کور / هراړخیز / زموږ د ماشوم حال!

زموږ د ماشوم حال!

دا خبره به موډیره اورېدلې وي چي (د نن کوچنیان د سباځوانان او د وطن ائینده ده) خو متاسفانه چي د همدې کوچني د ائیندې لپاره هیڅ سازمان عملي اقدام ندئ کړئ خو بیا هم د بن اوتوکیو د کنفرانسونو په شمول ډیرو ادارو د ماشومانو پرسرډیرډالر تر خیټي تېر کړل! زموږ افغانانواساسي ستونزه داده، چي له هري ستونزي ځوریږو خوعملي حرکت ته شل یوو.
چي پرهرچمپ اوسړک غاړه باندي دا نازک-نازک کوچنیان وینم، څوک کریدیټ کارډونه خرڅوي او ځیني بیا د فیوډالانو د موټرښیښې پاکوي! هغه ببره سري چي په کوڅو کي د امبارو پرسر ګرځي هغه خو بیخي د سړي زړه خوري.
د تیرو دولسو کلنو د ډیرو مثبتو نقاطو تر څنګ باید دا یو منفي فرهنګ موږ له یاده ونه باسو، هغه داچي د افغانانو ذهنونه تر ډیره پوري پروژي سول! موږ په دې تمه یوو چي یوه موسیسه دي راسي او زموږ د کور د څنګ د مردارو اوبو ډم دي پاک کړي، که هغوئ ونکړ، موږ یې په کیسه کي نه یوو، که مو ماشومان ملاریا کیږي او کنه!! زه پوره باور لرم که زموږ تجاران او لږ په پوست پټ خلک د عاطفي او ملي احساس له مخي د یوه-یوه کوچني د مکتب خرڅ ورکړي، ایا د هیواد د دیرو ستونزو مخه به نه وي نیول سوې؟ که دا کوچنیان وږغول سي، دوئ د هفتي تر ۳۰۰ افغانۍ اضافه نه سي ګټلای،همدا پیسې د ډیرو کسانو لپاره په طول د یوې اونۍ کي هیڅ هم نه دي! دا یوه لویه بدبختي ده چي هرکس ډیره پیرزوینه لري خو یوازي د خپلي کورنۍ پرغړو باندي، حتی ځیني کسان خو د خپلو دوستانو له لوږي ځان هم نه خبروي.
د افغانستان د بدبختۍ لپاره ډیرو دښمنانو دامونه درولي، د دې دام په جال کي راګیرکسان ماشومان دي، کله چي د ماشومانو پرذهن هرڅومره کار کیږي په هغه اندازه یې بیا اصلاح ناممکن حد ته رسیږي. هغه کړۍ هم د یادولو ده چي د پیسو په ګټلو کي یې کوچنیان کرایه کړي اود خپلي ګټي لپاره د ورځي په جریان کي فقرپه کوي، خو د دې ماشومانو ائیندې او بدو عواقبو ته هیڅ مرجه جدي توجه نه کوي.
په بل اړخ کي بیا د نشي توکو زیاتوالی ورځ تر بلي مخ پرزیاتېدو دی، بدبختانه چي په دې عرصه کي هم د کوچنیانو ونډه تر ټولو قشرونو زیاته ده. یوهلک به نن پر یوه دوکان ووینې خو همدا هلک به بیا سبا ووینې چي کوږ-وږ پرلار روان، پټو پسي څکیږي او ترخبرو به پیږې(پوهیږې) ډیر وای، چي له یوه دوسته یې په اړه پوښتنه وکړې، خبره به سې چي په تاریاکو او یابله بلا اخته دئ.
د دې ټولو ستونزو حللاره، د ملي احساس پیاوړتیا، د تعلیم اړخ ته دیره توجه او د کوچنیانو د اقتصادي ستونزي څېړل او هغوئ ته یوې ګولې ډوډۍ اماده کول، ځکه دا باید په یاد ولرو چي، د هري ستونزي جرړه لوږه او فقر دی.