کور / نوميالي / د علامه اکاډمېسن پوهاند عبدالشکور رشاد شخصيت

د علامه اکاډمېسن پوهاند عبدالشکور رشاد شخصيت

دروند او فاضل استاد علامه اکاډمېسن پوهاند عبدالشکور «رشاد» د نن څخه «۹۱» پسرليه وړاندې د تاريخي او لرغوني ښار کندهار د بابړو په کوڅه کې د عبدالغفور په کور کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، د محمد اياز لمسی، د محمد جان خان کړوسی، د نيک محمد خان کوسی او د لکي صاحبخان کودی دی، په خټه بابړ پښتون دی.

زده کړې يې په (۱۳۰۶ هـ ش) کال پيل کړې او تر (۱۳۱۲هـ ش) پورې يې دوام وکړ، له نوموړې مودې را په دې خوا يې په ځانګړې توګه د علم او پوهې پر لور مخه سوه او دا همېشنۍ لار يې پرېنښوده.

(( د علمي پانګې د راټولولو او څېړلو په منظور يې هند او د نړۍ نورو هېوادونو ته سفرونه کړي، د زياتې او پرلپسې علمي او ادبي مطالعې او مسلکي تجربې پر بنسټ يې خپل پياوړی او استادانه قلم د پوخوالي او کمال بريد ته رسولی و، لکه څنګه چې علامه بابا يو دروند فرهنګي مشر و، دغه راز د هغه قلم هم يو دروند قلم و، علمي سخا يې عامه وه او د علمي بخل او سپما نه ډېر ليري و.)) (۴م)

علامه بابا په فارسي، اردو، انګليسي، عربي، هندي، او روسي ژبو پوهېده او په پښتو خو يې په لسګونو اثار وينو.

جالبه خو راته دا وه چې: کله مې د ښکلا مجلې د دريم کال دويمه ګڼه د انجنير صاحب شېرشاه «رشاد» څخه تر لاسه کړه، هماغه ګړۍ مې د سرسري کتلو لپاره يو ځل په بيړه او ژر ژر سره واړوله او راوړوله چې د محمد نبي«صلاحي ‎» ليکنه مې تر سترګو سوه، د هغې په لوستلو مې پيل وکړ چې يو ځای ته راورسېدم، نو يې ليکلي و چې: علامه بابا د شپېتمو کلنو په پای کې چې د هغه د زړه ناروغي زياته سوه، نو د تداوۍ او علاج لپاره جاپان ته لاړ، هلته پوره يوه مياشت په روغتون کې بستر و، ده په دغه مياشت کې په داسې حال کې چې د زړه په ناروغي هم مبتلا و، جاپاني ژبه په اويا کلنۍ کې له نرسانو څخه زده کړه.

علامه بابا له (۱۳۱۳هـ ش) کال را په دې خوا په رسمي دندو او ماموريتونو پيل وکړ چې د خپلو دندو پيل يې هم د ښوونې او روزنې څخه وکړ، يعنې د ښوونکي سپېڅلې دنده يې پيل کړه او تر (۱۳۲۵هـ ش) کال پورې يې دغه مقدسه دنده په ډېر اخلاص په تاريخي کندهار کې تر سره کړه او په سلګونو زده کوونکي يې وروزل. په (۱۳۲۵هـ ش) کال د کندهار د ښاروالۍ د انجمن(ټولنې) رئيس سو، په (۱۳۲۶هـ ش) کال د همدغې ښاروالۍ د مرستيال په توګه وټاکل سو.علامه بابا په (۱۳۲۷-۱۳۳۴ هـ ش) کلونو کې په هند کې و، خو په دغه موده کې ده وکولای سول چې د زده کړې او څېړنې په برخه کې زياتې برياوې او د «منشي فاضل» او «اديب فاضل» علمي رتبې تر لاسه کړې. په (۱۳۳۵هـ ش) کال کې د پښتو ټولنې د غړي په توګه وټاکل سو، په (۱۳۳۶هـ ش) کال کې يې د نوموړي ټولنې د مرستيال په حيث دنده پيل کړه او تر (۱۳۳۹هـ ش) پورې يې دغه دنده په ښه شان تر سره کړه، په(۱۳۳۹هـ ش) کال کې علامه بابا د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې د استادۍ په مقدسه دنده پيل وکړ ، په (۱۳۴۱هـ ش) کال د کابل پوهنتون له خوا ليننګراد (پتروګراد) پوهنتون ته د پښتو استاد په حيث ولېژه. (۵م)

علامه بابا دوه کاله نوموړې دنده سرته ورسوله او په (۱۳۴۳هـ ش) کال بېرته هېواد ته راستون سو او د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې د تدريس چارو ته اوږه ورکړه؛ او تر (۱۳۵۷هـ ش) پورې يې په سلګونو زده کړيالان د ژبې او ادبياتو په برخه کې وروزل او ټولنې ته يې د چوپړ په خاطر وړاندې کړل.

