کور / سياسي / ملا اغاجان معتصم:زما په اړه د سوء قصد د تخریبي اوقاتلانه پلان ویره کمه شوي ده

ملا اغاجان معتصم:زما په اړه د سوء قصد د تخریبي اوقاتلانه پلان ویره کمه شوي ده

په متحده عرب اماراتوکې زما (معتصم اغا) دپیښې په اړه وضاحت اوڅرګندوني

ډيرودرنواوقدرمنوهیوادوالو.

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .

لکه څرنګه چې به تاسي هم اوریدلي وي چې تیره اونۍ په یوشمیر مطبوعاتي خپرونوکې زماپه اړه په متحده عرب اماراتوکې دتوقیف اود دغه هیواد د امنیتي مقاماتو لخوا زما د نظربندي خبرونه نشرسول.

دا چې د دې پیښې حقیقت څه وو اوکوم لاملونه یې ترشادرلودل غواړم په څو مختصرو جملوکی يي په لاندې ټکوکې بیان اوڅرګندکړم ، ترڅوتاسي هم له واقعیته خبر واوسي .

نیږدې یوه میاشت مخکي زما د ځینونیږدې تنیظیمي اوخواخوږوکړیو،دوستانواوملګرو لخوا ماته داسې خبراواطلاعات راکړل شوه چې ګواکي ځیني خاصې مغرضې ،هیواد دښمنه اوسوله نه غوښتونکي کړۍ زما په اړه دبدو اوسوء قصد اراده لري اوغواړي چې په یوشکل داشکالو مې د ترور او وژلو کړنه ترسره کړي ، نوماته داړوند لوریو لخوا په کلکه توصیبه وشوه چي باید دخپل ځان دخوندیتوب لپاره ښه امنیتي تدابیر په پام کې ولرم.
همدار راز زما په اړه دسوء قصد اطلاعات اومعلومات د متحده عرب اماراتو امنیتي مسؤلینو هم ترلاسه کړې وو ، نوداچې هغوی په خپل هیواد کې دهغوټولو وګړو کوم چې په قانوني بڼه ددوي په هیواد کې استوګنه غوره کوي دژوند دخوندیتوب مسؤلیت اوخاصه پاملرنه پرغاړه لري ،په ځانګړي توګه دهغوشخصیتونوپه اړه خصوصي امنیتي اهتمام لري کوم چې په سیاسي ، علمي اوټولنیز لوري پوري اړه لري .

نو دخپل امنیتي پلان له مخې یې زما د امنیت اوخوندیتوب په خاطر ماته په موقت ډول د خپلې استوګنځۍ د پریښودلو او پرځای يي د دې هیواد په مرکز کې په یوه خوندي ځای کې د اوسیدلو توصیه وکړه.

ماهم د خپل ژوند د نجات او ژغورلو په خاطر دهغوی توصیه قبوله کړه او څو ورځې مي د دوی له لوري په راته تعین شوي محفوظ ځای کې تیرې کړي .

نوددښمن ددسيسې د ښه شنډولو او خپل ځان دژغورلوپه خاطرمې په یاده موده کې خپلي ټولې ټلیفوني اوانټرنیټي اړیکي دخپلوتنظیمي ملګرواونورو سیاسي اومطبوعاتي شخصیتونواوجهتونوسره قطع کړي وي.

اوس چې ترډيره حده ددښمن دشوم پلان خطرکم شوي دي او دمتحده عرب اماراتو دامنیتي مسؤلینو دمعلوماتو پراساس زما په اړه د سوء قصد د تخریبي اوقاتلانه پلان ویره کمه شوي ده اوترډيره یې احتمال له منځه تللی دي او زه هم په دې باور یم اوراته جوته شوي ده چې نور مې انشاء الله امنیت خوندي دی، بیرته د اماراتي چارواکو لخوا خپل پخواني استوګنځی ته ولیږدول شوم .

زه ددې ترڅنګ چې دخپل امنیت ساتلو په خاطر د متحده عرب اماراتو د امنیتي چارواکود دغو مرستو او تلاشونوډیره قدرداني کوم او ترینه منندوي یم ورسره و ټولوطالب ملګرو ، خواخوږو او ټول افغان ولس ته د خپل سوله ییز سیاسي اوجهادي فعالیت د جاري ساتلو اطمنان ورکوم او په دغه لاره کي دخپل رب ج څخه دبشپړ توفیق غوښتنه کوم اوهم دخپل قدرمن اولس نه دپوره همکاري هیله اوامید لرم .

دا چې یوپیاوړی ،پرامن، سولیز،یوموټی ،آزاد اوپرمختللی هیواد دهریوه افغان دزړه ارمان اویوازينی خواهش دي نو زه هم دخپلوهیواد والو اوکړیدلي ولس ددغه ارمان دپوره کولو لپاره هري قربانۍ ته حاضر یم .

اوس زه په پوره خوښي او اطمنان کې یم متعال څښتن دي زموږ ټول کړیدلي او ربړیدلي وطن وال هم د امن اوسکون په فضاکې دژوندکولو جوګه وګرځوی او پاک خدای مودي نورخپل خوږ وطن د جګړو او تیري کوونکو جګړه مارو له شره خوندي او په امان کې ولري (آمین) .

دګران هیواد افغانستان دتل پاتي ثبات اوسوکالۍ په هیله .

والسلام

ملا اغاجان معتصم