کور / ترخې خبري / په هېواد کې فساد د لستوڼي ښامار ګرځيدلى

په هېواد کې فساد د لستوڼي ښامار ګرځيدلى

که چېرې موږ او تاسو تېرو وختونو ته په دقت سره ځير شو او يا رڼا پرې واچو، نو موږ ته به دامعلومه شي ،چې پخوا چا داداري فساد نوم سره هېڅ اشنايي نه درلوده ،هغه څوک چې نه يې له نوم سره اشنا وو اونه پرې پوهيدل ،نو معلومه خبره ده ،چې له دې ډلې خلک نه په دولت کې په اداري فساد کې ښکېل دي او نه پرنورو لارو چاروکې ځکه چې دوى يې له سره پيژني هم نه.
راځو دې ته، چې اداري فساد په څه مانا او څه شي ته ويل کېږي موږ او تاسو اوس يوازې داخبره په غوږونو کې نيولې ده، چې اداري فساد لاس په لاس دنغدو پيسو اخېستل دي او يو تربله جوړ جاړي کول دي.
اداري فساد هغه ناوړه بدنامه پديده ده، چې په ادارو کې ګډوډۍ اوبې نظمۍ رامنځته کوي اوبې چاره ولس ته په چاروکې ستونزې او خنډونه پيداکوي اوهغه روا چارې ،چې پر دوى پورې تړاو لري هغه کارونه په خپل وخت سرته نه رسوي په يونه يو ډول خپل ولس دې ته مجبوره وي، چې دروا چارو په تر سره کولو کې له دوى څخه بډې او رشوت اخلي، چې دا په خپله د اداري فساد يو ښه مثال يادولى شو.
نو که راشو دې ته،چې له کله نه د نړيوالو په مرستو په افغانستان کې د نوې ادارې په رامنځته کېدوسره هرڅه له سره پيل شول، خو دلته زموږ په هېواد کې چې په کوم ډول لازمه وه په همغه شان ښې حکومتدارۍ شتون نه درلود، نوځکه موهېوادله ډول ډول ننګونو سره مخ شو، خو په دې يوه لسيزه کې زموږ په دې خوار او ويجاړ هېواد کې نوى نظام واکمن شو، نو په دې نوې واکمنۍ کې زياتره هغه کارونه ترسره شول، چې دافغان ولس په تصور کې هم نه راتلل ،ځکه چې دومره په زياته پيمانه مرستې له نړيوالو لخوا دهېواد سره و شوې، چې په دې مرستو باندې زموږ دهېواد دمظلومو بچيانو لپاره په مرکزاو يا لېرې پرتوسيمو کې د دوى دښو زده کړو لپاره ښوونځي ،کلېنيکونه ، سړکونه ، دلوبو لپاره بېلا، بېلا لوبغالي دوى ته دسهولت په حاطر جوړ شول،خو په کوم ډول چې زموږ دې ځورېدلي هېواد ورته اړتيا درلوده په هغه شان ترسره نه شول ځکه چې هغه کارونه ،چې دوى ته ورسپارل شوي و په کوم ډول ،چې ورسره قرارداد شوى و د هغه قرارداد مطابق جوړ نه شول ځکه هغه سړکونه ، ښوونځي او داسې نور دبيارغونې کارونه ، چې دلته ورغول شول او او س بياله سره رغښت ته اړتيا لري دا په دې مانا، چې په کوم ډول زموږ دبېوزله ولس غوښتنه وه هغه غوښتنې يې په هغمه ډول پوره نه شوې کړى.
اوس که راشو دې خبرې ته ،چې اکثره وخت دافغان دولت په ادارو باندې په نړيوالو رسنيو کې تل په دې بحث کېږي ،چې افغان دولت ته، چې کومې مرستې ورکول کېږي دوى يې په خپلومنځونو کې يو تر بله دجوړ جاړي له لارې مصرفوي او په هېواد کې ټولې ستونزې په خپل حال پاتې کيږي، نو ټول هېوادوال بايد دشخصي ګټو په حاطر ملي ګټې لوړې و بولي نو که چېرې دشخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته ډېره ترجيح ورکړو، نو لېرې نه ده،چې زموږ په هېواد کې شته ستونزې او مشکلات ،چې دامهال ترې دا بې وزله اوکړيدلى ولس ترپوزې راغلى دى يوازې لامل يې په ادارو کې داداري فساد شتون دى او زياتره د لياقت پرځاى د روابطو پر اساس د مامورينو استحدام دى، چې دغه ډول کړنو هم ادارې معيوبې کړې او بل د هېوادوالو لپاره يو ډول سرخوږى جوړ شوى او هم فساد ته لاره هواره شوې ده.
نو د دا ډول کړنو د مخنيوي لپاره هېوادوال بايد تل ځيرک او هڅاند اوسي په يوه غږ ، کلک هوډ او په ملي روحيه د دغه ناوړه پديدې پرضدپه اسلامي مسؤليت راپورته شي، ترڅو وکولاى شي، چېرې چې فساد او بې عدالتي شتون ولري هم يې ريښې وباسي او بل په اسانۍ سره ددې ناوړه عمل مخه ونيول شي.
که چېرې مو ددغه ناوړه عمل پرضد کلکه مبارزه ونه کړه نو زموږ هېواد به دتل لپاره دنورو پرمختلليو هېوادونو سره دسيالۍ لپاره چمتو نه شي نوراځئ ،چې ټول هېوادوال که هغه دولتي مامورين او که عام ولس دى ټول سره يو شو او په يو اتحاد سره ددې ناوړه کلتور جرړې له بيخه وباسو.
نو هله به موږ اوتاسو ديوې ښې ادارې او غوره حکومتدارۍ خاوندان شو که داسې ونه کړو نو لېرې نه ده ،چې زموږ هېواد به له دې هم بد تر شي.
راځئ ،چې نور د دې ځوريدلي هېواد د بچيانو په راتلونکي باندې فکر وکړو ،چې څه ډول کولاى شو ددوى دښه راتلونکي لپاره کومې لارې چارې بهترې دي،چې کار پرې وکړو، چې په اينده کې موږ او تاسو خپلو بچيانو ته مخ تور نه و داسې څه بايد و کړو،چې که موږ موجود هم نه و او هغه زموږ کړنې چې د دوى لپاره دمنلووړ وي دوى يې د تاريخ پرزرينوپاڼو کې ديادګار په ډول وساتي.
دښه سمسور پرمختللي او د اداري فساد نه ديوه سپيڅلي پاک او سوله ييز هېواد په هيله