کور / ترخې خبري / پښتنه او د مارچ اتمه !!!

پښتنه او د مارچ اتمه !!!

په نيمه شپه يې د کور کارونو ته په ښکنځلو راويښه کړه.
لا سهار سوى نه، چي غوا يې ولوشل، اوړه يې خيشته کړه، يوه کرونده له خاورو ډک سراى يې جارو کړ..
د کورنۍ ټولو غړو ته يې د اوداسه اوبه سمې او ډوډۍ پخولو ته کښېناسته. .
تر پنځوس زياتي ډوډۍ يې پخې کړې.
دچايو توره چايجوشه هم جوش سوه. .
د لمانځه لپاره يې مصله سمول، چي خاوند يې د کلي يوه ډله وزګار مېلمانه راوستل اود ژر چاى تيارولو ږغ يې وکړ.
دا يوازي نن (دمارچ اتمه ورځ) نه ده، چي د سهار لمونځ يې د کور او مېلمنو په چوپړ کي قضاء سو، بلکي د پښتنې هر سهار په درنو کارونو، ښکنځلو او ډبولو ماښام کيږي.

٢٠١٤- ٠٣ – ٠٨ کندهارښار، چوڼۍ