کور / هراړخیز / د غریبو هیوادونو خاصیتونه،دغُربت عوامل او دحل لاري ئې

د غریبو هیوادونو خاصیتونه،دغُربت عوامل او دحل لاري ئې

پرمخ تلوونکو هیوادونوته پخوا غریب، یا ددریمي نړۍ هیوادونه (Poor countries/ Third world countries) ویل کېدل.دملګرو ملتونو په سازمان کښي تر یواوږدجنجالي بحث وروسته ورته دپرمخ تلوونکو(Developing countries) هیوادونو نوم یا په اصطلاح داوړو پزه ورجوړه سوه ځکه چي دوی به ددې څخه کرکه کول چي غریب هیوادونه دي ورته وویل سي. څرنګه چي غریب هیوادونه واقعاً غریب دي نو زه ورته غریب هیوادونه وایم. پرمخ تلوونکي(غریب) هیوادونه په دې معنی چي اوس دغُربت څخه دراوتلو په حال کښي دي او انکشاف کوي خو حقیقت همداسي نه دئ. دوی لا په بې کاري او غُربت اخته دي او دانکشاف لار لا ځني ورکه ده. غریب یا پرمخ تلوونکي هیوادونه، هغو هیوادونو ته ویل کیږي چي دژوندکولو معیارونه ئې کمزوري او بې کیفیته، دوګړوعاید ئې کم، ولس ئې دکمزوري صحت درلودونکی، ناکافي تعلیم، غیرمساوات اوداسي نور دبشر په لاس جوړ سوي مصیبتونه پکښي خپاره وي.

دطبعي او فزیکي علومو پرځای داجتماعي علومو لکه دادبیاتو او تاریخ ترحده زیاته مطالعه،ناکافي سرپناه یا داستوګني کم ځایونه، کمزورې روغتیا ،محدو تعلیم،دکوچنیانو دپیدايښت پرمهال دمندو او ماشومانو دمرګ زیاتوالی، زیات پور اخیستل او همېشه پورَوړي پاته کېدل، فقر، غُربت، راز-راز ناجوړۍ، ددماغونو پرواز(Brain Drain) دنفوس چټکه وده، دکورنۍ دغړو پر یوه کس متکیتوب، رواجي زراعتي اقتصاد، په فساد ککړ چارواکي، قومي، ژبني، سمتي او مذهبي ستونزي، ناوړه تغذیه، په خپل منځ کښي جنګ او جګړې، کمزوري نړۍ والي اړیکي، غیرمناسب مارکېټ او ناکافي تجارتي او کاروباري معلومات، تروخت تېر دولتي قوانین، کړنلاري او تګلاري، دسرحدونو پر سر شخړي، ژراوښتوونکي دولتونه، ددولتونو داوښتلو سره سم په قوانینو کښي تغیرات او یا لغوه کېدل او بیا پر نوي قوانینو باندي له سره کار کول، دهمسایه ممالکو سره بدي او دوښمني، دبشري سرمايې کمښت، دغیر رسمي اقتصادي سیکتور تسلط چي نه ددولت سره ثبت او نه ټکس ورکوي، غلط دودنه او رواجونه او داسي نور… دغریبو هیواونو طبعي او مصنوي خاصیتونه او صفتونه دي چي ځیني ئې دنورو له خوا اوځیني ئې خپله په لوی لاس رامنځ ته کړي دي.
