کور / تازه خبرونه / کندهار:۱۳ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار:۱۳ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيه قومندانۍ د ١٣ وسله والو ترهګرو د وژلو تر څنګ يو شمېر ژوندي نيولي دي
د کندهار امنيه قومندانۍ د تېري اوونۍ په جريان کي په ښار او ولسواليو کي ١٣ وسله وال مخالفين وژلي، د ٧ نورو مشکوکو کسانو تر څنګ يې ١٢ ترهګر ژوندي نيولي او تر څنګ يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات لاس ته راوړي دي.

په هغه خبري ناسته کي چي نن د کندهار ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو په مرکز کي جوړه سوې وه، د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل، افغان امنيتي ځواکونو د تېري اوونۍ په اوږدو کي په ښار او ولسواليو کي د دښمن مهم پلانونه شنډ کړي، چي په ترڅ کي يې په زياته کچه وسلې او مهمات لاس ته راوړي دي.

نوموړي وويل، د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې په ښار او ولسواليو کي ١٢ گډ او ١٣ ځانګړي عمليات کړي، چي په پايله کي يې ١٣ وسله وال مخالفين وژلي او ١٢ نور يې ژوندي نيولي دي.

اطرافي وايي، د دې تر څنګ يې يو شمېر سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړي، چې له جملې يې يوه صوبه د ځانمرګي واسکټ، يوه عراده فيلډر موټر، ٤ عرادې موټرسايکلان، ١١٢ کړۍ مختلف النوع ماينونه، ٨ کيلوګرامه باروت، ٥٠ عدده د ماين کانچې، ٣٥ عدده د ماين ريموټ کنټرولونه، ٢ عدده د ماين پټاکۍ، ٣ ميله راکټ اندازه، يو ميل دهشکه، پنځه ميله پيکا، ٧ ميله کلاشينکوفونه له ٢ شاژورونو سره، دوه ميله توپنچې، دوې پايې ايکم مخابرې، ١٢ فيره د ٨٢ ملي مترۍ توپ مرمۍ، ٥ فيره د توغندي مرمۍ، ٩ فيره د راکټ مرمۍ، ١٠٠٠ فيره د راکټ مرمۍ، ٣٢٠٠ فيره د پيکا مرمۍ، ٥٠٠ فيره د کلاشينکوف مرمۍ، ٥ قبضې د کلاشينکوف کونداغونه د يادوني وړ دي.

اطرافي زياته کړه، د کندهار ښار په بېـلابېل سيمو کي يې ٣٦ ګرامه هيرويين، ٢٧٤ کيلوګرامه ترياک او ٢٠ کيلوګرامه اومه چرس نيولي، چي ورسره په تړاو يې ٥ شکمن کسان هم نيولي دي.
وسلوالو طالبانو د دولت ددې ادعا په اړه څه ندي ويلي.

اطرافي د خبرو په دوام وويل، داراز يې د امنيتي برخي تر څنګ يوشمېر جنايي پېښي هم درلودلي، چي له جملې يې دوه تنه د موټر د غلا په تور، دوه تنه له کور څخه د تېښتي په تور او يو کس د جنسي تېري په تور نيول سوي دي.

اطرافي وويل، د تېري اوونۍ ٩٥٠٠٠ افغانۍ ټرافيکي عوايد يې د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړي او دا راز يې د پاسپورټ مديريت ٧٤٨٨٥٠ افغانۍ عوايد د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.