کور / علمي / څنګه کولاى سو خپله حافظه قوي کړو؟

څنګه کولاى سو خپله حافظه قوي کړو؟

په دې ژباړه کي به تاسي ټولي هغه لاري چاري زده کړي چي له امله به يې وکولاى سئ خپله حافظه قوي او خپل دماغي قوت ته پرمختګ ورکړئ.
زوروره حافظه په سالم صحت او د دماغ په استعداد پوري اړه لري. دامهمه نه ده چي تاسي په کم حالت کي قرار لرى، که چيري تاسي د ښوونځى يو زده کوونکى اوسي، يا غواړى په خپل کاري بهير کي پرمختګ وکړئ او يا غواړى د خپل عمر په ورستيو کي خپل خړ حالت ته بدلون ورکړى نو ډيري لاري چاري سته چي تاسي کولاى سئ خپلي حافظې ته پرمختګ ورکړى او خپل دماغي قوت مو زيات کړى.
په دې ژباړه کي به تاسي ته پر لاندي موضوعاتو باندي معلومات درکول سي.
• په سپورت او خوب کي لټي (غفلت) نه کول.
• ملګرو او ساتېري ته وخت ايستل.
• د تشويشونو تنظيم.
• د اعصابو د تقويوې غذاوي خوړل.
• دماغي تمرين کول.
• د دماغ د تقويې د دستګاو څخه استفاده کول.
• پر حافظې باندي کار کول ترڅو قوي سي.
خپل دماغ د کار لپاره اماده کول
هغه متل دى چي وايي غټه مينا خبري نه سي کولاى، مګر که خبره د د ماغ په اړه سي نو ساينس پوهانو ثابته کړي چي دا متل چي د زاړه عمر په اړه ويل سوى په مکمل ډول غلط دى. د انسان دماغ يو حيرانونکى قابليت لري هغه کولاى سي په هر وخت کي د هر ډول حالاتو سره توافق کولاى سي که څه هم په پاخه عمر کي هم وي. د انسان دماغ قابليت د نيروپلاستيسټي(Neuroplasticity) په نامه پيژندل سوى دى. په تشويق سره د انسان دماغ په هر وخت کي کولاى چي پرمختګ وکړي، ځکه که چيري پر عصبي رشتو باندي کار وسي هغه په هر ډول شرايطو کي توافق کوي او پرمختګ کوي.
د انسان دماغ يو ځانګړى خاصيت لري، که چيري يو څوک ډير مطالعه کوي د هغه دماغ ډير قوي کيږي، ځکه نوي معلومات د انسان استعداد لوړوي او حافظه يې هم قوي کيږي.
د حافظې د قوي کېدو لمړۍ طريقه: په سپورت او خوب کي لټي (غفلت) نه کول.
دا يواځي ورزش کاران تحليلولاى سي چي کله دوى سپورټ کوي نو دوو شيانو ته ډيره جدي پاملرنه کوي لمړى غذا او دوهم خوب دى. که چيري په سپورټ کي ښه غذا وخوړل سي او په کافي اندازه خوب وکړل سي نو د انسان بدن ډير قوي کيږي. نو د سالم بدن سره د انسان دماغ مستقيمه اړيکه لري نو ښه غذا او سپورټ کول د انسان حافظه قوي کوي. لکه چي وايي( کله چي تاسي بدن ته تمرين ورکوى په حقيقت کي تاسي خپل دماغ ته تمرين ورکوى.
د مرضونو څخه مخنيوى کولاى سي چي ستاسي حافظه کي زياتوالى راولي. فزيکي تمرين له لاري د انسان دماغ ته په کافي اندازه اکسجن رسيږي او فشار چي د انسان پر حافظه وي د سپورټ له امله کميږي او که چيري دايمي سپورټ وکول سي ذهني فشار په مکمل ډول ختميږي او انسان به ډيره سالمه حافظه ولري. شکره او د زړه ناروغي هم حافظه ډيره کمزوري کوي نو موږ کولاى سو چي د يو لړ کيمياوي درملو په واسطه باندي نوموړي ناروغي کنټرول کړو او د خپل دماغ حجرات سالم وساتو.
