کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / خوښه ستا ده شين خالۍ…

خوښه ستا ده شين خالۍ…

وای د افغانستان د … ولايت د … ولسوالۍ په … کلي کي د … په نوم د يو خان زوی ډېر بدلاری ؤ او د کلي خلک ډېر ورڅخه په عذاب ول. خو هر چا کوښښ کاوه چي ځان يې د شر څخه وساتي او هيڅ چا يې پر ضد د ږغ پورته کولو جرأت نه کاوه. د خان زوی چي يو پېژندل سوی لوطي ؤ هميشه به يې د کلي ماشومان زهيرول. وای د خان زوی د کلي د يو بزګر د زوی سره بد فعل وکړ. د هلک پلار چي ترمخه يې د کلي د نورو ماشومانو پر ضد د خان د زوی د دغه ډول فعلونو څخه خبر ؤ خو هميشه به يې ځان خاموشه ساتی، د خپل زوی په وار يې حوصله له لاسه ورکړه. د خان د زوی او د بزګر تر منځ د کلي په بازار کي يو جنګ رامنځ ته سو. خو د کلي خلکو هغوی سره خلاص کړل. په دغه بله ورځ د خان زوی د يوې ونې تر شا پټ سو. کله چي بزګر پر دغه لاره تېرېدی نو يې د شا لخوا ورباندي د تبر وار وکړ او هغه يې مړ کړ.

د کلي خان د خپل زوی لخوا د بزګر پر قتل يوه جرګه راوغوښته. پدغه جرګه کي د کلي ټولو سپينږرو او د کلي مُلا برخه واخيسته. کله چي جرګه روانه وه نو د کلي زياتره نارينه هم حاضر ول. پدغه جرګه کي دا پرېکړه وسوه چي د بزګر او د خان د کورنۍ تر منځ چي کومه دُښمني رامنځ ته سوې ده هغه بايد په دوستي بدله کړله سي. د جرګې د فيصلې له مخي ګناه د بزګر وه ولي چي د دوی په وينا بزګر هڅه کړې وه چي د خان زوی ووژني. جرګې فيصله وکړه چي د نورو وينو د تويولو د مخنيوي لپاره بايد د بزګر کورنۍ يوه ښځه د خان په کورنۍ کي واده کړي. د بزګر د کونډي څوارلس کلنه لور د خان بل واده لرونکي زوی ته ور په نکاح کړله سوه. دا چي بزګر ورور نه درلود او مور او پلار يې زاړه ول نو د کور چلولو ټول بار د بزګر د ماشوم زوی پر غاړه سو. دغه هلک په پنځلس کلنۍ د کلي د نورو ځوانانو سره ګاونډي هيواد ته د مزدورۍ په خاطر ولاړ او کله چي بېرته خپل کلي ته راغلی نو په نشه او يو شمېر نورو بدو کارونو اوښتی ؤ. دغه ځوان په افغانستان کي د جګړې پر وخت يو قومندان سو او وای په کلي کي يې هغسي بد کارونه وکړل چي نه چا مخکي اورېدلي او نه يې ليدلي ول. د دغه کس په هکله ويل کيږي چي د توپکيانو د واکمنۍ پر وخت يې نه د خپل کلي ماشوم پرېښود او نه يې ځوان. نه يې د چا مال ته احترام درلود او نه يې د چا ژوند او ناموس ته. وای دغه کس په سيمه کي بې شماره انسانان ووژل او د شر له ويري يې يو شمېر نور و هجرت ته اړ سول.

د ياد کلي د يو سپينږري په وينا د وژل سوي بزګر بدعمله زوی اوس د دوی په کلي کي د اربکيانو قومندان دی. وای د خان هغه بدعمله زوی چي ټول ژوند يې په لواطت کي تېر کړی ؤ اوس په ولسي جرګه کي غړی دی او د ولسمشرۍ د يو ځانګړي کانديد د نژدې ملاتړو څخه دی. دغه سپينږری وايي چي د کلي هغه مُلا چي د خلکو جرګې به يې کولې او د وژل سوي بزګر په جرګه کي يې هم مهمه برخه درلوده د سولي د عالي شورا د همکارانو څخه ؤ خو اوس مړ دی. د هغه يو زوی د ولايت پر کچه د مخدره توکو لوی قاچاقبر او بل زوی يې د افغانستان د … په وزارت کي د … دنده لري. وای د مُلا صاحب تر ټولو کشر زوی چي لوړي زدکړي يې په خارج کي کړي دي د بهرنيو ځواکونو يو لوی قراردادي دی او بې حسابه دولتي مځکي يې هم لاندي کړي دي. د مُلا د دغه زوی په هکله ويل کيږي چي په پلازمېنه کي د فحاشۍ يو مرکز هم لري.

د يادي سيمي څخه اوس د خان زوی، د بزګر زوی او د ملا کشر زوی په ټاکنو کي کانديدان دي. دا اوس د دغې سيمي د خلکو په اراده پوري اړه لري چي چا ته رايه ورکوي. لکه چي وايي:
خوښه ستا ده شين خالۍ، پټاسې خورې که رېوړۍ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ http://www.ahmadwali.achakzai.com/ څخه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