کور / ترخې خبري / يو وار بيا د کندهار پوهنتون موضوع

يو وار بيا د کندهار پوهنتون موضوع

لومړی خبره خو دا چي ليکني دمقابلې ميدان ونه ګرځي اونه د يو بل د پرځولو په موخه وي، که د هيښ کېدو په موخه يې کوو نو د اصلاح لار باید ولټو، د فېس بوک پر پاڼه زما ليکنه د پوهنتون ادارې ته په خاص ډول توتاخېل ته ځانګړې وه ، ښاغلی قانع په خلګو کي محبوبيت لري خو دده يوه ليکنه چي ښاغلی توتاخېل او با لا کرزی صاحب يې پکښي ستایلئ وه ماته زموږ د ځينو هغو فرهنګيانو دليکنو په ډول ښکاره سوه چي همېش يې خوله د توصیف او مدحو پر بیان روزل سوې وي، ما غوښتل چي دا دغزنوي د دربار دمدحو بیان نن دحقیاقو سره پرتله کړو او دنن عصر د ضرورت یوڅه ځني جوړ کړو،ښاغلی قانع ښه وايي چي قضاوت د ليري نه کيږي او دا هغه څه دي چي ما دخپلي ليکني په پيل پيل کي ويلي وه، زما نقد پر اخیستل سوي انځونور، په کندهار کي دځینو خلګو د خولې دشکایاتو، او ليکنو پراساس و، پرهغه مي هیڅ دا سي اضافه څه نه وه ليکلي لکه څنګه چي د ښاغلي قانع د ليکني انځوريږي خو دا هم صحیح خبره ده چي دکندهارد پوهنتون په اړه مي دومره معلومات نه لرل، دده ليکنه په غوڅ اکثریت سره زما د ليکني او دهغه د سرلیک څخه انحراف دئ، زما دليکني عنوان “ په کندهار پوهنتون کي دمسلکي ادارې نه شتون” و او ښاغلي قانع ماته ټول انکشافي کارونه ليست کړي ( په خورا خاص احترام سره )

زما په خبرو د اداري مسلک خلګ دېر ښه پوهیږي چي زه څه وايم! خو هغه چي دنورو بخشونو کسان دي هغو ته زما بیان په لاندي ورکړل شوو انځورونو کي د لومړې انځور بېلګه لري، هر کس يې دخپلي ديدګاه او ليدلوري څېړي، که طبیب د طب په ویلو طبیب کيږي بیانو دنورو نظر تر طبیب پوري هیڅ ارزښت نه لري، اداره او منیجمینټ زما دغسي مسلک دی! که نه زما د ليکني په جواب کي د قانع دليکني ټوله برخه يوه ډېر وړوکئ او جوزي مثال لري.

شايد پوه سوي نه ياست ، څنګه؟

خبره د پوهنتون ادارې دهغه رئيس او دهغو مسلکي توب ته متوجه ده، پرکم چي ما نقد ليکلی و؛ پر ډ ېرو داخلي او باندني کارونو سربېره د يوې ادارې لوی مسؤليت په لاندي ډول دی:

۱- د پلان جوړول ( مثال: د اقتصاد پوهنځۍ لپاره نوې ودانۍ جوړ و)
۲- د پلان عملي کول ( ودانۍ جوړول موپیل کړه او پای ته مو ورسول )
۳- د پرسونل ګمارل ( په ودانۍ کي کارکونکي ګمارل د ټولو دندو لپاره)
۴- عملي سوی کار رهبري کول ( دکوم کار لپاهره چي ودانۍ جوړه سوې وه دهغه لپاره ودانۍ په کار اچول اوټوله پرسونل ته د کارونو دکولو هدایات کول )
۵- د پلان سوي کار مسلسله څارنه او کنټرولول (په روزمره، یا هتفه وار ډول سره و پرسونل ته دسپارل سوي دندي کنټرول کول چي ایا کار سم روان دی؟ څه ستونزي پکښې دي؟ ستونزو ته د حل لاره پيدا کول …)
۶- دنوي فرصتونو او پراختیا لپاره څار ( نوې ټکنالوژي په کار اچول، نوي ودانۍ جوړول… )

پورته مذکور سایکل ټول د ځنځير کړۍ دي که يوه وشلېږي ټول کار شليږي او دا پر نړيوالو مسلکونو او مهارتونو سپره خبره ده ،څه شخصي نظر نه دی! يو فعاله اداره او یو فعاله رئیس خپله کاري صاحه په واک کي لري، له بده مرغه ووایم که له ښه مرغه ووایم چي ما په هغه انځورونو ، لیکنو او نورور کي دکندهار په پوهنتون کي لاندي خاليګاه وي پيدا کړې:

۱- د کندهار د پوهنتون اداري ډله د پورته ذکر سوي سایکل د (۶) اصل بهترينه وړتیا لري چي دا دځينو ودانيو او ځينو فرصتونو برابرول دهغه لړ څخه دي، په عیني حال کي ظاهرا د (۴،۳،۲،۱ ) وړتیا يي هم د شپږمه اصله څخه معلومیږی، خو دا چي دهاغه کیفیت څه ډول دی نژدې څارنه غواړي، هر اصل تجزيه کول غواړي …

