کور / تازه خبرونه / زابل:ولایتي شورا ته کاندیدان وايې لاریون کوو

زابل:ولایتي شورا ته کاندیدان وايې لاریون کوو

په زابل ولايت کې يو ځل بيا د هغه رايو شمېرنه پيل سول، چې پرې د درغليو شک وو، خو کانديدان بيا هم د شفافيت غوښتنه کوي.

د رایو د شمېرنې پر مهال د ولسمشرې او ولایتې شوراګانو د یو شمېرنوماندانو استازو د ټاکنو او شکایت اوریدولو پر کمیسیونو ږغ وکړ، چي خلګو په ډیرو سختو حالاتو کې خپلې رايې کارولې او باید ورته درناوی وسي.

خو د یوشمېر نوماندانو استازو بیا په ځینې محلونو کې د درغلۍ خبره کوي ، ددې ولایت دټاکنود دفترمسولین وايي چي دمرکزې دولت په غوښتنه يې د ځینو ترشک لاندي محلونورايې شميرنه پیل کړې ده او د ټاکنو په اړوند هر ډول پریکړه د مرکزي کمېسيون صلاحیت دی.

په زابل ولایت کې د شکایت اوریدولو او ټاکنو کمیسونو لخوا د ځینو رایو ورکولو مرکزونو رايې بیا شمېرنه پیل سوه.

په دې ولایت کې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا نوماندانو یو شمېر استازي وايي چې د رایو ورکولو پروسه په شفاف ډول ترسره سول او پکښې هیڅ ډول درغلۍ نه ده سوې.

دوی وايي یو شمېر کسان هڅه کوي چي خپلو شخصي ګټو په موخه د زابل د شملزو ولسوالي د ځنځیر سیمې رايې له منځه یوسي او د هغه ځای امنیتي چارواکي بد نام کړي چي دوی ته دا ډول کړنې هیڅ د منلو وړ نه دي.

په ولسې جرګه کې د زابل د خلګو استازې اغلې زهرا توخې ، ولایتي شورا ته نوماندان محمدداود ګلزار، محمدداود اساس او فوزیه یونسي کاکړ د ټاکنو او شکایت اوریدلو پر کمیسونو ږغ کوي چي خلګو په دې سیمه کې په سختو حالاتو کې خپلې رايې کارولي او باید ورته درناوی وسي.

بل لورته بیا یو شمېر نوماندان ډاکټر زلمی زابلی،عبدالرحمن هوتک ، معاوين سردار محمد غرنی او د هغوی استازي په شملزو ولسوالۍ کي د درغلۍ خبره کوي.

دوی وايي په دې ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو لخوا درغلي سوې او باید یادي رايې له منځه ولاړې سي.

هاخوا بیا په سهېل کي د سرحدي پولیسو درستیزوال او د کندهار امنیه قومندان تورن جنرال عبدالرازق د شملزو په ولسوالۍ کي د ټاکنو په پروسه کي د امنیتي ځواکونو هرډول لاسوهنه ردوي.

نوموړی وايي چي دوی یوازي د ټاکنو په ورځ امنیت ساتلی وو او په یاده سیمه کي ټاکنې په شفاف ډول ترسره سوې.

دزابل دټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مسئول محمدهاشم درانی بیا د رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چي تردې مهاله پوري ددې ولایت د هیڅ ځای رايې لمنځه نه دي تللي او د یو شمېر محلونو رايې چي تر شک لاندي وې ، د مرکزي کمېسیون په لارښوونه يې بیا شمېرلې دي.

نوموړی وايي چي د رايې له منځه وړل د ټاکنو خپلواک کمېسون او شکایت اوریدلو کمېسیونو د مرکزي دفتر صلاحیت دی.

په زابل کې د رایو بیا شمیرنه په داسي حال کې پیلیږي چي د دې ولایت په ډیری سیمو کي ټاکني په شفاف ډول او دامنیت په فضا کي ترسره سولې.