کور / راپور / ژوند ادبي بهیر ۸۶ناسته مناثرې ته ځانګړې کړې ده

ژوند ادبي بهیر ۸۶ناسته مناثرې ته ځانګړې کړې ده

ژوند ادبي بهیر ۸۵مې ناستې ویاندويي دهلال عاجز پرغاړه وه،دتلاوت له پاره یې عبدالباسط امیرزوی راوغوښت،دغونډې مشر دپکتیکاپوهنتون استاد رحمت الله حکیمي او دکوربه پرڅوکۍ ورسره اتل مشواڼی ناست و.

دتېرې ناستې راپور نقیب احمد عزیزي ولوست،د خبرو وار پرې امیرزوی وکړ،دراپور پیل او پای یې وستایل.

حکیمي هم دجملو مناسب لنډیز سره همغږی و،دراني غوښتنه کوله که په راپورکې ځینې جملې لنډې راوړل شي،ښه به وي.

ادبي درس دخاطره لیکنې په باره کې اتل مشواڼي وړاندې کړ.چې په یاده موضوع یې هراړخیزې خبرې وکړې.

خاطره یوه عربې کلمه ده،چې لغوي مانایې یادښت،ضمیر،خیال،فکر اویادګار ته وایي.دده هغه پښتنولیکوالویادونه هم وکړه،چې دخپل ژوندخاطرې یې لیکلي دي.

(کیسه زما د ادبي ژوند)اجمل خټک (داب تراش) نواز طایر(زنداني خاطرات)محمدهاشم زنداني(و،نه و،یوشپون و)شپون…………..

په ادبي درس ګډونوالو هر اړخیز بحث وکړ،په پای کې پرېکړه شوه چې راتلونکې اونۍ ته به هریوـــ یوه یوه خاطره لیکي.

ورپسې ازاده مشاعره وشوه،چې هریوپه کې د خپلو احساساتو اظهار وکړ.

دغونډې ارزونه استاد رحمت الله حکیمي وکړه،ننۍ غونډه ډېره ښه وه،بایدکره کتنه پاتې نه شي،هغه که پر نثر وي اوکه پر نظم.

ده له نویو ملګروِ غوښتنه وکړه،چې چوپ دې نه پاتې ګېږي،دوی باید هم نظر ورکړي.

راتلونکې اونۍ ته ځانګړې موضوع عبدالباسط امیرزوی،ادبي درس نقیب احمد عزیزي اوکره کتنې ته خوشال دراني دڅه راوړلو ژمنې وکړې.

غونډه په دعایه پای ته ورسېده.