کور / سياسي / سبا ملي اختر دی او بل سبا؟

سبا ملي اختر دی او بل سبا؟

سبا له خیره( دورې ۱۶ مه) په افغانستان کې د یوه بېسارې ملي اختر ورځ ده؛ له دې ورځې سره بل هېڅ جشن دپرتلې وړ نه دی، دا ورځ باید په درود او دعاوو تجلیل کړو او دا ورځ باید په ډول او نڅاوو ولمانځو.
دټولټاکنو ورځ دخپلواکۍ پرلور دافغان ولس د ویاړلي ګام اخیستل دي.
که دا ورځ ضایع نکړو نو یو ښېراز، متمدن او نړیوال پرستېژ څخه برخمن افغانستان دي همدا اوس ټولو افغانانو ته مبارک وي.
دا ورځ ځکه ترټولو مبارکه ده، چې دهر افغان د آزادي ارادې دتمثیل ورځ ده، د زور، زر ، استبداد او شیطان د حاکمیت پرضد دپاڅون ورځ ده.
په دغه ورځ چې، د دیموکراسۍ انساني وږمه به چلېږي، افغانان به دحق خود ارادیت دپیاوړې روحيې پربنسټ دخپل ملي مشر دټاکلو لپاره خپلواک ګام اخلي او داګام به د توپکسالارانو، قاتلانو، وطنفروشانو او دپردیواستخباراتو د روزلو او رااستول شوو لپاره د زړه چولو پیام ولري، هغوی به یا د دیموکراسۍ په فضاء کې د خلکو د پیاوړي ارادې زور ته تسلیمېږي او که سرکښي کوي، ګواکي خودکشي کوي.
داحالت که چا ته دقبول وړ وي یا نه، اوس د یوه ناانکارېدونکي واقعیت په توګه ټول ورسره مخ یو، دا دنوې زمانې د روښانه انسان پخه او خوږه تجربه ده، که یې څوک مني نو دا یې دعاقلانه فیصلې ثبوت دی او که نټه ځنې کوي نو د ګاڼه جهالت ښکار دی.
پام مو وي چې، سملاسي به دامریکا او اروپا غوندې ټولټاکنو توقع نلرو، هغوی هم د دیموکراسۍ د اوسنۍ تکامل پړاو ته یو دم نه دي رسېدلي؛ هغوی هم له بلا جنجالونو سره جنګېدلي او له خونړیو مراحلو څخه را تیر شوي او نن دانساني عروج په معراج کې اوسي؛ موږ هم که له ۲۰۰۱ کال څخه تر ننه سمه محاسبه وکړو نو له یوې دورې ټولټاکنو څخه بلې ته یو ګام مخته تللي یو، که فکر وکړو نو د سبانیو ټاکنو لپاره دخلکو تلوسه، هیلې، شور وشوق او هیجان ډېر بېساري او تر دې مخکې یې هېڅکله شاهدان نه وو.
په تیرو دورو کې، که مو فکر کړی وي نو کاندیدان به د افرادو په توګه میدان ته راوتل اود کړنلارو په باب به جدي بحث نه کېده، که څه هم هغه وضعیت په دیموکراسۍ پورې ریشخند وهل وو، خو که د یوې نوي تجربې په توګه د ریشخند تر هغه پړاو راتېر شوي نه وای، نو د نن نسبتآ غوره حالت ته نشوای ورننوتلای؛ نن ګورو چې، نوماندان یوازي د افرادو په صفت مطرح نه دي بلکې دټیمونو په نوم یې ځانونه معرفي کړی دي او خلکو ته د دوی پر کړنلارو دحساب بلنه ورکوي، دا یو محسوس او له هيلو ډک پرمختګ دی او په افغاني ټولنه کې د ولسواکۍ د ریښو د ټینګښت زیری راکوي؛ که څه هم لا ستونزي شته، مثلآ، ټیمونه تصادفي بڼه لري، دمشخص او سیستماتیک تفکر پر بنسټ نه دي رامنځته شوي، اساس یې قومي او قبیلوي دی؛ دټیمونو غړي د رایو د بانکونو دمالکانو په صفت انتخاب شوي دي؛ کړنلاري یوازې په شفاهي توګه بیانېږي، په مدونه توګه لا د ولس لاس ته نه دي سپارل شوي، که یو نیم کاندید دا کار کړی وي، هغه هم د یو شمېر بروشورو او جزوو په شکل، نه د یوې بشپړې سیستماتیکې او مدونې کړنلارې په بڼه، خو ددې ټولو سره- سره د تېر په نسبت د دیموکراسۍ او ملي یووالي پر خوا د یوه ښه متکامل پړاو دپیل لپاره تر پخوا په زیات کمیت او کیفیت ملت ملاتړلې ده.
ټول په دې باور دي چې، دملت د ارادې په مخکې هېڅ ځواک دټینګي نه دی، چې دا پړاو مو له خیره په بریالیتوب بشپړ کړ، نو بلې دورې ته به ان شاء الله په لا اصولي او منطقې توګه ور داخلېږو، هلته به دمتکاملي دیموکراسۍ د کامل تمثیل لپاره پر أني او تصادفي ټیمو او شفاهي برنامو قناعت نه کېږي، بلکې محاسبه به پر ملي سرتا سري ګوندو، پخو ستراتېژیکو کړنلارو او علمي- عملي افکارو کېږي.
موږ بايد دحمل د۱۶- مې له نسبتآ بریالۍ تجربې وروسته دغې لا سترې تجربې ته ځانونه چمتو کړو، دا د نوي زمانې حکم دی، منل یې دعاقلانو کار دی او رد یې د….
ودان افغانستان ګوند، وختي لا دا تجربه را شروع کړې ده؛ دغه ګوند د یوه خپلواک او ولسواک افغانستان په موخه مبارزې ته ملاتړلې ده، تر اوسه خو یې هېڅ خنډ وخار مخه نه ده راګرځولې او نه هم هېڅ بیرحمي بیوسۍ او مفلسۍ له پښو غورځولی دی، راځئ په افغانستان کې د ولسواکۍ د ټینګښت او ملي یووالي دپایښت له پاره ورسره ملګري شئ، که نیمګړتیاوې پکښې وینئ، په کامل صلاحیت سره یې بشپړ کړئ، که خپل کوم سیاسي جریان او پروګرام لرئ نو منظم منسجم او یوه علمي سیستماتیک چوکاټ ته یې ور برابر کاندئ او که هېڅ هم درته سم نه ایسي، راځئ په ګډه هر څه خپله سم کړو؛ خو یاد وساتئ چې، د انتخاباتو راتلونکې دوره باید د ګوندو پر بنسټ وي او دا ګوندونه بايد د ګوندو په واقعي مانا ګوندونه وي، نه ژبني، سیمه ییز، مذهبي یا قومي او قبیلوي، ناقانونه او ناکام بهیرونه.
د ودان افغانستان ګوند ور دټولو پرمخ پرانیستی دی.
مخ دټولټاکنو او ولسواکۍ پر لور
محمدیار یار