علامه بابا په( ۱۳۵۸هـ ش) کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي مشاور په حيث مقرر شو او تر (۱۳۶۱هـ ش) پورې يې دغه د نده په پوره امانت دارۍ سرته ورسوله، په (۱۳۶۱هـ ش) کال کې کله چې په کابل پوهنتون کې د ماسترۍ پروګرام شروع شو نو يې د پښتو څانګې په ټينګار يو ځل بيا په تدريس او لارښوونو لاس پورې کړ، چې په دې موده کې يې هم زيات شمېر زده کړيالان وروزل، او د ده له فيضه برخمن او ترې مستفيد شول.

علامه بابا د ځاني کرکټر له مخې ډېر مؤدب، دروند، عزتمند، باوقاره او د ستر همت څښتن و، په ورين تندي او عاجزي سره به يې خبرې کولې او د نورو خبرو ته به يې په پام سره غوږ نيوه؛ کله چې به په خبرو کې له مقابلې خوا څخه اشتباه کېده؛ نو خامخا به يې ورته ښووله؛ بلکې د يوه، دوو تاريخي مثالونو په ويلو سره به يې هغه پوهاوه چې هغه اشتباه سمه کړي. (۱)

علامه بابا هيڅکله چاته د شتمنۍ او لوړ دولتي مقام له مخې درنښت نه درلود، بلکې هغه ته يې د هغه د پوهې له مخې پام اړاوه، په هغه ليکنه کې چې کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني په ښکلا مجله پرلپسې ۱۴مه ګڼه، ۱۲م مخ کې د علامه بابا په اړه کښلې، ليکلي: «… زما څو ځله فکر سوی دی چې کله به په ځينو پوهنيزو څېړنغونډو کې کوم لوړپوړی چارواکی راتلی، نو برخوال به يې د درنښت لپاره درېدل؛ خو استاد به هيڅکله له ځايه نه ښورېده او دغه نوي راغلي چارواکي به د ده درناوی کاوه، هغه عادت نه درلود چې د زورورو پر وړاندې خپله هسکه غاړه ټيټه کړي، ځکه چې هغه د عزتمند نفس، ملي غرور او لوړې پوهې څښتن و.»

همدارنګه زياتوي چې: ((د ډاکټر نجيب الله دولت په ۱۳۶۵ کال وغوښته چې ځينې فرهنګي څېرې د هغوی د مانيزو ارزښتونو د پنځولو له امله چې د ستاينې وړ وو، د دولت له خوا د لوړو علمي رتبو په ورکړه ونازول سي، خو استاد علامه رشاد دا ډول لقب و نه مانه او نه يې خپل آثار ورته کانديد کړل، آن د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته يې خپل عکس هم ورنکړ، دا له دې امله چې د هېواد فرهنګيانو ته د دا ډول علمي القابو په ورکړه کې علمي معيارونه په پام کې نه نيول کېدل او هغه څوک چې به يې وړ نه و هم يې تر لاسه کول. خو په اخير کې د اکاډمۍ چارواکو د هغه د استخدام له قرارداد ليک څخه عکس وشکاوه او د ده د اکاډمېسنۍ له لقب سره يې خپور کړ.))

علامه بابا طامع او مداح نه و چې د مادياتو د خاوندانو يا په بله وينا د زر او زور د څښتنانو سترګې ورته را اوښتي وای. هغه يو ريښتينی انسان، د سپېڅلي وجدان خاوند و او له نورو څخه يې هم همدا غوښتل، د علم په ورکړه کې لکه حاتم طايي داسې و، د ادب او فرهنګ د مينانو په منځ کې بله ډېوه او د افغاني ولس شمله وه. (۲)

لکه څنګه چې يادونه وسوه، علامه بابا يو دروند، نرم خوی، د نيکو اخلاقو او لوړې طبعې څښتن و. د نفس پاکي او سترتوب يې درلود، د بېدل او سنايي غوندې و، سر يې د چا په درشل نه مښه او نه ښکته کاوه، په دې اړه خپله فرمايي:

سر مو کوز مه کړې ټيټو اسرو ته

دا لوی پېـغور دی پـت او پــښتو ته

دې بــنده ګــۍ ته تندی پرې مه ږده

چې تــمه، ډار يې بيايي ســــجدو ته

همدارنګه تل د حق او ريښتيا د لارې ملګری و، په خپل ولس او خپله خاوره کې يې په مينه او درنښت ژوند وکړ او هيڅ چېرې ترې پردېس نه سو، چې دا هم د خپلې خاورې او هېواد سره د ده د مينې څرګندويي کوي. د خاينو سره يې روغه نه وه او د هيواد د پوهانو او د هغه چا چې د خپلې خاورې سره يې مينه درلوده کلک ملاتړی و. ارواښاد علامه بابا سرمايه نه لرله، خو د ده سرمايه يوازې د ده قلم، مشواڼۍ او کتاب وه. (۳)

علامه بابا يوازې د پښتنو نه و، استاد خو د پښتو تر څنګ په نورو ژبو هم کتابونه کښلې او خپله يې ځان په قوم او قبيلې پورې نه منحصر کاوه، بلکې په ټول افغانستان او افغانانو پورې يې اړه لرله. (۲)

ارواښاد علامه بابا ته د خدای (جلا جلا له) ورکړي استعداد او پوهې په برکت د علامه، اکاډمېسن او پوهاند د لوړو القابو تر څنګ د علم او ادب په اسمان کې د شپږم ځلانده ستوري په نامه وپېژندل سو.