د خوب پواسطه حافظه قوي کول:
کله چي ستاسي بدخابه کيږئ نو ستاسي دماغ په نورمال(عادي) ډول کارنه کوي.بدخابي ستاسو نوښت، د ستونزو د حل فکري وړتيا او کاري استعداد په خطر کي اچوي. د بدخابى په صورت کي تاسي نه سى کولاى ورځني چاري چي څنګه ښايي هغسي مخته يوسئ. که چيري تاسي تحصيل، کار او يا کوښښ کوى چي په خپل ژوند کي پرمختګ وکړئ او غواړئ چي خپلو غوښتنو ته مو ورسيږى نو خپل خوب مو پوره کوى ځکه بدخابي ستاسو د ټولو ارمانونو مخه نيسي. خوب د حافظې لپاره يو اساسي رکن دى. تحقيقاتو ښودلې چي د حافظې د تقويې لپاره خوب حتمي دى، حافظه هغه وخت قوي کيږي چي ښه آرام بيده سئ
د حافظې hد قوي کېدو دوهمه طريقه: ملګرو او ساتېري ته وخت ايستل
که چيري تاسي غواړى حافظه مو قوي کړى، نو ښه پريکړه داده چي په ډيرو سختو ګيمونو خپل مغز ستړى نه کړئ ددې لپاره چي هم مو اعصاب آرام سي او هم مو وخت ښه تير سي نو خپل نژدې ملګرو سره په څنګ کي وواسى، يو تفريحي تلويزوني پروګرام ننداره کړى، بانډار وکړى ترڅو خستګي مو له منځه ولاړه سي. هغه فشار چي پر اعصابو وي د نژدې ملګرو سره په وخت تيرولو ډير کميږي ځکه هلته هر ډول مسايل مطرح کيږي، ټوکي ټکالي کيږي او يا داسي ګيمونه ترسره کيږي چي هغه د انسان پر اعصابو پروت فشار کموي او يا يې له منځه وړي، کله چي د انسان پر دماغ پروت فشار ايسته سي حافظه قوي کيږي او انسان کولاى سي چي په اسانى سره معلومات په حافظې ته وسپاري.
سالم روابط: د حافظې د قوي کولو لپاره ګټوره لار ده
په ټولنيز ژوند کي يواځي اوسېدل بيلابيلي ستونزي ايجادوي، انسان بايد د ځان لپاره د سالم اجتماعي ژوند لاره غوره کړي، ځکه د مختلفو خلګو سره په اړيکه کي انسان زيات تشويقيږي، دغه تشويق انسان حافظه قوي کوي، ځکه د مختلفو خلګو سره ناسته ولاړه دانسان دماغ ته تمرين ورکوي، لکه څنګه چي د انسانانو رنګونه مختلف دي همداسي يې په خواصو کي هم فرق دى، که چيري موږ داصلاح او د خپل مغر د پرمختګ په موخه د مختلفو خلګو سره کښېنو ليري نه ده چي ډير څه به زده کړو، خو يوه ټکي ته بايد پام وکړى چي دونه زيات هم بايد اجتماعي نه سي چي د بدو خلګو سره هم ناسته ولاړه شروع کړى هغه کيداى سي ستاسي دماغ په بدو کارونو کي در وروزي.
تحقيقاتو ښودلې چي خلګو سره د سالمو روابطو درلودل نه يواځي د انسان پر جسمي روغتيا مثبت تاثير کوي بلکي د انسان مغز ته هم پرمختګ ورکوي. د هاروډپوهنتون يو وروستي تحقيق ښودلې هغه انسانان چي اجتماعي ژوند لري هغوى صحت سالم او مغز يې ډير ښه کار کوي. په ډيرو لږو مواردو کي ليدل سوي چي اجتماعي ژوند لرونکي انسانان دي د حافظې د خرابوالي ستونزه ولري.
ډيري داسي طريقې سته چي موږ يې په خپل ټولنيز ژوند کي ترسره کړو چي په هغه سره مو حافظه قوي کيږي او هم مو خلګو ته ګټه رسيږي د مثال په ډول يو خيريه کار په رضاکاره ډول ترسره کول، د ملګرو سره ناسته ولاړه او يا تليفون کي تماس نيول، تر هغه انسان چي ګټه يې ټولني ته نه رسيږي يو کورنۍ حيوان غوره بلل کيږي لکه کورنۍ سپى.
