کور / تازه خبرونه / کندهار: بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه سوې ده

کندهار: بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه سوې ده

د کندهار د سوداګرۍ خوني مسولين وايي، چې تېر کال په دغه ولايت کې د نباتي امراضو سره – سره زياتې مېوې تر لاسه سوي او بهر ته يې د صادارتو کچه لوړ کړې ده.

انګور، انار او نورې وچې ميوې د کندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو مهم محصولات تشکيلوي.

د کندهار د سوداګري خوني رئيس حاجي نصرالله زهير وايي، چې په تېر ١٣٩٢ کال کې يې بهرنيو هېوادونو ته يو شپېته زره شپږ سوه نهه نوي ټنه وچه او لنده مېوه او دوه لکه دو شپېته زره پنځه سوه د پسو او غويو پوستکي صادر کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په لندې مېوې کې زيات يې انګور او په وچې ميوې کې زيات صادرات د اب جوشو له امله وه، خو په ١٣٩١ کال کې بيا شپږ پنځوس زره اووه سوه ټنه وه، چې د ١٣٩٢ کال په پرتله کم وه.

زهير پرته له دې، چې د يادو صادراتو لګښت ووايي، زياته کړه، چې په ١٣٩٢ کال کې د کندهار انګور او اب جوشي د سختو امراضو سره مخ وه، چې د صادراتو کچه يې پوره نه کړل.

د سوداګرۍ خونې مسولين وايي، چې د کندهار څخه نژدې ٨٠ سلنه وچه او لنده مېوه هندوستان، ١٥ سلنه پاکستان او پاتې يې دوبۍ او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

هغه هيله وښوده، چې په روان ١٣٩٣ کال کې به د صادراتو کچه اويا زره تنه وي، چې د نړۍ زياتو هېوادونو ته به واستول سي.