په ۱۹۹۸ کلنو کښي دانسانانو دژوند کولو اوسط عمر په ډېرو غریبو هیوادونو کښي اته څلوېښت(۴۸)، اوپه يوڅه پرمختللو هیوادونوکښي اته شپېته(۶۸) او په پرمخ تللو هیوادونو (developed countries) کښي پنځه اویا (۷۵) کاله ښودل سوی ؤ. په ۲۰۰۵ کښي بیا دغریبو هیوادونو دافردو دژوند کولو اوسط عمر ۵۹ کاله ښودل سوی ؤ په داسي حال کښي چي په زیات عاید اخیستوونکو یا پرمخ تللو هیوادونو کښي دعمر اوسط په یاد کال کښي ۷۹ کاله محاسبه سوی ؤ. په دې توګه دشتمنو هیوادنو افراد دغریبو هیوادونو تر اوسېدونکو شل کاله اضافه ژوند کوئ. همداسي په ورته کال کښي په غریبوهیوادونو کښي ترپنځو کالو لاندي دماشومانو مړینه تر پرمخ تللو هیوادونو شل واره اضافه وه. په غریبو هیوادونو کښي یوازي اته اویا (۷۸) فیصده کوچنیان چي عمرئې له پنځه څخه تر څوارلس کلنۍ پوري وي مکاتبو ته ځي چي دمکتبونو تدریسي نصاب ئې ټیټ او دمارکېټ سره برابر نه دئ. په ۲۰۰۵ کښي په غریبو هیوادونو کښي څلرویشت (۲۴٪)فیصده وګړي په ناوړه تغذیه اخته ول خو په پرمختللو هیوادونو کښي دغه فیصدي په ورته کال کښي درې(۳٪) فیصده محاسبه سوې وه.
دنړۍ وال بانک د ۲۰۰۵ کال دتخمین له مخي(۹،۱٪)دشرقي او پاسفیک اسیا، (۸،۶٪) دلاتین امریکا او کارابین،(۱.۵٪)دمنځني ختیځ او شمالي افریقا (۳۱،۷٪) د جنوبي اسیا او (۴۱،۱٪) اودصحرايي افریقا(Sub-Saharan Africa) اوسېدونکو دورځي تر یوه ډالر کمي پیسې تر لاسه اوژوند په کوئ چي دې ته داقتصاد په علم کښي دفقر تر کرښي لاندي ژوند کول ویل کیږي او د ۲۰۰۲ د تخمین سره سم، دوه عشاریه پنځه(۲،۵) بیلیونو خلګو په غریبو هیوادونو کښي دورځي تر دوه ډالره کم ګټل.
غریب هیوادونه په زراعت کښي دتکنالوژي څخه کار نه اخلي یا خو لږ استفاده ځني کوي، تعلیمي سیکتور ته خاصه توجه نه کوي، کله چي ئې دپوهنتونونو څخه محصلین فارغه سي نو دهغو زده کړي دمارکېټ تقاضا ته جواب نه وايي، ددغه خلا دډکولوله پاره باید په ډېر لوړ قمیت خارجي کارمندان استخدام کړي او همداسي کوي. غریب هیوادونه دخپل بشري ځواک له پاره پیاوړي او مؤثر روغتیايي سیسټم نه لري، دوی پرداسي مسائلوباندي وخت، انرژ ي اومنابع ضایع کوي چي باید مخنیوي ئې وکړي.
پورته وویل سوه چي دطبعي او فزیکي علومو پرځای دا دبیاتو او تاریخ ترحده زیاته مطالعه هم دغریبو هیوادونو یو خاصیت دئ. دغه خاصیت له خیټي نه درته وایم بلکي داقتصاد دعلم په کتابونو کښي ورسره مخ سوي یم. دمثال په توګه، درحمان بابا دمړیني په اړه ویل کیږي چي په ۱۱۱۸ کښي وفات سوی دئ. دوهم روایت بیا وايي چي په اصل کښي دغه اتلس، اته ویش دي، دوخت په تېرېدو سره په کتاب کښي د دوو(۲) دغه سر یا غاښ خراب سوی دئ نو ځکه اتلس ورڅخه جوړ سوي دي. درحمان بابا له وفات څخه بیا تر ننه ورځي دافغانانو ترمنځ دغه معما لا نه ده حل سوې او لاتراوسه ورباندي بېلابیلي څېړني کیږي. دا که رحمان بابا په ۱۱۱۸ اویا ۱۱۲۸وفات سوی او موږ ئې په ثبوت هم ورسو، په ژوند کښي مو کوم هیڅ مثبت تغیر نه راځي. دغریبو هیوادونو تحقیق او انکشاف هم درحمان بابا دوفات نېټې ته ورته دئ، هغه که په اقتصادي، طیبي، اجتماعي او یا نورو اړخونو کښي وي. نن ( ۱۳۹۲ جدي۱۰ ) مي په لرابر کښي داسدالله زړه سواند «دکندهار پایلوچان« هغه لیکنه ولوستل چي دکندهار پوهنتون ته ئې دسیمنار په شکل وړاندي کړې وه، کندهار پوهنتون هم داسي سیمنار ورسره منلی ؤ. ماته سم دستي دیوې مجلې هغه لیکنه راپه یاد سوه چي پکښي لیکل سوي وه چي په جاپان کښي دعالي لېسو زده کوونکي دادځان له پاره خجالت ګڼي چي دموبایل دجوړولو له پاره حتی یو نظر ورکړي بلکي دوی دپېچلي عصري تکنالوژي په اړه څېړني کوي یعني موبایل ددوی له پاره حتی په دې نه ارزي چي په اړه ئې فکر وکړي. خپلي موضوع ته مي پام دئ چي پرڅه بحث کوم خو خبره داده چي افغانستان چي دنړۍ ترټولو غریب اوشاته پاته هیواد دئ، هر کال په زرګونو محصلین له تاریخ، ادبیاتو، ارواپوهني، ټولنپوهني، لرغونپوهني،دښکلو هنرونو او داسي نورو پوهنتونونو څخه فارغیږي چي زده کړي ئې داوسني کاري مارکېټ سره هیڅ سر نه خوري. په کابل پوهنتون کښي داسي لیکچر نوټونو لیدل کیږي چي شل الی دېرش کاله یا تردې هم مخکي لیکل سوي وي خو تراوسه محصلینو ته تدریس کیږي. محصلین په داسي څه پسي څېړني کوي چي دوخت، انرژي او منابعو ضایع ده. دمشروباتو فلزی دبلی اوښیښه يي بوتل په ډېره اساني اوپټو سترګو سره په پلاستیکي بوتل نه دي تعویض سوي بلکي دنړۍ پوهانو په دې اړه زیاتي څېړني کړي او بیا ئې دغه داوبو یا ددرملو پلاستیکي بوتل ترموږ پوري را رسولی دئ. زه امید لرم چي اوس به دپرمختللو او غریبو هیوادونو دڅېړنو ماهیت په دې مثالونو کښي درته څرګند سوی وي چي یو هیواد د مشروباتو دفلزي او ښيښه يي بوتل ګټي او تاوانونه له پلاسیتکي بوتل سره مقایسه کوي او بیا خپله څېړنه په میلیونونو ډالره خرڅوي او موږ لګیا یود درحمان بابا دوفات پر نېټه څېړنه کوو!
دغریبو هیوادونو دشاته پاته کېدو باندي عواملو ته که راسو، نودغریبو هیوادنو اقتصاد یا پر زراعت او یا پر تیلو ولاړ دئ. صنعتي هیوادونه بیا دخامو موادو او دتیلو دکمښت سره مخ دي. نو دغریبو هیوادونو دپرشاتګ یو عامل خپله پرمختللي هیوادونه دي چي په عصري طریقو سره دغه غریب هیوادونه استعماروي، دبشري او طبعي منابعو څخه ئې ګټه اخلي، په هیواد کښي داسي علمي او مسلکي کدر نه ورپرېږدي چي پر هغه دي ددوی راتلوونکې جوړه سي نو ځکه غریب هیوادونه ورځ په ورځ خواریږي او پرمختللي هیوادونه بیا پرمختګ کوي. دعلمي کدرونه په غلا کښي امریکا، کاناډا او اروپايي هیوادنه تر هرچا مخکي دي.
کالونالیزم، نړۍ وال دوه جنګونه، دستر ځواک په صفت دامریکا دمتحده ایالاتو ظهور او بیا دنړۍ والي سکې په شان دډالر ونډه، دامریکا فوجي طاقت او خرتوبي، دشرق او غرب ترمنځ شخړه، د کپیټلیزم او سوشلیزم ترمنځ ټکر او داسي نور دکمزورو هیوادونو د غریب پاته کېدو عوامل سول او لا دي. داچي غریب هیوادونه لا ولي غریب دي؟ جواب ئې دادئ چي دوی دشتمتني څخه محروم دي. شخصي ملکیت بیا په خپل وار دشتمني محرومیت رامنځ ته کړی دئ. دعاید غیر مساویانه وېش او دعاید په څو محدودو لاسونو کښي راټولېدل دغریبو هیوادونو دپاته کېدو عوامل دي. دوخت دسترو ځواکونو له خوا پر زراعتي مځکو باندي ماینونه ښخول دهیوادونو دمالدارۍ سیکتورونه له ستونزو سره مخ کړل چي ددوی اقتصاد ته ئې تاوانونه ورواړول او لاتراوسه ورڅخه خلاص سوي نه دي، دا ئې دغربت بل عامل دئ.