خندا د دماغ لپاره ګټوره ده:
تاسي به اوريدلي وي چي خندا د دماغ لپاره ګټور دوا ده، او ددې څنګ صحت ته هم ډيره ګټه کوي.خلګو سره په مينه مخامخ کيدل او په يو خاصه عاطفه جواب ورکول انسان ډير آراموي او هم د خلګو په زړونو کي ځاى پيدا کوي، که يې حقيقي شکل ته وکتل سي دا خپله يو ستر پرمختګ دى چي انسان يې په ځان کي راولي.
سر بيره پر دې د ټوکي اوريدل د انسان لپاره ډيري ګټوري دي، ځکه ټوکي انسان خندوي او تر خندا ورسته ډير انسان ډير راحته کيږي.روانشناس دانيل ګلمن په خپل کتاب کي ليکلي(( خندا د انسان لپاره يو حياتي رول لوبوي ځکه کله چي انسان خاندي نو ځان ډير آزاد احساسوي)).
که چيري غواړى په خپل ژوند کي ډير وخاندي نو لاندي لاري چاري عملي کړئ:
• پرځان خندل: خپلي هغه جالبي او خندونکي خاطرې مو د ملګرو سره شريکه کړئ چي تاسي په يو رسمي وخت کي پکښي شرميدلى ياست. کله چي تاسي د خپلو ملګرو سره خپلي هغه خاطرې شريکي کړى چي ستاسي څخه په تصادفي شکل د فتر په يو رسمي مجلس کي پيښي سوي وي او يا دې ته ورته…
• کله چي مو خندا واوريدل هغه لورى ته حرکت وکړئ: اکثره وخت خلګ کوښښ کوي چي خپل د ژوند يو جالبه خاطره شريکه کړي ترڅو هم ده او هم يې شاوخوا خلګو ته د خندا فرصت چمتو سي، کله چي تاسي هم په خپل شاوخوا اويا کاري چاپيريال کي يو ګروپ خلګ وليدل چي سره خاندي نو ورسي پوښتنه ځيني وکړى چي پر څه شي خاندى ترڅو هغه خاطره تاسي ته هم وويل ترڅو تاسي هم پر وخاندى.
• د مسخراچيانو سره وخت تيرول: يو شمير خلګ سته چي کولاى سي په ډيره اسانى خلګ وخندوي، هغه هره کيسه په داسي انداز کوي چي انسان مجبوره کيږي چي پرې وخاندي نو دداسي خلګو سره يوه اندازه وخت تيرول ډير ګټور دى، ځکه هغه هره خبره په يو ډير جالب انداز کوي چي شاوخوا ناست کسان مجبوره کيږي چي ورته وخاندي.
• په خندونکو موادو باندي ځان چاپيرول: پر خپل ميز او يا مټر کي يو خندونکى شي ايښودل ، په خپل دفتر کي خندونکى پوسټر نصبول او د خپل کمپيوټر پر سکرين سيور باندي يو داسي صحنه ثبتول چي په ليدو يې تاسي وخنديږى لکه د ځان او يا دي د يو نژدې ملګري جالبه عکس چي په ليدو يې ته ډير وخنديږې.
• ماشومانو ته ډيره توجو کول او هغوى په سيالي اچول: ماشومان په ساتيري کي ماهران دي، هغوى حتمي داسي حرکات ترسره کوي چي انسان ډير خندوي.

د حافظې د قوي کېدو دريمه طريقه: د تشويشونو تنظيم
تشويش د دماغ سرسخته دښمن دى.تشويش د انسان د دماغ هغه برخه تخريبوي چي په هغه سره انسان نوي معلومات خپل دماغ ته سپاري، خو تشويشونه نه يواځي هغه برخه تخريبوي او کمزوري کوي يې بلکي دحافظې زاړه معلومات هم ګډوډوي، چي په اسانى سره انسان نه سي کولاى هغه ياد ته راولي بايد پر دماغ فشار راوړل سي ترڅو په حافظه کي ساتلي مواد را برسيره سي.
