کور / ترخې خبري / داسلامي امارت او امریکایي جنایت معنی یوه ده

داسلامي امارت او امریکایي جنایت معنی یوه ده

د روان کال دحمل پر نونسمه نېټه دکندهار په میوند ولسوالي کي دهرات او کندهار په مسیر کي دمسافرو یو منی موټر په ماین والوت او ستره انساني غمیزه رامنځ ته شوه. په رسنیو کي راغلل چي موټر دطالبانو له خوا پر ښخ شوي ماین والوت خو طالبانو بیا جالبه ادعا وکړه، هغه داچي ګواکي دغه موټر په ماین نه بلکي له هوا څخه دامریکایانو له خوا وویشتل شو.
دغه ډول ادعا یوازي ممکن دطالباني فکر پر منطق عاقلانه وایسي کنه تردې ها خوا به په ټوله دنیا کي هیڅ ساده عقل هم دا ونه مني چي دملکي انسانانو دقصابۍ چاړه دي دطالب په لاس کي وي، دبې ګنا انسانانو دمرګ ژوبلی ریکارډ دي دوی ټینګ کړی وي،پر لویو لارو دي همېشه طالبانو مسافر راکښته کړي او لکه پسونه ترچړو يې تیر کړی وي، آن دموچي په تار دانسان حلالولو وحشیانه ابتکار دي ددوی په نصیب وي، داسلام، دین او شریعت حیثیت دي ددوي دتوپک په خوله تبا شوی وي، څلور اوپنځه کلن ماشوم دي ددوی له خوا ځانمرګي ته استول شوی وي اوسل زره او بې شمېره نور نا انساني او ضد اسلامي جنایتونه دي دوی کړي وي، دلویو لارو پلونه او پلچکونه دي طالبان الوزوي اودسړک غاړو اودلویو لارو دماینونو اتلان دي دوی وي او دمیوند دمسافرو پرموټردي بیا امریکایانو بمبار کړی وي!
طالبان اصلاً ددې پروا نه کوي چي ددوی ادعاوي او اعلاميې څومره دخندا وړ دي. دوی یوازي دپاکستان په ریموټ کنټرول او دامریکا او ټولي کفري نړۍ په ګټه جنګ ته ادامه ورکوي.
که فرض کړو داساده منطق ومنو چي امریکا دغه جنایت کړی دئ، بیا هم ګنا دطالب پرغاړه ده ځکه که طالب په افغانستان کي احمقانه او دپردیو په اشاره سیاستونه نه پلي کولای، هغه هم داسلام په نوم، نو امریکا خو به اول پر افغانستان دیرغل بهانه نه درلودل. بیا چي طالب دغه بهانه يې په لاس ورکړه او پرافغانستان يې دامریکا اوټولي کفري نړۍ دیرغل زمینه برابره کړه، بیا هم دطالب بې منطقه جهاد دئ چي په نتیجه کي يې بیوزله افغانان سوځي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپله استول شوې اعلامیه کي وايي چې طالبانو امریکایانو ته سخت تاوانونه ور واړول او هغو هم له بې ګنا افغانانو غچ واخیست او قاري یوسف بیا هوډ کوي چي ددغو ملکیانو کسات به بیا له امریکایانو واخلي اوکه دطالب ادعا سمه وي، نو له مخي به یې بیا امریکا پرملکیانو بمبارونه وکړي. دالړۍ به همداسي روانه وي، آخر که طالب او ټول اسلامي امارت په دغو جنایتونوکې له امریکا سره شریک نه وي، تاسي وخدای تردې ها خواستاسو عقل څه درته وايي؟