کور / تازه خبرونه / پاکستاني طالبانو اوربند پای ته رسولی

پاکستاني طالبانو اوربند پای ته رسولی

اسلام اباد دبي بي سي د خبر له مخې پاکستاني طالبانو ویلي، چې له حکومت سره به د تېرې میاشتې اعلان شوی اوربند نور ونه غځوي، خو وايي چې د سولې خبرو ته لاهم ژمن دي.د پاکستاني طالبانو تحریک وياند شاهدالله شاهد ویلي، اوربند نور ځکه نه غځوي، چې په وینا یې حکومت پر خپلو ژمنو ونه درېد، خو په وینا یې طالبان لاهم د سولې خبرو ته ژمن پاتې دي.تر اوسه د طالبانو د تازه خبرو په تړاو پاکستاني حکومت هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرې د لومړي وزیر نواز شریف په نوښت د تېر کال ټاکنو پرمهال مطرح شوې.دواړو غاړو پرېکړه وکړه، چې د سولې د خبرو لپاره اوربند یو مهم شرط دی.پاکستاني طالبانو د تېر مارچ پر لومړۍ نېټه د یوې میاشتې لپاره اوربند اعلان کړ، چې بیا وروسته کلېکاږل د اپرېل تر ۱۰پورې وغځول شو.حکومت د اوربند په اوږدو کې د اورپکو پرضد هوايي بریدونه هم وځنډول.پرتېره چارشنبې د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه ویناپاڼه کې وویل، چې د مرکزي شورا “د یوه غږ پرېکړې له مخې به نور اوربند ونه غځوي؛ ځکه چې حکومت په بشپړه توګه د طالبانو د اساسي غوښتنو په تړاو چوپ پاتې دی”.”خو د خبرو بهیر به له بشپړ صمیمیت او جدیت سره مخته روان وي”.د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان څو ورخې مخکې ویلي وو، چې د سولې خبرو هدف یوه “پراخ” پړاو ته د ننوتلو لپاره وې.د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان دا رد کړې، چې ګني خبرې بې بې ګټې دي.حکومت له پاکستاني طالبانو سره د تېر کال په لومړیو کې خبرې پيل کړې وې، چې هدف یې په هېواد کې د هغې اورپکۍ ختمول وو، چې په لړ کې یې زرګونه کسان ووژل شول.د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو د یوڅه وخت لپاره دوام وکړ، خو بیا وروسته د خونړیو بریدونو له کبله وځنډول شوې.وروستي اوربند ته په کتلو سره، پاکستان په تېره میاشت کې هم د بریدونو شاهد و، چې تر ټولو وروستی او خونړی برید د پلازمېنې اسلام اباد په څنډه کې د مېوې په یوه مارکیټ کې و، چې لږترلږه ۲۰کسان پکې ووژل شول.د پاکستاني طالبانو تحریک ددغه برید پړه ونه منله، خو خبریالان وايي، چې د طالبانو تحریک په یو ډول له هغو اورپکو ډلو سره تړاو لري، چې د سولې د خبرو د پیل شوي بهیر څپ څپانده کولو هڅې کوي