کور / تازه خبرونه / کندهار:دحضرت عمر د جامع ۸۰سلنه کار بشپړ سوی

کندهار:دحضرت عمر د جامع ۸۰سلنه کار بشپړ سوی

په کندهار د حضرت عمر رض د لوي جامعې د جوړوني چاري ۸سلنه بشپړي سوي دي
دا څرګندوني کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالي ویسا د پنشنبې په ورځ د حضرت عمر رض د جامع جومات د جوړوني د چارو څخه د لیدني پر مهال وکړې
دهغه سره په دې لیدنه کي د ولایت مقام مرستیال عبدالقدیم پتيال ،کندهار ښاروال محمد عمر عمر او د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس دواخان مينه پال ترڅنګ يو شمېر نورو دولتي ادارو مسئولنیو هم ملتيا کول
کندهار والي وايې د حضرت عمر رض د جامع د جوړوني چاري ۸۰سلنه بشپړي سوي او پر پاته ۲۰سلنه هم په خورا چټکي سره کار روان دئ

دکندهار ښار په زړه کي شهیدانو څلور لاري ته څېرمه د حضرت عمر رض لويه او ښکلې جامع موجوده ده
ددې جامع پر وداني باندي په خورا چټکي سره د مسلکي انجینرانو لخوا روان دي چي تر دې دمه يې شاوخوا ۸۰ سلنه کار پای ته رسیدلي دي
دکندهار والي پوهاند ډاکتر توریالي ويسا د حضرت عمر د جامع د ودانۍ د جوړوني د چارو څخه د لیدني پر مهال خوښي وده چي ددې جامع ډېر کار پای ته رسیدلي او لږ هغه يې پاته دي
نوموړي باور څرګند کړچي ددې جامع د جوړوني پاته ۲۰سلنه کار به هم ډېر ژر بشپړ او دکندهاریانو د عبادت لپاره چمتو سي
ښاغلي ویسا وايې د حضرعمر د جوړوني لپاره ولسمشر حامدکرزي هم ځانګړې لیوالتيا لری او په دې برخه کي يې زیاته مالي مرسته هم کړې ده

کندهار والي وايې د حضرت عمر رض د جامع کار څکه له ځنډ او خنډ سره مخ سو چي یو شمېر ساختماني مواد په افغانستان کي نه پیدا کیدل او دوي له بهر څخه راغوښتل چي لږ وخت ته به یې اړتيا پیدا کول
نوموړي وايې د لاندي منزل کار يې په بشپړ ډول پای ته رسېدلي دي او اوس يوازي فرش ته اړتيا لري چي هغه هم د ترکيې دهيواد څخه راوړل کیږي

په ورته وخت کي کندهار ښاروال محمد عمر عمر وايې د جامع عمر د جوړوني لپاره ۱۸ميليونه امریکايي ډالره لګښت ځانکړي سوي
چي ځيني پیسې مخکي پرې لګول سوي او په دې وروستيو کي ۳ميليونه امريکايي ډالره لګښت پرې راغلي دئ
نوموړي وايې چي ددې جامع په څنګ کي به مارکيټونه او پارک هم جوړ سي

ديادوني وړده،چي حضرت عمر بن خطاب جامع په دوه پوړونو کي جوړيږي،چي دزرګونو نارينه او ښځينه لمونځ کوونکو دظرفيت لرولو ترڅنګ دهرډول امکانات لکه ديني مدرسه ، دوکانونه ، دطالب العمانو لپاره ليليه او نور داړتيا وړ ځايونه پکښي په پام کي نيول سوي دي.