کور / تازه خبرونه / کندهار:دکوکنارو اړول او د کروندګرو ژړا او فریاد

کندهار:دکوکنارو اړول او د کروندګرو ژړا او فریاد

په کندهار کي د کوکنارو د لمنځه وړلو کمپاین رسما پیل سوو
دا چي د کندهار په ځینو ولسواليو کي په زیاته کچه کوکنار کرل سوي دي ،ولايتی ادارې هوډ کړي چي دا کښتونه به لمنځه وړي ،چي د چهارشنبې په ورځ په میوند ولسوالۍ کي عملا پیل او ۱۰جریبه د کوکنارو کرل سوي کښتونه له منځه یووړل سوه
چارواکي خبرداری ورکوي چي ټول کرل سوي کوکنار به اړوي او کښت کوونکو ته به یې د بند سزا او نقدي جریمه ورکړل سي

کندهار د هلمند را وروسته د افغانستان په کچه د ترياکو ستر توليدونکي ولايت دى او سږکال هم پکښې د تېر کال زياته کوکنار کرل سوي دي.
شاوليکوټ، ميوند، پنجوايي او ژړۍ د کندهار هغه ولسوالۍ دي، چې د ځمکو پر ٦٠ سلنه يې کوکنار کرل سوي دي.
ناامنۍ، د دولت نه حاکميت او د کروندګرو سره نه مرستې هغه لاملونه دي، چې په دغه ولايت کې يې د کوکنارو کښت زيات کړي دي.
ويل کېږي، چې زيات دغه کوکنار د دولت پر غصب شويو ځمکو کرل سوي دي، چې يو مثال يې د ميوند ولسوالۍ پراخ دښتونه دي، چې له امله يې ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندان او ولسوال هم له دندو ګوښه سول.
دکندهار ولایتي اداري اوس هوډ کړي چي په ټولو ولسوالیو کي به کرل سوي کښتونه اړوي چي د چهارشنبې په ورځ يې رسما د کوکنارو د لمنځه وړولو کمپاین په میوند ولسوالۍ کي پیل کړ
د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وايي، که څخه سږکال بارانونو او يخونو يو شمېر کوکنار له منځه وړي خو د پاته کوکنارو د لمنځه وړولو لپاره يې دوی کمپاین پیل کړ،چي په لومړۍ ورځ يې شاوخوا لس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.
نوموړي وايې په دوهم پړاو کې د کندهار شاوليکوټ، پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ راځي، چې پکښې تر حد زيات کوکنار کرل سوي دي.

شکران ومنل، چې د تېر کال په پرتله کوکنار زيات کرل سوي دي، خو دولت يې په داسې حال د له منځه وړلو پلان نيسي، چې د کمزوري اقتصاد لرونکو کروندګرو په زياتو مصارفو او تېلو په زور د ځمکې اوبه را ايستلې او کوکنار يې پرې اوبه کول.
دغه کروندګر پر دولت نيوکه کوي، چې د کوکنارو د کښتونو څخه د پروژې په توګه ګټه اخلي، ځکه لومړى يې مخنيوى نه کوي او کله چې يې د نېښ وهلو وخت راسي، نو د کمپاين ږغ کوي.
يوشمېر کروندګر وايې که چيري د اوبو او بریښنا غم يې وخوړل سي نو هیڅکله بیا نشه یی توکي ونه کري،د دوي په خبره چي په تیرو ۱۲کلونو کي يې په سیمه کي د پام وړ پروژندي عملي سوي،ښوونځي او روغتیایی مرکزونه يې تړلي دي ،ځوانان يې د کار د نشتوالي سره مخ دي نو مجبور دي چي کوکنار وکري

دکندهار د میوند ولسوال عبیدالله وايې مخکي يې کروندګرو ته خبرداري ورکړي وو چي کوکنار ونه کري خو هغوي يې خبري بابیزه وګڼلې،نو ځکه يې اوس کوکنار ماتیږي او زیات تاوان ورته اوړي
هغه همدارنګه زیاتوي چي په میوند ولسوالۍ کي به ډېر ژر د بیارغوني او پرمختیایی کارونه پیل کړي چي ځیني یي دا مهال تر کار لاندي دي
د ولسوال په خبره چي د فوډ زون د پروګرام ډېره برخه میوند ولسوالۍ ته ځانګړې سوې ده چي له امله يې به یې په دې ولسوالۍ کي د پام وړ کارونه تر سره سي

باید وویل سي چي په کندهار کي د فوډ زون پروګرام هم پیل سوی چي هدف يې د نشه یی توکو لمنځه وړل او خلګو ته کاري فرصتونه برابرول دي
دا هغه دوه کلنه پروژه ده، چې له مخې به يې ٢٠ ميليونه ډآلره د نشه يي توکو په له منځه وړلو، د معتادينو په درملنې او عامه پوهاوي ولګول سي.