بدلونونو ځینی اغیزي په کرنه او د خوړو په عرضه باندی په لنډ ډول تر بحث لاندی نیسو.
د تودخی د درجی د لوړوالی اغیزي د نباتاتو په تولید باندی:
که څه هم نوی او پرمخ تللی تکنالوژی د نباتاتو په تولید کی د زیاتوالی سبب شویده ولی په اقلیم کی بدلونونه د نباتاتو د کم والی سبب شویدی. د نباتاتو د تولید زیاتوالی د خواړو د عرضی لپاره ډیر اړین دی. د تودخی په درجه، د کاربن ډای اکسایډ په اندازه او د اقلیم په شرایطو کی بدلونونه د نباتاتو په تولید باندی ډیری اغیزي لری. لوړه تودوخه شاید د ځینی نباتاتو د ودی او نمو د ګړندی والی سبب وګرځی همدارنګه لوړه تودخه کیدلی شی د نباتاتو د حاصل د کموالی سبب شی. په ځینی نباتاتو کی لکه (غلی دانی) د نمو ګړندی والی ددی سبب کیږی چی تخمونه او دانی په ښه توګه پخی نشی، چی په نتیجه کی د نباتاتو د حاصلاتو د کموالی سبب ګرځی.
• د کاربن ډای اکسایډ زیاتوالی د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالی سبب هم کیدلی شی.د کاربن ډای اکسایډ په زیاتوالی سره د ځینو نباتاتو لکه غنمو او سایبینو حاصلات ۳۰ سلنه او د جوارو حاصلات تقریبا ۱۰ سلنه لوړیږی. ولی ځینی فکتورونه کیدلی شی ددغه زیاتوالی مخه ونیسی، د مثال په ډول که چیرته نباتاتو ته د ضرورت څخه ډیره تودخه ورسیږی، یا کچیرته نباتاتو ته په کافی ډول اوبه او نور مغذی مواد ونه رسیږی د نباتاتو د حاصلاتو د کموالی سبب کیږی.
• ډیره زیاته تودوخه او اورښت د نباتاتو د ودی د مخ نیوی سبب ګرځی. په ځینی پیښو لکه سیلاب او یا هم وچکالی کی نباتات زیانمن کیږی او د نباتاتو حاصلات کمیږی.
• هرزه بوټی، نباتی مرضونه او فنجیان د لوند اقلیم ، د کاربن ډای اکسایډ او د تودخی د درجی په لوړیدو سره زیاتیږی. چی ددغه مرضونو او هرزه بوټو د لمنځه وړلو لپاره په میلونونو پیسی په مصرف رسیږی، دا پداسی حال کی ده چی د مرضونو او هرزه بوټود درملو ډیر استعمال کیدلی شی منفی تاثیرات ولری.
د اقلیمی بدلونونو اغیزي په مالداری باندی:
په اقلیمی شرایطو کی بدلون د حیواناتو په ساتنه او حاصلاتو باندی مستقیمی او غیر مستقیمی اغیزي لری.
• د ګرمی هوا څپی چی د اقلیمی بدلونونو په پایلو کی یی زیاتوالی اټکل شویدی د مالداری سکتور ګواښوی. د ګرمۍ زیاتوالی د مرضونو په مقابل کی حساسیت زیاتوی، د نسل او د شیدو د کموالی سبب ګرځی.
• وچکالی کیدلی شی مالڅړ او د خواړه برابرولو منابع تهدید کړی، وچکالی د څریدونکو حیواناتو لپاره موجود واښه کموی او یا یی له منځه وړی.
• په اقلیم کی بدلون کیدلی شی د مرضونو او پارازیټونو په خپوروالی کی زیاتوالی را منځ ته کړی کوم چی په مالداری باندی ډیری اغیزي لری. عموما پداسی ځایونو کی چی تود ژمی ولری.
• د کاربن ډای اکسایډ زیاتوالی کیدلی شی د مالڅړ د حاصل د زیاتولی سبب شی خو کیفیت یی خرابوی. ځینی څیړنو ښودلی چی د کاربن ډای اکسایډ زیاتولی د مالڅړونو د کیفیت د خرابوالی او په ځینی حالاتو کی یی د حاصلاتو د کموالی سبب ګرځی.
