کور / هراړخیز / شپه مې په وېره کې تيره کړه، سهار يې بيا د اختر په شان و

شپه مې په وېره کې تيره کړه، سهار يې بيا د اختر په شان و

شپه مې په وېره کې تيره کړه، سهار يې بيا د اختر په شان و

ټوله شپه مې په ويره کې تيره کړه، چې سهار شو داسې احساس مې کولو ما ويل که د اختر ورځ ده.

هغه په دې مانا چې ډلې ډلې کليوال مې ليدل چې رايو مرکزونو ته ځي او دخپلې خوښې وړ نوماند ته خپلې رايې کاروي زما لپاره نه هيريدونکي ورځ په دې وه، چې د افغانستان په تاريخ کې افغان ولسمشر په خپله خواښه چوکي نه ده پريښودلې يوازې همدا اوسنى ولسمشر حامد کرزى دى، چې نن ورځ يې د ټوپک د شپيلۍ پرځاى د رايو په کارولو سره خپله د ولسمشرۍ چوکي پر يږدي او افغانان خپل راتلونکى ولسمشر په خپله ټاکي.

دا ورځ د يوه هېواد د تاريخ تر ټولو جالبه ورځ وه ځکه زموږ په هېواد کې دا ډول ورځ افغانانو تر اوسه پورې نه وه ليدلې سپين ږيري ، ځوانان اوسپين سرې بوډۍ ټول يو ځاى د رايو محلونو ته تلل د خپلو ځانونو لپاره يې ولسمشر او همداشان د ولايتي شوراګانو لپاره خپل استازي ټاکل، ځينو خلکو داسې فکر کولو چې د انتخاباتو په ورځ به ولسونه د رايې اچونې مرکزونو ته زړونه ښه نه کړي او نه به په دې انتخاباتو کې ګډون وکړي.

د ځينو خلکو دغسې خوبونو سمه نتيجه ورنه کړه افغان ولس ټولې نړۍ ته دا روښانه کړه چې افغانان تر هرچا پرمختللي پوه، په وطن مين او په ملي مسايلو کې هم تر هرچا وړاندې ځي او په هرډول حالاتو کې خپل ملي مسؤليت ادا کوي.

په داسې فضاء کې چې باران هم په شيبو شيبو وريدو او په ځينو سيمو کې بادونو هم زور اخېسى و او هم په ځينو سيمو کې مخاليفينو ګواښونه کړې ول د زياتو ګواښونو او دې ته ورته نورو ناوړو تبليغاتو سره سره هم ولسونو ټولې نړۍ ته وښودله چې موږ د ولسواکۍ پر اصل پوهيږو او هم د خپلو ځانونو لپاره راتلونکى جوړولى شو او هم په خپله خوښه د ځان لپاره ولسمشر ټاکلى شو .

موږ او تاسې پردې پوهيږو چې ځوانان په هرډول حالاتو کې ځانونه لېرې سيمو ته رسولى شي او هم د خپلې خوښې نوماند ته رايې کارولى شي تر ټولو جالبه په دې وه چې په دې ورځ سپين ږيرو اوسپين سرو بوډيو هم يو تربله لاسونه سره ورکړې ول او دخپلې سيمې نېږدې محلونو ته تللي و او خپلې رايې د خپلې خوښې نوماند ته کارولې وې.

په دې ورځ داسې ماشومانو هم وليدل شول چې دوى ارمان کولو چې اکاش چې موږ هم نن ورځ اتلس کلن واى او د رايې کارونې عمر مو پوره کړى واى او يو داسې نوماند ته مو خپلې رايې ورکړې واى چې د هغې پرمټ افغانستان نور د تورې تيارې څخه د رڼا پر لور يون پيل کړى او د جنګ پرځاى سولې، او پرمختګ ته لاره هواره شوې واى.

ترهرڅه ډېره جالبه په دې وه چې په افغانستان کې له امنيتي ځواکونو څخه په دې ورځ داسې کار اخېستل شوى چې دټوپک د شپيلۍ پواسطه او د وينو په تويولو د خپلو وروڼو په وژلو سره يو له بله کار اخېستل کېدو، خو په دې ورځ امنيتي ځواکونو بل ډول رول ادا کړ ،چې د خپلو هېوادوالو د امنيت د خوندي کولو لپاره يې هلې ځلې کولې، ترڅو دوى په اسانۍ سره وکولاى شي د خپلې خوښې نوماند ته بغير دکوم ګواښ څخه خپلې سرنوېشت په خپله وټاکي.

په داسې ولسمشر وياړو او هم به يې ټول افغانان درناوى او قدردني کوي چې يو جمهور رئيس د ځان د بديل د ټاکلو لپاره رايه ورکوي. هغه جمهور رئيس، چې کابو دولس کاله، په منطقه او نړۍ کې د سترو سياستونو محور و.
نن تر هرې بلې ورځې تازه دی، غږ يې له خوښۍ او هيجانۍ او سترګې له اوښکو ډکې دي. هغه جمهور رئيس، چې په تېرو کلونو کې، د واک د غځولو، په تهمتونو په سلګونو ځلې توهين شوی دی او د ځينو خودغرضه اود سريالونو الهام اخېستونکو کارپوهانو لخوا په بېلا، بېلو تهمتونو او سپکو سپورو بې ځايه ځورونو او…هغه دى نن يې د ارګ د پرېښودو پر لور لومړی ګام کيښود.
او ټولې نړۍ ته يې دا څرګنده کړه چې موږ نور د ټوپک پرځاى د رايې کارونې له لارې خپلې څوکۍ پريږدو او په هېواد کې سولې ، امن، پرمختګ، ترقۍ او د نورې نړۍ سره سيالۍ ته ژمن يو.

اوهم افغان ولس ټولې نړۍ ته د ثابته کړه اوهغه وړتيا، چې دا ملت پر سترو مسلو د راټوليدو لپاره يې لري او ډېر ملتونه يې نه لري.

دا ملت انقلابي ملت دی هيله ده چې دا ملت همداسې ويښ او تل بيدار پاتې شي چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ او لاس تر زنې کيني.

په اخر کې د ټولو هېوادوالو څخه منندوى يم چې دوى په ټول قوت ، هېوادنۍ مينې او په ملي احساس سره خپل ملي مسؤليت ادا کړ او د خپل هېواد لپاره د يوه پرمختللي ، ځلانده سر لوړي او د تل پاتې سولې د تامين په لټه کې شول او خپل ځانونه يې هر ډول قربانۍ ته تيار کړل او په پرخه ګډون سره ځوانانو،سپين ږيرو سپين سرو بوډيو او په ټوله کې چې د رايې اچونې قانوني عمر يې پوره کړى و دخپل هېواد افغانستان لپاره ولسمشر او هم د ولايتي شوراګانو لپاره يې استازي په ګوته کړل.

د يو داسې ولسمشر او د ولايتي شوراګانو د استازو په هيله چې پرمټ يې په هېواد کې د ټولو شتو ننګونو پرځاى په ټول هېواد کې دسولې او پرمختګونو ځلا خواره کړي.

د هېواد له ټولو وګړو او په دې ملي پروسه کې له ټولو ګډونوالو څخه نړۍ مننه