کور / سپورټي / د کرکټ ملي لوبډله د پياوړ ټيمونو سره سيالۍ ته چمتوالى نيسي

د کرکټ ملي لوبډله د پياوړ ټيمونو سره سيالۍ ته چمتوالى نيسي

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د کرکټ په نړيوالو سياليو کې د ښه ګډون لپاره چمتو کيږي.

د کرکټ پنځوس اوريزې سيالۍ د نړۍ د دغې ورزشي څانګې د پياوړو ټيمونو په گډون په نژدې راتلونکې کې د استراليا او نوي زيلاند په هيوادونو کې ترسره کيږي.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم روزنکى کبير خان وايي، چې دى هلې ځلې کوي چې د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړي په ښو تخنيکي او فزيکي شرايطو سره دغو سترو سياليو ته چمتو کړي .
هغه وويل: ( د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په هغو ځواکمنتيا سره چې لري يې کولاي سي په دغو نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او بريا ترلاسه کړي.)

پاکستاني ښوونکي کبير خان تازه د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لارښوونه په غاړه اخستى دى.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سر له نن څخه د کبير خان تر نظر لاندې دغو دوو اسيايي او نړيوالو تورنمنتونو ته د چمتوالې لپاره د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو لړ تمريني پروګرامونه پيل کړل .
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم له خوا د لږو نتيجو ترلاسه کول مسوولين دې ته اړ کړ چې د کبير خان د جذبولو په فکر کې سي