کور / سياسي / ځينو نوماندانو ته ولس په دوو کې راگير او ګوته په غاښ پاتې دى

ځينو نوماندانو ته ولس په دوو کې راگير او ګوته په غاښ پاتې دى

ځينې نوماندان په خوله وايي، خو په عمل کې هېڅ نه لري په پښتانو مېشتو سيمو کې مشهوره خبره ده وايي، چې مياشت ړومبۍ معلوميږي موږ او تاسې په دې پوهيږو چې دا مشهوره خبره له حقيقت څخه لېرې نه ده رېښتيا ده چې مياشت له اوله معلوميږي که چېرې موږ او تاسې اوسنيو ځينو نوماندانو ته ځير شو د دوى کړنلارو ، پلانونو ، طرخو او همداشان يې شعارونو ته وګورو دوى په خپلو کړنلارو کې داسې څه ځاى پرځاى کړې دي،چې هغه د دوى له وسه نه پوره کېږي او نه يې توانمندي لري ، خو يوازې خبره په دې کې ده چې خپلو ولسونو ته يو ډول دوکه ورکوي او بيا د تير په څير خپل ولسونه په غوړو غوړو وعدو غولوي، ترڅو د خپلو شعارونو او پاتې کړنلارو په ذريغه د عامو خلکو توجه راجلب کړي، ترڅو ولسونه خپلې رايې د دوى په ګټه وکاروي او په اسانۍ سره وکړاى شي کوم مقصد چې لري يې د ولسونو پرمټ تر خپل منزله پورې ورسيږي.
د هېواد په دې حساسو شيبو کې عام ولس هک پک ، خيران، او ګوته په غاښ پاتې دى او په دوو کې راګير دى که چېرې رايې کاروي نو زړه يې نه مني ځکه چې کومې غوښتنې چې ولس يې لري دغه ځينې بې چاره نوماندان يې نه شي پوره کولى او که چېرې ولس خپلې رايې ونه کاروي نو خبره بيا د تير په څير د ټوپک شپلۍ ته ځي کورونه ، کلينيکونه ، ښوونځي، پلونه سړکونه … مو له منځه ځي او بيا مو په هېواد کې تيارې خواريږي په هېواد کې مو بې وزلي يو په دوه کېږي ولسونه مو له مالي او ځاني زيانونو سره مخامخ کېږي سپين ږيري ، ځوانان ، ماشومان ، ښځې او حتى حيوانات او نباتات مو هم له منځه ځي په هېواد کې مو جنګونه نفرتونه او ويرې ډېريږي ، نو په همداسې اساس ټولو ولسونو ته په کار ده چې د دې ډول مايوسيو او ناامنيو څخه هېواد په امن کې کړي په دې بايد د عامه پوهاوي له لارې فکري رغونه وشي، ترڅو په ټولو هېوادوالو کې د شعور وده وکړي او دخپلې رايې په ارزښت پوه شي، چې زما رايه په دې اوسنيو حساسو حالاتو کې څومره اړينه ده او څومره مو هېواد ورته اړتيا لري.
ولسونه بايد له ډېرې ځرکتيا او هوښيارتيا څخه کار واخلي په دې اوسنيو نوماندانو کې داسې څوک د خپل ځان لپاره انتخاب کړي،چې د افغانستان د ښې راتلونکي په فکر کې وي او داسې طرخې پلانونه د ځانه سره ولري چې د ټولې نړۍ سره يې سيال کړاى شي او په هېواد کې هر ډول پرمختګونو ته زمېنه مساعده کړي ځوانانو مو د تعليم لوى نعمت څخه برخمن کړي مسافر مو له مسافرې او د بل وطن د ستم څخه خلاص کړي د خپل کلي او کور د ننه ورته د ښه ژوندانه وسايل برابر کړي او په هېواد کې مو سوله او ثبات تامين کړي.
راځو دې ته چې په دې نوماندانو کې کوم نوماند غوره دى او څوک د چا لپاره اهميت لري که چېرې يې د تصويرونو پر سر د دوى شعارونو ته ځير شو او بيا په خپلو اذهانو کې فکر پرې وکړو نو د ځينو نوماندانو خو داسې څه پرې ليکلي وي چې دى بې چاره ولايتي شورا ته نوماند وي کړنلارې او اهداف يې د ولسمشرۍ هم پورته وي، نو دا ډول نوماند چې تراوسه پورې دى بې وزله په دې هم نه پوهيږي چې که چېرې زه ولايتي شورا ته بريالى شم نو خپل ولس ته به زه څه کوم او څه مې تر وسه پوره دي او زما مسؤليتونه څه دي.
موږ له هېوادوالو څخه هيله لرو چې راځئ نور د پرمختګونو او د نورو پرمختللو هېوادونو سره سيالي وکړو داسې څوک چې هغه زموږ او تاسو پرمټ يو مقام ته ځان رسوي او دى بې چاره يې نه وړتيا لري او نه ترې کوم هيله کېږي چې دى به زموږ لپاره په کوم ځاى کې په درد اوخوري اويا به مې په کوم ځاى کې غمخورى شي د افسوس ځاى دا دى چې څوک خپل مسؤليت نه پيژني نو څنګ به د خپل ځآن او فاميل لپاره کار وکړي هغه څوک چې د ځان لپاره کار نه شي کولى نو دا څرګند حقيقت دى چې دبل لپاره خو هېڅ نه شي کولى .
نور بايد د قوم پرستۍ ، دوستۍ، او ملګرتيا څخه تير شو داسې کسان په ګوته کړو، چې هغه يې په رېښتينې ډول وړتيا لري او تل د شخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته ژمن پاتې وي ، ټولې کړنې يې ولسونو ته د منلو وړ وي او هدف يې يوازې او يوازې د هېواد جوړونه او پرمختګ وي.
هېوادوال بايد د ښه او بد توپير وکړي او د ټولو نوماندانو تګلارې او کړنلارې وڅيړي هم په ولسمشرۍ کې او هم په ولايتي شورا ګانو کې کو مو ته چې اړتيا ليدل کېږي او د هېواد په پرمختګ، سوله ، ثبات کې رغنده رول لوبولى شي د خپل ځان لپاره د يې غوره نوماند وټاکي ، ترڅو د هېوادوالو ستونزو او هرډول مشکلاتو ته د پاى ټکى کېږدي.