کور / سياسي / په افغانستان او سيمه كې د سولې او سوكالۍ په هكله وړانديز




په افغانستان او سيمه كې د سولې او سوكالۍ په هكله وړانديز




پوهندوی عبدالرؤف خپلواک
دکابل پوهنتون پخوانی استاذ
المان،جون ٢٠٠٨

په افغانستان او سيمه كې د سولې او سوكالۍ په هكله وړانديز





دليكوال فكري لورى:

ـ رښتينی هېوادپال هغه افغان دي چې بې نومه بې نشانه او د لوږې مړينه ومنى خو دکوم بل هېواد اجنټ او مزدور نه شى،

ـ ترټولو ښه انسان هغه څوك دي چې تر بل چا نورو انسانانوته زيات خير ورسو ى،

ـ تر ټولو ښه مسلمان هغه څوك دي چې اسلام ته ډېر معتقد او رښتينى مينه وال پيد ا كړى ،

ـ تر ټولو ښه هېوادپال هغه څوك دي چې خپل هېواد ته ډېر دوستان پيدا كړى،

ـ تر ټولو د خپلې ژبې ښه خذمتګا ر هغه څوك دي چې خپلې ژبې ته ډېر ويونكى او لوستونكى پيدا كړى،

ـ رښتيني خپلواك او آزاد انسان هغه څوك دي چې د نافذ قانون غلام و ى ځكه چې په قانون منلو كې د ټولنې آزادى او په آنارشى كې د ټولنې تباهى ده ،خودی هره شيبه دخلكو په ګټه د سيا ست او قانون دبدلون او ريفورم هڅې خپله دنده وبولي٠

لنډه يادونه: ددې لنډې ليکنې لوستونکي شايد داسې فکر وکړي چې زما په وړانديز کې خوکومه نوي

،علمي او ابتکاري خبره نشته٠ زه هم په دې ښه پوهېږم خو بيا هم غواړم چې په خپل وار هغه احساس څرګند کړم چې دافغانانو او دسيمې دنورو انسانانو په وړاندې يې لرم، تر څو چې لږ ترلږه خپل وجدان خو تسکين کړم٠

اصلي خبره خو داسې ده چې ټول رښتيني ا نسانان ځانونه د يوه وجود غړي احساسوي.٠كه چېرې د يوه بدن يو غړى درد كوي او خوږيږي، نو د وجود نور غړي هم ورسره نا آرام وي٠

خو كه څوك دا شان احساس نه لري، نو هغه بې شكه رښتينى انسان نه دى٠.زمونږ د سيمې هېوادونه هم اوس په يووشتمه پېړۍ كې ژوند كوي، خو دوى د وحشت او بر بريت د زمانې په شان يو بل د يوويشتمې پېړۍ په چل ول ځوروي ،په خپلو او پرديو وسلويوبل وژني او دا فني نړۍ يې يوبل ته دوزخ کړي ده٠

زمونږ په سيمه كې كيمياوي وسلې ، راديو آكتيف موادو درلودونكې مرمۍ ، د لايزر شعاوې ، ناپالم او پرګنيزو وژنوبمونه او داسې نورې وسلې د ملګرو ملتو او ژنيو كنوانسيون د پر يكړوپر ضد زمونږ پر 
افغانانو كارول كيږي٠.پر افغانستان د امريكايي

ځواكونو د بريد په وخت كې امريكې په زياته پيمانه هغه وسلې وكارولې چې په يوګوسلاويا كې ازمايل شوي وې،او دGBU-28, Raytheon Company لويو بمونو غني شوى يورانيم درلودل.٠


د عراق په جګړه كې امريكايانو ددغو راديواکتيفو مرميو ۳۰۰( درې سوه) ټنه ګولۍ وكارولې چې زيات خلك يې ووژل او په سلګونو زره وګړي او تر دوه لکو بريتانوي او امريكايې عسكريې 
 په ناروغيو اخته كړل.٠ 
خوپه افغانستان كې په ۲۰۰۱ كال د نوومبر په مياشت كې د نړيوالو متخصصينو د اټكل له مخې ددغو د راتلونكو نسلونو لپاره د ناروغيو او معلوليتونو د خطر درلودونكې راديو آكتيفو مرميو ۹۰۰( نه سوه) ټنه يعنې د عراق درې برابره وكارول شوې.
٠

