کور / تازه خبرونه / د ټاکنو د رای ۸۲ سلنه قسمي پايلي اعلان سوې

د ټاکنو د رای ۸۲ سلنه قسمي پايلي اعلان سوې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو ۸۲ سلنه قسمي پایلو دریمه برخه اعلان کړه
په دغو ټاکنو یو ځل بیا ډاکتر عبدالله عبدالله لوموړي ،ډاکتر اشرف غني احمدزي دوهم او ډاکتر زلمي رسول دریم مقام خپل کړی دئ
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني په یوې خبري ناستي کي د ۳۴ولایتونو د ټاکنو ۸۲سلنه رایو قسمي پايلو پایله داسي اعلان کړه

ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ سلنه.
ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣٢،٩ سلنه.
زلمى رسول ١١،١ سلنه.
عبدالرب رسول سياف ٧ سلنه.
قطب الدين هلال ٢،٨ سلنه.
محمد شفيق ګل اغا شېرزى، ١،٦ سلنه.
داود سلطانزوى، ٠،٥ سلنه.
او هدايت امين ارسلا ٠،٢ سلنه رايې ګټلې دي
نوې فیصدي له مخې داسې ښکارې چې انتخابات به دوهم پړاو ته ووځي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې دوی دې ته چمتو دي چې دوهم ځلي انتخاباتو د دو مخکښو کاندیدانو تر منځ وسي.