کور / سياسي / ټاکني د اسلام له نظره

ټاکني د اسلام له نظره

الله تبارک وتعالی فرمايي:( ان الله یامرکم آن تود الامنت الی آهلها )
ژباړه: بیشکه خدای تاسو ته حکم کوي، چي خپل رایه اهلو کسانو ته وسپارئ.
مفتي محمد شفیع په تفسیرمعارف القرآن د سورت مائده تر عنوان لاندي لیکي، چي ټاکني مسلمانانو لپاره یو ضرورت دی. ځکه چي ورځ په ورځ دمسلمانانو شمیر مخ په ډیریدو دی، نو ځکه افکار دیانت امانتداري لیاقت او صداقت په مسلمانانو کي فرق کوي؛ نو ددې په خاطر که چیري مسلمانان تصمیم نیسي، چي یو مشر وټاکي، نو عقل او شرع دا تقاضا کوي، چي باید داسي یو شخص دي دمسلمانانو مشر او یاحکیم جوړ شي، چي هغه کي دا درې ضفتونه موجود وي.
۱ـ دیانت
۲ـ لیاقت
۳ـ امانت
دیانت ډیر مهم صفت دی. ځکه مسلمانان چي چیري حاکم ټاکي هغه د دین دخدمت کولو لپاره ټاکي، همدارنگه لیاقت هم دوهم او مهم صقت دی، چي لیاقت نه وي، نو خدمت نسي کولای او امانت بیا تر ټولو مهم ځکه بریښي ، چي دمسلمانانو حاکم امین نه وي؛ نو دمسلمانانو حقوق تلف یا ضایه کیږي.
که چیري موږ یوه داسي شخص ته رایه ورکړو، چي هغه دیاد سوو صفتونو خاوند نه وي، یقینآ چي موږ دا امانت خپل اهل ته نه دی سپارلی نو موږ په ورځ دقیامت دالله تعالی په حضورکي ماخوذ یو نو کومه خطا او حق تلفي چي کیږي مسؤل به موږ یو.
مسلمانان باید ډیر د دقت او ځیرکتیا څخه کار واخلي، چي دا خپل آمانت په سمه توگه ادا کړي، ترڅو د مسولیت څخه ځان خلاص کړو؛ نو دې نتیجې ته رسیدلای سو، چي په دغو شرایطو کي ټول افغانان کولای سي په انتخاباتو کي برخه واخلي او مستقیم درایو صندقونو ته ورسي. خپله پاکه رایه وکاره وي. ترڅو راتلونکی کي دهریو حق تضمین سي او حق تلفي مینځته رانسي.
همدارنگه لکه نارینه چي دا حق لري، ښځینه هم د اسلامي قوانینو په رعایت کولو سره خپل رایه باید وکاروي په هغه صورت کي چي شرعي ممانعت ورته نه وي.
لکه:
۱ـ بیل ځای باید ورته وټاکل سي.
۲ـ کارکوونکي او یا ماموریني باید هم ښځینه وي.
۳ـ مشخص موټرونه باید ورته اماده سي.
۴ـ دټاکنو ځای ته باید مهرم ورسره یوځای ولاړ سي او بیرته یې په پرده کي راوستل سي.
چي دا طریقه ورته د اسلام مبارک دین ټاکلې ده که یاد سوي شرایط نه وي برابر نو اسلام اجازه نه ورکوي.
نتیجه:
موږ په پای کي له ټولو افغانانو څخه هیله کوو، چي خپله رایه د اسلامي اصولو سره برابر وکاروي.