ددغو وسلو د خطر او له هغوى څخه راپيدا شوي يا راپيدا كيدونكو ناروغيو په هكله لا تر اوسه كو مه څېړنه ما نه ده لوستلي٠

په يوه څېړنه كې Prof. Marc W.Heroldليكي چې د ۲۰۰۱ كال د اكتو بر او نوومبر په مياشتو كې ۳۷۶۷ افغانان په وحشيانه توګه په خپلو كورونو، دوكانونو او كروندو كې ووژل شول چې د القاعدې او طالبانو سره يې كومې اړيكې نه درلودلې٠

افغانستان او د سيمې خلكو ته په كار دي چې د تيرو دېرشو كانو د بد مرغيو او جګړو څخه د عبرت درس واخلي او په دې پوه شي چې په سوله كې د هرچا خير دى.٠
 مونږ بايد د سيمې د خلكو ذهنيت د جګړې څخه سولې او دښمنۍ څخه د ورورولۍ او انسان دو ستۍ خواته راوګرځوو٠.
مونږ بايد په دې پوه شو چې اسلام او خپل هېواد ته تر ټولو ستر خذمت دادى چې سړى ورته دوستان پيدا كړي او د بل قوم ، ملت او هېچا پر ضد داسې څه ونه كړي چې دده د قوم او ملت څخه يې وروسته غچ واخستل شي٠

په بل عبارت ، د يوه قوم يا ملت د ښمنان يوازې هغه وخت نابود او وركيدلى شي چې هېڅكله پيدا نه شي.٠ د دښمنانو فزيكي نابودي په حقيقت كې د دښمنانو زياتول دي.٠ د دښمنانو سره نيكي ، مرسته او اخلاص دښمني او د ښمن نابو دكوي.٠دا د اسلام حكم هم دي.
لكه چې فرمايي : عسي الله ان يجعل بينكم و بين الذين عاد يتم منهم مود ۀ والله قدير ط والله غفورالرحيم ط ( ښايي چې پيدا كړي په مينځ ستاسې كې او په مينځ د هغو كافرانو كې دوستي چې دښمني لرى تاسې د هغوى سره،.الله ښه قادر دى او الله ښه مغفرت كوونكى او رحم واله دى. )

څنګه چې انسان د پاك خداى يو ټولنيز مخلوق دى نودټولنيزيدنې(Socialization) ا و روږديدنې بهير او چاپېريال ورباندې اغېزه لري.٠ د سولې او سوكالۍ په شرائطو كې
يو ډول او په جګړو كې ورڅخه بل ډول شخصيت جوړيدلى شي٠.
هغه رښتينې اسلامي فرائض ، وجائب ، سنن او نورچې په سوله او سوكالۍ كې د عقيدې له مخې د زړه له كومې او ايمان او عقيدې پر بنسټ د پاك خداى د رضا لپاره تر سره كيږي ، د قبليدلو امكان يې زيات دى، نسبت هغه عبادت ته چې د اسلامي تنظيمونو او طالبانو له ډاره ،خونه د خداى پاك له درضادپاره تر سره كيږي.٠


ما په متحدو عربي اماراتو كې وليدل چې لوىو او وړوبه په څومره اخلاص اوله هر ډول زور او تنظيمي جبر پرته خپل لمنځونه او نور ديني اركان په ښكليو جوماتو ، پاكو كاليو او
اوداسه سره د پاك خداى د رضا لپاره تر سره كول٠
كه چېرې څوك د افغانستان او اسلام سره مينه لري، نو بايد ټول وخت ددې لپاره هڅه وكړي چې په افغانستان كې سوله، سوكالي
او آبادي راشي او د پرديو د احتياج څخه خلاص او په دې توګه يې اسلام ، خاوره ، ننګ او ناموس د پرديو د احتياج، تعرض او تجاوز څخه خوندي پاتې شي٠.او په آرامه توګه د زړه
له كومې پرته له زور او جبر د خپل پاك خداى لپاره اودس او لمونځ وكړي.٠


