کور / تازه خبرونه / تسنيم اسلم:ډاکټرعبدالله دپاکستان مخالف نه دى

تسنيم اسلم:ډاکټرعبدالله دپاکستان مخالف نه دى

اسلام آباد : دپاکستان د دولتي خبري اژانس اى پي پي دخبر له مخې پاكستان يوځل بياڅرگنده کړې ده ،چې پھ افغانستان كې سوله اودامنيت ټينگښت غواړي ځكه دا د پاكستان په خپله ګټه دى ٬د پاك- افغان پولې ساتنه د دواړو هېوادونو مسوليت دى ناټو او افغان دولت دې د پولې ساتنې لپاره کړنلاره غوره کړي اودا دوخت اړتيا ده پاکستان د بهرنيو چارو دوزارت وياندې تسنيم اسلم د اوونيز کانفرانس پر مهال وويل چې مونږ په پاک-افغان پوله له ١٢٠٠ څخه زياتې پوستې لرو او د پولې څارنه هم كوو۔ وياندې ووئيل چې پاكستان په پاك افغان) پوله بائېو مېټرك (نظام معرفي كول غواړي خو پاكستان د پولې څارنې لپاره له ناټو او افغان دولت څخه يو ډول سخت کارونه هم غواړي۔ وياندې د عبدالله عبدالله چې د افغانستان د راتلونكي اولسمشرۍ امكان لري٬ په اړه زيات د هند پلوي او د پاكستان مخالف كېدو گنونگسي په اړه يوې پوښتنې ځواب کې سره دا خبره رد كړه او وې وئېل چې يو افغان لارښود هم د پاكستان مخالف نه دى۔ نوې حكومت ټاكل د افغان اولس كار دى۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كې اسلم ووئيل چې پاكستان څو ځله دا وئېلي چې په ټاكنو كې د كوم يو افغان ګوند ملاتړ نه كوي۔ د تسنيم زياته کړه چې مونږ ته نه ده څرگنده چې په افغانستان كې به راتلونكې حكومت دچاوي خو چې څوك هم حكومت جوړوي مونږ به ور سره دوه اړخيزه اړيكو په رڼا کې ګډه كار ته گورو۔ نوموړي ووئيل چې پاكستان په افغانستان كې سوله دامنيت ټينگښت غواړي ځكه چې دا يې په خپله په ګټه دى۔ په افغانستان كې د سولې او دامنيت ټينگښت په نتيجه كې به نه يوازې د ترهه ګرۍ پھ مخنيوي كې مرسته وشي بلكې د مينځنۍ آسيا هېوادونو سره د گډو پروژو او سوداگرۍ نوې لارې به هم پرانستل شي او دا د پاكستان هېله ده ۔