تشويش زيانونه او د تفکر ګټي:
د عصبي ناروغيو ماهرانو د ذهن د انکشاف او نه انکشاف لپاره مختلفي طريقي بيان کړي دي. مطالعو ښودلې چي مراقبت د انسان د دماغ سره په مختلفو مرحلو کي ښه مرسته کولاى سي لکه ژور خفګان، انديښنې، اوږد مهاله دردونه، شکره او د ويني لوړ فشار. ددې ترڅنګ مراقبت کولاى سي چي د انسان د نوښت، کاري مهارتونو او د لوستلو قوه پياوړي کړي.
مراقبت لکه جادو د انسان پر دماغ باندي عاجل تاثير کوي. پر دماغ باندي ورځنى کار کول ښيي چي د انسان په حافظه کي څونه ژور بدلون راغلى دى، په لږ بدلون سره انسان نور هم زيات تشويقيږي او ذهن وړتيا نوره هم ډيريږي.
تشويش او اندېښنې هم پر حافظه باندي تاثير کوي
ددې ترڅنګ تشويش، اندېښنې او د ډيري مودې غم هم پر دماغ فشار واردوي او حافظه ګډوډوي. د تشويش، اندېښنو او ډيري مودې غم علايم ډير ژر پرانسان معلوميږي کله چي انسان غواړي خپل مغر پر يو موضوع باندي متمرکز کړي نه يې سي کولاى، غواړي فيصله وکړي په هغه کي ژر تصميم نه سي نيولاى او يا که غواړي شيان په ياد کړي نه يې سي په يادولاى، ځکه دا ټول پر حاظه باندي مستقيم تاثير لري او ددې ترڅنګ د انسان وړتيا هم کمزوري کوي نو ښه لاره يې داده چي خپل فکر باندي کار وسي ، تشويشونه رفع کړي، اندېښنې ليري کړي او د غم څخه ځان وژغوري ترڅو ټولي ستونزي يې هواري سي.
د حافظې د قوي کېدو څلرمه طريقه: د اعصابو د تقويوې غذاوي خوړل.
لکه څنګه چي تاسي پوهيږى چي د انسان بدن ښې غذا ته اړتيا لري نو دماغ هم همداسي دى. تاسي پوهيږى چي ميوې، سبزيجات، ټول غله جات، روغتيايي غوړي لکه( زيتون) او هغه پروتين چي د چربي فيصدي يې لږ وي د وجود لپاره ډير ګټور دي، او دا ډول عذايي ريژيم حافظې ته هم کيداى سي لږ ګټه وکړي.خو د دماغ د قوي کېدو لپاره ددې ډول غذاوو خوړل بسنه نه کوي. لاندي غذاوو خوړل د انسان دماغ ته ډيري ګټوري او د انسان دماغ د ليونتوب څخه ژغوري.
• Omega-3s اومېګاه درې ايس خوړل: ډيرو څيړونو ښودلې چي د اوميګا ايس درې اسيدونو خوړل د انسان د ماغ لپاره ډير ګټور تماميږي. د ماهي غوښي د اوميګا ايس درې لويه سرچينه ده او د ماهي په غوښه کي يې سلنه تر نورو غذاوو ډيره ده، يخي اوبه، سور کړى ماهى، تن ماهي او داسي نور رقمونه د ماهيانو ، نو ځکه د ماغ د قوي کولو لپاره دماهي غوښو پر خوړولو ټينګار سوى دى او د ماهي دغوښو خوړل د انسان دماغ د الزايمرز ناروغى څخه ژغوري( الزايمرز هغه ناروغي ده چي د انسان د دماغ د حافظې symptoms تر اغيزې لاندي راولي په ابتدا کي د انسان په رويه کي تغير راولي خو وروستى مرحلې يې ډيري خطرناکه دي). که چيري ستاسي د سيند غذاوي(Sea Food) نه خوښيږي نو تاسي کولاى سـئ چي د اوميګا ايس درې د نورو سرچينو څخه استفاده وکړى لکه جوز(چهارمغز)، فلاکس سيډ(يو ډول زوڼي دي) د فلاکس سيډ غوړي، د ژمي ګډو، پښتورګي، لوبيا، پالک، ګولپي، ګډو زوڼي او مټر.
