کور / تازه خبرونه / کندهار: ۳۲۵تنو ته په ترافیکي پیښو کي مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار: ۳۲۵تنو ته په ترافیکي پیښو کي مرګ ژوبله اوښتې ده

په کندهار ولایت کي ۳۲۵تنو ته په ترافیکي پیښو کي مرګ ژوبله اوښتې ده
دکندهار د ترافیکو امر د ولایت مقام په اونیز اداري مجلس کي د عوایدو د زیاتوالي تر څنګ د ترافیکي پیښو د کموالی خبر ورکړ
هغه وايې په ۹۲ ۱۳کال کي ۵۰ مرګوني ترافیکي پیښی رامنځ ته سوي چي له امله يې ۷۸سړي ،۴ښځي او ۲۰کوچنیان وژل سوي دي
په خبره يې چي په همدې کال کي ۱۰۷ د ټپی کېدو پیښی را منځ ته سوي چي ۱۴۲سړي،۲۵ښځمني او ۵۶کوچنیان ټپیان سوي دي
هغه وايې دا په داسي حال کي ده چي ۹۱کال کي د ترافیکي پیښو ګراف خورا لوړ وو،چي سږکال د تیرو کلو په نسبت دا ګراف ټیټ سوي دي
هغه ومنل چي د ترافیکي پیښو مرګ ژوبله د جنګ جګړو،ماین چاودنو او بمباریو په پرتله زیاته ده

دکندهار د ترافیکو مدیر همدارنګه د خپلو عوایدو د زیاتوالي خبر هم ور کړ
دی وايې چي په ۱۳۹۱ کال کي يې عواید دوه ميلیونه دري اویا زره اته څلویښت زره وه خو په ۹۲ کال کي دا رقم ۱۵میلیونه څوارلس زره او درې سوه اته تیا افغانۍ ته لوړ سوی دئ.
نوموړي وايې یوازي یوسلو اووه ویشت زره افغانۍ يې له هغو کسانو د جریمې په توګه راټول کړي ،چي له ترافیکي اصولو يې سرغړونه کړې ده.
د یادوني وړ ده چي د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون مسېولینو هم د ترافیکي پیښو پر رامنځ ته کېدو اندیښنه شودلې وه
ددې کمېسیون یوې کمیشنیری علم هوا نورستاني ويلي ،چي په هېواد كې د جنګ جګړې او چاودنو تر څنګ پر لويو لارو دترافيكي پېښو مرگ ژوبله د اندیښنې وړ بللې ده
په خبره يې،چي په دې پېښو كې هم په لسګونو ملكي وګړو ته مرگ ژوبله اوړي او دداسې پېښو د رامينځ ته كېدو داصلي علتونو د څېړلو غوښتنه يې کړې ده .