كله چې انګريزان د هند نيمې وچې ته په كال ۱۶۰۰ كې راغلل، نو ورو ورو د افغانانو سيمې ته رانېږدې كيدل تر هغو چې په ۱۸۳۹، ۱۹۷۹ ا و ۱۹۱۹ كلونو كې درې سترې خو د هغوى تر څنګه نور ې کوچنی پر لپسې جګړې هم پر افغانانو ور وتپل شوې٠.انګريزانو په ۱۸۹۳ كې پر افغانانو د خپلې خاورې او خپلو مسلمانو پښتنو وروڼو او خويندو بېلتون د ديورند كرښې په غزولو سره تحميل كړاو د همغې وخت راهيسې د پښتنو په سيمه كې د خان عبدالغفار خان او وروسته هم د حاجي ميرزا علي خان)̂“د پښتنو چې ګواره“ او نورو په لارښوونه په بېلو بېلو بڼو جګړې روانې وې٠


خو په ۱۹۴۷ كال كې د پاكستان په رامينځته كيدلو سره دغې تاو تريخوالي نوي بڼه غوره كړه چې د ټولې سيمې د سولې ، سياسي ثبات او اقتصادي پر مختګ لپاره ستر خنډونه بلل كيږي.٠


اوس وخت كې زمونږ سيمه په ځانګړي توګه پښتانه د خپل تاريخ د تر ټولو ستر چلنج سره مخامخ دي.٠ د پښتنو قبايلي سيمو حالت خو كټ مټ د بلوڅو ، كردانو او فلسطينيانوپه شان شوى دى.
٠ زمونږ په سيمه كې خو اوس نه اسلام چليږ ي او نه كفر٠

زمونږ ژوند بې لارې شوى دى ٠.
نو ځكه او س د ستونځو د حل لپاره دنويو لارو چارو لټول زمونږ برخليك ټاكلى او مونږ ژغورلى شي.٠
 كه مونږ ښه ځير شو نو وبه وينو چې د نړۍ په نورو سيمو كې هم كشالې شته وې او لا اوس هم شته٠.


كه مونږ تارخ ته وګورو نو راته جوته به شي چې په لو مړۍ نړيواله جګړه كې د ۱۹۱۴ څخه تر ۱۹۱۸ پورې كابو لس ميليونه او په دويمه نړيواله جګړه كې د ۱۹۳۹ څخه تر ۱۹۴۵ كال
پورې د ديرشو او پنځه پنځوسو ميليونو پورې انسانان وژل شوى او په ميليونو نور ټپيان او معلول شوى دي او د د ې جګړې قربانيان تر ۹۰په سلوكې زيات همدا د اوسنۍ اروپايي ټولنې غړي وو٠

دلومړۍ نړيوالې جګړې په پاى كې څو امپراتو رى لكه د آلمان، روسيې ، اتريش ـ هنګري او عثماني تركيې امپراتورى ويجاړې او پر ځاى يې نوي هېوادونه رامينځته شول او د ځېنو هيوادو په سرحدونو كې داسې بدلون راغى چې ځېنو يې نوې سيمې وګټلې او ځېنو يې خپلې تاريخي سيمې وبايللې٠

اوپه دويمه نړيواله جګړه كې هم ځېنو هېوادو خپلې سيمې وبايللې او ډېر خلك يې د خپلو پلارنى خاورو څخه تر نن پورې تبعيد شول٠

خو د ۱۹۴۵ كال څخه تر نن پورې په دغو جګړو كې ښكېلواروپايي هېوادو د تېرو دوو
جګړو څخه زده كړه وكړه.٠
 دوى پوهيږي چې نور نو د پرديو تر لاس لاندې خپلو سيمو بيرته تر لاسه كول په جګړو نه كيږي اودا ډول هڅې ګټه نه لري٠ دوى دا غوره وګڼله چې د سرحدونو په وركولو سره د جګړې پرته خپلو بېلو شويو خلكو ته خپله لاره ورپرانيزي او د ټولو پخوا دښمنو هېوادو د شتمنيو، جغرافيوي ښكلا، او اقتصادي پر مختګ څخه خوند او ګټه واخلي٠
دوى د دويمې نړيوالې جګړې وروسته نظامي او اقتصادي ټولنې جوړې او اوس هغه پخواني دښمنان دومره سره نېږدې شول چې يو ډول پيسې يعنې اويرو لري او دخپلو پخوانيو هېوادوالو ليدلو كتلو ته لكه په خپل هېواد كې دننه تګ او راتګ كوي او ويزې يا نورو رسمياتو ته اړتيا نه لري٠

