کور / سياسي / دابه دکرزي دژوند ترټولوستره اونه بخښونکې اشتباه وي

دابه دکرزي دژوند ترټولوستره اونه بخښونکې اشتباه وي

ماویل هسې نه چې څوک مې په دې ګناه ونه نیسي چې اوس خودښاغلي کرزي په لمن لمونځ نه کیږي ، که ېې دبن دکنفرانس نه راپه دې خواحساب کړوچې څومره چانسونه دافغانانو دلاسه وتلي اويايوه اشتباه دبلې پسې اويوه تربلې لويه اومظره تکرارشوۍ نوفکرکوم چې حساب به ېې مستوفيان هم ونه شي نیولی.
داپوره دولس کاله ېې ددې خوارملت غوښې هغه لنډغرانوته په خوله کې ورکړې اوترفيلانوېې ډيروپړسول کوم چې همدې ملت توکلي ؤ ، که دادهرتوکم پورې تړلي ؤ څکه دوئ تل دخپل توکم سره هم جفاکړيده اوهماغه توکم دکوموپرسرچې دوئ هميشه امتياز اخيستی دی ولې هغوئ ېې هم دخپلوشخصي ګټوڅخه قربان کړيدي.
اوس ېې هريوپه افتصادي، ټوپکمارۍ اودقدرت له لحاظه تربل هرچاغښتلي دي. په تیرودولسوکلونوکې ېې دغه حریص اوناشکره ګروپ ته دومره امتیازونه ورکړل چې هريوېې دبزدلۍ ، غلا، لاروهنې،چوراوتالان اودقدرت څخه دشړل شووموقفونوڅخه ددولت ترټولولوړومقامونوته ورسول چې دنورملت خولاڅه چې پخپله دده پرې زورهم نه رسیږي ، دکرزي موقف اوپاچاهي خولاپریږده په هغه هيوادکې چې اوسيږي، ترټولولوړمقامونه ېې پخپل انحصار کې نيولي دهمدغه هيوادپه نوم ېې په ټولوامتیازونوخيټه اچولی دهماغه هيوادهویت ترپوښتنې اوتهديدلاندې راولي. زه فکرکوم چې نمکحرامي به بل مثال ونه لري.
ولې په مقابل کې بل لوري ته په دغه دولسوکلونوکېديوڅومحدودوغوړه مارواوچاپلوسواشخاصوپه لمسون اومشوروټول هغه سیاسی شخصیتونه اوڅېرې چې افغانستان اودافغانستان ملي ګټوته ترټولوژمن ول ياېې دقدرت څخه څنډې کړل اویا ېې دهغوئ شخصیتونه سیاسي ترورکړل.
بعضې کره معلوماتواوراپورونه ښېې چې ښاغلې کرزی نوردډاکټرصیب زلمي رسول دبریالیتوب څخه ناهیلې شویدی اوغواړي چې دډاکټراشرف غني احمدزي په وړاندې دښاغلي سیاف، ډاکټرزلمي رسول اوډبل عبدالله ترمنځ ګډائتلاف دډبل عبدالله په مشرۍ رامنځ ته کړي اوپه بدل کې به دده موقف، کورنۍ، ټیم اوګټې خوندي وي.

ولې نوردافغانستان خلک دهرعمل په وړاندې چپ نه شي پاتې کيدی ، که چیرې داپلاښاغلی کرزی واقعآ دخپلوګټودخوندي کولودپاره داسې یوه لوبه په کارواچوي اوپه ټولټاکنوکې چې زموږدهیوادوالوامیدونه اوراتلونکې ورپورې تړلې ده هررازمداخله اولاس وهنه وکړي، اویادښاغلي اشرف غني احمدزي ( دافغانستان داقتصاد ماشین، دافغانستان دپرمختګ اوامیدونوڅېره اودافغانستان دمیرمنواونارینوو، دزړواوځوانانو) کاندیددی په وړاندې دداسې یومنفورآئتلاف ملاتړوکړي دافغانستان خلکو ته دمنلواوزغملووړنه وي.
دافغانستان خلک واېې چې دښاغلي کرزي عزت ، درنښت اوګټه به په دې کې وي چې ځان دافغانستان ملي ګټوته ژمن وبولي په ټولټاکنوکې بې پرې پاتې شي اودهيڅ کوم ځانګړي کاندید پلوي ونه کړي چې په دې صورت کې به ېې نوم، شخصیت، کورنۍ اوتاریخ دبلې هرې نامشروع لوبې په پرتله ښه اوخوندي پاتې شي، اوکه چيرې خدای مکړه دداسې نامعقوله ائتلاف په جوړولوکې ښکیل شي نودافغانستان خلک به ېې تراخره ونه بښي اودافغانستان په تاريخ کې به ترټولوبدنوم ترشاپریږدي.
ديوسرلوړي، باثباته اوابادافغانستان په هیله.

په افغاني مينه اودرنښت
احمدشاه امین ــ لندن