له بده مرغه چي ددې ټول دوران يو حیاتي اصل ترې پاته دئ، څاراو کنټرول — په ليکنه کي زما نقد هم پر دې شي و ( تشنابونه جوړ سوي خو دهغسي خوندي ساتلو څارنه يې نه وه سوې هرڅه يي خپل سرته پرېښول سوي وه لکه هغه چي خرابېده نلري او یا هم چا د کیفیت تضمین ورکړی وي ) ځکه نو په اداري بخش کي مسلکي کار د پورته شپږو اصلونو خالي نه وي. او ما د مسلک په اړه خبري کولې قانع صاحب انکشاف رامخته کړئ

۲- قانع صاحب ! ددې پوهنتون لپاره مو د بوديجې دکمښت خبره کړې وه ، هيڅ یو مسلکي کس به تر خپلي کمبلي اضافه پښې ونه غځوي ، د کلنۍ بوديجې جوړول څه ساده خبره نه ده، او که دکمښت سره مخامخ سي سوال مستقيم رئیس ته متوجه دئ، ځکه د پوهنتون دمصارفو پلان ټول هغه دنورو سره په ګډه جوړوي، ددې مطلب دادی چي غلطه محاسبه سوېده، او بیا هم بې مسلکي ده. که احیانا داسي پېښ سوه چي دکال په دوران کي یو نړيوال سازمان د نوي ودانيو دجوړولو لپاره کومک وکړئ او ودانۍ جوړه سوه، او ددې د په کار اچوني او تعقیب لپاره مسلسل همکاري نسته تر څو دمالي نظره يې حمایه کړي، بیانو دهغه لپاره د ښوونکو او محصلینو جلبول بې ځايه کار دئ په داسي حال کي چي دولت یې نسي حمایه کولای. او که دا کار وسو او دکال په منځ کی بودیجه کمه سوه ، بیانو دوې خبري دي یا د بودیجې غلطه محاسبه یا د پوهنتون په پیسو ځان چاغول!

۳- که توتاخېل صاحب رشتيا هم ددومره توصیف سړئ وي او پر کندهاریانو داسي مهربانه وي، دومره وړتیا لري چي د سازمانونو مالي ملاتړ خپل کړي بیا دي په څنګ کي يو بل کوچنۍ خدمت هم ورسره وکړي چي په ټول افغانستان کي نوم ولري، هر کال د لېسو تر ازموینو وروسته دي دښار په داخل کي د کانکور د اماده ګۍ کورسونه پرانيزي د ټوله ښار لپاره لس مرکزه کفایت کوي ډېر لا دي، ښوونکي دي د پوهنتون محصلين د يو خدمت په ډول ور وليږي هر یو صرف یوه میاشت خدمت کمه پيسه دي ورکړي صرف یو څلور زره افغانۍ، د دوو میاشتو لپاره تر دوه ، دونیم لکه افغانۍ خرچه بالا نه لګيږي. که نه د زده کړيانو څخه دي یې ټول کړي دا څلور پنځه زره پر ديرش تنه زده کونکو هیڅ نه غمیږي.

هرکال دکندهار د زده کونکو دکانکور دګډون شمیره دځینو ولایاتو په پرتله کمه وي، دا کار به يو د ډېري بې نتیجه ګۍ کچه ټيټه کي، بل به د ښار پر تعلیمې ادارو رش زیات کړي، کندهاریان به ډېر جلب سي پوهنتونونوته ،

قانع صاحب! تاسي دکندهار پوهنتون د ځينو پرمختګونو او ودانيو په اړه لیکلیي وه کاشکي په پرتله وار ډول د افغانستان د نورو ولایاتو د پوهنتونونو سره تاسي ددې پرتله را کړې وای، ددې فعاليتونو دخبرېدو څخه مي زړه صرف دمرګ له سلګيو څخه ووت. کندهار د افغانستان په ولایاتو کي دوهم لوی ولایت دئ، دستراتیژکي اړخه ، د اقتصادي اړخه ،د سیاسي اړخه مهمه سيمه ده ایا ددې ارزښت قیمت موپرېکړی دئ ؟

وروستۍ څو کرښي :
خو ددې هرڅه سره سره په هرشي (موجود)کي کیفیت او کميت، مثبت او منفي د طبعت یو اصل دئ دواړه یو د بل لپاره لازم او ملزوم دي، يو د بل په نه موجوديت کي امکان نه لري؛ زما ليکنه دي په خلګو کي دمایوسۍ رنګ وانخلي، بلکه شکر باسو خو دسیالۍ دمیدان لپاره اوس هم ډېر او ډېر کم يو ، دکندهار مېړني خلګ د ستر قابليت تر څنګه د فولادو اوږې لري او موږ دا اوږې راباسو په کار يې اچوو ، زه غواړم دکندهار خلګ او محصلین د پورته ستونزو دحل لپاره خپل اوازه جګ کړي (توتاخېل صاحب! که د زړه ويني راسره خوړای سې وې خوره کنه ځای پرېږده! زموږ دځوانانو دمسلکونو فابريکه بايد دکیفیت او اصليت څخه خالي نه وي)، ښوونکي او اداره بايد مجبور کړه سي چي دکیفیت دچټکي لوړتیا لپاره خپل ګامونه را لنډ کړي.

زمرئ او فیل سره ولاړ وه ،زمري فیل ته وويل: زه دا بام ته غورځېدای سم ؛ فيل پروخندل : ساده زموږ غرو ته نیت دی. انشا الله هدف مي واضع دی.

دهغه افغانستان په هيله چي د اقتصادی عوايد پراخه کچه يي دبهرنيو هيوادو څخه دخلګو د پوهي او مسلک زېور وي.

احسان الله فضلي
16-April-2014