• د کالوري او چربي محدودول: څيړونو ښودلې چي بايد د ټولو هغو غذاوو څخه پرهيز وکړل سي چي په پراخه اندازه چربي ولري لکه سرې کړي غوښي، نه پروسيس سوي شيدې، کوچي، پنير او شيريخ، ددې ډول غذاوو زيات خوړل د انسان د دماغ د حافظې پر symptoms باندي اغيزه کوي او هغه خرابوي ، د زياتي کالوري لرونګي غذاوو خوړل هم په راتلونکي کي انسان ته زيان رسوي.بايد د خوراک لپاره يو غذايي ريژيم جوړ کړل سي او هغه کسان چي ستونزه لري هغه بايد د ډاکټر سره په مشوره يو ښه غذايي ريژيم جوړ کړي او دهغه له مخي وړاندي ولاړ سي ترڅو د اوسني او هم د راتلونکو ستونزو څخه نجات پيدا کړي.
• د زياتو ميوو او سبزيجاتو خوړل: دغه توليدات په خپل ځان کي د antioxidants ماده لري او دا هغه ماده ده چي د انسان وجود د زهرجنو موادو څخه ساتي او همدارنګه د دماغ حجرې د خرابېدو څخه ژغوري. ميوې او سبزيجات د antioxidants ښه سرچينې بلل کيږي لکه شنه ترکاري، پالک، ګولپي، کاهو او داسي نور …. ميوې لکه کيلې، زردالو، ام او هندوانه….
• د شنو چايو څښل:د شنې چايي د انسان لپاره ډيري ګټوري دي، ځکه شنې چايي هم په ځان کي د زهرو ضد ماده لري او ددې سربيره يو ډول راډيکلونه لري چي د انسان د دماغ حجرې د خرابېدو څخه ژغوري.
د حافظې د قوي کېدو پنځمه طريقه: دماغي تمرين کول
کله تاسي د بلوغ مرحلې ته رسيږى، ستاسي په اعصابو کي په ميلونو رشتې پرمختګ کوي ترڅو تاسي په اسانى سره معلومات تر لاسه کړى، ستونزي حل کړئ، او د خپل فکر په واسطه باندي پيژندل سوي وظيفې سرته ورسوي. که چيري تاسي پر خپل مغز باندي کار نه کوى هغه ورسته پاته کيږي او هيڅ رشد(پرمختګ) نه کوي تاسي بايد همېشه خپل مغز تحريک کړى ترڅو هغه پرمختګ وکړي. تاسي بايد همېشه خپل دماغ بوخت وساتى او د يوه وخت معلومات بل وخت لپاره په ياد کي وساتئ، مثلاً د يو چا تر کوره پوري د لاري مسير، يا د يو مارکيټ پوري چي ستاسي د خوښي شيان پکښي خرڅيږي دلاري مسير، په رخصتيو کي د نوي ځايونو څخه ليدل او يا مختلف کتابونه مطالعه وکول چي په دې ټولو لارو چارو سره ستاسي د دماغ د حافظې قوه پرمختګ کوي.
حافظه هم لکه د انسان د وجود نور عضلات استفادې ته اړتيا لري که چيري ترې استفاده کوى هغه قوي کيږي او که ترې استفاده نه کوى حافظه مو له لاسه ورکوى. که چيري تاسي خپل پر حافظې باندي کار کوى تاسي به په ډيري اسانى سره معلومات يادوى. د دماغ د ښه تمرين لپاره ترټولو ګټور لاره داده چي د مشکل پر حال لاري باندي فکر وکړئ او هغه ته حل لاره راوباسئ، په دې کارسره به ستاسي عصبي رشتې ډير پرمختګ وکړي. د دماغ د تمرين لپاره هغه فعاليتونه ډير ګټور تماميږي چي ستاسي د لاس په واسطه سرته رسيږي لکه د يو موسيقې الې ږغول، په لوبه کي د لاس چالاکي، پينګ پانګ، د شعر جوړول، اوبدل او د ستني کار، دا ټولي هغه لاري چاري دي چي د لاس، سترګو او مغزو په واسطه باندي ترسره کيږي او ددې چارو ترسره کول مغز فعاله کوي او ددې فعاليتونو د ترسره کولو لپاره ستاسي مغز پرمختګ کوي او تاسي نوي طريقې زده کوى.
