کور / سياسي / د۱۳۹۳برياليو ټاکنو همغږيتوب ته ټوله نړۍ گوته په غاښ پاتې ده

د۱۳۹۳برياليو ټاکنو همغږيتوب ته ټوله نړۍ گوته په غاښ پاتې ده

څه موده وړاندې د ځينو خود غرضه اشخاصو،ځينځري او مافياګرو کړيو لخوا داسې پوچ تبلېغات کيدل چې دا ځل به افغان ملي امنيتي ځواکونه په يوازې سر ونه شي کولای چې د ټاکنو امنيت خوندي کړي او له بله طرفه په ځينو رسنيو کې د سريالونو الهام اخېستونکو کارپوهانو داسې بحثونه کول اوهم نورې داسې اوزې وې چې خلک به ١٠ سلنه هم په ټاکنو کې د شته امنيتي تهديدونو او ګواښونو له امله برخه ونه خلي، خو ولې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال پخپله له ولس سره دا احساس پېدا شو چې په دې ملي برخليک ټاکوونکي پروسه کې يې ګډون ارزښتمن او په هېواد کې سوله ييز واک لېږدونې ته لارې پرانيستونکې دي .

خو ولې د همدې ملي پروسې پر مهال نه يوازې امنيتي ادارو ښه امنيت ټينګ کړ بلکې ولسونو هم خپله لويه ميړانه ټولې نړۍ ته وښودله چې په همدې مفهوم ټول د ستاينې او قدر وړ دي، ځکه چې موږ او تاسې په دې خبر يو چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېلا، بېلې ګونګوسې ، ناوړه پوچ تبليعات او دې ته ورته نورې ناروا کړنې چې زموږ هېوادوال يې له يو ډول مايوسۍ سره مخ کړې و او هغو خلکو نه غوښتل چې د هېواد په جوړونه کې کار وکړي بلکې د ولسونو فکرونه يې مشوش کول او دوى هلې ځلې کولې چې دولسونو اذهانو ته داسې خبرې ورسوي، ترڅو دوى په اسانۍ سره خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي داسې نه وه لکه څه ډول چې د دې هېواد دښمنانو فکر کولو، نور بايد د افغانستان د پاکې خاورې دښمنان پر دې پوهه شي چې افغان ملت يو انقلابي ملت دى، يو موټى ولس لري او هم په ملي مسلو کې د سترو راټولېدنو وړتيا لري او هم د هېوادنۍ مينې او د ملي احساس په لرلو سره د يو پرمختللي، سوکاله اباد افغانسان کلک هوډ لري.

د ګران هېواد افغانستان دښمنانو لپاره غاښ ماتونکى جواب دا و، چې ټولو هېوادوالو د خپلې خوښې وړ نوماند د ځانونو لپاره راتلونکى ولسمشر او همداشان د خپلو ولايتي شورګانو لپاره د استازو په ټاکلو کې د ولسونو پراخ ګډون اوهم ټولو امنيتي ځواکونه ته د يوې ملي روحيې ورکول و چې تاسو يوازې نه يئ بلکې ټول ولسونو تاسو سره څنګ په څنګ ولاړ دي او هم د هېواد هر ډول حالاتو ته غېږه ورکوي.

لکه څرنګه چې امنيتي ځواکونه د هېواد له لوېشت لوېشت څخه په ميړانه دفاع کوي همدغسې ګټ مټ عام ولسونه تاسو سره همغږي دي، ترڅنګ مو ولاړ دي او همېشو مو ملاتړي او وي به ځکه هرڅوگ چې په افغانستان کې مېشته وي نو دى د افغان په نوم پيژندل کېږي د افغان پاکې خاورې قدر به کوي ځکه چې دا هېواد پر افغانانو باندې دمور او پلار په شان حق لري.

نو ځکه اوسني ولسمشر په خپله وينا کې وويل چې د ولسونو پرمټ او هم په دوامداره توګه له نورو امنيتي ادارو سره په همغږيتوب او ګډو هڅو سره د امنيت په ټينګيدو کې مو ډېرې زياتې لاسته روړانې درلودلې، همداشان نوموړي له ولسه غوښتنه داوه چې په ورته بڼه له امنيتي ادارو سره د دولت مخالفينو د ترهګريزو بريدونو او شومو پلانونو په افشا کولو کې دوامداره ملګرتيا روانه وساتئ او لکه څه ډول مو چې د ټاکنو په ملي پروسه کې پراخ ګډون وکړ او خپل ملي مسؤليت مو ادا کړ زه د خپلو هېوادوالو څخه يو ځل بيا هيله کوم او هيله مند يم چې دوى به د ټاکنو د ملي پروسې په شان د هېواد په هر ډول پرمختګ کې برخه اخلي.

اوس افغان ولسونو او افغان ملي امنيتي ځواکونو ته په کار ده چې په دې لاسته راوړنو بسنه ونه کړي بلکې دوى په خپلو کې همغږي او دا هېواد له هرې زويې نور هم خپل ولس سره نيږدې ملګرتيا او همکارۍ ته يې وهڅوي.

ترڅو دا هېواد له هرې نقطې سره ونښلول شي او په هر سيمه کې ستونزو ته په خپل وخت رسيدګي وشي.

د هېوادوالو همدې لېوالتيې موږ پخپلو کې لا نوره هم ګډ کار کولو ته وهڅولو ترڅو په راتلوونکو کې په دې ډول ملي پروسو کې د شته نيمګړتياوو مخه پر وخت ونېسو.

انتخاباتو کمېسيونه ته په کار ده چې د هېوادوالو بدريغه قربانۍ او هيلې په اوبو لاهو نه کړې بلکې داسې پرېکړه او قضاوت وکړي چې په رېښتيني ډول د ولسونو ارزوګانو ته درناوى په کې موجود وي او تر اخره پورې په دې ملي پروسه کې د درغلۍ، فساد مخه نېول شوې وي، ترڅو په نتېجه کې افغانستان د ولسونو په خواښه نيکمرغه ، روښنفکر ، بااستعداد د هېواد جوړونې او بيارغونې لپاره مناسبې طرحې او پلانونو درلودونکي ولسمشر څخه برخمن شي.