کور / ترخې خبري / د افغانستان خلک د جګړو له پاره ږیږدلي!

د افغانستان خلک د جګړو له پاره ږیږدلي!

پنځه ویشت کاله مخکې زه د لومړي ځل له پاره هند ته تللی وم. د زاړه ډیلي د فتح پوري جامع جومات ته نژدې د بلیماران کوڅه، یو له هغه ځایونو څخه وه چې تل زما په یاد و.
دلته یو کابلی رستورانت و چې ډیلي ته په سفر راغلي یا استوګن ځنې افغانان به غرمه او ماښام هلته ټولېدل او یو له بل څخه به یې د کابل او افغانستان د وضعې او جګړو په هکله پوښتنې او معلومات کول.
پنځه ویشت کاله وروسته، د کابل رستورانت همدا حال دی؛ خو اوس خلک موبایلونه لري، تګ راتګ ډېر دی او په پوښتنو ګرویږنو کې هم توپیرونه راغلي دي.
زه څو ورځې مخکې له پنځه ویشت کلونو څخه وروسته بیا د بلیماران کوڅې په شریف محله کې کابل رستورانت ته ورغلم، پنځه ویشت کلونه مخکې په همدې رستورانت کې ما د یوې افغاني کورنۍ د برخلیک په هکله یوه لنډه کیسه هم لیکلې وه چې تر اوسه څو ځلې چاپ شوې ده او د خلکو خوښه شوې ده!
د کابل رستورانت اوسنی خاوند د تګاب قاري احمد دی چې همدلته په ډیلي کې زیږیدلی او ټوله کورنۍ يې هندي پاسپورټونه لري. قاري احمد تګاب نه دی لیدلی؛ خو ډېره هیله لري چې په افغانستان کې سوله او کراري راشي. قاري احمد توره تنکی ږیره او توره خولۍ لرل او داسې ښکارېده لکه اسلامي تعلیمات یې چې کړې وي.
قاري احمد وویل چې په انګلیسي، عربي، هندي او پښتو ژبو ښه پوهیږي؛ خو دري یې ماته ګوډه زده ده. په کابل رستورانت کې د مکې معظمې او مدینې منورې د څو لویو تصویرونو تر څنګ د سید اسمعیل بلخي یو پورتریت هم ځوړند دی. قاري احمد وايي چې پلار يې سید اسماعیل بلخي ته ډېر درناوی درلود.
ماسپښین شاوخوا دری بجې د کابل رستورانت ډېر ملیمانه لاړل. څلور کسه عراقي کردیان هم ووتل. دوی په خپلو منځو کې کې کردي؛ خو له قاري احمد سره په عربي خبرې کولې. لږ وروسته قاري احمد د دوهم ځل له پاره زما خوا ته راغی او پوښتنه یې وکړه چې څه کم نه دي؟ ما یوه پیاله تور چای وغوښت.
ده پوښتنه وکړه چې ټاکنې به څوک وګټي؟ ما ورته وویل چې ته خپله څه فکر کوې؟ ده وویل که د افغانستان خلک چې ټول د یوه خدای بنده ګان او د یوه پیغمبر امتیان دي، د قرآن او اسلام لمن ونیسي او د حرص او حرامو لار پریږدي، هر څه به سم شي. ده وروسته وویل چې ما ته خو اشرف غني احمدزی وړاندې ښکاري.
ما ورته وویل چې زموږ سیاسي مشرانو ته په کار ده چې تاریخ ولولي چې پخوانۍ خونړۍ تېروتنې بیا تکرار نشي. ما دا هم ورته وویل چې موږ پښتانه په پخوانیو وختونو کې ډوب خلک یاستو، سربېره پر دې چې پند او عبرت نه اخلو، په پخوانیو پېښو او مسایلو کې دومره بند یاستو چې اوس ته مو پام نه وي، له همدې امله په وینو کې ډوب او د نړۍ د پرمختګ له بهیره شا ته پاتي یاستو.
قاري احمد ومنله چې هو تاریخ باید ولولو، له تېرو تجاربو پند واخلو راتلونکي ته ځیر شو او په خپل کتاب کې د جګړې فصل وتړو!
په دې وخت کې هغه بل یوازنی کس چې په رستورانت کې ناست و په مجلس ګډ شو او وې ویل چې زما خبره واورئ. دا ږیرور ځوان ظاهرخان د کندهار د ډڼد ولسوالۍ د بلدین کلي اوسیدونکی و.
ده وویل چې زما نیکه د ملاعمر د پاچايي په وروستي کال د 123 کلونو په عمر مړ شو، ظاهر خان وویل چې نیکه یې په امان الله خانۍ کې د انګریزانو په ضد جنګېدلی و او بیا په هغه څلور زرو کسانو کې بخارا ته اوښتی چې د شوروي یرغل مخه ونیسي. ظاهر خان ویل چې د بخارا پاچا، امیر عالم خان، د همدې تکړه افغانانو په مټ افغانستان ته راواوښت او له مرګه خلاص شو.
د ظاهر خان په قول چې نیکه يې د نوي – پنځه نوي کالونو په عمر، په افغانستان باندې د شوروي د یرغل په وخت کې هم فعاله و او د وطن او ناموس ساتنه یې فرض ګڼله.
ظاهر خان وویل چې د طالبانو په وخت کې یوه ورځ ده ولیدل چې څو طالب ځوانانو د حزب اسلامي د یوې خزې (سنګر – پوسته) هغه تونلونه ورانول چې د حزب مجاهدین به د بمباری په وخت کې هلته پټیدل.
ظاهر خان وویل چې نیکه دې طالبانو ته وویل چې خزې مه ورانوئ، خزې مظبوطې کړئ. یو وخت دلته شورویان وو چې د همدې خزو له برکته یې مات شول او په شا لاړل. یقین ولرئ چې سبا امریکایان راځي؛ د هغوی له ماتې څخه وروسته به بیا بل یرغلګر راځي او دا کیسه به همداسې روانه وي!
ظاهر خان وویل چې نیکه یې د اولیاوو ځانګړتیاوې درلودې. ګورئ څنګه پوهیدی چې امریکایان راځي. هغه دی راغلل که نه؟ او دا دی اوس وتلو ته ځان برابروي او که نه؟
ظاهر خان وویل چې نیکه به یې ویل چې موږ د جګړو له پاره پیدا شوي خلک یاستو. یو یرغلګرو ځي، بل راځي.
ظاهر خان په اصل کې په دې کیسه زما ځواب راکړ چې تاریخ باید ولولو او هغه خونړۍ تېروتنې بیا تکرار نه کړو چې موږ یې وژلي یاستو. ظاهر خان په حقیقت کې وویل چې که تاریخ ولولو یا نه، جګړې به روانې وي او موږ د همدې جګړو له پاره پیدا شوي خلک یاستو!
ده وویل چې د ډاکټر نجیب الله او ملاعمر مجاهد په وختونو کې دوه ځلې ټپي شوی او چې هر څه یې په یاد کیږي، د جګړو، مهاجرتونو، ستونزو او کړاوونو کیسې دي او بس!