.
دوى د يو بل په هېواد كې زده كړې او كار كولى شي٠.د اروپايي ټولنې د غړو شمېر اوس ۲۷ 
هېوادوته ورسيدلو٠ ددوى خلكو ته اوس پخوانۍ دښمنۍ ياد ته نه ورځي او د بيل شويو سيمو خلك هم ځانونه د بل هېواد د حاكميت لاندې نه احساسوي٠د اروپايي ټولنې غړي 
هېوادونه او س دومره ستر ځواك شوى دى چې په ګډ ه د اقتصادي، نظامي او سياسي پلوه د نړۍ تر ټولو ستر ځواك بلل كيدلى شي٠


د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه چې د نفوسو له مخې د لوكسمبورګ په شان کوچنی هېواد
د كابو پنځو لكو نفوسوسره او د آلمان غوندې لوی هېواد د دوه اتيا مليونو نفوسو سره يو برابر او د دوې په شان دا ټول اوه ويشت هېوادونه ديو بل سره يو برابرحقوق او د مهمو پريكړو په هكله هر يو د ويتو حق لري.٠
څنګه چې د دوى هدف په رښتيا سره اتحاد او
اتفاق دى او پخوانيو منافقتونو نتيجه نه ده وركړي ، نو ځكه اوس هر څه برملا او په رښتيا سره د ګډ ې پياوړتيا لپاره په يوه اوروپايي پارلمان كې لكه د يوه هېواد په شان څېړي.
٠

ما دا هر څه د خپل هېواد او زمونږ دسيمې هېوادود راتلونكي يووالي په منظور بيان كړل٠.

افغانستان ، د چين ولسي جمهوريت، تاجكستان ، ازبكستان، تركمنستان ، ايران ، پاكستان او هندوستان سره ګډه پوله لري.٠ 
زمونږ په خاوره چاپېر هېوادونه بايد د افغانستان د جغرافيوي موقعيت څخه د سيمې د ټولو هېوادوسره د اقتصادي اړيكو د ټينګولو لپاره دګډې پرېكړې له مخې سمه ګټه واخلي٠.

دا شان كار تر هرڅه مخكې ښه نيت او هوښيارو تدبيرونو ته اړتيا لري٠
د سرحدونو بدلول او ردول د سيمې د خلكو بدبختي نوره هم زياتوي.٠داسې اغيزمن او هوښيار تدبيرونه په
كار دي چې دسيمې ټول هېوادونه خپلو هدفونو ته ورسيږي او دګټونكي او بايلونكې خبره هېره او پر ځاي يې ټول ګټونكي شي٠.
زمونږ د سيمې حكومتونو او سياستوالو متأسفانه تر
اوسه پورې د دسيسو، دښمنيو ، منا فقت 
او دروغوپه چلولو كې ستر مهارت ښودلى دى.، خو دې چلند هيچا ته ګټه ونه ګړه.٠

مونږ نو 
اوس بايد دا پخواني چلند پريږدو او پر ځاى يې د دوستۍ، مينې، مرستې او متقابل 
درناوي په لاره كې خپل نبوغ وښيو، چې پاك خداى او زمونږ د هيوادو خلك هم د نورې نړۍ د خلكو په شان د نېكمرغۍ څرك وويني.٠ 
زمونږ خلك، زمونږ لوى واړه، زمونږ نارينه او ښځې هم ددې نړۍ انسانان دي او حق لري چې په كې يو څو آرامې او بې تشويشه شپې او ورځې تيرې كړي.٠

زمونږ سيمه تر ټولو نورو سيمو زيات طبيعي زېرمې لري چې مونږ ته د خپلو خلكو د اړتياو د پوره كولو او د ژوند د سطحې د لوړولو امكانات برابرولى شي، خو چې مونږ له نړۍ سر ه دځان پر ضد د د سيسو پر ځاى په څو اړخيز تجارت كې ملګرتيا وكړو او د علامه اقبال دا خبره تل راپه يادكړو:


آسيا يك پيكر از آب وګل است ـ ملت افغان دران پيكر چون دل است

از فساد او فساد آسيا ـ از كشاد او كشاد آسيا

دغې موخې ته د ورتګ او رسيدو لپاره لانديني وړانديزونه لرم چې د صداقت شرط 
يې د ټولو موادو دپاره تر بل هر هر څه زيات او ټاکونکی اهميت لري:

١ـ افغانستان ، د چين ولسي جمهوريت، هندوستان ، تاجكستان ، ازبكستان ، تركمنستان، د ايران اسلامي جمهوريت او پاكستان بايد يوه اقتصادي او سياسي ټولنه جوړه كړي،

٢ـ ددغې ټولنې غړي هېوادونه بايد يوه دايمي جرګه ولري چې په دايمي مقر كې منظمې غونډې
وكړي ،


۳ـ په دغه ټولنه كې بايد د هرهېواد د ملي حاكميت، خپلواكۍ او اوسنۍ خاورې بشپړتيا درناوى وشي،


۴ـ د دايمي جرګې او د ملګرو ملتوپه ګډه پريكړه بايد په افغانستان كې داسې موقت 
حكومت ته واك وسپارل شي چې په جګړه كې دښكېلو پخوانيو ډلو استازي په كې شامل نه وي،


۵ـ ددغه موقت حكومت د واك او صلاحيت د ټينګولو لپاره بايد پورتنۍ ګډه ډله ټول لازم
تر تيبات ونيسي او د پېښو مسؤليت په غاړه واخلي،


٦ـ د ټولواسلامي غړو هېوادو په اساسي قانون او نورو لايحو او مقرراتو كې بايد د اسلام ، دموكراسۍ، عدالت او بشري حقوقو تضمين وشي،


٧ـ د غړو هېوادو او ملګرو ملتو يو ګډ پوځ بايد د افغانستان د سولې د تأ مين له پاره جوړ شي چې د اوسنيو خارجي پو ځونو ځاى ډك كړي٠.خو په دغه ګډ پوځ كې بايد د افغانستان د جګړې په وخت كې په جګړه كې د آخته ډلو سره د نظامي مرستو او روزنې كوونكي هېوادونه لكه امريكا، انګلستان ، فرانسه، پاكستان او ايران شامل نه وي،


۸ ـ په ټولو غړو هېوادو كې بايد له ملكي خلكو څخه ، د غړو هېوادو د موافقې په صورت كې د پورتني ګډ پوځ په مرسته وسلې ټولې شى،


۹ـ ددغې ټولنې هر غړي بايد د نورو په شان يو برابر حقوق او په مهمو پرېكړو كې د ويتو حق ولري،


۱۰ـ د غړو هېوادو د پرېكړو د ويتو كولو په صورت كې بايد پر ويتو كوونكي هېواد باندې تعذيرات ونه لګلول شي،


۱۱ـ د ټولنې غړي هېوادونه بايد د يو بل رښتينى درناوى وكړي، كوچنى او لوى هېواد، شتمن او نسمن هېواد بايد يو بل ته په درناوي وګوري،


۱۲ـ دا هېوادونه بايد د تيرو وختو تر خې او د دښمنۍ ډكې اړيكې او كينې هيرې كړي او د دوستانه اړيكو يو نوى پړاو پيل كړي،ځكه چې داكار مونږ ټول د نيكمرغۍ په لوري بيايي،


۱۳ ـ دوى بايد د يو بل په داخلي چارو كې مداخله ونه كړي،


۱۴ ـ دوى بايد له يو بل سره سرحدونه پرانيزي،


۱۵ ـ دوى بايد له يو بل سره تجارت پيل او ددې مقصد لپاره لويې لارې جوړې كړي او د ورېښمو
لار راژوندۍ كړي.، په تجارت او راشه درشه كې بايد افغانستان د جغرافيوي موقعيت ځخه سمه ګټه واخيستل شي،


۱۶ ـ دوي بايد د يو بل په هېوادو كې د دوه اړخيزو موافقو له لارې د طبيعي زېرمو څخه د ګټې اخستلو په كار پيل وكړي،


۱۷ ـ کله چې زمونږ د سيمې هېوادونه د يو بل انډيوالان شي نو په دې توګه دغه ټول هېوادونه داروپا ، امريكې او نورو هېوادو په وړاندې په اقتصادي لحاظ جالب انډيوالان ، خو په سياسي لحاظ د انسانانو درجې ته اوچت شي،


۱۸ـ دا هېوادونه بايد په نړۍ كې د افريكې او لاتيني امريكې په شمول د سولې او ثبات د راوستلو او ټيــنــګولو لپاره هلې ځلې وكړي،


