کور / راپور / په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې کلتورې اوونۍ ولمانځل شوه

په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې کلتورې اوونۍ ولمانځل شوه

د هر کال په څېر سږ کال یو ځل بیا په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې کلتورې اوونۍ ولمانځل شوه ، د سې شنبې په ورځ چې د مارچ میاشتې له اتلسمې نیټې سره سمون خوري د اوونۍ د لمانځنې مراسم د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پیل شول .

دغه پرانستوونکې غونډه کې په پاکستان کې د یو شمیر هېوادونو سفیرانو او کلتورې نماینده ګانو برخه اخیستي وه چې په لومړې ځل په کې په اسلام اباد کې د افغانستان نوي سفیر ښاغلی جانان موسی زی هم برخه واخیسته ، ښاغلی سفیر سره د سفارت د فرهنګې چارو مسوول ښاغلی شمس زردشت اویو شمیر نور د سفارت کارکوونکې هم مل ول. د غونډې مشران میلمانه د پاکستان د مذهبې چارو وزیر او په پاکستان کې د عراق سفیر ول .

د غونډې د پای ته رسېدو وروسسته راغلیو میلمنو د محصلینو په زیار جوړو شویو نندارتونونو پرانیسته او لېدنه وکړه ، د تقریبا پنځه دیرش هیوادونو محصلینو په خپلو نندارتونونو کې د خپل کلتور ښودنه وکړه . افغان محصلینو اتحادیې د هر کال په څیر یو ځل بیا په زړه پورې نندارتون جوړ کړی وو ، څو تنو هڅاندو محصلینو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ارګ دروازه په ډیر زیار او ښکلې بڼه جوړه کړی وه .

جنګې توپ ، د ښوونځې ټولګی ، دارالامان ماڼۍ ، تنور ، کوهې ( څاه ) د انګورو سپره هم د افغان نندارتون برخه وه چې د یو شمیر محصلینو په کوښښ او هڅو جوړ شوي ول د نندارتون ښکلا یې لا ډیره کړی وه . ددې تر څنګ یو شمیر تاریخې کتابونه چې د ساپی پښتو څیړنو او پراختیا د مرکز له لوری افغان محصلینو اتحادیې ته ډالۍ شوي ول هم نندارې ته ایښودل شوی ول . په پیښور کې د افغانستان د لویې قونصلګرۍ او په اسلام اباد کې د افغانستان د لوی سفارت څخه راوړل شوې تاریخې توکې هم د نندارتون برخه وه. ټوله ورځ میلمنو او محصلینو د مختلفو هیوادو د تاریخې توکو په لیدو کتو تېره کړه . د اوونۍ دوهمه ورځ هم یو شمیر کلتورې پروګرامونه تر سره شول.

) د اوونۍ په دوهمه ورځ د ماښام په اوو بجو پیل شوه ، د یو شمیر هیوادونو محصلینو د خپل کلتورCultural night )کلتوری شپه
ښکارندویې وکړه چې د محصلینو له لوری په چکچکو بدرګه شول ، د افغانستان په نماینده ګۍ قاری امین الله همدرد او ورسره مل ګروپ یې خوږه ترانه وویله چې د برخوالو له لوری د ګرم هرکلی سره مخ شو ، محمد اصف ستانکزی او ملګرو یې ښکلی فارسی ترانه وویله چې د ستایلو وړ وه ، دشپې دولس نیمې بجې کلتورې شپه پای ته ورسېده .

هیره دی نه وی چې افغانان د څو کلونو راهیسې د ګڼو هیوادونو ترمنځ لومړی مقام خپلوی ، که څه هم پایلې اوونۍ وروسته څرګندیږي خو تمه ده چې سږ کال به یو ځل بیا افغانان د خپل کوښښ او زیار په برکت لومړنی مقام پخپل حال وساتي.

عبدالواحد رضوانزی
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد