کور / خبرتیا او پيغامونه / هرات: غوایي پر١١ د هریوا په لمن کي پسرلنۍ مشاعره جوړیږي

هرات: غوایي پر١١ د هریوا په لمن کي پسرلنۍ مشاعره جوړیږي

د درنو ادیبانو، لیکوالانو او د شعراو ادب مینه والو د پام وړ،

په هرات ولایت کي پښتو ادبي او کلتوري ټولني په ګډه د لمریز کال ۱۳۹۳ د غوایي پر١١ د پنجشنبې( زیارت) په ورځ د (هریوا په لمن کي) کلنۍ پسرلنۍ مشاعرې د جوړولو تابیا کړې ده چي پکښي به د هیواد له ګوټ ګوټ او همداراز له بهر څخه درانه مېلمانه ګډون کوي.

تاسو ته په ډېر درنښت بلنه درکوو څو په دې پرتمینه مشاعره کي په ګډون کولو سره موږ ته د خدمت او مېلمه پالني ویاړ راوبخښئ.

البته هغه دوستان چي له نورو ولایتونو او سیمو څخه هرات ښار ته راځي، د هستوګني امکانات ورته برابر سوي دي.

د معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو تماس نیولای سئ.

نعیم افغان: ۰۷۰۸۶۶۲۹۶۶

واثق: ۰۷۰۸۴۴۶۰۱۶