١٩ـ زمونږ د سيمې سياستوال بايد خپلو خلكو ته د ښو او ګټورو اخلاقو نمونه شي او په دې توګه د خپلو خلكو ، خصوصا د افغانستان او پاكستان د خلكو ذهن ، فكر او د احساس درك وربدل كړي، تر څو ټول خلك پر يو بل باوري او د يو بل مرستندوى شي،


۲۰ـ په هر هېواد كې د بل هېواد د اتباعو له خوا د مځكو او كورو اخيستل بايدتر هغه وخت پورې منعه وي،چې د باور بشپړه فضا رامينځته شي او بيا يوه ګډه جرګه پريكړه وكړي،


۲۱ـ د غړو هېوادو په مذهبي، كلتوري ، ژبني منطقوي مسائلو كې بايددبل هېواد مداخله ونه شى،.خو د ګډې ټولنې په غونډو كې ورباندې بحث كيدلى شي،


۲۲ـ د غړي هېواد پر ضد بايد هر ډول تبليغات په عامه اطلاعاتي وسائلو كې منعه شي، تر څو د انډيوالۍ فضا خراپه نه شي ،


۲۳ـ تر ټاكلي وخت پورې غړي هېوادونه بايد د يو بل اتباعو ته تابعيت ور نه كړي،


۲۴ـ د غړو هېوادو ټولنه بايد د ګډو ستونزو او حالاتو د ارزيابۍ لپاره د ګډې څارنې يو 
كميسيون جوړ كړي، دوى بايد يو بل ته خپلې تجارتي لارې او بندرونه پرانيزي،


۲۵ـ هر غړى هېواد بايد ددې حق ولري چې په خپلو سرحدونو كې د ننه د خپل اقتصادي او ټولنيز حالت سره سم اقتصادي-سياسي نظام غوره کړي٠زما په نظر به دافغانستان په ګډون دځېنو غړو هېوادو دپاره د ناپانګوالې پر مختيا لارې ټاکل غوره وي ،


۲۶ـ د غړو هېوادو ټولنه بايد داروپايي ټولنې ته په ورته توګه د نورو هېوادوسره د يو شان سياست دپلي کولو پاره يو كميسيون وټاكي،


۲۷ـ دوى بايد وكولى شي چې د ګډ كميسيونپه مرستع اود نورو مقرراتو سره سم د يوبل په هېوادكې پانګه واچوى،

٢٨ـ د غړو هېوادو ګډه جرګه بايد په خپلو هېوادو كې د هر ډول افراط او انارشي مخه ونيسي ځکه چې افراط بدبختي راولي٠ افراط سقرات او افلاتون ۲۴۰۰ كاله دمخه غندلى دى او د اسلام مقدس دين ۱۴۰۰كاله د مخه منع کړی دى٠.په اسلام كې فرمايي:

 خيرالا مور اوسطها ٠

٢٩-که چېرې دپورتني وړانديز عملي کول په اوس وخت کې سملاسي نه شي پيل کيدلی نو بايد ديوه بديل په توګه په افغانستان کې دسويس په شان دناپييلتوب پخوانی موقف بېرته پر ځای شي ځکه زمونږ هېواد خو د ناپېيلتوب غورځنګ بنسټ اېښودونکی او شهيد محمد داؤدد باندونګ دکانفرانس ګډونکوونکی وه،

٣٠-دافغانستان دغه ناپييلتوب بايد دملګرو ملتو له خوا تضمين شي٠خو کله چې دسيمې دهېوادو سره د ګډې ټولنې د جوړولو امکانات برابر ،بيا نو هغې ته ور ګډ شي٠

زه دا وړانديزونه ځكه هم كول غواړم چې زمونږ په ټوله نړۍ كې د لومړۍ سړې جګړې د پاى ته رسيدلو سره جوخته دويمه سړه جګړه پيل شوي ده.٠خو دا ځل د نړۍ د شمال او جنوب، د شرق او غرب تر مينځ.٠كه چېرې د هوښيارتيا څخه كار ونه خستلى شي، نو دا ځل به د نړۍ د شتوالي او نشتوالي يا خو د بشريت د بقا او زوال جګړه وي٠ ما ته د بيبل كود او نورو نښو څخه د „ جوج مجوج او كن فيكون“ كيسه را په ياد كيږي او ويېره مې بوګنوي٠
و من الله توفيق