د اقلیمی بدلونونو اغیزي د ماهیانو په سکتور باندی:
د ماهیانو سکتور لا د پخوا څخه د ځینی مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی، لکه د اوبو چټلتیا، په تنګه ساحه کی زیات ماهیان ، اقلیمی اغیزي په خاصه توګه د تودخی د درجی لوړتیا، په اقلیمی شرایطو کی بدلونونه به دغه مشکلات نور هم پسی زیات کړی.
• ځینی ماهیان د اوسیدلو لپاره د تودخی یوی خاص درجی ته اړتیا لری، کچیرته د تودخی په درجه کی بدلون راشی ددغه ماهیانو په ژوند باندی تاثیر لری. ددغه ماهیانو په تولید کی کموالی راځی او عموما ځوانان ماهیان لمنځه ځی، او یا هم دغه ماهیان هجرت کولو ته اړ کیږی چی هلته په نوی ځای کی د هغه ځای د ماهیانو سره د خواړو او نورو سرچینو په سر رقابت ته لویږی.
• ځینی هغه مرضونه چی ماهیان پری اخته کیږی، کیدلی شی د تودخی د درجی په زیاتوالی سره نور هم زیات شی، یا هغه بکتریاوی چی د تودخی د درجی سره حساسی وی، کیدلی شی د تودخی د درجی په زیاتیدو سره د مرضونو د زیاتوالی سبب وګرځی چی په پایله کی د ماهیانو د حاصلاتو د کموالی سبب ګرځی.
• د تودخی په درجه کی بدلونونه د ماهیانو د تولید او هجرت په وختونو باندی اغیزي لری. ځکه د ماهیانو د ژوند ډیری مرحلی د تودخی د درجی او په موسم کی د بدلون پواسطه کنترول کیږی. د اوبو د تودخی د درجی په لوړیدو سره کیدلی شی د ماهیانو د ژوند په دوره کی تغیرات منځ ته راشی او په پایله کی د مرضونو د زیاتیدو سبب وګرځی.
د تودخی د درجی د اغیزو برسیره، د کاربن ډای اکسایډ د زیاتیدو له امله د نړی سمندرونه په دوامداره توګه تیزابی کیږی، دغه تیزابیتوب کلک پوښ لرونکی ژوي (shellfish) د خطر سر مخامخ کوی، ځکه چی د دوی دغه کلک پوښ د کلسیم څخه جوړ شویدی او د اوبو د تیزابیت په زیاتیدو سره یی کلک والی کمیږی.
د اقلیمی بدلونونو ځینی هغه اټکل شوی منفی اغیزي چی په راتلونکی کی به یی په انسانانو او د کرنی په سکتور باندی ولری:
– لکه چی مخکی یی ذکر وشو په اقلیمی شرایطو کی بدلون به د نباتاتو په حاصلاتو کی د پام وړ کموالی راولی، په خاصه توګه سویلی اسیا به ډیره زیانمنه شی.
– اقلیمی بدلونونه به اوبه خور فصلونه ډیر زیانمن کړی.
– اقلیمی بدلونونه به د هغه کرنیزو توکو په قیمت کی چی د نورو هیوادونو څخه واریدیږی د پام وړ زیاتوالی راولی. په خاصه توګه د وریجو، سایبن، جوارو او د غنمو په قیمتونو کی.
– څرنګه به چی د حیواناتو په ساتلو او د هغوي لپاره د خوراکی توکو په برابرولو باندی د پام وړ لګښتونه راځی، نو د غوښی په قیمت کی به هم زیاتوالی راشی، او د غوښی تقاضا (غوښتنه) به په دوامدار ډول د کموالی سره مخ شی.
– به ۲۰۵۰ کال به د کالوری موجودیت کی د پام وړ کموالی راشی چی دغه کموالی به د ماشومانو د ۲۰ سلنه سوء تغذی سبب وګرځی.
د نړیوالی تودیدنی او اقلیمي بدلونونو سره د توافق ځینی ممکنه د حل لاري چاري:
لکه چی په تفصیل سره د نړیوالی تودیدنی او اقلیمی بدلونونه ستونزي چی ننۍ نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده یادی شولی، که د نړیوالی تودیدنی مخه ونه نیول شی یا د هغی سر د توافق کولو لاري چاري ونه لټول شی، نو کیدلی شی چی د نړیوالی تودیدنی او اقلیمی بدلونونو اغیزي د اټکل څخه هم ډیری شی. د نړیوالی تودیدنی د مخ نیوی لپاره چی کومی د حل لاري چاري موجودی دی هر یوه یی ځانته بحث غواړی، مونږ یی د ځینو په لنډ ډول دلته یادونه کوو.