په غریبو هیوادونو کښي چي څه تولیدیږي، ګټه ئې یوازي دڅو محدودو کسانو جېبونو ته ځي، ولسونو ته ئې کومه عمومي ګټه نه رسیږي. په غریبو هیوادنو کښي زراعت او زراعتي میکانیزم ناکام دئ ځکه چي بزګر ان بې سواده دي، تکنالوژي عملي کولای نه سي او خپل په خوښه مځکه کري بېله دي چي دولت ورته زراعتي، مارکېټي او تجارتي معلومات ورکړي نو ځکه دوی هم غریب دي. بل علت ئې دادئ چي له یوې خوا ولسونه له قحطۍ سره مخ دي او له بلي خوا دتولید عوامل(مځکه، خام مواد، سرمایه او ګټه) یوازي په تولیدکوونکي پوري مربوط وي، دکپیټلیزم دقوانینو له مخي دولت هم نه سي کولای چي مداخله وکړي نو ځکه مولد راولاړیږي کارګر استثتماروي او ددې پرځای چي ګټه دولت ته ورسیږي ،په شخصي جېبونو کښي لویږي. کپیټلیزم پرغریبو هیوادونو تحمیل سوی او په خپل وار دغریبو هیوادونو پراقتصاد منفي تاثیر کړی دئ.
دحل لاري: دغریبو هیوادنو دستونزو دحل لاري دیوه یا څو اقتصادپوهانو او یوڅو ورځو کار نه دئ. بلکی زما په شخصي نظر که دافغانستان ټولي ستونزي همدا اوس خنثی اوپه نارمل حالت کښي فرض کړو، نوپوره سل کاله ته ضرورت سته چي افغانان دي دسعوي عربستان غوندي اقتصادولري. لاندي څو عمومي اولنډي دحل لاري درکول سوي دي چي زه يوازي پردې پکښي ږغېدلی یم چي (څه باید وکړو ؟) او (څنګه ئې باید وکړو؟) بیا یو عالَم نوروخبرو ته ضرورت لري چي ورڅخه تېر سوی یم.
اول- دخپل چاپیریال دټولو شرایطو سره سم، مؤثر اقتصادي سیسټم رامنځ ته کول او پلي کول.
دوهم- دغلطو رواجونو پرضد مبارزه کول او له منځه وړل. ولوسونو ته ملي فکر اواحساس ورکول.
درېیم- دخپلو مذهبي قوانینو سره سم، ښځينه قشر روزل او په اقتصادي سیکتور کښي داخلول.
څلرم- په پوره پاملرنه او هر اړخیز فکر سره زراعتي سیکتور تکنالوجیکي کول اوقومي، رواجي، او محلي سیاست مؤسساتي کول.
پنځم- دمکاتبو او پوهنتونو نصاب دچاپیریال داقتصادي، تجارتي، ټولنیزو، سیاسي او دټولوشرایطو او ضرورتونو پراساس جوړول.
شپږم- دغیر رسمي اقتصادي سیکتور رسمي کول او ټکس جبري کول.
اووم- دصادراتو زیاتول او د وارداتو کمول.
اتم- دخارجي پانګي اچووني ګټور او تاواني اقتصادي او سیاسي اړخونه سنجول او بیا په هیواد کښي دتاسیس او فعالیت اجازه ورکول.
نهم- دزراعتي اوټولو مځکو څخه ماینونونه پاکول، خپلو ولسونه ته دسرپنا له پاره مځکه عرضه کول، دنړۍ والو معیارونه سره سم نوي ښارګوټي جوړول.
لسم- ددماغونو دپرواز، دپور اخیستلو، دنورو ممالکودمداخلو،دفقر اوبې کارۍ، دفساد، پردي ممالکو ته دجاسوسۍ، داداري بې ځایه ځنډ، اوټولو ستونزو پرحل لارو حد اقل فکر کول او په اقتصادي لوبو باندي ځانونه اګاه کول.