علامه بابا تل د خپل ولس په درد دردمند کېده او په خوشحالۍ يې خوشحالېده او د خپل وطن او ولس پرمختګ او پښتو او پښتنواله پالل يې تر ټولو ستر ارمان و. د دې خبرې د اثبات لپاره چې علامه بابا سره د خپل ولس غم و او د هر وګړي په درد درمند کېده، غواړم د ګل حبيب «وفادار» د ښکلا مجلې په پرلپسې ۱۴مه ګڼه کې د «علامه د يو ګاونډي درې خاطرې» تر سرليک لاندې ليکنه کښلې، زه يې دويمه خاطره د پورتنۍ خبرې د اثبات لپاره دلته کټ مټ راوړم:

((يوه ورځ مې وليدی چې استاد زموږ له کوڅې څخه درې کوڅې پورته ولاړ دی، زه ورغلم او ورته مې وويل:

السلام عليکم!

تر روغبړ وروسته يې وويل، څه کوې؟

ما ورته وويل: چې زه ستا په خاطر راغلم چې ته دلته څه کوې، ده راته وويل: دغه دوا مې يو چاته ته واخيسته، نه پوهېږم چې کور يې چېرې دی.

ما ورته وويل: استاده! نو څنګه کېدای سي چې دوا دي ورته راوړه او کور دې نه دی ليدلی؟

استاد راته وويل: ته داسې وکړه، هغه کور پيدا کړه او دا دوا ور ورسوه، خو زما نوم مه وراخله. ما دوا واخيستل، د نسخې پر نامه مې د کوڅې له ماشومانو پوښتنه وکړه، هغو هم کور راوښود او دروازه مې وروټکول، يو سپين ږيری سړی راووت، ما دوا ورته ونيول او ورته ومې ويل، چې: ناروغ ستاسو د کور دی؟ ده راته وويل: هو زما يتيم لمسی ناروغ دی، خو دغه دوا چا درکړه؟ ما ورته وويل : چاچې دا دوا راکړه نو دا خبره يې را باندې پخه کړه چې د هغه نوم به نه در يادوم. د سپين ږيري سترګې له اوښکو ډکې سوې او راته يې وويل: ما د دې نسخې پيسې نه درلودې، نو هغه مې په درملتون کې پرېښوده، خو دا چې چا واخيسته او اوس دوا چا راوړه، خدای (جل جلا له) پوهېږي، خدای(جل جلا له) دي خير ورکړي.))

دا و د پورتنۍ خبرې د اثبات يو دليل.

اوس نو ټول پوهېږو چې علامه بابا څنګه، د کومې او څرنګې طبعې او خوی څښتن و، د علامه بابا د ژوند په بحر غږېدل زما او زما د دې وړې تحقيقي مقالې خو څه چې د کتابونو تر وس تېره خبره ده ، خو هسې د ارواښاد د ژوند د بحر يو څاڅکی دی.

په پای کې ستر څښتن ته لاسونه لپه کوم او د ارواښاد روح ته دعا کوم، خدای (جل جلا له) دې اروا ښاده لري او ورته د فردوس جنت غوښتونکی يم.

ستـــا د ښــــــايســـت ګلــونه ډېــر دي

ځولۍ مې تنګه، زه به کوم کوم ټولومه

پای

مأخذونه

۱- سيستاني، اکاډميسن محمد اعظم، په افغانستان کې د شلمې پېړۍ د ستر پوه اکاډميسن رشاد ليکنه، ښکلا مجله، ۱۴مه ګڼه، ۱۲م مخ، ۱۳۸۳
۲- مينه وال، عبدالقيوم، د علامه بابا د معنويت سيوری اوس هم پر موږ خپور دی، ليکنه ښکلا مجله، ۱۴مه ګڼه، ۳۷م مخ، ۱۳۸۳
۳- منګل، علي احمد، ( علامه رشاد د… ) ليکنه، کابل مجله، ۳۵ او ۳۶ مخونه
۴- صلاحي، محمد نبي، د پوهې او ادب کان علامه استاد رشاد د ابدي سفر په خوب ويده سو، ليکنه، ښکلا مجله، ۱۴مه ګڼه، ۲۱م مخ، ۱۳۸۳
۵- رشيد، پروفيسور عبدالخالق، رشاد پوهنه، ليکنه، ښکلا مجله، ۱۴مه ګڼه، ۷م مخ، ۱۳۸۳
۶- بېنوا، عبدالرؤف، اوسني ليکوال، ۱۳۸۸ ل ل، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار، ۴۵۳ او ۴۵۶ مخونه