کله چي تاسي غواړى د دماغ د پرمختګ لپاره فعاليت ترسره کړئ نو ددې دريو معيارونو سره مخ کيږئ:
1. دا نوى دى: ​مهمه نه ده چي تاسي په څونه پوهه او مهارت يو فعاليت ترسره کوى، که چيري تاسي د يو فعاليت په ترسره کولو کي ښه برلاسي ياست نو دا کار د دماغ د پرمختګ لپاره ګټور نه دى. ددماغ دپرمختګ لپاره بايد داسي فعاليت ترسره سي چي تاسي په مکمل ډول دهغه سره نااشنا ياست او دهغه ترسره کول ستاسي لپاره ډير ستونزمن وبريښي.
2. دا ستونزمن دى: هر هغه شى چي ستاسي دماغ کوښښ ته اړتيا لري او هغه ستاسي پوهه په مصرف رسوي د ماغ د پرمختګ لپاره ګټوره تماميږي.د مثال په ډول د يوې نوي ژبي زده کول، د موسيقي زده کول، سپورټ او يا د حسابي جدولونو ډکول.
3. دا جالبه دى: د دماغ دپرمختګ لپاره جسمي او روحي خوند ډير مهم دى.د يو فعاليت په ترسره کولو کي دلچسپي ډيره مهمه ده، ځکه که ستاسي يو فعاليت ترسره کول خوښ سي، نو هغه تاسي په دوامداره توګه په ډيره مينه ترسره کوى چي هغه د دماغ لپاره بهترين تمرين ګڼل کيږي. که چيري هغه فعاليت ستاسي لپاره ستونزمن وي او ترسره کول يې درته سخت وي خو بيا هم دهغه د ترسره کولو لپاره پوره هڅه کوى، که چيري تاسي غواړى د يو فعاليت د ترسره کولو څخه ډير خوند واخلى خپل ټول حواس و هغه ته متمرکز کړى لکه د موسيقي ږغول، ځکه هغه خلګ چي د موسيقي سره علاقه لري د هغه د زده کولو لپاره تر ډيره هڅه کوي او ستونزي پر ځان باندي مني.
په اسانى سره ديو شي په يادولو لپاره د مخففونو څخه استفاده کول:
که چيري تاسي غواړى په اسانى سره يو شي را په ياد کړى دهغو لپاره مخففونه جوړ کړى او هغه ښه ټينګ په ياد کړى، مخفف کيداى سي يو لغات و اوسي او يا يو لنډه جمله.
د حافظې د قوي کېدو او پرمختګ لاري چاري
• توجه:پرته له مطالعې به تاسي هيڅکله په دې ونه توانېږى چي يو شي په ياد کړى، او هغه شي زده کړى، ځکه هغه معلومات بايد تاسي خپل ذهن ته وسپارى، دا هغه وخت امکان لري چي تاسي هغه معلوماتو ته ښه توجو وکړئ او په ډيرو آرامو اعصابو هغه مطالعه کړئ او خپل حافظې ته يې وسپارئ. د انسان دماغ ته د يوه کوچنى معلومات سپارل اته ثانيې په بر کي نيسي ترڅو هغه په دماغ کي ځاى پر ځاى سي، که چيري تاسي په اسانى سره خپل توجو له لاسه ورکوى نو نو بيا مو د مطالعې لپاره يو آرام ځاى غوره کړى ترڅو هلته تاسي ته هيڅ نوعه مزايمت ونه سي.
