کور / راپور / د خوشال بابا فکري بهیر د یودېرشمې غونډې رپوټ

د خوشال بابا فکري بهیر د یودېرشمې غونډې رپوټ

د خوشال بابا د فکری بهیر ۳۱مه غونډه چې د اونۍ د مهمو پېښو لنډيز، د کتاب غورچاڼ، پر ټولنیزه اسانچارۍ پریزنټېشن او نورو اړینو مسلو ته په کې ځای ور کړل شوی و، تر سره شوه.
غونډه له اجنډا سره سم د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل او ور پسې الهام ناصري د اونۍ مهمو کورنیو، سیمه ییزو او بهرنیو پېښو ته کتنه لرله.
ګران ملګري عبدالمالک عاصم د امریکايي لیکوال انډریو سکاټ کوپر (د تېلو پاچاهان) کتاب، چې ښاغلی عاصم پخپله پښتو ته هم ژباړلی، پاڼې اړولې وې او د بهیر برخه والو ته یې ترې اړین معلومات ور کړل.
عاصم د یاد کتاب لنډیز په دوه برخو کې وړاندې کړ چې یوه یې (له ځانه تېر پهلوان) او بله برخه یې (وروستۍ زوروهنه) وه.
د ښاغلی عاصم په خبره چې په دغه تحقیقي اثر کې له تېلو د امریکا اغېزمنه شوې بهرنۍ پالیسي څېړل شوې او په ډاګه شوې چې د ۱۹۹۰ یمو کلونو په شاوخوا کې امریکا سعودي عربستان او ایران ته څومره اړه وه: ((د کتاب ټول تمرکز د امریکا او منځني ختیځ د تېرو دوه لسیزو په اړیکو دی. د تېلو پاچاهان کتاب لږ د ۱۹۶۰ او زیات د ۱۹۷۰ یمو کلونو په ترڅ کې د واشنګټن، تهران، سعودي عربستان او ور سره تړلو هېوادونو اړیکو ته کتنه کوي.))
ښاغلي عاصم د کتاب د لنډیز د وړاندې کولو پر مهال وویل، د امریکا او ایران دوستي یو مهال دومره ټینګه وه چې ان امریکا له ایران سره په ګډه پر سعودي عربستان د برید پلانونه نیول، امریکا پر ایران د اټومي بټیو پلورلو ته تیاره شوې وه او ان دا چې له پاکستان څخه د بنګله دېش د بېلېدو پر مهال امریکا له ایران څخه غوښتنه کړې وه چې پاکستان ته الوتکې او وسلې ور کړي: ((افغانستان دې هم په امریکا ډېره تکیه نه کوي، ځکه په ۱۹۷۰ یمو کلونو کې ایران هم د خپلو تېلو په مقابل کې پر امریکا ډېره تکیه کوله، خو چې امریکا له سعودي سره جوړه راغله او ایران ته یې شا کړه، نو ور سره د ایران اقتصادي نظام هم په ړنګېدو شو.))
ورپسې د معمول په څېر د غونډې ګډونوالو د تېلو پاچاهان کتاب په اړه پوښتنې کولې او ښاغلي عاصم ځوابولې.
د غونډې بل ګډونوال مو ګران ملګری عبدالهادي هدایت و چې (په ټولنه کې اسانچاري) تر عنوان لاندې یې پریزنټېشن چمتو کړی و.
ښاغلي هدایت په خپل پريزنټېشن کې د ټولنیزې اسانچاري په دندو او مسوولیتونو رڼا واچوله او په پای کې یې د غوره ټولنیزې اسانچارۍ لپاره پنځه ګونې لارې چارې هم واضح کړې.
ورپسې د یاد پریزنټېشن په اړه د پوښتنو، وړاندیزونو او نیوکو نوبت و او بیا د راتلونکې ۳۲مې غونډې لپاره دروند استاد شعیب رحیم د شخصیت پر وده د پریزنټېشن، عبدالله مصباح د اونۍ د مهمو پېښو د لنډیز او خیرالله شینواري د (پاکستانۍ چوڼۍ او امریکايي نقشې) د کتاب د لنډیز برابرول پر غاړه واخیستل.
غونډه د علومو اکاډمۍ د غړي اکبر جان پولاد په دعایې سره پای ته ورسېده.
د یادولو ده چې د خوشال بابا د فکري بهیر لړۍ د پامیر سینما په دویم پوړ/ کتاب ښار کې له تېرو اتو میاشتو راهیسې په بریالیتوب سره روانه ده او هره پنجشنبه په دوو بجو غونډه کوي. افغان ملي غورځنګ هیله لري چې تر خپل چتر لاندې د خوشال بابا فکري بهیر لړۍ د افغانستان ټولو ولایتونو، ښارونو او کلیو ته ورسوي چې د همدې هڅو په لړ کې یې تېره اونۍ په پکتیا کوټ سیمه کې د خوشال بابا فکري بهیر او افغان ملي غورځنګ دفتر پرانیست او سبا جمعه ( 14/03/2014 ) به خپله څانګه په احمد شاه بابا مېنه کې هم پرانیزي.