کور / سياسي / ولي يوازي د خبريال مرګ ناجايزه وژنه بلل کېږي؟

ولي يوازي د خبريال مرګ ناجايزه وژنه بلل کېږي؟

په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې ځیني داسي ‌بریدونه او پېښي وشوې چې په لویه کې غبرګونونه راوپارول .
په ننګرهار کې په ډله یزو ځانمرګو بریدونو کې دپښتنو ټولوژنه او دکابل په سرینا هوټل کې پر مالدارو بریدونه یې دوه ښکاره بیلګي وې .
په ننګرهار کې پر یوه ځای (۶۰) کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ښخي‌او ماشومان هم ورکي شامل وو.
دا یواځي نه چې دننګرهار په برید کې ښځي‌او ماشومان په نښه شوي دي ،بلکه داسي بېشمېره پېښي شته چې دتنکیو ماشومو بچیو نه یې ناببره ژوند اخیستی او په دودیز چاپیریال کې راښکیلي لسګونه ،سلګونه او آن زرګونه تورسري ورکي شهیداني شوي دي .
له بده مرغه داسي هیڅ یوه ورځ نشته چې دافغانستان په یوه نه یوه ګوټ کې دي‌ افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه دغم‌ پر ټغر نه وي ناست.‌

پښتو متل دی چې په جنګ کې بنګړي ‌ماتېږي ، نو ښکاره خبره ده په افغانستان کې جنګ دی ،ویني تویږي او انسانان مري . په انسانانو کې ښځي ،ماشومان سپین ږېري او ځوانان ټوله شامل دي‌.
توپک ، بم ، ځانمرګی ، بمبار او داسي نور هیڅ کله دا نه پېژني چې ماشوم وژني که ځوان ، ښځه وژني که نارینه .
البته ددې پرله پسې وژنو په لړۍ کې نور ټول افغانان که دیني عالمان دي که پوهان ،که ښځي دي ،که ماشومان دي‌،که دهیواد راتلونکي‌جوړونکي ځوانان دي ،که محصلین او دښوونځي زدکونکي دي ، که پیران او فقیران دي ،که دولتي چارواکي ،پولیس یا دملي پوځ سرتېري دي ، که وسله وال طالبان یا نور دحکومت مخالف او مرور وروڼه دي ټول یو شان دي ،البته یو ټبر استثنا دی چې هغه (ژورنالیست) دی . ژورنالیست او خبریال که ووژل شو بیا نو په افغانستان کې هنګامه جوړېږي ،توري ورځي به لمانځل کېږي او دخبرونو دنه خپراوي ګواښنې به کېږي او داسي به ښکاري لکه پیړۍ وروسته چې په افغانستان کې یوه ناجایزه وژنه شوې وي .
زه حیرانه دې ته یم چې ولي په نوره نړۍ کې داسي نه دي ؟
په افغانستان کې هر ژورنالیسټ ، څېړونکی وي او هر څېړونکی ځانته ژورنالیست او خبریال وايي‌ . ما خو په تېرو ۱۲ کلونو کې چې ډیموکراسي او دبیان آزادي افغانستان ته راغلې ده یو داسي خبریال ونه لیدو چې یوازي په یوه څانګه کې سپېشلیسټ وي .

