کور / هراړخیز / ولي فساد؟

ولي فساد؟

موږ(افغانان) د ډیرو مشکلاتو ښکار یوو، په ځینو کي خپله لوی لاس لرو او ځني بیا راباندي تپل سوي دي، د دنیا په مخ کي مو ترټول لوی شرم دادئ، چي افغانستان په فساد کي اول درجه هیواد دی، داچي د فساد اساسي جرړي چیري دي؟ څوک ډیر لاس پکښي لري؟ په دې لنډه لیکنه کي به لږ مکس پر وکړو.
د خدای(ج) خبره ده، چي تر هغوو په یو قوم کي بدلون نه راولي،ترڅو هغوئ په خپلو نفسونو کي تغیر رانه ولي. نن سبا چي پر افغانانو قوم غضب نازل دی، ټوله زموږ خپله ګناه او بې علمي ده، خو کله چي پرموږ بله لار ودریږي، بیا نو کله انګرېز ملامتو او کله پر امریکا یا پاکستان د خپل بام واوره ورپاشو، ټوله دا خبره کوي چي دا پردۍ مداخلې دي چي موږ دې ته نه پرېږدي، ترڅو پرخپلوپښو ودریږو! زه حیران دې ته یم چي ولي همېشه موږ د نورو ښکار یوو؟ ولي دا پردي استخبارات پر نورو هیوادونو تاثیر نه کوي؟ ولي د بل هیواد خلک د نورو په امرخپل ورور نه وژني؟؟؟ چي هرڅونده فکر وکړو، بېرته مو وجدان د خپل کور ودروازې ته ودروي!
کاشکي یوازي پر موږ د دولت د مخالفینو اور بل کړی وای، یا کاشکي د امریکا د بمبار خوراک وای، اوس سړی هک پک سي چي له طالبه وژاړو، له امریکايي وځغلو او که له دولتي/حکومتي فساده ځان نیهام کړو!؟
دوه ملګري مي ول، یوه په ګمرک کي وظیفه وموندل او بل په ترانسپورټ ریاست کي، د وظیفې د پیل نه مخکي مي ځیني وپوښتل چي څه پلان لرئ، ایا کوم نوی تغیر به راوړئ په یادو اداراتو کي او که نه؟ ما ځکه دا خبري په ډاډ ورته کولې چي دا دوه ملګري مي د پوهنتون محصلین ول، هغوئ په جواب کي په انفرادي ډول راته وویل، چي لږ وخت راکړه چي موږ څنګه بدلون راولو، شپږمیاشتي وروسته چي به هرنوی ماډل موټرراغلئ،او به همدا ښاغلي پکښي سپاره ول، هغوئ ویل زموږ پلان پردې باندي وو، چي څنګه چور ته لاره پرانیزو،هغوئ خپل ټوله انرژي په دې مصرفول ترڅو رعیت څه ډول نا آرامه وساتي، هغوئ همېشه د خپلوشخصي ګټو په وجه ملي ګټي ترپښو لاندي کړي وې خو په معنوي لحاظ به خوړل کېدل.
په یوه خارجي موسیسه کي به د یو خارجي ترلاس لاندي په ښه نظم او ډسپلین سره کار کوي، خو کله چي د دولت مامور سي ټکه پر را ایله سي، دندي ته پر ۱۱ بجې ځي، د کارمندانو سره بد برخورد کوي او ترکار یې رشوت زیات سي. د یوې خوا که او به له سره خړي دي، د مشرانو له خوا مراقبت نسته، له بلي خوا بیا د دې ځوانان ضمیرونه هم مړه دي.
کورني اخلاق د یو انسان پر ټوله ژوند مثبت/منفي تاثیرات درلودلایسي، کله چي سړی ددې فیشیني ځوانانو وحشت او خیانت ویني، بیا نو د دوئ پرکورني اخلاقو باندي شکمن سي، خو نن سبا دا شک په حقیقت بدلېدونکی دی، ځکه څوک چي د وطن لپاره په خیانت قدم اخلي، د هغه انسان هرڅه باید ترشک لاندي ونیول سي.
حللاره څه ده؟
په ډیرتاسف سره باید ووایم چي په ټوله ژوند په هیڅ یوه تدریسي اداره کي د (وطني میني) په اړه دوې خبري هم چا ندي راته کړي، په مسجد کي مو ژوند په کمپکړو تېرسوو، په مکتب کي وخت او حالاتو لښته راباندي وپېژندل او په پوهنتون کي د دیکتاتورۍ اوج دی، اکثره استادان فرعوني چلند کوي. په داسي یوه وطن کي د فساد له منځه وړل ډیروخت ته اړتیا لري، د مدارسو،مکاتیبو او پوهنتونونو په تدریسي نصاب کي باید د ملي ارزښتونو پرتعریفولو ډیرغور وسي، هراستاد باید مجبور سي ترڅو د وطني روحې رشد ته ډیره پاملرنه وکړي، د ځوانانو پراذهانو باید په دیر احتیاط سره د مسلکي کسانو لخوا کار وسي، هغوئ ته باید د فساد بد عواقیب ور په ګوته سي، هغوئ ته باید وویل سي چي ستاسو دائینده نسل پرافکارو څونده بده اغیزه لرلایسي او همدا ډول په مساجدو کښي باید د څه مودې لپاره د مارانو او لړمانو ترڅنګ ملاصاحبان پرټولنیزو اخلاقو او اوحب الوطن باندي هم دور او مباحثات وکړي.
کله چي فکرونه تر سالم فلټر ووتل بیا نو هرڅه خپله قانون ته سیخ کیږي، بیا نو د هیواد له ښایسته ژونده خوند واخلئ.
د ودان افغانستان په هیله