کور / تازه خبرونه / ملي اردو په پنجوايي کي چاودېدونکي توکي ونيول

ملي اردو په پنجوايي کي چاودېدونکي توکي ونيول

“کندهار، افغانستان- د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د ٢٠٥ اتل قول اردو د دوهم کنډک سرتېرو د عملياتو پر مهال تېره ورځ د دې ولسوالۍ د دواب په ساحه کي يو شمېر چاودېدونکي توکي ونيول.
د يادو تصفيوي عملياتو پر مهال چي په سيمه کي د ښه امنيت د تامين په موخه پر لار اچول سوي ول، پکي د تېرو ٢٤ ساعتونو په لړ کي ٢٠ دانې د ماين ريموټ کنټرولونه، ١٠٥٠ متره سانيه سوز لاين، ٦ فيره د هوان سرګلولې، ١٠ دانې د ماين پټاکۍ، ١٥ کيلوګرامه باروت، يو کيلوګرام چرۍ چي د ځانمرګو بريدکوونکو په واسکټونو کي کارېږي، ١٤ ګوټکې سلوشنان چي د ماين په جوړولو کي کار ورڅخه اخيستل کېږي.
افغان امنيتي ځواکونو تل هڅه کړې چي په سيمه کي د امن فضا رامنځته کړي، تر څو خلک په ارام ډول خپل ژوندانه ته دوام وکړي” یاده خبرپاڼه دکندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر لراوبر ته را استولې وه.