له بده یا له نیکه مرغه په افغانستان کې هر ژونالیست په اقتصاد ، جنګ ، کلتور ، سوداګري ، پارلیماني چارې ، سیاست ، ټولنیز ژوند، لنډه دا چې په هرڅه پوهېږي . بده لاداده چې په افغاني رسنیو او له افغاني رسنیو سره په کارګرو خبریالانو اعتماد هم نه کېږي ، په بښنې سره باید ووایم چې په افغانستان کې ژورنالیزم او خبریالي ‌یوازي ‌او یوازي دپروپاګند لپاره کارول کېږي .
سوشل میډیا خو دکوڅې میډیا جوړه شوې ده ،پوچ رد کنځل او سپکې سپوري ‌په غلطو نومونو وهر چاته ورکي کېږي ، خو ځیني ویبپاڼې او رسنۍ یې هم تر سوشل میډیا پاتې نه دي . دلته هم خلک په هره برخه کې چې ویب پاڼو ته لاس رسی لري درسنیو دقانون سره سم سپکي سپوري وايي .
زه تر دې بحث تېرېږم او راځم اصلي موضوع ته چې ولي‌ خبریال او په ځانګړي ډول د بهرنۍ میډیا کارکوونکی دومري مهم وه اوسي چې دهغه لپاره دي پرله پسې غونډي جوړېږي او دیوه خبریال په وژل کېدو دي داسي هنګامه جوړېږي چې ساری او بېلګه ونه لري ؟
که کوم خبریال په څپېړه ووهل شو نو خلک سړکونو ته راوزي ،ځکه دا خبریال صیب دی ، که د سرینا هوټل دپېښي دشهید خبریال احمد سردار وژنې ته وکتل شي نو دا یو حقیقت دی چې دیوه کس سره دهغه دکورنۍ ماشومان او مېرمن شهیدان کېږي نو دردناکه وي ، خو دې ته هم فکر په کار دی چې افغان خبریالانو دکندهار په پنجوايي کې دیوه امریکا يي پوځي له لوري پر ۱۶ ماشومانو ډزي کولو په غبرګون کې ولي دنړۍ والو ځواکونو دخبرونو دنه خپراوي پرېکړه ونه کړه ؟
ولي افغان خبریالانو د امریکا د هسکي مېني پر وراواڼو دبمبار په خلاف دامریکا یانو د خبرونو دخپراوي څخه ډډه ونه کړه ؟
ولي افغان خبریالانو په اروزګان کې دامریکايي پوځ له لوري دامید خپلواک دوژنې په خلاف خپل غبرګون نه کړو ښکاره ؟
داسي ‌ډېري وژني شته چې امریکا یانو کړې دي ،یا له امریکا یانو پرته په جګړه کې ښکیلو ټولو غاړو کړې دي ، په ځانګړي ډول موږ د طالبانو نوم هم اخیستلای شو چې په ولسي ځایونو کې ځانمرګي کوي ،خو پر هغو هیڅ غبرګون نه وي ، نو ددې خبري معنا داده چې په افغانستان کې بس یوازي خبریالان او ژورنالیستان باید ونه وژل شي کنه دوی به بندیزونه ولګوي .

ما وړاندي یادونه وکړه چې په افغانستان کې ژورنالیزم دپروپاګند یوه وسیله جوړه شوې ده ، که دنی په نوم دافغان خبریالانو ټولنه په رښتیا دژورنالیستانو ملاتړې وای نو په هلمند کې یوه میاشت وړاندي دوژل شوي خبریال ددوسیې څېړنه به یې کړې وای ؟

زه فکر کوم دژونرالیسټانو دحقوقو دملاتړ په نوم فنډ اخیستونکي په نړۍ او افغانستان کې ډېر دي چې همېشه یې دنورو دګټو لپاره غږ اوچت کړی وي ، داځل هم همداسي وشول ، ډېر زیات حساس وخت دی په هیواد کې ټولټاکنې دي او اوس دطالبانو دخبرونو دنه خپراوي په تړاو داسي پرېکړه کېږي چې دخبریالانو ژوند په خطر کې اچوي .‌
اوس مهمه داده چې ایا دا پرېکړه له خبریالانو سره مرسته کوي او که زیان وراړوي ؟
زه فکر کوم زیان یې ځکه زیات دی چې یوځای نه یوځای به کوم خبریال په یوه نه یوه دښمني کې راښکېل وي ، دهغه دښمنان به دغه خبریال ووژني او تور به یې په طالبانو پوري شي . که چېرته خدای مکړه دا کار وشي نو له یوې خوا به درسنیو او طالبانو ترمنځ واټن زیات شي ،او له بله پلوه به یو بل افغان خبریال ووژل شي .
زما په اند افغان خبریالانو ته په کار دي چې په حساسو شرایطو کې له ورته کړنو نه لاس وخلي ، او که چېرته د(نی) اداره رښتیا هم د شهید خبریال سرداراحمد خواخوږي وي ، هغه اداره چې سردار احمد کار ورسره کاوه په دې دي اړه کړي چې دسردار محمد د پاتې کورنۍ مالي مشکلات ورحل کړي .
که چېرته رښتیا هم د(نی) اداره له سردار احمد سره په اخلاص ولاړه ده بیا دي دده دوژنې دبېطرفه او نړۍ والې څېړنې غوښتنه وکړي .
دا خو عقل نه مني چې یو ماشوم دي یوه کس په ټوپنګچه (۲۰) ګولۍ ویشتلی وي ، هغه په دې چې پر دوو ماشومانو لږ تر لږه (۵) جابې دټوپنګچې ګولۍ مصرف کېږي چې په داسي یوه ورځ یې دبرید کوونکي لپاره بېځایه مصرف ول ممکن نه دي .
نو دې پورته ټولو ټکو ته په پام سره زه ویلای شم چې ولي د (نی) اداره داسي یوه پرېکړه کوي چې په هغه کې دخبریالانو تر ګټه تاوان زیات وي ؟
په درنښت
ستاسو خور زرغونه فریال
خپل نظر په لاندي برېښنا لیک راسره شریک کړئ
zarghonafaryal@yahoo.com