– فضا ته د لیږونکو غازونو کمول:Reduce Emissions
ددی لپاره چی د نړیوالی تودیدنی مخنیوی وشی نو مونږ ته پکار دی چی په کافی ډول د هغه غازونو مخه ونیسو چی د تودخی په واسطه تولیدیږی او په اتموسفیر کی ځای نیسی. مونږ په یوازی ډول هم کولای شو چی د غازونو د اندازی په کمولو کی مرسته وکړو ولی زمونږ مشران او دولتونه باید فضا ته د لیږدودونکو غازونو په کمولو کی عملی ګامونه واخلی.
– د ځنګلونو د وهلو څخه مخنیوی کول:
د ځنګلونو د وهلو کموالی په نړیواله تودیدنه کی د پام وړ کمی راوستلی شی او کچیرته د ځنګلونو د وهلو مخنیوی او فضا ته د لیږدیدونکو غازونو کموالی په مشترک ډول وشی نو په اینده کی به د نړی والی تودیدنی په مخ نیوی کی ډیر مفیده ثابت شی.

– د ښو کرنیزو کړنو څخه استفاده کول:
لکه څرنګه چی کرنه پخپله هم په نړیواله تودیدنه کی برخه لری، نو کچیرته له داسی کرنیزو کړنو څخه استفاده وشی، چی اتموسفیر ته د کاربن ډای اکسایډ د لیږدونی اندازه کی کموالی راولی، نو کیدلی شی چی د نړیوالی تودیدنی په مخ نیوی کی ګټور ثابت شی.

پاې:
لکه څرنګه یی چی یادونه وشوه کاربن ډای اکسایډ (CO2) او ځینی نور غازونه په اتموسفیر کی د یو پوښ یا کمبلی په ډول ځای نیسی، لمر په خپله لومه کی نیسی او د ځمکی د کری د ګرمیدو سبب ګرځی. کاربن ډای اکسایډ د نړیوالی تودیدنی د زیاتوالی یو د ډیرو مهمو غازونو څخه عبارت دی.هر څومره چی مونږ اتموسفیر ته ډیره اندازه د کاربن ډای اکسایډ غاز لیږو په هماغه اندازه نړیواله تودیدنه زیاتیږی او په اقلیمی شرایطو کی بدلونونه منځ ته راوړی.نړیواله تودیدنه یو د ورځنیو مهمو پیښو څخه ده چی د قطبی کنګلونو د ویلی کیدو، د بحرونو د سطحی د لوړیدو، د توندو اورښتونو د اوریدو، د سیلابونو د راتللو، په ځنګلونو کی د اور د لیګیدلو، د هوا د توپانونو د راتللو، د هوا د چټلتیا، د ناروغیو او د اقلیمی بدلونونو لامل ګرځی. اقلیمی بدلونونه بیا په خپل وار د تودوخی د درجی د لوړیدو باعث او د نباتی حاصلاتو د کموالی سبب ګرځی، همدارنګه اقلیمی بدلونونه د مالداری او ماهیانو په سکتورونو باندی د پام وړ اغیزی لری چی په تفصیل سره یی په همدی لیکنه کی یادونه شویده. کچیرته د نړیوالی تودیدنی او اقلیمی بدلونو د مخنیوی لپاره د پام وړ اقدام ونشی په راتلونکی کی به ډیری خطرناکی پایلی ولری. د نړیوالی تودیدنی او اقلیمی بدلونونو د حل لپاره باید ډیر څه وشی خو ځینی ممکنه د حل لاری چاری یی دا دی چی فضا ته د لیږدیدونکو غازونو لکه کاربن ډای اکسایډ اندازه باید کمه شی، د ځنګلونو مخنیوی باید وشی، د انرژی او د کرنی له داسی میتودنو څخه باید کار واخیستل شی چی فضا ته د لیږدودونکو غازونه اندازه کمه کړی.

ماخذونه References –
1. NRDC (Natural Resources Defense Council) (2011). An introduction to climate change. Available from: http://www.nrdc.org/globalwarming/climatebasics.asp
2. Union of Concerned Scientists. Global Warming: Confronting the realities of Climate Change. Available from: http://www.ucsusa.org/global_warming/
3. EPA (United States Environmental Protection Agency). Climate Impacts on Agriculture and Food supply. Available from:http://www.epa.gov/climatechange/impacts-adaptation/agriculture.html
4. William R. Cline (2008). Global Warming and Agriculture.