کور / تازه خبرونه / طالبانو د فاریاب پر زندان حمله وکړه

طالبانو د فاریاب پر زندان حمله وکړه

نړیوال او داخلی خبري آژانسونه راپور ورکوی چی تیره شپه طالبانو د فاریاب ولایت د میمنې پر لوی زندان حمله وکړه چی له امله یې خپل څلور قوماندانان آزاد کړل ( چی احسان الله طوفان ، ملا جندالله ، ملا محمد ، او عاشور نومیږی . خو پنځم یعنی ملا عبدالرؤف په دې جګړه کی د امنیتی ځواکونو لخوا ووژل سو ) .

په دې جګړه کی چی د داخل او خارج لخوا روانه وه درې امنیتی ساتونکی هم وژل سوي او درې نور ټپیان دي . راپور وایی چی طالبانو څو لاسی بمونه او توفنګچې په پټه دغه زندان ته تیر کړي وو او نورو له دباندی څخه حمله پیل کړه . دا جګړه نیم ساعت روانه وه او طالبان وایی چی خپل ملګري مو امن ځایونو ته رسولی دي . حکومت په دې اړه تحقیقات پیل کړی دي .