• د امکان تر حده خپل ټول حواس متمرکزول: کوښښ وکړه چي معلومات د رنګونو، جوړښت، بوى او خوند له رويه په ياد کړى. په اسانۍ سره د په يادولو لپاره فزيکي حرکات ستاسي سره ډيره مرسته کولاى سي، ځکه په هغه حرکاتو سره ډير ژر معلومات ستاسي مغز ته سپارل کيږي او په حافظه کي مو ځاى پرځاى کيږي، که چيري تاسي يو شي ته ګورى او بيا يې يادوى، هغه ښه په زوره زوره وواياست ترڅو په ياد کي مو پاته سي. که چيري تاسي يو مضمون منظم مطالعه کړى نو هغه هم ستاسي په مغز کي تر ډيره وخته پاته کيږي او اوږدې حافظې ته سپارل کيږي.
• نوي معلوماتو ته دهغو معلوماتو سره چي تاسي پخوا هم په پوهيدلاست ربط ورکول: خپل نوي معلومات مو له هغو معلوماتو سره ومښلوى چي تاسي پخوا پرې پوهيدلاست، که څه هم هغه ستاسي لپاره نوي معلومات وي تاسي کولاى سي هغه ته د خپلو پخوانيو معلوماتو سره وصل کړى د مثال په ډول تاسي ته يو ملګري د خپل کور ادرس درکوي ، کله چي هغه د کور د ادرس په ويلو پيل کوي تاسي سمدستي پوهيږى چي په هغه سيمه کي ستاسي د يوبل ملګري کور دى او هغه تاسي ليدلى دى، نو دا نوي معلومات هغه پخوانيو معلوماتو سره وصل کړئ او داسي يې ذهن ته سپارى چي ستاسي د نوي ملګري کور ستاسي د پخواني ملګري د کور په کم طرف کي موقيعت لري، ددې کار په کولو سره تاسي کولاى سي چي هغه ادرس په اسانى سره پيدا کړى.
• د ډيرو پيچلو مسايلو لپاره تاسي په جزياتو بآندي ځان پوه کړى: که چيري تاسي د يو پيچلي موضوع سره مخ سي او هغه الفاظ ټکي په ټکي ستاسي په ذهن کي په ډير تکليف ځاى پرځاى کيږي نو دهغه اساسي ټکي په نښه کړى او د خپلو الفاظو مطابق يې په ډير ساده شکل ذهن ته وسپارى ترڅو موضوع درته اشنا ښکاره سي.
• د هغو معلوماتو چي تاسي يې په ذهن کي لرى تکرارول: ټول هغه معلومات چي تاسي دورځي په جريان کي لوستي تکرار کړى ترڅو هغه مو په ذهن کي تازه سي، او ستاسي د ذهن ددايمي معلوماتو برخه وګرځي
نوټ:
د مکتب د شاګردانو او د پوهنتون د محصلينو لپاره د مطالعې غوره طريقه
هغه لوستونکي چي نه سي کولاى خپل ذهن د ډير وخت لپاره متمرکز کړي د هغو ذهن د قوي کېدو او متمرکزوالى لپاره لاندي طريقه ډيره ګټوره تماميږي.
که چيري تاسي غواړى يو لس پاڼي مضمون په ياد کړئ نو لمړى دهغه مضمون يو پاڼه په غور مطالعه کړئ، ورسته هغه په خپل ذهن کي تکرار کړئ او د ځان سره فکر وکړئ چي دهغه لمړۍ پاڼي څخه مو څو سلنه اخذ کړى، که مو د ياد سوي برخي فيصدي زياته وه نو دوهمي پاڼي ته ولاړ سئ هغه هم په ښه غور مطالعه کړئ تر ازمايښت او فيصدي معلومولو ورسته بيا دواړي پاڼي په ذهن کي تکرار کړئ او همداسي مخته دريمي پاڼي ته ولاړ سي او بيا ټول په ذهن کي تکرار کړئ، تر پايه د همدې طريقي څخه استفاده وکړئ، په هرځل تکرار سره ستاسي د ياد سوو معلومات فيصدي ډيريږي، خو که بيا هم ذهن درسره ملګرتوب نه کوى او معلومات يې نه ساتل نو بيا کولاى سي چي د هري پاڼي هغه عموده نکات په نښه کړى او هغه په پينسل بآندي د پاڼي پر يو کنج وليکئ او دهغه له مخي هر پاڼه په ذهن کي تکراروى، په تکرار تکرار سره به هغه معلومات سره په حافظه کي د دايمي معلومات برخه وګرځي.