کور / سياسي / افغانستان د ۲۰۱۴ سیاسی ټول ټاکنیزي لوبي جام

افغانستان د ۲۰۱۴ سیاسی ټول ټاکنیزي لوبي جام

له دې ليکني ښکاري چي ليکوال په خپله خوږه خوستۍ لهجه ليکلې ده ، لراوبر ويبپاڼه يې په استثنايي توګه کټ مټ خپروي.

سبا د شنبې ورځ د جمهوري رياست د ټولټکنو ورځ ده . ټول افغانان بل خصوص هغه افغانان چی د یو مشر څخه ملاتړ کوي په یو تشویش او فکر کښی دی او تل یی یو سوال تر سترګو سترګو کیږی چی ایا زمونږ کندید به دغه سیاسی لوبه اوګټی او که یا ؟؟؟ خو بیا د عامو افغانانو نه زیات هغه مشران ورخاته ښکاری چی یا په خپله نوماند دی او یا یی د سیاسی ډلي کوم لوبغړي په ۲۰۱۴ سیاسي ټول ټکنیز جام کښی برخه اخیستی، د سیاسی ټول ټکنیز جام هر ټیم او د هغه کپتانان هر یو هیله مند دی چی زه به راتلونکی ۵ کالو لپاره د سیاسی ټول ټکنیز لوبي جام ګټونکی شم او هر یو کندید او ډلي یی د ګټلو لپاره په خپل ځان شپه او ورځ یوه کړي.
۲۰۱۴ سیاسي ټول ټکنیز لوبي جام کښی ۱۱ ټیمونو برخه اخیستی خو دی جام کښی دری داسی کپتانان دی چی هغه کښی هر یو دا چانس لری چی راتلونکی سیاسی جام په خپل نوم کړي، چی هغه څخه په سر کښي ډکټر اشرف غني احمدزی صیب دی چی د سیاست په لوبه کښی ښه تجربه او پوهه لری، تعلیمی سطحه یی په نورو کپتانانو لوړه ده، کوم سیاسی درغلیو کښی ککړ نه دی ، افغانانو په وینو یی لاسونه سره نه دی او د ټولو نه مهمه خبره د ده چی تقریبأ ۷۰٪ نه زیات افغان تماشګیر او ملاتړ کوونکی لری چی زیاتره برخه یی ځوانان تشکیلوی.
که مونږ دغه پورته خبرو ته نظر اوکړو نو داسی بریښي چی اشرف غني احمدری د راتلونکی سیاسی ټول ټکنیز لوبي جام ملی قهرمان او ګټونکی شي. خو باید مونږ نورو ټیمونو او کپتانانو ته هم نظر وکړو چی هغوۍ څومره د ګټلو وړتیا لري او دغه جام په خپل نوم کولو لپاره یی څه څه تدبیر نیولی او څه خنډونه لری.
په دی جام کښی دویم نمبر باندی زلمی رسول دی، که مونږ زلمی رسول ته اوګورو او د هغی تیرو لوبو کار او نتایج ته اوګورو نو ګټل یی مشکل ښکاري خو باید هر وخت د ټیم یو لوبغړي یا کپتان ته ونه کتل شی، باید ټول ټیم مطلعه کړی شی ، نو که مونږ د زلمی رسول ټیم ته اوګورو او د هغه ملاتړ کوونکو ته نظر اوکړو نو بیا ۸۰٪ چانس لری چی زلمی رسول د جام ګټونکی شي هغه ځکه زلمی رسول چی د چا نوماند دی هغه دسی لوبغړی دی چی د تیرو څو سیاسی جامونو ګټونکی او د افغانستان په تیر ۱۴ کالن سیاسی دوری کښی یو ځنګړی نوم لري او بل طرفته زلمی رسول د لوبي فیصله کوونکی هیواد امریکاء یو خاص او نیږدی شخص دی.
هغه مونږ او تاسو ته په بن کنفرانس کښی معلومه شوو چی کله عبدالستار سیرت او حامد کرزی ولسمشرۍ لپاره کندید شول او کرزی صیب بی نیتجی پاتی شوو خو د زلمی رسول امریکی سره د ښه تعلقاتو په لرلو سره وتوانیده چی کرزی صیب د افغانستان ولسمشر وټاکی.
اوس په ۲۰۱۴ افغانستان سیاسی ټول ټکنیز جام کښي دسی ښکاری چی امریکاء او حامد کرزی په شریکه زلمی رسول د لوبي ګټونکی وګرځوی. او دغی لپاره امریکاء او کرزی صیب عملی کوششونه هم شروع کړی چی هغی نه د حامد کرزی صیب ورور قیوم کرزی زلمی رسول ته تیریدل او د کرزی صیب او امریکاء یو بله لوبه چی د مخکی نه شروع کړی ( امنیتی تړون) نه لاسلیک کول دی، چی کرزی صیب خلکو ته د اوښایی چی زه د افغانانو همدرد او د امریکایانو او د نړیوالو ځوکونو خلاف یم او کرزی صیب په دغه لوبه کښی تر یو حده کامیاب شوی هم دی، نو په راتلونکو سیاسی ټول ټاکنیز لوبی جام کښي د دی ډیراحتمال کیدی شی چی امریکاء او کرزی صیب په دغه لوبه کښي درغلی ( اسپاټ فکسنگ) وکړی او که چیری دسی وشی نو بیا زلمی رسول د راتلونکو سیاسی ټول ټکنیز جام ګټونکی کیدلی شی. خو دغه سیاسی جام ګټل داسی اسان کار نه دی ځکه چی دغه جام نور سیاسی او قوی ټیمونه لری چی په دریم نمبر ډکټر عبدالله عبدالله دی چی په ډبل عبدالله هم مشهور دی. عبدالله هم یو ښه سیاسی ، چالاکه، پوهه او د ډيرو ملاتړ کوونکو لرونکو څخه دی، او په تیرو څو ټکنیزو لوبو کښی یی دویم مقام هم حاصل کړی. خو عبدالله صیب اوس هغومره انرژی او طاقت لرونکی پاتی نه دی، څومره چی په تیرو ټکنیزو لوبو کښی وو، هغه ځکه چی عبدالله صیب خپل ځنی لوبغړی د نورو ټیمونو په صفونو کښی داخل شول چی هغی څخه جنرال دوستم دی چی په خپله کوم صلاحیت نه لری خو ملاتړ کوونکی یی ډیر دی او دغه د اشراف غنی صیب لپاره یوه لویه کامیابی هم ده.
جنرال دوستم ملاتړ کوونکی به تر ډیره حده وکړی شی چی اشرف غنی صیب په راتلونکی جام کښی ښه ونازوی، او بل د احمدشاه مسعود ورور ضیاء مسعود د زلمی رسول په ټیم کښی شامیلیدل دی چی ډکټرعبدالله عبدالله لپاره لویه ناکامی ده. خو بیا هم عبدالله یوه بله ښه موقع لری هغه د اشرف غنی او زلمی رسول د رایو تقسیم کیدل دی، شاید د پښتانو رایی تقسیم شی او اشرف غنی او زلمی رسول په دی ونه توانیږی چی مقرار رایی تر لاسه کړی او لوبه عبدالله عبدالله ته پاتی شی خو دا د بخت جنګ دی چی عبدالله سره قسمت یاری کوی او که نه ؟